له یوئن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
له یوئن
(ویت نامی: Lê Duẩn د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
له یوئن

د شخص معلومات
پيدايښت ۷ اپرېل ۱۹۰۷[۱][۲][۳]
مړینه 10 جولای 1986 (79 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هانوی  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل ناروغي  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت ویتنام  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د ویتنام جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

له یوئن (په انګلیسي: Lê Duẩn؛ په ویتنامي: [lē zʷə̂n]؛ زوکړه: ۱۹۰۷ زکال د اپرېل ۷ مه – مړینه: د ۱۹۸۶ زکال د جولای ۱۰ مه) ویتنامي کمونیست سیاستوال و. نوموړي په ۱۹۵۰مه لسیزه کې په ګوندي سلسله مراتبو کې وده وکړه او په ۱۹۶۰ زکال کې د ګوند په ۳م ملي کانګرس کې د ویتنام د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي وټاکل شو. نوموړي په جمعي توګه د رهبرۍ اړوند د هوشي مین پالیسي ته دوام ورکړ. د ۱۹۶۰ مې لسیزې له نیمايي څخه (هغه مهال چې د هو روغتايي حالت مخ پر خرابېدو و) په ۱۹۸۶ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله نوموړی د ویتنام تر ټولو مخکښ پرېکړه کوونکی و.

نوموړی د فرانسوي هندوچین د لی وان نهوان (Lê Văn Nhuận) سیمې د کوانګ تري (Quảng Trị) کلي په یوه بېوزله کورنۍ کې وزېږېد. د هغه د کورنۍ او ماشومتوب اړونډ ډېر لږ معلوات شتون لري. هغه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۰مه لسیزه کې د اوسپنې په پټلۍ کې د کار کولو پر مهال انقلابي افکارو ته لاسرسی وموند. همدا و چې له یوئن په ۱۹۳۰ زکال کې د هندوچین د کمونیست ګوند (وروسته د ویتنام د کمونیست ګوند) یو له بنسټ اېښودونکو غړو څخه شو. نوموړی په ۱۹۳۱ زکال کې بندي شو او په ۱۹۳۷ زکال کې را خوشي شو. له ۱۹۳۷ زکال څخه تر ۱۹۳۹ زکال پورې هغه په ګوند کې لوړ ځایګی ته ورسېد. په ۱۹۳۹ زکال کې بیاځلي بند ته په دې جرم واچول شو چې په سویل کې یې د پاڅون په راپورته کولو کې ونډه لرله. یوئن د ۱۹۴۵ زکال په اګست میاشت کې د کمونیستانو په مشرۍ د اګست له بریالي انقلاب وروسته له بند څخه خوشی شو.

د هندوچین د لومړۍ جګړې پر مهال (۱۹۴۶- ۱۹۵۴ زکال) له یوئن په سویلي ویتنام کې یو له فعالو انقلابي مشرانو څخه و. نوموړي له ۱۹۵۱ زکال څخه تر ۱۹۵۴ زکال پورې ګوند ته د اړوند مرکزي دفتر ریاست پر غاړه درلود. د ۱۹۵۰مې لسیزې پرمهال یې په مخ پر زیاتېدوني ډول د سویلي ویتنام اړوند تهاجمي دریځ وموند او د جګړې پر مټ یې د بیاځلي اتحاد غوښته وکړه. د ۱۹۵۰ مې لسیزې تر وروستیو پورې نوموړی په ګوند کې د دویم پیاوړي سیاستوال ځایګي ته ورسېد او د ګوند پخوانی عمومي منشي ترونګ شینه (Trường Chinh) یې تر خپل اغېز لاندې راوست. په ۱۹۶۰ زکال کې نوموړی په رسمي توګه د ګوند له رئیس هو وروسته دویم پیاوړی غړی شو. د ۱۹۶۰ مې لسیزې پر مهال د هو (هو شی مین) روغتیايي حالت خراب شو او یوئن د هغو ډېری مسئولیتونه پر غاړه واخیستل. د ۱۹۶۹ زکال د سپټمبر په ۲ مه هو ومړ او یوئن د شمال په تر ټولو مخکښ پیاوړي کس واوښت.

نوموړی په ۱۹۶۰ زکال کې عمومي منشي شو او په رسمي ډول د هو شي مین پر ځای د ګوند په اصلي شخصیت واوښت. د هو له مړینې وروسته یوئن د شمالي ویتنام مشري پر غاړه واخیسته. له ۱۹۵۵ زکال څخه تر ۱۹۷۵ زکال پورې د ویتنام د جګړې پر مهال یوئن تر ډېره تهاجمي حالت غوره ګاڼه او برید کول یې د بریا کلي ګڼله. هغه مهال چې په ۱۹۷۶ زکال کې سویلي ویتنام له شمالي ویتنام سره یوځای شو او ګوند بېرته ورغول شو، له یوئن د ګوند عمومي منشي شو چې دی او ملګري یې د ګوند راتلونکې ته له کچې زیات خوشبین و. د دوی د راتلونکو پنځو کلونو دویم پلان (۱۹۷۶-۱۹۸۰ زکال) له ماتې سره مخ شو او د ویتنام اقتصاد یې له کړکېچ سره مخ کړ. هغه د ۱۹۷۸ زکال په ډسمبر میاشت کې په کمبودیا باندې د ویتنامیانو برید د چین له خوا د ملاتړ کېدونو سرو خمرانو (Khmer Rouge) د واکمنې ډلې د راپرځولو په موخه تائید کړ. دغه چارې د چین او ویتنام ترمنځ په اړیکو جدي اغېز درلود چې له امله یې ویتنام د چینايي وګړو په ویستلو غبرګون وښود. چین د دغې چارې په ځواب کې پر ویتنام شدید تنبیهي برید وکړ. له دغه مهال وروسته ویتنام له شوروي اتحاد سره نږدې اړیکې وساتلې او په ۱۹۷۸ زکال کې په کمه کون یا د اقتصادي همکاریو په شورا کې شامل شو.

یوئن په ۱۹۸۶ زکال کې د خپلې مړینې ترمهاله د ګوند عمومي منشي پاتې شو. نوموړی په هانوی کې ومړ؛ د هغه ځای ناستی په پیل کې ترونګ شینه و. یوئن چې په له یونګ هم پېژندل کېږي د عامو وګړو ترمنځ د «انا با» (دریم ورور) په نوم شهرت لري.

د عمومي منشي د څوکۍ مسئولیت[سمول]

سیاسي ناندرۍ او واک[سمول]

له یوئن په ۱۹۶۰ زکال کې په رسمي توګه د ویتنام د کمونیست ګوند د لومړي منشي په توګه وټاکل شو، په دې ترتیب سره نوموړي ته د هو د راتلونکي ځای ناستي په توګه د ګوند عملي مسئولیت ور تر غاړې شو، آن که چېرې هو د ګوند د رئیس په توګه هم پاتې کېده. ورته مهال هو د شمالي ویتنام پر حکومت اغېز درلود: له یوئن، توهو (Tố Hữu)، ترونګ شینه (Trường Chinh)، پام وان دونګ (Phạm Văn Đồng) (دوی ټول له جګړې وروسته د هېواد په سیاستونو کې له اغېزمنو څېرو څخه و) به د ګوند له مشر هو شی مین سره ماښامنۍ یوځای کوله. [۵][۶][۷]

په ۱۹۶۳ زکال کې هو په ښکاره توګه د سویلي ویتنام له ولسشمر نګو دینه دیم (Ngô Đình Diệm) سره د مذاکرې پر بنسټ سولې ته د رسېدو په موخه د لیکونو تبادله وکړه. د ګوند د تنظیم کوونکې برخې مشر لی دو تو (Lê Đức Thọ)، پوځي جنرال نجوین کی ثانه (Nguyễn Chí Thanh) او یوئن په ګډ ډول هڅه وکړه څو د پرېکړې کولو انحصاري واک خپل کړي- دغه چاره د هو له مړینې وروسته څرګنده شوه. په ۱۹۶۴ زکال کې د هو روغتیايي حالت مخ پر خرابېدو شو او یوئن هغه ته د باوري کس په توګه په ښکاره ډول د هغه د پرېکړې کولو چارې پر غاړه واخیستې. یو شمېر تحلیل کوونکي ادعا کوي چې هو او یوئن تر ۱۹۶۵ زکال پورې سره جلا شول او یوئن «د ټولو مقاصدو په موخه» هو څنډې ته کړ. له دو تو (Lê Đức Thọ) او پام هونګ (Phạm Hùng) «په تدریج سره هڅه وکړه «په تدریج سره هو شي مین» او پام وان دونګ بې واکه کړي. [۸][۹]

د ۱۹۶۰ مې لسیزې په وروستیو کې د هو مخ پر خرابېدو روغتیايي وضعیت د دې لامل وګرځېد څو د رهبرۍ په برخه کې د هغه ځایګی کمزوری شي. په داسې حال چې یوئن په مهمو مسایلو کې له هو سره مشوره کوله اما یوئن پر ګوند واک ترلاسه کړ. د ۱۹۶۹ زکال د سپټمبر په ۲ مه هغه مهال چې هو ومړ د ټولیزې رهبرۍ کړنلار چې هغه ورڅخه ملاتړ کاوه دوام یې وموند، خو یوئن په ګوند کې یوازنی کس و چې له هغه سره برابر و. د هو له مړینې وروسته د ګوند د مرکزي کمېټې لومړني پرېکړه لیک ټولیزې رهبري ته ژمنتیا څرګنده کړه. یوئن د هو د جنازې د مراسمو مشري پر غاړه لرله او د دغه مراسمو وروستۍ وینا یې وکړه. [۱۰][۸]

له هماغه پیله د ګوند رهبري د شوروي او چین په طرفدارو ډلو ویشل شوې وه او یوه معتدله ډله یې هم لرله. د هو د واکمنۍ پر مهال ګوند د چین او شوروي له جلا کېدو وروسته د شوروي اتحاد او چین ترمنځ له بې پلویتوب څخه پیروي وکړه. دغه سیاست تر بیاځلي اتحاد پورې دوام وموند. له جګړې وروسته د شوروي پلوه یوئن د ډلې او د چین د طرفدارې ډلې ترمنځ د واک پر سر شخړه پیل شوه. یوئن له خپل پخواني سیال له دو تو سره ائتلاف وکړ او د چین پلوې ډله یې سره وپاشله. دوی په لومړي ګام کې هونګ وان هون او چو ون تن په نښه کړل. په داسې حال کې چې سیاسي دفتر د اجماع له مخې پرېکړې کولې، خو یوئن د عمومي منشي د څوکۍ په لرلو تر ټولو مخکښه څېره وه او وه یې کولای شو خپل ځواک د له دو تو، تران کوک هون او و نګیون ګپ سره په اتحاد زیات کړي او په دې سره یې په کورنیو چارو وزارت، د دولتي پلان جوړونې په کمیسیون، د بهرنیو چارو په وزارت، د ویتنام د خلکو د پوځ په عمومي سیاسي اداره، د لوژستیک په عمومي اداره او همدارنګه د ټرانسپورټ په وزارت کې په ګمارنو بشپړ واک وموند. [۱۱][۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12030542c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/le-duan — subject named as: Le Duan — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000012497 — subject named as: Le Duan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. پیوستون : 109036158  — د نشر نېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: CC0
  5. Brocheux 2007، ص. 170.
  6. Brocheux 2007، ص. 174.
  7. Ang 2002، ص. 10.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Woods 2002، ص. 74.
  9. Roberts 2006، ص. 482.
  10. Trung 2002، ص. 54.
  11. Van او Cooper 1983، صص. 70–71.
  12. Van او Cooper 1983، ص. 69.