له پلوما

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
noicon

د له پلوما سندرې نوټ او کمپوز

له پلوما يوه ډېره مشهوره سندره ده چې ۱۴۰ کاله پخوا د يوه سپانيوي شاعر او کمپوزر سېبېستيان ايراديير لخوا په ۱۸۶۱ ز. کال کې د کيوبا د سفر نه وروسته، او د هغه د ناڅرگندې مړينې نه دوه کاله مخکې جوړه شوې. دا سندره په بېلابېلو ژبو ژباړل شوې او يا هم د همدې سندرې په طرز په نورو کلتورونو کې هم خپره شوې. دې سندرې دومره شهرت موندلی چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مينوال لري او په ډېرو ژبو اړول شوې هم ده.

دا سندره لومړی په مکسيکو کې ډېر شهرت ترلاسه کړ او بيا وروسته د نړۍ نورو برخو کې يې هم مينوال وموندل چې د هغو له ډلې افغانستان، مکسيکو، سپانيا، هوايي، فلپين، جرمني، رومانيا، زنزيبار او گوا هغه هېوادونه او ځايونه دي چې دا سندره پکې اړول شوې. همدا راز د امريکا نامتو سندرغاړي اېلوېس پرېسلي همدا سندره د نو مور (No More) په نامه جوړه او خپره کړه چې گڼ شمېر مينوال يې پيدا کړل، د افغانستان يوه نامتو سندرغاړي احمدظاهر هم دا سندره په دري ژبه وييلې چې د سندرې نوم يې او دلبرا گر تو يار من باشي دی.