لسم شارل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لسم شارل
بە فەرەنسی: Charles X
لەدایکبوون۹ی اکتوبر ۱۷۵۷
Versailles، فەڕەنسا
مردنکينډۍ:ڕێکەوتی مەرگ و تەمەن
Gorizia، ئیتاڵیا
Noble titleduke
Cause of deathکولرا
د خښولو ځایAnnunciation Parish Church (Nova Gorica)
پلارLouis, Dauphin of France
مورMarie Josèphe of Saxony
میړه یا مېرمنMaria Theresa of Savoy
Unmarried partnerLouise d'Esparbès de Lussan، Rosalie Duthé
ماشومانLouis Antoine, Duke of Angoulême، Charles Ferdinand, Duke of Berry، Sophie d'Artois، María Teresa de Francia
کورنۍHouse of Bourbon
GodparentCharles III of Spain، Sophie of France
Languages spoken, written or signedفرانسوي، هسپاني
Writing languageفرانسوي
دندهسياستوال
واک درلودنهKing of France and Navarre، French co-prince of Andorra
د کار ځایپاريس
Work period (start)۱۷۷۲
Work period (end)۱ی جنوري ۱۸۳۶
Patient ofGuillaume Dupuytren
Religion or worldviewکاتولیکه کلیسا
پوځي پوړCoronel General
Archives atArchives nationales
څښتن دChâteau de Bagatelle
Depicted byCharles X (1757–1836), King of France, after Gérard
Copyright status as a creatorcopyrights on works have expired

لسم شارل (چې د شارل فیلیپ په نوم وزېږېد، د آرتوا کنټ؛ ۹ اکتوبر ۱۷۵۷- ۶ نومبر ۱۸۳۶ زکال) د ۱۸۲۴ زکال د سپټمبر له ۱۶مې نېټې څخه د ۱۸۳۰ زکال د اګست تر دویمې نېټې پورې د فرانسې پاچا و. نوموړی د ولیعهد اوولسم لوئي تره او د پاچا شپاړلسم لوئي او پاچا اتلسم لوئي کشری ورور و چې د تبعید پر مهال یې له ده ملاتړ کاوه. په ۱۸۱۴ زکال کې د بوربون کورنۍ د بېرته پیاوړي کېدو وروسته شارل (د فرضي وارث په توګه) د اولترا سلطنت غوښتونکو د ډلې رهبر شو؛ د فرانسې په دربار کې هغه سلطنت غوښتونکې راډیکاله ډله چې حکومت یې د الهي حق پر بنسټ تائید کاوه او لیبرالانو ته یې د ورکړل شوو امتیازاتو او همدارنګه د ۱۸۱۴ زکال د منشور له مخې د مدني ازادیو له تضمین سره مخالفت درلود. د فرانسې په دربار کې د شارل نفوذ وروسته له هغه وده وکړه کله چې په ۱۸۲۰ زکال کې د هغه زوی شارل فردیناند چې د بری دوک و ترور شو؛ نوموړی په ۱۸۲۴ زکال کې د خپل ورور اتلسم لوئي ځای ناستی شو.[۱][۲][۳][۴]

د هغه نږدې ۶ کلن سلطنت؛ په ۱۸۲۵ زکال کې د تاج اېښودو له لحظې څخه چې په کې یې هڅه وکړه د سلطنتي لمس عمل بېرته را ژوندی کړي د فرانسوي لیبرالانو ترمنځ منفور و. د هغه تر واک لاندې ادارې د فیوډالېزم د لغو کولو لګښتونه پخوانیو ځمکو لرونکو ته د پورونو د اوراقو په ورکړې سره پوره کړل، د کاتولیک کلیسا واکونه یې زیات کړل او همدارنګه یې مقدساتو ته د توهین په جرم د اعدام جزا بیا پلې کړه؛ هغه چارې چې د اکثریت لیبرال پارلمان سره یې د جنجال جوړېدو لامل وګرځېدې. شارل همدارنګه د فرانسې له خوا د الجزایر نیونه له داخلي ستونزو څخه د خپلو وګړو د انحراف په موخه تائید کړه او هایتي یې مجبور کړ څو د محاصرې د ماتولو او همدارنګه د هایتي د خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو په بدل کې په زیاته کچه تاوان ورکړي. نوموړي بالاخره د شاهزاده ژول دوپولیناک په لومړي وزارت سره یو محافظه کار دولت رامنځته کړ چې د ۱۸۳۰ زکال د فرانسې په پارلماني ټاکنو کې یې ماته وخوړه. هغه د دغې چارې په غبرګون کې د پارلمان د انحلال، د رایو ورکولو د حق د محدودیت او د مطبوعاتو د بیاځلي سانسور فرمانونه ورکړل. د یوې اونۍ په ترڅ کې فرانسه له ښاري اعتراضاتو سره مخ شوه چې له امله یې د ۱۸۳۰ زکال انقلاب وشو او په پایله یې کې نوموړی له واکه ګوښه او پر ځای یې لومړي لوئي فیلیپ د فرانسې پاچا شو. شارل یوځل بیا تبعید شو او په ۱۸۳۶ زکال کې په ګوریزیا کې چې هغه مهال د اطریش د سترواکۍ برخه وه ومړ. نوموړی د بوربن لویې کورنۍ څخه د فرانسې وروستی پاچا و.[۵][۶][۷]

کړکېچ او د فرانسې انقلاب[سمول]

د شارل سیاسي بیداري په ۱۷۸۶ زکال کې د سلطنت له لوی کړکېچ سره هغه مهال پیل شوه؛ کله چې څرګنده شوه پاچاهي د پخوانیو پوځي هڅو (په ځانګړې توګه د اووه کلنې جګړې او د امریکا د خپلواکۍ جګړې) له امله له مالي کړکېچ سره مخ شوې او مالي اصلاحاتو ته اړتیا لري. شارل د اشرافو د مالي امتیازاتو د قطع کولو څخه ملاتړ وکړ خو د رومي کاتولیک کلیسا او د هغو د اشرافو د هر ډول امتیازاتو له کمښت سره مخالف و. هغه باور درلود چې د فرانسې مالي چارې باید د سلطنت له ړنګېدو پرته اصلاح شي. د ده په خپله خبره «دا د جوړېدو وخت و نه د خرابېدو».

بالاخره پاچا لوئي شپاړلسم د املاکو عمومي شورا چې له ۱۵۰ کالو زیاته کېدله چې نه وه جوړه شوې راوغوښته څو د ۱۷۸۹ زکال په مۍ میاشت کې غونډه وکړي او مالي اصلاحات تصویب کړي. شارل له خپلې خور الیزابت سره د کورنۍ تر ټولو محافظه کاره غړي و او د دریمې طبقې (د عادي وګړو) له غوښتنو سره چې د خپلې رایې د ځواک د زیاتوالي غوښتنه یې لرله مخالف و. دغه چاره د هغه د ورور نیوکې راوپارولې او هغه یې تورن کړ چې له پاچا ډېر سلطنت طلبه دی. د ۱۷۸۹ زکال په جون میاشت کې دریمې طبقې ځانونه د ملي شورا جوړونکي وبلل او اعلان یې وکړ چې هوډ لري د فرانسې لپاره نوی اساسي قانون جوړ کړي.

له بارون دو برتویل سره په اړیکه کې، شارل سیاسي اتحاد جوړ کړ څو د مالیې لیبرال وزیر ژاک نکر له واکه ګوښه کړي. دغې نقشې هغه مهال معکوسه نتیجه ورکړه چې شارل هڅه وکړه د جولای په ۱۱ مه د برتویل له خبرتیا پرته له هغه مهال وړاندې چې دوی په پام کې نیولی و د نکر د ګوښه کولو په موخه ګام واخیست. دا له برتویل سره د نوموړي د سیاسي اتحاد د پاشل کېدو پیل و چې د دواړو لورو په نفرت سره پای ته ورسېد.[۸]

د نکر د ګوښه کولو ګام د جولای په څوارلسمه د باستیل قلا د نیولو لامل وګرځېد. هغه له شپاړلسم لوئي او ماري انتوانت چارلز سره په همفکرۍ له خپلې کورنۍ او څو نورو درباریانو سره په ګډه له فرانسې ووتل. د هغه دغه خروج له تاریخي پلوه د هغه د شخصي امنیت له ګواښ سره مخ کېدو ته اړوند بلل کېږي. له دې سره وروستۍ څېړنې ښيي چې پاچا له وړاندې څخه د خپل ورور وتل تائید کړي و او دا چاره یې هم د دې څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه ترسره کړه چې وروسته له هغه چې خپله لوئي له ورسا څخه پاریس ته ولېږدېد؛ هغه ده ته د یو ډېر نږدې آزاد کس په توګه د سلطنت غږ لوړ کړي.[۹][۱۰]

په تبعید کې ژوند[سمول]

شارل او کورنۍ یې پرېکړه وکړه چې د خپلې ښځې اصلي ځای ساوی ته پناه وروړي، چېرې چې له هغه سره د کوند کورنۍ یو شمېر غړي مل شول. ورته مهال په پاریس کې شپاړلسم لوئي له ملي شورا سره چې بنسټیزو اصلاحاتو ته ژمنه وه او د ۱۷۹۱ زکال اساسي قانون یې وضع کړی و لاس او ګرېوان و. د ۱۷۹۱ زکال په مارچ میاشت کې شورا د نایب السلطنت ټاکلو په موخه لایحه تصویب کړه چې په کې د پاچا د ناڅاپي مړینې د حالت وړاندوینه شوې وه. په داسې حال کې چې لوئي – شارل لا کوچنی و، د پروونس کنټ، د اورلئان دوک یا که چېرې یو دغه هم د لاسرسي وړ نه وي داسې یو څوک باید نایب السلطنت شي چې د ټاکنو له لارې وټاکل شي؛ دغې موضوع په بشپړ ډول د شارل په حقونو سترګې پټې کړې چې د پروونس د دوک او د اورلئان د دوک ترمنځ یې ځایګی درلود.[۱۱][۱۲][۱۳]

ورته مهال شارل، تورین (په ایټالیا کې دی) خوشی کړ او د جرمني تریر ته یې کډه وکړه؛ چېرې یې چې تره، د ساکسونی کلمنس ونسسلاو برحاله منتخب لوی کشیش و. شارل په فرانسه باندې انقلاب ضد برید ته چمتووالی ونیو خو د ماري انتوانت هغه لیک دغه برید وځنډوه چې په کې یې څرګنده کړې وه چې سلطنتي کورنۍ له پاریس تښتېدلې او په مونتمدي کې د فرانسوا کلود آمور او مارکي دو بوئیه تر قوماندې لاندې منظم ځواک سره مل شوې.[۱۴][۱۵]

د ۱۷۹۲ زکال د نوي کال په ورځ، ملي شورا ټول کډوال خاینین وبلل، د هغوی القاب یې لغو کړل او ځمکې یې مصادره کړې. دغه ګام د سلطنت د ځنډېدو او بالاخره د ۱۷۹۲ زکال په سپټمبر میاشت کې د هغو د لغو لامل وګرځېد. سلطنتي کورنۍ بند ته واچول شوه او پاچا او ملکه په ۱۷۹۳ زکال کې اعدام شول. ځوان دوفین په ۱۷۹۵ زکال کې د ناروغۍ او ځان ته د نه پام له امله ومړ.[۱۶]

هغه مهال چې په ۱۷۹۲ زکال کې د فرانسې انقلابي جګړې پیل شوې، شارل بریتانیا ته وتښتېد؛ هلته ورسره بریتانوي پاچا دریم جورج سخاوتمندانه مرسته کوله. شارل په ادینبورک او لندن کې له خپلې معشوقې لوئیز دو پولاسترون سره ژوند وکړ.[۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. Parmele, Mary Platt (1908). A Short History of France. Scribner. د کتاب پاڼې 221. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Charles X | Biography, Reign, Abdication, & Facts". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Munro Price, The Perilous Crown: France between Revolutions, Macmillan, pp. 185–187.
  4. Merriman, John M.; Winter, J. M. (2006). Europe 1789 to 1914: encyclopedia of the age of industry and empire. Detroit, Mich.: Charles Scribner's Sons. OCLC 76769541. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0684314969. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Brown, Bradford C. (2009), "France, 1830 Revolution", The International Encyclopedia of Revolution and Protest (په انګلیسي ژبه کي), American Cancer Society, د کتاب پاڼي 1–8, doi:10.1002/9781405198073.wbierp0573, د کتاب نړيواله کره شمېره 9781405198073 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Merriman, John M.; Winter, J. M. (2006). Europe 1789 to 1914: encyclopedia of the age of industry and empire. Detroit, Mich.: Charles Scribner's Sons. OCLC 76769541. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0684314969. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Munro Price, The Perilous Crown: France between Revolutions, Macmillan, pp. 185–187.
  8. Évelyne Lever, Louis XVI, Librairie Arthème Fayard, Paris (1985), p. 43.
  9. Charles Porset, Hiram sans-culotte? Franc-maçonnerie, lumières et révolution: trente ans d'études et de recherches, Paris: Honoré Champion, 1998, p. 207.
  10. Antonia Fraser, Marie Antoinette: the Journey, pp. 113–116.
  11. Nagel, p. 65.
  12. Fraser, p. 340.
  13. Fraser, p. 383.
  14. Price, Monro (2003). The Fall of the French Monarchy. د کتاب پاڼې 170. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-330-48827-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Nagel, p. 103.
  16. Nagel, p. 113.
  17. Nagel, p. 118.
  18. Fraser, pp. 399, 440, 456; Nagel, p. 143.
  19. Nagel, p. 152-153.