لاکهیډ مارټین اف 35 دویمه لایټنینګ (الوتکه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

Lockheed Martin F-35 Lightning II الوتکه د یوه سیټ، یوه انجن او د ټولو موسمونو سټیلټ ملټي رول جنګي الوتکو یوه امریکایی کورنۍ ده چې موخه یې د هوایی برترۍ او برید ماموریت دواړه ترسره کول دي. یاده الوتکه د بریښنایی جنګیالیو، استخباراتو، څارنې، او د څارنې وړتیا هم ترسره کوي. لاکهیډ مارټین نوم شخص د اصلي شریکانو ( نارتروپ ګروممن او BAE سیسټمونو ) سره په ګډه دF-35 اصلي قراردادي بلل کیږي.

د اف 35 الوتکه د لاک هیډ مارټین ایکس-35 څخه منځ ته راځي او په 2001 کي یې بوینګ X-32 الوتکه هم شاته پرېښودل. د دې الوتکي پراختیا په اصل کي د متحده ایالاتو ترڅنګ د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) او د متحده ایالاتو نږدې متحدینو لکه برطانیې، استرالیا، کاناډا، ایټالیا، ناروې، ډنمارک، هالنډ، او په ګډون هیوادونو څخه تمویل کیږي. [۱] [۲]

F-35 په لومړي ځل په 2006 کې الوتنه وکړه او د 2015 په جولای کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو F-35B سره خدمت ته دننه سول، ورپسې د متحده ایالاتو هوايي ځواک F-35A د اګست په 2016 کې او د متحده ایالاتو [۳] سمندري ځواکونو F-35C په فبروري 2019 کي الوتنه وکړه. [۳] [۴] دا الوتکه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۸ کال کې د اسراییلو د هوايي ځواک لخوا په جګړه کې وکارول شوه. [۵] متحده ایالات پلان لري چې تر 2044 پورې 2,456 عدده F-35 الوتکي واخلي، کوم چې د څو لسیزو لپاره به د متحده ایالاتو د هوايي ځواک سمندري قول اردو د تکتیکي الوتکو لویه برخه په ځان کي راونغاړي. په پلان کې ده چې دغه الوتکي به د ناټو او د امریکا متحدو ایالتونو د هوايي ځواک د بنسټ ډبره کښیږدي او تر ۲۰۷۰ کال پورې به فعالیت وکړي. [۶] [۷]

  1. . 5 March 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)
  2. . 28 December 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ (په 2 August 2016 باندې). Air Force Declares F-35A Ready for Combat.
  4. . 28 February 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)
  5. . 22 May 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)Ahronheim, Anna (22 May 2018).
  6. . 14 June 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)
  7. . 25 March 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)