لارښود:ويکيپرتلنه ۲

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


سريزه
ويکيپرتلنه

نومځی
د مخونو بېلابېل ډولونه

لټون او لېږد
د لټون لارې چارې

ګټور مخونه
سمونګرانو ته ګټور لارښودمخونه

لنډيز
يوه لنډه کتنه


د ويکيپېډيا مخونه په نومځايونو وېشل شوي دي، هر نومځی (بې له اصلي) يو ځانګړی مختړی لري چې له دوه سر په سر ټکو سره د پاڼې په پيل کې ښکاريږي.

اصلي/منځپانګه (بې مختړي)
  • د فلسفې په څېر ليکنې
  • څومانيز مخونه له خلکو سره مرسته کوي،ترڅو هغه ليکنې ومومي چې خلک ورته اړتيا لري لکه يوناني
  • لومړی_مخ
ويکيپېډيا:
ځينې وختونه د «پروژه» نومځي په توګه پېژندل کيږي.
لارښود: لارښودمخونه لکه لارښود:منځپانګه
کينډۍ: کينډۍ، چې په بېلابېلو مخونو کې په اسانۍ سره کارول کېدی او ځای پرځای کېدی شي لکه کينډۍ:سرچینه، کينډۍ:کارن مالوماتبکس
وېشنيزه: دا يو استثنايي نومځی دی چې د ډلپاڼو يا ګروپ پاڼو په توګه کارول کېدی شي لکه وېشنيزه:ارواپوهنه، وېشنيزه:ويکيپېډيا
دوتنه: چېرته چې انځورونه او نورې رسنيزې دوتنې ځای پرځای دی لکه دوتنه:Wiki dcci 2x.png
تانبه: د يوې ځانګړې موضوع اړوند د ويکيپېډيا د منځپانګو راغونډولو لپاره يو ځانګړی مخ لکه تانبه:افغانستان، تانبه:پوهه
کارن:
کتاب: د ليکنو ټولګې چې د يو کتاب په بڼه خوندي او چاپ کېدی شي، لکه کتاب:د سينما تر ټولو غوره لس فلمونه
مېډياويکي: په ويکي کې ښکارېدونکي پيغامونه، چې يوازې د پازوالانو له خوا سمېدلی شي.
ځانگړی: هغه مخونه دي چې د ويکيپېډيا سافټوير برخه ګڼل کيږي لکه ځانگړی:اوسني_بدلونونه، ځانگړی:غوره_توبونه

دا ټول نومځايونه بې له ځانگړی هر يو يې د خبرې اترې بېل مخ لري. د بېلګې په توګه د فلسفه په اړه په خبرې اترې:فلسفه کې خپل نظرونه، نيوکې او اندونه وليکئ!، يا د ويکيپېډيا:بې پرې ليدلوری په اړه خپل نظرونه او بحثونه په د ويکيپېډيا خبرې اترې:بې پرې ليدلوری کې ليکلی شئ. تاسو کولی شئ چې د ليکنې د مخ په پورته برخه کې له ليکنې څخه دهغې د خبرو اترو مخ يا د خبرو اترو مخ نه د ليکنې مخ ته په يوه کيڼ کلېک کولو تګ راتګ وکړئ.