لارښود:ويکيپرتلنه ۳

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


سريزه
ويکيپرتلنه

نومځی
د مخونو بېلابېل ډولونه

لټون او لېږد
د لټون لارې چارې

ګټور مخونه
سمونګرانو ته ګټور لارښودمخونه

لنډيز
يوه لنډه کتنه


پیوند= لټونبکس د ويکيپېډيا يو له ډېرو کارېدونکو وړتياوو څخه دی. چې د پاڼې په سر کې کيڼ لوري ته او په ځينو مخبڼو کې د پانې سر منځنۍ برخه کې نږدې يو څه ښي لوري ته قرار لري. په دې لټونبکس کې کولی شئ تاسو د خپلې خوښې موضوع وليکئ او وروسته د پلټل تڼۍ کېکاږئ، له دې وروسته به تاسو د ياد سرليک په اړه ګڼې بېلابېلې ليکنې درښکاره شي — تاسو کولی شئ د هر سليک په کېکاږلو سره نېغ په نېغه ياد مخ ته ورننوځئ، يا په بل بڼه که په لټونبکس کې د يو مخ نوم وليکئ او Enter ووهئ، نو هغه به سيده تاسو هماغې پاڼې ته بوځي.

که چېرته يو داسې ويوکی يا سرليک وليکئ چې هغه د کومې ليکنې سرليک نه وي او Enter تڼۍ کېکاږئ، نو تاسو به د پلټنې عمومي مخ ته يوړل شئ، چېرته چې به ستاسو د ليکل شوي سرليک سره اړيکه لرونکې يا ورته ليکنې موجودې وي. په همدې توګه که غواړئ چې د يوځانګړې ليکنې په اړه د بېلګې په توګه د کب په اړه بېلابېلې ټولې ليکنې وګورئ، نو په لټونبکس کېکب وليکئ او د لټونبکس تر ټولو لاندې برخې کې په Search Pages Containing کب باندې کلېک وکړئ، په ويکيپېډيا کې به د کب په اړه شته ټولې ليکنې به ستاسې مخ ته راشي.

په همدې توګه په لټونبکس کې د ويکيپېډيا بېلابېلو پاڼو نومځايونه پلټلی شو. تاسو کولی شئ چې له موجوده انتخابونو يو يې وټاکئ او ځانګړې ژوره پلټنه وکړئ.


پیوند= د ويکيپېډيا ځينې مخونه لېږدول شوي وي، نو په هغې نوم په ويکيپېډيا کې هيڅ کومه منځپانګه نه وي، نو په دې صورت کې لټونبکس تاسو سيده هغه مخ ته بيايي چې لېږدول شوی دی، مطلب هغه مخ ه مو بيايي چې د ياد مخ پرځای جوړ شوی دی. د بېلګې په توګه کينډۍ:څواړخيز چې کينډۍ:څومانيز لېږدول شوی. نو له همدې کبله که تاسو کينډۍ:څواړخيز په لټونبکس کې وليکئ Enter ته زور وکړئ، نو تاسو به سيده کينډۍ:څومانيز مخ ته يوسي، البته هلته يې په ياد مخ کې داسې ليکلي وي:(له کينډۍ:څواړخيز نه مخ گرځېدلی). که چېرته تاسو د يوې موضوع سرليک ناسم وينئ، نو کولی شئ چې د يادې موضوع په سر کې کيڼ لورته په اواز مينو باندې کلېک وکړئ او لېږدول باندې کلېک وکړئ، د پخواني سرليک پرځای نوی سرليک وليکئ په سبب کې Other Reason وليکئ او Other/additional reason: خانه کې د لېږدولو سبب وليکئ، ترڅو د موضوع ليکوونکی او نور تجربه کاره کارنان پوه شي چې په کوم دليل تاسو ياد مخ لېږدولی او سرليک مو وربدل کړی دی، ترڅو پرتاسو د ورانکارۍ بنديز ونه لګوي.