فېروچو بوزوني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فېروچو بوزوني
(اطالوی: Ferruccio Busoni د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فېروچو بوزوني
فېروچو بوزوني

د شخص معلومات
زیږون نوم (اطالوی: Dante Michelangelo Benvenuto Ferruccio Busoni د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱ اپرېل ۱۸۶۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه 27 جولای 1924 (58 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
برلين[۱۱][۱۰]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای برلين
څوریخ  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د اېټاليا سلطنت  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده پيانو وهونکی[۱۰]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه[۱۲]
ایټالیایي ژبه[۱۲][۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
فېروچو بوزوني
فېروچو بوزوني

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۱۴][۱۵]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فېروچو بوزوني (انګلیسي: Ferruccio Busoni؛ ۱ اپرېل ۱۸۶۶ – ۲۷ جولای ۱۹۲۴) یو ایټالوی موسیقار یا کمپوزر، پیانو غږوونکی، کنډکټر یا د موسقۍ د ډلې لارښود، اېډېټر، لیکوال او ښوونکی و. د هغه نړیوال مسلک او شهرت د دې لامل شو چې نوموړی د خپل وخت له ډېرو مخکښو موسیقارانو، هنرمندانو او ادبي شخصیتونو سره نږدې کار وکړي، او هغه د کیبورډ روزونکی او د کمپوز ښوونکی و.

نوموړی له ماشومتوبه یو نامتو خو ځینې وختونه جنجالي پیانو غږوونکی و. هغه د ویانا د موسیقۍ او هنرونو په پوهنتون کې زده‌کړې وکړې او وروسته یې بیا له وېلهېلم مایر او کارل رینیک څخه زده‌کړې وکړې. په هیلسنکي، بوسټن او مسکو کې له لنډو لنډو دورو تدریس وروسته یې په ​​اروپا او متحده ایالاتو کې د یوه ماهر پیانو غږوونکي په توګه کمپوز کولو، تدریس، او سیاحت ته ځان وقف کړ. د موسیقۍ په اړه د هغه لیکنې خورا نفوذ لرونکې او اغېزناکې وې، او نه یوازې جمالیات، بلکې د مایکروټونز او نورو نوښتي موضوعاتو په اړه نظریات هم رانغاړي. هغه له ۱۸۹۴ کال راهیسې په برلین کې میشت و خو د لومړۍ نړیوالې جګړې ډېره برخه یې په سویس کې تېره کړه.

نوموړي په ​​​​لومړیو کلونو کې په وروستي رومانتيک سبک کمپوز کول پیل کړل، مګر له ۱۹۰۷ کال وروسته کله یې چې "د موسقۍ نوې ښکلايي طرحه" اثر خپور کړ، نوموړي خپل تر ډېره یو انفرادي سبک یا سټایل رامنځته کړ، چې ډېر کله به اتونالیتي عناصر پکې رانغښتل شوي وو. امریکا ته د هغه سفرونه د شمالي امریکا له ځایي قبایلي سندرو یا مېلوډي سره د هغه د علاقې لامل شول، کوم چې د هغه په ​​ځینو اثارو کې منعکس شوي دي. د هغه په ​​کمپوزونو کې د پیانو لپاره ځینې اثار شامل دي، چې پکې یادگار پیانو کنسرټو اثر، او د نورو هنرمندانو د اثارو نقلونه، په ځانګړې توګه د یوهان سباستیان باخ (چې د باخ–بوزوني نسخې په توګه خپور شوی) د یادولو وړ دي. هغه همدا راز چمبر میوزیک یا مجلسي موسیقي، غږیز او ارکسترایي اثار، او اوپیرا هم لیکلي، چې یو یې ډاکټر فاسټ (Doktor Faust) هم و او نوموړي د ۵۸ کلنۍ په عمر کې په برلین کې له مړینې سره نیمګړی پرېښود.

ژوندلیک[سمول]

لومړنی مسلکي ژوند[سمول]

فېروچو ډانټه میکلانجیولو بنونوټو بوزوني د ۱۸۶۶ کال د اپرېل پر لومړۍ نېټه د توسکان سیمې په امپولي ښارګوټي کې زېږېدلی. نوموړی د دوو مسلکي موسیقارانو (ښاغلي فېرډیناندو، چې یوه کلارینټ یا شپېلۍ غږوونکی و، او مېرمن انا "کورنی نوم ویس"، چې یوه پیانو غږوونکې وه) یوازېنی ماشوم و. د نوموړي له زیږون لږ وخت وروسته د دوی کورنۍ تریسټ ښار ته ولاړه. د یوه نابغه ماشوم په توګه، چې تر ډېره د هغه د پلار له لوري زده‌کړې ورکړل شوې وې، هغه په ​​اووه کلنۍ کې د موسیقۍ اجراء او کمپوز پیل کړ. نوموړی د خپل ژوندلیک په یوه یادښت کې لیکي: "زما پلار د پیانوفورټ په اړه لږ معلومات لرل او سور او تال یا ریتم یې غیرمنظم و، ځکه نو هغه د همدغو نیمګړتیاوو لپاره د انرژۍ، سختۍ او ډېرو جزئیاتو ته تګ یو نه منلو وړ ترکیب راجوړ کړ." ښاغلی بوزوني د لومړي ځل لپاره په علني توګه له خپل مور او پلار سره د ۱۸۷۳ کال د نومبر په ۲۴مه په ټریسټ ښار کې د شیلر-ویرین په کنسرټ کې د پیانو غږوونکي په توګه راښکاره شو، او په سي میجر کې د موزارټ سوناټا لومړی حرکت او د شومن او کلیمینټي ځینې قطعات یې وغږول. نوموړی د هغه مور او پلار بیا وروسته په یو شمېر کنسرټونو کې د هغه د مشهورتیا لپاره سوداګریز تبلیغ وکړ، او نوموړی د هغې دورې په اړه وايي: "ما هېڅکله ماشومتوب نه درلود." په ۱۸۷۵ کې نوموړي خپل لومړی کنسرت د موزارټ د پیانو کنسرټو نمبر ۲۴ په غږولو سره اجرا کړ.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

له ۹ کلنۍ څخه تر ۱۱ کلنۍ پورې یې د یوه هنرپال په مرسته د ویانا د موسیقۍ او هنرونو په پوهنتون کې زده‌کړه وکړه. په ویانا کې د هغه لومړنۍ نندارې د منتقد اډوارډ هانسلک له هرکلي سره مخ شوې. په ۱۸۷۷ کال کې نوموړي د فرانز لیزټ غږول واورېدل، او له دغه کمپوزر سره معرفي شو، چې هغه یې هم د مهارت ستاینه وکړه. په راتلونکي کال کې ښاغلي بوزوني د پیانو او تار کوارټ لپاره څلور-حرکتي کنسرټ کمپوز کړ. له ویانا څخه تر وتلو وروسته نوموړي له وېلهېلم مایر سره په ګراڅ ښار کې د زده‌کړو یوه لنډه موده هم لرله، او په ۱۸۷۹ کال کې یې په خپل کمپوز "سټابټ میټر" کې اجراء ترسره کړه، چې د کمپوزر په ابتدايي شمېرو ترتیب کې ۵۵مه شمېره و، (BV 119 شمېره کمپوز، چې اوس ورک شوی دی). په همدغه وخت کې نورې لومړنۍ ټوټې هم خپرې شوې، چې د آو ماریا (Ave Maria) ترتیبات (اوپ. 1 او 2؛ BV 67) او ځینې نورې پیانو ټوټې پکې د یادولو وړ دي.[۲۰][۲۱][۲۲]

نوموړی په ​​۱۸۸۱ کې د بولونا ښار فیلارمونیکا اکاډمۍ لپاره وټاکل شو، چې له موزارټ راوروسته ترټولو ځوان کس و چې دا ویاړ او اعزاز یې ترلاسه کړ. د ۱۸۸۰مې لسیزې په منځ کې، بوزوني په ویانا کې میشت و، چېرته چې هغه له کارل گولډمارک سره ولیدل او د ۱۸۸۶ د مرلین (Merlin) اوپیرا لپاره یې د غږ سکور په چمتو کولو کې مرسته وکړه. نوموړي له یوهانس برامس سره هم ولیدل، چا ته یې چې د پیانو اتوډز (Études) دوه سیټونه ډالۍ کړل، او چا چې هغه ته وړاندیز وکړ چې له کارل رینیک سره په لایپزیګ کې زده‌کړې وکړي. د دې دورې په جریان کې ښاغلي بوزوني د زمزمو په ورکولو سره، او همدارنګه د یوه هنرپال "بارونین وان ټیډیسکو" په مالي ملاتړ سره دغلته زده کړو ته دوام ورکړ. نوموړي همدا راز کمپوز کولو ته هم دوام ورکړ، او خپله لومړۍ هڅه یې د سیګون (Sigune) په نوم یوه اوپیرا کې وکړه چې نوموړي له ۱۸۸۶ کال څخه په ۱۸۸۹ کال کې د پرېښودلو تر وخته کار پرې وکړ. هغه په لایپزیګ کې ځان بې وسه او تش لاسی وموند او له همدې کبله یې له خپروونکي شوالم څخه وغوښتل چې د هغه کمپوزونه واخلي. شوالم ورته دوه‌زړی شو، خو ویې ویل چې هغه به د پیټر کارنیلیوس د اوپیرا "باربر آف بغداد" په اړه د یوه موزیک د پنځوسو نمرو په کموالي سره او سل هم له بشپړېدو سره سپارښتنه ورکړي. بل سهار بوزوني د شوالم دفتر ته راغی او د بشپړ شوي کار په سپارلو سره یې د ۱۵۰ نومرو غوښتنه وکړه، او ویې ویل: "ما د شپې له نهو بجو څخه تر درې نیمو بجو پورې کار وکړ، له پیانو پرته مې کار وکړ او پر اوپیرا هم مخکې نه پوهېدم."[۲۳][۲۴][۲۵]

میراث[سمول]

پر موسیقۍ یا میوزک باندې د بوزوني اغېزې ښایي د هغه چا له لارې ډېرې وې چې له هغه سره یې پیانو غږول او کمپوز کول زده کړي وو، او همدا راز د موسیقۍ په اړه د هغه د لیکنو له لارې، نه خپله د هغه د کمپوزونو له لارې چې سبک یې هېڅ مستقیم ځایناستی هم نه درلود. الفریډ برینډل په دې نظر دی: "د پیانو کنسرټو په څېر کمپوزونه چې په پراخه کچه لیکل شوي ... د هغه د وروستۍ عالي پیانو موسیقۍ په اړه زموږ لید پر بله اړوي. لومړني دوه سوناتیناوونه څومره موضوعي – او ناکشف شوي – دي ... او د ۱۹۲۱ کال "توکاټا" ... "ډاکټر فاسټ"، اوس هم د تل په څېر د خپل وخت د موسیقۍ د تیاتر برجونه غوندې دي. هیلموت ویرت لیکلي، چې د بوزوني "ګڼ‌مهارتي طبیعت، چې له دودیزو هغو سره د نوښتونو د یو ځای کولو هڅې کوي، د موسیقۍ په توګه د هغه ډالۍ او د هغه د تیوریکي لیکنو پراخوالی [نوموړی] د شلمې پېړۍ د موسیقۍ په تاریخ کې ترټولو په زړه پورې شخصیت او جالبه څېره باندې بدل کړی."[۲۶][۲۷]

د فېروچو بوزوني نړیواله پیانو سیالي په ۱۹۴۹ کال کې د بوزوني په ویاړ د هغه د مړینې د ۲۵مې کلیزې په یاد جوړه شوې وه.[۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118518011  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13892013n — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Ferruccio-Busoni — subject named as: Ferruccio Busoni — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w62z154b — subject named as: Ferruccio Busoni — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/21739 — subject named as: Ferruccio Busoni — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Ferruccio Busoni — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Busoni,_Ferruccio — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/busoni-ferruccio-benvenuto — subject named as: Ferruccio Benvenuto Busoni — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0012922.xml — subject named as: Ferruccio Benvenuto Busoni — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ subject named as: Ferruccio Benvenuto Busoni — Musicalics composer ID: https://musicalics.com/de/node/79226
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ ۱۰٫۳ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/811 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
  11. پیوستون : 118518011  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13892013n — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/12832611
  14. خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  15. MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/cab67e98-340d-424e-baf1-b127902c200b — د نشر نېټه: ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱ — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  16. Dent (1933), p. 16.
  17. Beaumont (2001) §1
  18. Couling (2005) pp. 14–16
  19. Dent (1933), p. 17.
  20. Wirth (1980), p. 508
  21. See section Opus numbers in this article.
  22. Walker (1996), p. 367.
  23. Couling (2005), pp. 70–1.
  24. Dent (1933), pp. 41–42.
  25. Kogan (2010), p. 10.
  26. Wirth (1980).
  27. Brendel (1976), p. 118.
  28. "History of the competition", Ferruccio Busoni International Piano Competition website, accessed 28 April 2015