فینیاس ټایلور بارنوم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فینیاس ټایلور بارنوم
فینیاس ټایلور بارنوم
فینیاس ټایلور بارنوم

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) (۱۸۵۴–)

ديموکراتيک ګوند (–۱۸۵۴)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
لاسليک
فینیاس ټایلور بارنوم
فینیاس ټایلور بارنوم

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فینیاس ټایلور بارنوم (د ۱۸۱۰ ز کال د جولای ۵مه – د ۱۸۹۱ ز کال د اپرېل ۷مه) یو امریکايی د نندارو مجري یا شومن، سوداګر او سیاستوال و چې له جېمز انتوني بېلي سره یوځای د «بارنوم انډ بیلي سرکس» (۱۸۷۱-۲۰۱۷) شرکت د جوړولو په خاطر پېژندل کېږي. ښاغلی ټایلور یو لیکوال، خپرندوی او بشرپال و. منتقدان یې وايي چې د ده شخصي موخه "په خپلو خزانو کې پیسې اېښودل و". ښاغلي ټایلور ته په پراخه کچه د دې متل نسبت کېږي چې "په هره دقیقه کې یو احمق دنیا ته راځي"، که څه هم د دې وینا په اړه یې هېڅ شواهد نه دي راټول شوي.[۲][۳][۴]

بارنوم په شل کلنۍ کې د یوه کوچني کاروبار څښتن شو او په ۱۸۳۴ ز کال کې یې نیویارک ته تر لېږدېدو وړاندې یوه اونیزه جوړه کړه. ده یو تفریحي مسلک پیل کړ، لومړی یې د «بارنوم لوی علمي او موزیکال تیاتر» په نامه له یوې ډلې سره پیل وکړ او ورپسې یې «سکاډر امریکايي موزیم» واخیست چې وروسته یې د هغه نوم خپل نامه ته بدل کړ. ده له دغه موزیم څخه د «فیجي مرمیډ» [یا سمندري ښاپېرۍ افسانې] او «جنرال ټام ټومب» په څېر انساني تلوسو د تبلیغ د پلټ‌فارم په توګه کار واخیست. په ۱۸۵۰ ز کال کې يې امریکا ته د مشهورې سویډنۍ اوپېرا سندرغاړې «جیني لېنډ» سفر ته تبلیغ وکړ او تر ۱۵۰ شپو ډېر یې هره شپه دې ته ۱۰۰۰ ډالره ورکول. دی په ۱۸۵۰مه لسیزه کې د بدو پانګونو، کلونو قضايي دعوو او عامه سپکاوي په دلیل له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شو، خو له پورونو څخه د راوتلو لپاره یې د الکولو ضد غورځنګ د ویناوال په توګه د وینا له سفره استفاده وکړه. د ده موزیم لومړی امریکايي اکواریوم [له ښيښو جوړ شوی ځای چې اوبه په کې وي او خصوصاً کبان په کې د نندارې لپاره ساتل کېږي] اضافه کړ او د موميايي شویو مجسمو برخه یې پراخه کړه.[۵]

بارنوم په ۱۸۶۵ ز کال کې د کنیکټیکټ په مقننه یا قانون ‌جوړوونکې جرګه کې دوې دورې د «کنیکټيکټ» ایالت د «فیرفیلډ» سیمې لپاره د جمهوري غوښتونکي په توګه دنده اجرا کړه. ده مقننې جرګې ته د متحدو ایالتونو د اساسي قانون د دیارلسم تعدیل د تصویب په اړه چې غلامي او غیر ارادي بنده‌ګي یې لغوه کوله، خبرې وکړې: "هغه انساني روح چې خدای هغه پیدا کړی او عیسی [علیه السلام] د هغه لپاره مړ شوی، باید له پامه ونه غورځول شي. ښايي د یوه چینایی، ترک، عرب یا هوتنتوت بدن اجاره کړي، خو دا لا هم یو جاوېدانه روح دی." دی په ۱۸۷۵ ز کال کې د «کنيکټيکټ» ایالت د «بریجپورټ» سیمې ښاروال وټاکل شو چې هلته یې د اوبو رسونې، سړکونو ته د رڼا د راوستلو او د څښاک او فحشا د قوانینو د اجرا لپاره کار وکړ. ده په ۱۸۷۸ ز کال کې د بریچپورټ د روغتون په پیلولو کې رول درلود او لومړنی مشر یې و. سره له دې، د سرکس کاروبار یې چې له ۶۰ کلنۍ په عمر یې پیل کړی و، د دوامدار شهرت سرچینه یې وه.[۶][۷]

بارنوم په ۱۸۲۹ ز کال کې له «چاریټي هلېټ» سره واده وکړ او تر ۱۸۷۳ز کال پورې یې د هغې تر مړینې پورې ژوند ورسره وکړ او څلور ماشومان يې لرل. په ۱۸۷۴ز کال کې یې د مېرمنې تر مړینې څو میاشتې وروسته د خپل ملګري له ۴۰ کلنې لور «نانسي فیش» سره واده وکړ. دوی تر ۱۸۹۱ ز کال پورې ګډ ژوند درلود او ښاغلی ټایلور په خپل کور کې د سکتې له امله مړ شو. نوموړی د «ګرو» غره د «برچپورټ» په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو چې دا هدیره ده په خپله ډيزاین کړې وه.[۸]

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

بارنوم د «کنکټيکټ» ایالت په «بېټل» سیمه کې وزیږېد، پلار یې «فیلو بارنوم» هوټلچي، خیاط او دوکاندار و او مور یې «ایرنه ټايلور» د پلار دویمه ښځه وه. د مور له‌خوا یې نیکه «فینیاس ټايلور» د ویګ ګوند غړی، قانون جوړوونکی، ځمک‌وال، د سولې عدالت غوښتونکی او د لاټرۍ پلان جوړوونکی و چې پر ده یې خورا ډېر اغېز درلود.

بارنوم د خپل ژوند په اوږدو کې څو کاروبارونه لرل چې عمومي پلورنځی، د کتاب د لیلام کاروبار، د املاکو پېر او پلور او د لاټرۍ یوه عمومي شبکه په کې شامل وو. ده په ۱۸۲۹ ز کال کې د «کنیکټيکټ» ایالت په «ډنبري» سیمه کې د «هیرلډ اف فریډم» په نامه اونیزه پیل کړه. د دې اونیزې سرمقالې د محلي کلسیاوو د مشرانو پر ضد وې چې د بهتان په اړه د شکایت او قانوني څارنې لامل شوې او په پایله کې نوموړی دوې میاشتې بندي شو، خو له بند نه تر خلاصېدو وروسته د لېبرال غورځنګ پر یوه اتل بدل شو. په ۱۸۳۴ ز کال کې یې خپل پلورنځی وپلوره.[۹][۱۰]

په سیاست کې رول[سمول]

بارنوم په سیاست کې مهمه ونډه لرله. تر ډېره یې د امریکا کورنۍ جګړې ته د رسېدو په دوره کې پر توکم، غلامۍ او طبقه‌ بندۍ تمرکز وکړ. په ۱۸۵۴ ز کال کې یې د کانساس-نبراسکا له هغه قانون سره مخالفت وکړ چې د غلامۍ ملاتړ یې کاوه، ځکه یې نو ډیموکراټ ګوند چې غلامي یې تاییدوله، پرېښود او د غلامۍ ضد د نوي جمهوري غوښتونکي ګوند برخه شو.

بارنوم ادعا وکړه چې "سیاست تل زما لپاره بې خونده و"، خو سره له دې هم په ۱۸۶۵ ز کال کې د کنیکټيکټ په مقننه جرګه کې د فیرفیلډ لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند استازی وټاکل شو او څلور دورې یې خدمت وکړ. ده د «نیویارک» او «نیوهیون» د رېل پټلۍ پر لارو د داخلي معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره جاسوسان وګومارل او داسې راز یې افشا کړ چې له امله یې کرایې ۲۰ سلنه لوړېدې. نوموړي د متحدو ایالتونو د اساسي قانون د دیارلسم تعدیل د تصویب پر مهال وویل: "د یوه انسان روح چې خدای هغه پیدا کړ او عیسی [علیه السلام] د هغه لپاره مړ شو، باید له پامه ونه غورځول شي. ښايي د یوه چینایي، ترک، عرب یا یوه هوتېنتوت [په سوېل لوېدیځه افریقا کې یوه قبیله] بدن اجاره کړي – خو دا لا هم یو ابدي یا جاوېدانه روح دی." ده پر دې هم اعتراف وکړ چې کله مې په سوېل کې ژوند کاوه، غلامان مې لرل. ده وویل: "ما مې خپل غلامان وهل. زه باید په خپله د دغه کار لپاره زر ځله وهل شوی وای. خو زه هغه وخت یو ډیموکراټ وم – د هغو معمولي ډیموکراټانو له ډلې وم چې له سوېلي اصولو سره شمالي خلک دي."[۱۱][۱۲][۱۳]

ښاغلی بارنوم د راتلونکو څلورو غونډو لپاره انتخاب او د سناتور «اوریس اېس فیري» ځای ناستی شو. دی د هغه قانون ملاتړی و چې په ۱۸۷۹ ز کال کې د کنیکټیکټ عمومي اسمبلۍ نافذ کړی و او «د امېندوارۍ د مخنیوي لپاره یې هر ډول درمل، درملیزه ماده یا وسیله ممنوع بلله» او دا یې هم جرم بللی و چې د امېندوارۍ د مخنیوي لپاره څه عمل وکړي. دا قانون په کنیکټيکټ کې تر هغه وخته پورې عملي پاتې شو چې په ۱۹۶۵ ز کال کې د متحدو ایالتونو سترې محکمې په کریسوالډ کنيکټيکټ کې لغوه کړ. ده په ۱۸۶۷ ز کال کې په کانګرېس کې ګډون وکړ او د خپل درېیم کاکا زوی «ولیم هنري بارنوم» ته یې ماته ورکړه. په ۱۸۷۵ ز کال کې د کنیکټيکټ ایالت د برجپورټ سیمې ښاروال شو. د بریجپورټ د روغتون په پیلولو کې یې مهم رول درلود چې په ۱۸۷۸ کال کې جوړ شو او دی یې لومړنی مشر و.[۱۴][۱۵][۱۶]

شخصي ژوند او مړینه[سمول]

بارنوم د ۱۸۲۹ کال د نومبر میاشتې په ۸مه نېټه له «چریټي هالټ» سره واده وکړ او څلور بچیان یې لرل چې «کارولین کورنلیا»، «هلن ماریا»، «فرانسیس ایرنا» او «پایولین ټیلو» وو. مېرمن یې د ۱۸۷۳ کال د نومبر میاشتې په ۱۹مه نېټه مړه شوه او یو کال وروسته یې د خپل نږدې ملګري له لور «نانسي فیش» سره واده وکړ. نانسي تر ده څلوېښت کاله کشره وه. [۱۷][۱۸][۱۹]

بارنوم په ۱۸۹۱ کال کې د سکتې له امله په کور کې مړ شو. د «کنیکټيکټ» ایالت د «بریچپورټ» سیمې په «مونتین ګروو» هدیره کې خاورو ته وسپارل شو چې دا هدیره یې په خپله ډیزاین کړې وه.[۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 118652621  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. North American Theatre Online: Phineas T. Barnum
  3. Kunhardt, Kunhardt & Kunhardt 1995, p. vi
  4. Shapiro, Fred R. The Yale Book of Quotations. New Haven: Yale UP, 2006. p. 44
  5. Kunhardt, Kunhardt & Kunhardt 1995, p. 73
  6. Barnum, Phineas (1888). The life of P. T. Barnum. Buffalo, N.Y.: The Courier Company. د کتاب پاڼې 237 – عبر Ebook and Texts Archive – American Libraries. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  7. Kunhardt, Kunhardt & Kunhardt 1995
  8. Rogak, Lisa (2004). Stones and Bones of New England: A guide to unusual, historic, and otherwise notable cemeteries. Globe Pequat. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7627-3000-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  9. Mansky, Jackie (December 22, 2017), P. T. Barnum Isn't the Hero the "Greatest Showman" Wants You To Think – His path to fame and notoriety began by exploiting an enslaved slave woman, in life and in death, as entertainment for the masses, Smithsonian الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  10. Freed, Robin. "Joice Heth". MA candidate, University of Virginia American Studies Department. د اصلي آرشيف څخه پر May 18, 2002 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 8, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  11. Barnum, Phineas (1888). The life of P. T. Barnum. Ebook and Texts Archive – American Libraries. Buffalo, N.Y.: The Courier Company. p. 237. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  12. (په April 8, 1891 باندې). The Great Showman Dead. The New York Times.
  13. W., Cook, James (2001). The arts of deception : playing with fraud in the age of Barnum. Harvard University Press. OCLC 876342914. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0674005914. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  14. "P. T. Barnum, Justice Harlan, and Connecticut's Role in the Development of the Right to Privacy". Federal Bar Council Quarterly. December 13, 2014. د لاسرسي‌نېټه May 9, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  15. "Connecticut and the Comstock Law". Connecticut History. د لاسرسي‌نېټه May 9, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  16. Kunhardt, Kunhardt & Kunhardt 1995
  17. Barnum, Patrick W. "A One-Name Study for the Barnum/Barnham Surname: Notes for Phineas Taylor Barnum / Charity Hallett". Barnum Family Genealogy (official website). د اصلي آرشيف څخه پر December 11, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 10, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  18. "A One-Name Study for the BARNUM/BARNHAM Surname". Barnum.org. د اصلي آرشيف څخه پر February 20, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 6, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  19. Barnum, Patrick W. "A One-Name Study for the Barnum/Barnham Surname: Notes for Nancy Fish". Barnum Family Genealogy (official website). د اصلي آرشيف څخه پر December 11, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 10, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  20. Rogak, Lisa (2004). Stones and Bones of New England: A guide to unusual, historic, and otherwise notable cemeteries. Globe Pequat. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7627-3000-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  21. (په April 8, 1891 باندې). The Great Showman Dead. The New York Times.