فلسطيني کډوال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له فلسطيني وګړي نه مخ گرځېدلی)
د ۱۹۴۸ کال په جګړه کې فلسطیني کډوال

فلسطيني کډوال (په عربي کې: فلسطينيو الشتات) يوه اصطلاح ده چې د فلسطین څخه بهر د فلسطینیانو کارول کیږي. په ټوله نړۍ کې د فلسطينيانو نږدې له ۹-۱۱مېلونه وګړي دي چې له نيمايي زيات يې په نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي، د ۱۹۴۸ کال له جګړې راهیسې، فلسطینیان ډېر ځوریدلي او په ګڼو کوربه هېوادونو کې د تبعید په توګه ژوند کوي. لکه د ۱۹۴۸ کال د جګړې له کبله د فلسطیني کډوالو ترڅنګ د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې بې هم په سل ګونه زره فلسطينيان کډوال او بې ځایه شوي. دغه دوه ډوله بې ځایه کېدونکي فلسطینیان د خپل هېواد څخه لرې اکثریت جوړوي. ځینې فلسطینیان د نورو دلیلونو له کبله هېواد پرېښودو ته اړ شوي،[۱][۲][۳] لکه:

ځورونې او شکنجې[سمول]

د بېلګې په توګه، د ۱۹۶۷ کال د جګړې وروسته، په اوسط ډول ۲۱۰۰۰ فلسطینیان د اسراییلو تر کنټرول لاندې سیمو څخه وتلو ته مجبور کړای شول، چې په ۱۹۷۰، ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو کې دې کار همداسې دوام وکړ.د فلسطيني وګړو د کره ټولشمېرنې د نه شتون له کبله به دا ناشوني وي چې په فلسطين او اسراييلو کې د پاتې فلسطينانو شمېر مالوم کړو، د فلسطین د احصایې مرکزي دفتر د راپور له مخې، په نړۍ کې د فلسطینیانو شمېر د ۲۰۰۳ کال په پای کې ۹.۶ میلیونه و، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې ۸۰۰ زره زیات شوی دی.روبین کوهن په "دياسپورا نړیوال کتاب" کې تشریح کوي چې د فلسطینیانو او نورو خلکو لکه د اصلي امریکایانو، یهودیانو او ځینې افریقایانو لپاره، د دیاسپورا اصطلاح د ظلم او تاوتریخوالي سره تړاو لري، د ټولنیز زیان او مجازات سمبول چې یو څوک یې په جلاوطنۍ کې د کور خوبونو سره ژوند کوي.د فلسطین د بېرته راستنېدو حق د ۱۹۴۸ کال راهیسې د پام وړ دی. دا د ډېرو فلسطینیانو لپاره هم یوه خوب ده. په داسې حال کې چې د فلسطین د کمپونو او کلیو او ښارونو ۹۷ سلنه اوسېدونکي خپل اصلي ځای نه ګوري، د بېرته راستنېدو حق اکثره فلسطينيان يو پايمال شوی حق ګڼي، چې ګوندې دوی به نور دا حق کله هم ترلاسه نه کړي، چې خپلو کليو او ځايونو ته بېرته ستانه شي.[۴][۵][۶]

نور اړوند[سمول]

  • د فلسطين نکبت
  • د عرب او اسلامي هېوادونو څخه د یهودانو ډله ييزه کډوالي
  • له خپلو هېوادونو بهر عربي ټولنې

سرچینې[سمول]

  1. The Lebanese in the world: a century of emigration, Albert Habib Hourani, Nadim Shehadi, Centre for Lebanese Studies (Great Britain), Centre for Lebanese Studies in association with I.B. Tauris, 1992
  2. Between Argentines and Arabs: Argentine orientalism, Arab immigrants, and the writing of identity, Christina Civantos, SUNY Press, 2005, p. 6.
  3. Arab and Jewish immigrants in Latin America: images and realities, by Ignacio Klich, Jeff Lesser, 1998, pp. 165, 108.
  4. "Saudi Arabia finances study abroad for Palestinian students". The embassy of Saudi Arabia in Washington, D.C. 2007-04-25. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Saudi Arabia finances study abroad for Palestinian students". The embassy of Saudi Arabia in Washington, D.C. 2007-04-25. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Palestine Refugees: 50 Years of Injustice," The Permanent Observer Mission of Palestine to the United Nations," http://www.palestine-un.org/info/frindex.html%7B%7Bdead[مړه لينکونه]کينډۍ:پیوند مرده link|date=March 2018 |bot=InternetArchiveBot |fix-attempted=yes}} (28 Nov. 2002)
  • د ویکیپیډیا برخه اخیستونکي. په دې اړه څه؟فلسطینیو الشتاتپه دې اړه څه ویل کېږي؟ په دروازه کېد عربي ژبې ویکيپېډیا ډیکشنرید ۲۰۱۸ کال د مارچ په ۲۰ نیټه بیا کتنه شوې.
  • د ویکیپیډیا برخه اخیستونکي. په دې اړه څه؟Palestinian diasporaپه دې اړه څه ویل کېږي؟ په دروازه کېد انګلیسي ویکيپېډیا ډیجیټلد ۲۰۱۸ کال د مارچ په ۲۰ نیټه بیا کتنه شوې.

بېرونۍ تړنې[سمول]