فریدریخ اېبرت
| فریدریخ اېبرت | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۴ فېبروري ۱۸۷۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰] |
| مړینه | 28 فېبروري 1925 (54 کاله)[۱][۱۱][۲][۳][۵][۶][۷][۸][۱۰] برلين [۱۲][۱۱] |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال [۱۳] |
| کاروونکې ژبه | جرمني ژبه [۲] |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
فریدریش ایبرت (۴ فبروري ۱۸۷۱ – ۲۸ فبروري ۱۹۲۵ زکال) د جرمني د سوسیال دیموکراتیک ګوند جرمنی سیاستوال او له ۱۹۱۹ زکال څخه تر ۱۹۲۵ زکال پورې په خپل دفتر کې د مړینې تر مهاله د جرمني لومړنی ولسمشر و.
ایبرت په ۱۹۱۳ زکال کې د اګوست بیبیل له مړینې وروسته د جرمني د سوسیال دیموکرات ګوند منتخب مشر و. په ۱۹۱۴ ز کال کې وروسته له هغه چې له مشرۍ یې لنډه موده تېره شوې وه، ګوند په لومړۍ نړیواله جګړه کې د جرمني د جګړه یيزو هڅو لپاره د مالي پورونو له برابرولو څخه د ایبرت د ملاتړ له امله په ژور ډول وویشل شو. د منځني سوسیال دیموکرات په توګه، ایبرت د بورګفرایډن سیاست پلوی و، هغه سیاسي پالیسي چې د جګړې پر مهال یې خپل ټول پام د سیاسي ګوندونو ترمنځ د داخلي مسایلو پر ځای ټولنې او د ځواکونو تمرکز ته اړاوه، څو د جګړې په هر ډګر کې بریاوې ترلاسه کړي. هغه هڅه وکړه چې په ګوند کې له جګړې سره مخالف کسان له صحنې وباسي، خو د ګوند د وېش مخنیوي یې ونه شو کړای.
ایبرت د ۱۹۱۸-۱۹ زکال د جرمني په انقلاب کې یو له محوري څېرو څخه و. هغه مهال چې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته جرمني په جمهوري دولت واوښت، نوموړی یې لومړی ولسمشر شو. هغه مهال د نوموړي د سیاستونو موخه تر ډېره په جرمني کې د سولې او نظم ټینګښت او هم د کیڼ اړخو ځپل و. دغو موخو ته د رسېدو له امله نوموړي له محافظه کاره او ملت پاله سیاسي ځواکونو په ځانګړې توګه د جنرال ویلهلم ګرونر تر مشرۍ لاندې پوځ او فرای کورپس کمونیزم ضد ملیشه ډلې سره لاس یو کړ. د دوی په مرسته د ایبرت حکومت وکولای شول یو شمېر سوسیالیستي او کمونیستي بغاوتونه وځپي او همدارنګه یې د ښي اړخو یو شمېر پلانونه لکه کاپ کودتاه شنډه کړه، هغه موضوع چې نوموړی یې په یو بحث جوړوونکې تاریخي څېره واړوه.
د ژوند لومړي کلونه
[سمول]ایبرت د ۱۸۷۱ زکال د فبروري په ۴ مه نېټه د جرمني سترواکۍ په هیډلبرګ کې وزېږېد، هغه د خیاط کارل ایبرت (۱۸۳۴-۱۸۹۲ زکال) او د هغه د مېرمنې کترینا (په هینکل مشهوره ۱۸۳۴-۱۸۹۷ زکال) له نهو ماشومانو اووم و. د هغه له وروڼو او خویندو درې یې د ځوانۍ په عمر کې مړه شول. په داسې حال کې چې هغه غوښتل پوهنتون ته لاړ شي، خو د کورنۍ د مالي ستونزو له امله دغه چاره ناشونې وه. د دې پر ځای نوموړي له ۱۸۸۵-۱۸۸۸ زکال پورې زین (د آسونو زین) جوړول زده کړل. وروسته له هغه چې نوموړی په یو ماهر کارګر بدل شو، د جرمنیانو د رواج له مخې یې په ۱۸۸۹ زکال کې د جرمني له یو ګوټ څخه بل ګوټ ته سفر پیل کړ څو ټول هېواد وګوري او همدارنګه د خپل نوي کسب یا سوداګرۍ اړوند تازه معلومات ترلاسه کړي. په مانهایم کې د هغه یو تره نوموړی سوسیال دیموکرات ګوند ته ورمعرفي کړ او په ۱۸۸۹ زکال کې له دغه ګوند سره یوځای شو. په داسې حال کې چې ایبرت د کارل مارکس او فردریش انګلز لیکنې لوستې، خو ډېر لږ یې له داسې سازماني او عملي ایډیالوژیو سره لېوالتیا لرله چې کولای یې شو، هماغه مهال او همالته د کارګرانو وضعیت ښه کړي. ایبرت د خپلو سیاسي فعالیتونو له امله د پولیسو په تور لیست کې شامل شو، له همدې امله به هغه تل خپل استوګنځای ته تغییر ورکاوه. له ۱۸۸۹ زکال څخه تر ۱۸۹۱ زکال پورې نوموړي په کاسل، برانشوایګ، البرفیلډ-بارمن، رمشایډ، کواکنبروک او برمن کې ژوند وکړ، چېرې چې ده د Sattlerverband (زین جوړونې) سیمه ئیزې ټولنې جوړې کړې او د هغو مشري یې پر غاړه لرله. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
په ۱۸۹۱ زکال کې په برمن کې د ژوند کولو پر مهال ایبرت د خپل ژوند تېرولو په موخه ډول ډول چارې ترسره کولې. په ۱۸۹۳ زکال کې نوموړي په Bremer Bürgerzeitung سوسیالیستي نشریه کې د سرمقاله لیکونکي دنده ترلاسه کړه. د ۱۸۹۴ زکال په مۍ میاشت کې نوموړي د یوه عادي کارګر له لور لویس رمپ (۱۸۷۳-۱۹۵۵ زکال) سره واده وکړ، نوموړي هغه د کور د چارو د ترسره کولو او په قطیو د ټاپې نښلولو په موخه استخدام کړې وه او همدارنګه د ټولنې په چارو کې فعاله وه. وروسته له هغه نوموړی د یوې میخانې څښتن شو چې له هغې به یې د سوسیالیستي او اتحادیې د فعالیتونو لپاره کار اخیسته او همدارنګه په برمن کې د سوسیال دیموکرات ګوند منتخب مسئول وټاکل شو. ایبرت په ۱۹۰۰ زکال کې د کارګري اتحادیې د منشي په توګه وټاکل شو او په سوسیال دیموکرات ګوند کې یې د وګړو د کمیټې یو منتخب غړی د ځان استازی وټاکه. په ۱۹۰۴ زکال کې ایبرت په برمن کې د ګوند د ملي کنوانسیون مشري پر غاړه لرله، دا هغه ځای و چې نوموړی په پراخه کچه د عامو خلکو له خوا وپېژندل شو. نوموړی د سوسیال دیموکرات ګوند د منځنۍ یا معتدلې څانګې مشر شو او په ۱۹۰۵ زکال کې د یاد ګوند د عمومي منشي چوکۍ ته ورسېد، له همدې امله برلین ته وکوچېد. له دې سره نوموړی د اجرائیوي برخې تر ټولو ځوان غړی هم و. [۲۰][۲۱]
په ورته مهال، ایبرت څو ځله له هغو ټاکنیزو حوزو څخه ځان رایشتاګ (جرمني پارلمان) ته نوماند کړ چېرې چې SPD یا سوسیال دیموکرات ګوند د بریا هیڅ چانس نه درلود: په ۱۸۹۸ زکال کې له ویچتا (اولډنبرګ) او په ۱۹۰۳ او ۱۹۰۶ زکلونو کې له سټیډ ( هانور له ولایت) څخه، خو له دې سره نوموړي په ۱۹۱۲ زکال کې وکولای شول، د البرفیلډ – برمن (نن ورځ دووپرټال برخه ده) ټاکنیزې حوزې څخه رایشتاګ ته لار پیدا کړي. دا هغه ټاکنې وې چې SPD په کې د رایشتاګ له ۳۹۷ څوکیو څخه ۱۱۰ خپلې کړې او مخکښ کاتولیک مرکزي ګوند یې شاته کړ. د ۱۹۱۳ زکال د اګست په ۱۳ مه د اګوست بیبیل له مړینې وروسته، ایبرت د سپټمبر په ۲۰ مه نیټه په ینا کنوانسیون کې له ۴۷۳ رایو څخه په ۴۳۳ موافقو رایو د ګوندي ډلو د ګډ مشر په توګه وټاکل شو. د هغه مرستیال هوګو هاس و.
د جرمني ولسمشر
[سمول]په وایمار کې د ملي شورا له غونډې پنځه ورځې وروسته د جرمني د لومړیو ولسمشریزو ټاکنو له مخې چې د ۱۹۱۹ زکال د فبروري په ۱۱ مه نېټه ترسره شوې، ایبرت د جرمني د لنډ مهاله ولسمشر په توګه وټاکل شو. نوموړی د نوي اساسي قانون تر اجرایي کېدو او د ۱۹۱۹ زکال د اګست په ۲۱ مه د رایش ولسمشر په توګه د لوړې کولو تر مهاله لنډ مهالی ولسمشر و. نوموړی د جرمني لومړنی منتخب دیموکراتیک ولسمشر او همدارنګه لومړنی عادی کس، لومړی سوسیال دیموکرات، لومړی ملکي وګړی او لومړنی پرولتاري مخینه لرونکی کس و چې دغه ځایګي ته ورسېد. له ۱۸۷۱ زکال څخه تر ۱۹۴۵ زکال پورې د یو موټي رایش آلمان یوازنی ولسمشر و چې په کلکه سره دیموکراسۍ ته ژمن و. [۲۲]
د ولسمشر په توګه د ایبرت لومړنۍ دنده دا وه چې د وارسا هوکړه ترسره کړي. هغه مهال چې د ۱۹۱۹ زکال د مۍ په ۷ مه نېټه د دغې هوکړې شرایط څرګند شول، د ټولو آلماني سیاسي لورو له خوا هغه «آمرانه» وبلل شوه، په ځانګړې توګه له دې امله چې دغه هوکړه آلمان ته سپارل شوې وه او له هغو یې غوښتي و چې له کوم بحث پرته یې دې لاسلیک کړي. ایبرت خپله دغه هوکړه «نه پلې کېدونې او نه زغمل کېدونې» وبلله. له دې سره ایبرت ډېر ښه په دې پوهېده چې جرمني په داسې موقعیت کې نه دی چې دغه هوکړه رد کړي. هغه باور درلود چې که چېرې هم رد یې کړي نو متفقین به له لویدیځ لوري دوی برید وکړي. نوموړي د عامه افکارو د رضایت جلبولو په موخه له هینډنبورګ نه پوښتنه وکړه چې د متفقینو د بریدونو په بیاځلي پیل کېدو سره پوځ د دې وړتیا لري چې مقاومت وکړي. ده ژمنه وکړه که چېرې ډېر لږ دا امکان هم ومومي چې پوځ مقاومت کولای شي نو دغه هوکړه به رد کړي. هینډنبورګ د ګرونر په هڅونه دې پایلې ته ورسېد چې پوځ آن په ډېره لږ کچه هم نور د جګړې د پیلولو توان نه لري. هغه د دې پر ځای چې خپله ایبرت ته ووايي، ګرونر یې ولېږه، څو ولسمشر ته د پوځ د ارزونې پایله وړاندې کړي. له همدې امله ایبرت ملي شورا ته لارښوونه وکړه، څو دغه هوکړه تصویب کړي چې د جولای په ۹ مه د رایو په اکثریت تصویب شوه. [۲۳][۲۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118528610 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12215693p — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gb5hq4 — سکالو پېژند: Friedrich Ebert — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ سکالو پېژند: Friedrich Ebert — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/98460ca24d234e9ea377036326127bc6 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Frankfurter Personenlexikon ID: https://frankfurter-personenlexikon.de/node/2056 — سکالو پېژند: Friedrich Ebert — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/ebert-friedrich — سکالو پېژند: Friedrich Ebert — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0023377.xml — سکالو پېژند: Friedrich Ebert — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=friedrich;n=ebert — سکالو پېژند: Friedrich Ebert
- ↑ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/19085 — سکالو پېژند: Friedrich Ebert — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ پیوستون : 22436 — خپرېدونېټه: ۱۶ نومبر ۲۰۲۴
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ پیوستون : 118528610 — خپرېدونېټه: ۲۸ سېپتمبر ۲۰۱۵ — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Эберт Фридрих (р. 1871) — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ پیوستون : 118528610 — خپرېدونېټه: ۳۰ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118528610 — خپرېدونېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ "Biografie Friedrich Ebert (German)". Deutsches Historisches Museum. خوندي شوی له the original on 11 July 2014. ترلاسهکېدو نېټه 22 May 2013.
- ↑ "Biografie Friedrich Ebert (German)". Bayerische Nationalbibliothek. ترلاسهکېدو نېټه 2 August 2013.
- ↑ Dennis Kavanagh (1998). "Ebert, Friedrich". A Dictionary of Political Biography. Oxford: OUP. p. 157. ترلاسهکېدو نېټه 1 September 2013.
{{cite book}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ "Friedrich Ebert: Leben 1871–1888 (German)". Stiftung Reichspräsident-Friedrich-Ebert-Gedenkstätte. ترلاسهکېدو نېټه 30 October 2016.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ Herzfeld, Hans, ed. (1963). Geschichte in Gestalten:1:A-E (German). Fischer, Frankfurt. pp. 335–336.
- ↑ Harenberg Personenlexikon: Ebert, Friedrich. Harenberg Lexikon Verlag, Dortmund. 2000. pp. 274–275. ISBN 3-611-00893-1.
- ↑ "Friedrich Ebert (1871–1925).Vom Arbeiterführer zum Reichspräsidenten (German)". Friedrich Ebert Stiftung. ترلاسهکېدو نېټه 23 July 2013.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ کينډۍ:Cite EB1922
- ↑ Kolb, Eberhard (2005). The Weimar Republic. Psychology Press. p. 226. ISBN 978-0-415-34441-8. ترلاسهکېدو نېټه 10 February 2012.
- ↑ Koppel S. Pinson (1964). Modern Germany: Its History and Civilization (13th printing ed.). New York: Macmillan. p. 397 f. ISBN 0-88133-434-0.
- ↑ William Shirer, The Rise and Fall of the Third Reich (Touchstone Edition) (New York: Simon & Schuster, 1990)
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1925ز مړينې
- 28 فېبروري مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P535
- د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه

