Jump to content

فريدريک هايک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فريدريک هايک
Friedrich August Hayek (جرمني ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۸ مې ۱۸۹۹[۹][۱۰][۱۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۳ مارچ ۱۹۹۲[۹][۱۰][۱۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
استوګنځی
زدکړنځی
ژبې
دنده
نامتو زده‌کوونکی
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
غړی د
Mont Pelerin Society (mul) ژباړل
Econometric Society (en) ژباړل[۲۱] (۱۹۴۷ – ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
دین
اړين مالومات
جګړه
جوړښت
جایزې

فريدريک اوګست وان هايک (۱۸۹۹- مۍ ۸ – ۱۹۹۲ مارچ ۲۳) ډېر ځله يې يادونه يوازې د نوم په لومړيو ويو يعنې (F.A. Hayek) کيږي، هغه يو اتريشي الاصله بریټانوی اقتصاد پوه او فيلسوف و چې له کلاسيکې  اقتصادي آزادۍ نه د دفاع له امله، شهرت لري. هايک په ۱۹۷۴ز کال کې له «ګونار ميرډال» سره يو ځای د اقتصادي علومو د نوبل يادګاري جايزه تر لاسه کړه، دوی دواړو ته دغه جايزه د پيسو او اقتصادي بې ثباتۍ او د اقتصادي، ټولنيزو او اداري ښکارندو پر يو بل د متکي کېدو په اړوند د دوی د کار ستاينې له امله ورکړل شوې وه. د معلوماتي ارزښتونو د بدلون د څرنګوالي په اړه د هغه کار کوم چې له خلکو سره مرسته کوي  څو خپلې طرحې همغږې کړي او کوم چې د اقتصاد په برخه کې په پراخه کچه يوه مهمه لاسته راوړنه بلل کيږي، د هغه لپاره د نوبل جايزې د تر لاسه کولو لامل وګرځېد.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

هایک هغه مهال چې عمر يې له شلو کلونو کم و په لومړۍ نړيواله جګړه کې خدمت وکړ او ويل کيږي چې په دې جګړه کې د هغه تجربې او د هغه دغه هيله څو د هغو تېروتنو مخه ونيسي چې له جګړې پاتې دي، له هغه يو اقتصاد پوه جوړ کړ. د ويانا په پوهنتون کې يې اقتصاد ولوست، په ۱۹۲۱ز کال کې يې په قانون کې  او په ۱۹۲۳ز کال کې يې په سياسي علومو کې د دوکتورا سند واخیست. نوموړي د لويې بریټانیې، اتريش، متحده ايالاتو او المان کې ژوند او کار وکړ او په ۱۹۳۸ز کال کې بريټانوی تبعه شو. د هايک اکاډميک «علمي» ژوند تر ډېره بريده د لندن په اقتصادي ښوونځي کې تېر شو، وروسته یې د شيکاګو او فرايبرګ په پوهنتونونو کې هم وخت تېر کړ. که څه هم تر ډېره بريد هغه د اتريش د اقتصاد مکتب مشر بلل کيږي، هغه د شيکاګو له اقتصادي مکتب سره هم نږدې اړيکې درلودې. هايک همدا راز د شلمې پېړۍ يو بنسټيز ټولنيز مفکر او سياسي فيلسوف و او له جګړې وروسته  د «مونټ پيليرين» د ټولنې د جوړونکو له جملې يو و، هغه له جګړې وروسته د کلاسيک ليبراليزم په را ژوندي کولو کې برخه اخیستې ده. د هغه مهم کتاب «د مريتوب پر لور سړک» تر ۲۰۲۰ز کال پورې له ۲.۲۵ ميليون نه زياتې نسخې پلورل شوې دي.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

هايک په ۱۹۸۴ز کال کې په اقتصاد کې د هغه د علمي مرستو له امله افتخاري ملګری وټاکل شو. هغه لومړی کس دی چې په ۱۹۸۴ز کال کې يې د «هانس مارټين شلاير» جايزه تر لاسه کړه. هغه همدا راز له ولسمشر ايچ ډبليو بوش نه په ۱۹۹۱ز کال کې د خپلواکۍ ولسمشريز نښان هم تر لاسه کړ. په ۲۰۱۱ز کال کې د هغه ليکنه «په ټولنه کې د علم کارول» په هغو شلو غوره مقالو کې راغله چې په «امريکن ايکنامک ريويو» کې په تېرو سلو کلونو کې خپرې شوې دي. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

ژوند

[سمول]

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

فريډريک اوګوست وين هايک په «ويانا» کې زېږېدلی و، د پلار نوم يې اوګوست وين هايک او د مور نوم يې فليسيتاس هايک و. پلار يې هم په ۱۸۷۱ز کال کې په «ويانا» کې زېږېدلی و، څوک چې د طب ډاکټر و او د ښاري روغتيا وزارت له خوا په دنده ګومارل شوی و. اګوست د «ويانا» په پوهنتون کې د نيمه وخت د کرنې ښوونکی و. فريډريک په درې وروڼو کې مشرؤ، د هغه د وروڼو نومونه دا دي: هاينريک (۱۹۰۰-۱۹۶۹) او ايريک (۱۹۰۴-۱۹۸۶) چې له هغه نه يو نيم کال او پینځه کاله کشران وو. [۳۹][۴۰]

د پوهنتون د استاد په توګه د هغه د پلار دندې په ژوند کې د هايک پر موخو اغېز وکړ. هغه خپل دواړه نيکونه ليدلي و او دواړه عالمان وو. فرانتس فون ژوراشک په اتريش او هنګري کې يو مخکښ اقتصاد پوه او د «يوګن فون بوم باورک» نژدې ملګری و، بوم باورک د اتريش د اقتصادياتو ښوونځي يو له بنسټګرو نه و. د هايک پلرنی نېکه ګوستاو اډلر فون هايک د ويانا په «Imperial Realobergymnasium» (متوسطه ښوونځي) کې د طبيعي علومو درس ورکولو. هغه د ژوند د سيستماتيکس په اړه اثار وليکل چې ځينې يې په پرتليز ډول ښه مشهور او پېژندل شوي.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

د مور له اړخه هايک د فيلسوف «ويتګنشتاين» د ماما له زامنو نه و. د هغه مور به د ويټګنشتاين له خوېندو سره لوبې کولې او هغه يې ښه پېژندلو. د دوی د کورنۍ اړيکې له امله کله چې د «Tractatus Logico-Philosophicus» په نوم د ويټګنشتاين کتاب په ۱۹۲۱ز کال کې په الماني ژبه خپور شو، هايک لومړی هغه څوک وو چې دغه کتاب يې ولوست. که څه هم هغه ويټګنشتاين يوازې څو ځلې ليدلی و، هايک ويلي چې د ويټګنشتاين فلسفې او د څېړنې طريقې د هغه پر ژوند او افکارو ژور اغېز درلود. د ژوند په وروستيو کې به هايک د ويټګنشتاين د فلسفې يادونه کوله، د هغه وخت کله چې دوی دواړه د لومړۍ نړيوالې جګړې په اوږدو کې افسران وو. د ويټګنشتاين له مړينې وروسته، هايک نيت درلود چې د هغه ژوند ليک وليکي، په دې اړوند يې له کورنۍ نه د موادو په راټولولو کار هم کړی و او وروسته يې د ويټګنشتاين د ژوند ليکوونکو سره مرسته وکړه. هغه د ويټګينشټاين له کورنۍ سره د غېر يهودي اړخ له لارې اړيکې درلودې. له ځوانۍ نه هايک له يهودي پوهانو سره کېناستلو او ويل به یې چې ډېر ځله به خلکو اټکل کاوه چې زه هم له يهودي نسل نه يم. له دې امله هغه متجسس شو او د خپلو نيکونو په اړه يې پلټنه پيل کړه، په پايله کې هغه وموندله چې تر پینځو نسلونو پورې د هغه په نيکونو کې يهوديان نه شته. هايک لقب چې له اره چکي ژبه ده په الماني کې دا «Hájek» ډول ليکل کيږي.   [۴۵][۳۸][۴۶]

هايک له ډېر کم عمر نه فکري او علمي لور ته لېوالتیا لرله او ښوونځي ته له تلو مخکې يې په اسانۍ سره ډېر لوستل کول. که څه هم د لېوالتيا د کمښت او له ښوونکو سره د ستونزو له امله د ښوونځي په زده کړو کې کمزوری و خو په خپل ښوونځي کې په ډېرو مضمونو کې له ټولګيوالو شاته و او يو ځل په لاتيني، يوناني او رياضياتو کې درې ځلې ناکام هم شو. هغه له تمثیل سره ډېره لېوالتیا لرله او هڅه يې وکړه چې تراژیدي لېکنې وکړي، همدا راز په بيالوژۍ کې يې لېوالتيا لرله او په منظم ډول به يې له خپل پلار سره د هغه د کرنې په کارونو کې مرسته کوله. د خپل پلار په وړانديز سره کله چې هغه تنکی ځوان و د جينټک او تکامل په اړه يې د «هوګو دو ويريس» او «اوګوست وايزمن» اثار او د «لوډويګ فيورباخ» فلسفي آثار ولوستل.  په ښوونځي کې هايک د ارستو د اخلاقو په اړوند د يو ښوونکي ويناوو جلب کړی و. په خپل نه خپاره شوي ژوند ليک کې هايک له خپلو وروڼو سره د هغه د بېلتون يادونه کړې کوم چې له ده نه يوازې څو کاله کشران وو، خو هايک فکر کولو چې هغوی په يو ډول له بل نسل نه و. هغه له مشرانو سره ملګرتيا غوره ګڼله.[۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۴۹]

په ۱۹۱۷ز کال کې هايک د اتريش-هنګري پوځ د يو کنډک له توپخانې سره يو ځای شو او په ايټالوي محاذ کې وجنګېد. د جګړې پر مهال يې په چپ غوږ کې د اورېدو ستونزه پيدا شوه او د زړورتيا نښان ورکړل شو. دغه مهال هايک په ۱۹۱۸ز کال کې د زکام له وبا ژوندی پاتې شو. [۵۲][۵۳]

وروسته هايک پرېکړه وکړه چې علمي دنده پر مخ يوسي او هوډ یې درلود چې د هغو تېروتنو مخه به نيسي چې د جګړې له امله رامنځ ته شوي وو. هايک د خپلې تجربې په اړه وايي: « په حقيقت کې ټاکوونکی اغېز لومړی نړيواله جګړه وه. دا چاره بايد ستاسې توجه د سياسي ګوندونو د ستونزو لور ته واړوي». هغه ژمن وو چې د ډېرې ښې نړۍ لپاره به کار وکړي.[۵۴]

سرچینې

[سمول]
  1. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. "Lord and Lady of the media". ABC News. ۱۰ فبروري ۲۰۱۲.{{cite web}}: سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  3. ويل شوي په: NNDB. NNDB people ID: 247/000024175. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  4. "The Rehabilitation of the Cold-War Liberal" (in انګليسي ژبه). ۳۰ اپرېل ۲۰۰۶.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  5. "Paul Disowns Extremists' Views but Doesn't Disavow the Support" (in انګليسي ژبه). ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۱. بياځلي په ۱۱ مارچ ۲۰۲۱.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  6. سرچينې تړی: http://www.britannica.com/EBchecked/topic/1856936/Winners-of-the-Nobel-Prize-for-Economics.
  7. "Sparring for Liberty" (in انګليسي ژبه). ۱ نومبر ۱۹۸۹. بياځلي په ۱۱ مارچ ۲۰۲۱.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  8. سرچينې تړی: http://www.nndb.com/event/409/000085154/.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۹ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ ۱۰٫۳ ويل شوي په: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 119070534. بياځلي سمون: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ويل شوي په: SNAC. SNAC ARK ID: w6988xvs. Subject named as: Friedrich Hayek. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  12. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  13. سرچينې تړی: https://link.springer.com/content/pdf/10.1007/s11138-013-0221-0.pdf.
  14. "Friedrich von Hayek Dies at 92; An Early Free-Market Economist" (in انګليسي ژبه). ۲۴ مارچ ۱۹۹۲. بياځلي په ۱۱ مارچ ۲۰۲۱.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ويل شوي په: Czech National Authority Database. NL CR AUT پېژند: jn19990003268. بياځلي سمون: ۱ مارچ ۲۰۲۲.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ويل شوي په: CONOR.SI. CONOR.SI ID: 10766179.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ ويل شوي په: The Fine Art Archive. AbART person ID: 81100. بياځلي سمون: ۱ اپرېل ۲۰۲۱.
  18. "The Planners and the Planned". ډيسمبر ۲۰۱۳. pp. 445–460.
  19. "Debating … Bad language in criminal justice?". ډيسمبر ۲۰۱۰. pp. 29–34.
  20. ويل شوي په: Cómo derrotar al neoprogresismo. Page(s): 126. ليکوال: Álvaro Zicarelli. اثر ژبه: اسپانيايي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۲۲.
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ سرچينې تړی: https://www.econometricsociety.org/society/organization-and-governance/fellows/memoriam. بياځلي سمون: ۶ اپرېل ۲۰۲۳.
  22. "The Sveriges Riksbank Prize in Economic Sciences in Memory of Alfred Nobel 1974". nobelprize.org (in انګليسي ژبه). Nobel Foundation. بياځلي په ۳۰ جنوري ۲۰۲۱.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  23. Guggenheim fellows ID: friedrich-august-von-hayek.
  24. Connin, L. (1990). Hayek, Liberalism and Social Knowledge. Canadian Journal of Political Science / Revue Canadienne De Science Politique, 23(2), 297-315. Retrieved June 7, 2021
  25. Bank of Sweden (1974). "The Sveriges Riksbank Prize in Economic Sciences in Memory of Alfred Nobel 1974".
  26. Skarbek, David (March 2009). "F.A. Hayek's Influence on Nobel Prize Winners" (PDF). Review of Austrian Economics. 22 (1): 109–12. CiteSeerX 10.1.1.207.1605. doi:10.1007/s11138-008-0069-x. S2CID 144970753. خوندي شوی له the original (PDF) on 27 July 2011. بياځلي په 17 December 2021. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  27. "Friedrich August von Hayek – Facts". nobelprize.org. بياځلي په 30 June 2017.
  28. Rothbard, Murray N. (28 January 2010). "Hayek and the Nobel Prize". Mises Institute. بياځلي په 30 June 2017.
  29. "Friedrich A. Hayek". Mises Institute (in انګليسي). 20 June 2014. بياځلي په 3 September 2019.
  30. "Keynes v Hayek: Giants of economics". BBC (in بريتانوی انګلیسي). 3 August 2011. بياځلي په 4 September 2019.
  31. Peter G. Klein (18 August 2014). "Biography of F.A. Hayek (1899–1992)".
  32. Schrepel, Thibault (January 2015). "Friedrich Hayek's Contribution to Antitrust Law and Its Modern Application". ICC Global Antitrust Review: 199–216. SSRN 2548420.
  33. Ormerod, Paul (2006). "The fading of Friedman". prospectmagazine.co.uk (in American English). بياځلي په 31 August 2019.{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link)
  34. Catlin, George (1944). "The Road to Serfdom". Nature. 154 (3911): 473–74. Bibcode:1944Natur.154..473C. doi:10.1038/154473a0. S2CID 4071358.
  35. کينډۍ:London Gazette
  36. George H.W. Bush (18 November 1991). "Remarks on Presenting the Presidential Medal of Freedom Awards".{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  37. Arrow, Kenneth J.; Bernheim, B. Douglas; Feldstein, Martin S.; McFadden, Daniel L.; Poterba, James M.; Solow, Robert M. (2011). "100 Years of the American Economic Review: The Top 20 Articles". American Economic Review. 101 (1): 1–8. doi:10.1257/aer.101.1.1.
  38. ۳۸٫۰ ۳۸٫۱ Ebenstein 2001، م. 305.
  39. Ebenstein 2001، م. 7.
  40. Ebenstein 2001، مم. 62, 248, 284.
  41. Note: Von Juraschek was a statistician and was later employed by the Austrian government.
  42. Ebenstein 2001، م. 20.
  43. Ebenstein 2001، م. 8.
  44. Ebenstein 2001، مم. 7–8.
  45. Janik, Allan. Family Relationships and Family Resemblances: Hayek and Wittgenstein.
  46. Hayek on Hayek: an autobiographical dialogue, By Friedrich August Hayek, Routledge, 1994, p. 53.
  47. Peter G. Klein (18 August 2014). "Biography of F.A. Hayek (1899–1992)".
  48. Kresge, Stephen; Wenar, Leif (22 July 2005). Hayek on Hayek: An Autobiographical Dialogue. Routledge. ISBN 978-0226320625.:39
  49. ۴۹٫۰ ۴۹٫۱ Ebenstein 2001، م. 9.
  50. Ebenstein 2001، م. 13.
  51. Ebenstein 2001، م. 14.
  52. David Gordon (8 May 2009). "Friedrich Hayek as a Teacher".{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  53. Adam James Tebble, F.A. Hayek (Continuum, 2010), p. 2, ISBN 978-0826435996
  54. Deirdre N. McCloskey (2000). How to Be Human: Though an Economist. U of Michigan Press. p. 33. ISBN 978-0472067442.