فرانک لويد رايټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فرانک لويد رايټ
(انګلیسي: Frank Lloyd Wright د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فرانک لويد رايټ
فرانک لويد رايټ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Franklin Lincoln Wright د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۸ جون ۱۸۶۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 9 اپرېل 1959 (92 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات[۱۰]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ليکوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۱][۱۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه معماري  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
فرانک لويد رايټ
فرانک لويد رايټ

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فرانک لويد رايټ “Frank Lloyd Wright” (زوکړه: ۱۸۶۷ د جون۸، مړينه: ۱۹۵۹ د اپرېل ۹) يو امريکايي معمار، طراح، ليکوال او ښوونکی و. نوموړي د ۷۰ کالونو نوښتي دورې په اوږدو کې له ۱۰۰۰ څخه زيات جوړښتونه ډيزاين کړل. رايټ د شلمې پېړۍ په معماري خوځښتونو کې مهمه ونډه ولوبوله، چې د خپلو کتابونو او “Taliesin Fellowship” کې د سلګونو زده کونکو له لارې يې په نړيواله کچه معماران تر خپل اغېز لاندې راوستل. نوموړي له انسانيت او چاپيريال سره په همغږۍ ډيزاين يا نخشه جوړولو باندې باور درلود، چې نوموړي د ژونديو موجوداتو يا عضوي معمارۍ فلسفه بلله. دا فلسفه د ځړوبي “Fallingwater” (۱۹۳۵زکال) نومي کتاب کې د بېلګو په ورکولو سره روښانه شوې ده او ياد کتاب «د امريکايي معمارۍ تر ټولو غوره کتاب» ګڼل کېږي. [۱۳][۱۴]

رايټ د هغه څه مخکښ يا سرلاری و، چې د معمارۍ د پرايري ښوونځي “Prairie School” خوځښت په نوم يادېږي او په بروډاکر ښار کې يې د يوسونين “Usonian” کور په نوم مفکورې ته وده ورکړه، چې په متحده ايالتونو کې د ښاري پلان جوړولو برخه کې د نوموړي ليد و. نوموړي اصلي او نوښتي دفترونه، کليساګانې، ښوونځي، دنګې ماڼې، هوټلونه، موزيمونه او نورې سوداګريزې نقشې ډيزاين کړې. د رايټ له لوري ډيزاين شوي عناصر ( د ښيښه يي کړکيو، غولۍ يا پوړونو، د کور توکو يا فرنېچر او ان د ډوډۍ د مېز توکو په ګډون) دې جوړښتونو کې يو ځای شوي وو. نوموړي بېلابېل کتابونه او ګڼې مقالې وليکلې او په متحده ايالتونو او اروپا کې يو نامتو ښوونکی و. هغه په ۱۹۹۱ زکال کې د معمارانو د امريکايي انسټيټيوت “American Institute of Architects” له لورې «د ټول وخت د تر ټولو ستر امريکايي معمار» په توګه وپېژندل شو. په ۲۰۱۹ ز کال کې د نوموړي د کار يوه ټاکنه د فرانک لويد رايټ د ۲۰ پېړۍ معمارۍ “The 20h Century Architecture of Frank Lloyd Wright” په نوم د نړيوال ميراث سيمه “World Heritage Site” کې لښتليک شوه.

په کليوالي وېسکونسين سيمه کې رالوی شوي رايټ په وېسکونسين پوهنتون “University of Wisconsin” کې سيول انجنيري ولوستله او وروسته د لږې مودې لپاره له جوزف لايمېن سېلسبي “Joseph Lyman Silsbee” سره شيکاګو کې او ورڅخه وروسته له لويس سليوان “Louis Sullivan” سره په اډلر او سليوان “Adler & Sullivan” کې زده کړيال شو. رايټ په ۱۸۹۳ز کال کې خپل بريالی تمرين پيل کړ او په ۱۸۹۸ز کال يې په “Oak Park, Illinois” نومي کور کې خپله سټوډيو جوړه کړه. د نوموړي شهرت زيات شو او شخصي ژوند يې ځيني وختونه سرليکونه جوړ کړل. لکه: په ۱۹۰۹ ز کال کې د ماماه چيني “Mamah Cheney” له امله د خپلې لومړۍ مېرمنې کترين توبېن پرېښودل، په ۱۹۱۴ زکال کې د ډلې د غړي له لورې په تاليسين ملکيت کې د ماماه، د هغې د ماشومانو او نورو وژل، له دويمې مېرمن مريم نويل سره د نوموړي کړکېچن واده (د واده موده: ۱۹۲۳ – ۱۹۲۷ز کال) او له اولګيوانا لازووېک “Olgivanna Lazovic” سره د نوموړي مينتوب او له ۱۹۲۸ څخه تر ۱۹۵۹ ز کال پورې واده.

لومړني کالونه[سمول]

نسب[سمول]

فرانک لويد رايټ د ۱۸۶۷ز کال د جون په ۸ نېټه د وېسکونسين د رېچلېنډ مرکز “Richland Center” نومي ښارګوټي کې زېږېدلی و، مګر نوموړي د خپل ټول ژوند په اوږدو کې د خپلې زوکړې کال ۱۸۶۹ز يادوه. په ۱۹۸۷ز کال کې د رايټ يو ژوندليک لي:ونکي وړانديز وکړ، چې نوموړی ښايي د فرانک لينکلن رايټ يا فرانکلېن لينکن رايټ په نوم نوموړل شوی وي، مګر دا ادعاوې د هيڅ دليل يا ثبوت له مخې نه وې تاييد شوې. [۱۵][۱۶][۱۷]

د رايټ پلار ويليم کاري رايټ (۱۸۲۵ – ۱۹۰۴زکال) يو ځيرک موسيقي پوه، وياند او ځيني وختونه مبلغ و، چې په ۱۸۵۷ زکال د محکمې پنجرې ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې وه. نوموړی يو نامتو موسيقار هم و. ويليم رايټ چې په اصل کې له ماساچوسيټس څخه دی، د باپټېسټ عيسوي ډلې ملا و، مګر وروسته د خپلې مېرمنې د کورنۍ د «يو پالنې» عقيده ومنله. [۱۸][۱۹]

د رايټ مور انا لويد جونيس “Anna Lloyd Jones” (۳۹/۱۸۳۹ – ۱۹۲۳ز کال) يوه ښوونکې او د لوید جونيس قبيلې غړې وه، چې مور او پلار يې له وېلز څخه وېسکونسين ته راکډوال شوي وو. د انا يو ورور جينکېن لويد جونيس نومېده، چې په منځني ختيځ کې د يو پالنې عقيدې په خپرولو کې مهم شخص و. [۲۰]

ماشومتوب (۱۸۶۷ – ۱۸۸۵زکال)[سمول]

د رايټ د خپل ژوندليک له مخې د نوموړي مور څرګنده کړه، چې د هغې لومړنۍ زوی به د ښکلو ودانيو معمار رالوی کېږي. نوموړې د خپل ماشوم د هيلې هڅولو په موخه د هغه وړکتون د نوبتي يا مهالنيو انګريزي لويو کليساګانو په توږل شويو ټوټو سره ښکلی کړ. [۲۱]

رايټ په يوه «بې ثباته کورنۍ، د سرچينو په ثابت کمښت، ځورونکې بې وزلۍ او اندېښنه کې رالوی شو او يو ژور نا ارام او په څرګند ډول ناخوښه ماشومتوب يې درلود. پلار يې په ۱۸۶۹ز کال مک ګريګور ايوا، ۱۸۷۱ زکال د رود ټاپو وزمې پاوټوکيټ او ۱۸۷۴ زکال کې د ماساچوسيتس په ويماوت کې کشيش پاتې شوی دی. د دې له امله چې د رايټ کورنۍ په ويماوت کې په اقتصادي ډول سختې شپې تېرولې، سپرېنګ ګرين نومي سيمې ته ستانه شول، چې ملاتړ لويد جونيس کورنۍ ورسره کولی شول د ويليم د ګومارنې برخه کې مرسته وکړي. دوی په ۱۸۷۷ زکال ماډيسن “Madison” نومي سيمه کې استوګنه غوره کړه، چې ويليم په کې د موسيقۍ اړوند درسونه ورکړل او د نوې جوړې شوې يو پال ټولنې د منشي په توګه يې خدمت وکړ. که څه هم ويليم له لرې پلرونو څخه ګڼل کېده، مګر له خپلو ماشومانو سره يې د موسيقۍ برخه کې خپله مينه ګډه کړه. [۲۲]

په ۱۸۷۶ز کال کې انا د فرويبيل ګېفټس “Froebel Gifts” په نوم د پوهنيزو دړو يا کوندو يوه ننداره وکتله، چې د نوښتي وړکتون د پوهنيز نصاب بنسټ و. انا چې يوه روزل شوې ښوونکې وه، له يادې خپرونې څخه وهڅېده او يوه ټولګه [دړې] يې واخېستې، چې نهه کلن رايټ ورسره زياتره وخت په لوبو کولو سره تېر کړل. په ټولګه کې شته دړې په هندسي ډول جوړې شوې وې او په بېلابېلو ترکيبونو کې يې له دوه او درې اړخيزو جوړښتونو سره ورته والی درلود. رايټ په خپل ژوند ليک کې د ډيزاين برخې ته د نوموړي په نږدې کېدلو باندې د يادو تمرينونو اغېز په دې ډول بيانوي: «د څو کالونو لپاره، زه د کوچني وړکتون د مېز له پاسه کېناستم او له مکعب، کرې او مثلث سره مې لوبې وکړې، چې دا ښويه لرګينې دړې ټولې تر نن ورځې زما په لاسونو کې دي». [۲۳]

په ۱۸۸۱ ز کال د رايټ له ۱۴ کلن کېدلو څخه سمدستي وروسته يې مور او پلار سره بېل شول. په ۱۸۸۴ زکال يې پلار «د احساساتي بې رحمۍ او فزيکي تاوتريخوالي او د مېړه پرېښودلو په تور له انا څخه د طلاق غوښتنه وکړه. رايټ په ماډيسن عالي ښوونځي “Madison High School” کې ګډون وکړ، مګر د له ښوونځي څخه د فراغت په اړه يې هيڅ ثبوت نه شته. پلار يې په ۱۸۸۵ز کال کې د طلاق له ورکړې څخه وروسته وېسکونسين سيمه پرېښوده. رايټ وويل، چې له دې څخه وروسته يې خپل پلار بيا هيڅکله نه دی ليدلی. [۲۴][۲۵][۲۶]

زده کړې (۱۸۸۵ – ۱۸۸۷زکال)[سمول]

په ۱۸۸۶ زکال د ۱۹ کلنۍ په عمر رايټ غوښتل يو معمار شي. نوموړي ته په وېسکونسين – ماډيسن پوهنتون کې د يو ځانګړي زده کونکي په توګه شامل شو او د سند له تر لاسه کولو څخه پرته د ښوونځي له پرېښودلو څخه مخکې يې د سيول انجنيرۍ د پروفيسور الان ډي کونوور تر لارښوونې لاندې کار وکړ. نوموړي ته په ۱۹۵۵ زکال د ياد پوهنتون له لورې د هنرونو افتخاري دوکتورا ورکړل شوه. په ۱۸۸۶ زکال کې يې د جوزف لايمېن سېلسبي د شيکاګو نومي معماري شرکت سره د وېسکونسين په سپرېنګ ګرين سيمه کې د رايټ د کورنۍ لپاره د ۱۸۸۶ز کال د “Unity Chapel” نومې وړې کليسا په برخه کې مرسته وکړه، چې د نقشه کښونکي او د ساختماني څارونکي امتياز ورکول کېږي. [۲۷][۲۸]

لومړنی مسلک[سمول]

سيلسبي او د کار نور لومړنی ازمايښت يا تجربه (۱۸۸۷ – ۱۸۸۸ز کال)[سمول]

په ۱۸۸۷ زکال کې رايټ د ګومارنې په لټه شيکاګو ته راغی. د ۱۸۷۱ زکال د شيکاګو د ستر اور “Great Chicago Fire of 1871” د ويجاړۍ او د نفوس د ودې په پايله کې، نوی پرمختګ خورا پراخه و. رايټ وروسته په خپل ژوند ليک کې ثبت کړل، چې د شيکاګو په اړه د هغه لومړنی فکر يا خيال يو بدرنګ او ګډوډ ښار و. د نوموړي د رسېدنې په ورځو او له يو څو نامتو شرکتونو سره له مرکو وروسته، نوموړی له جوزف لايمېن سېلسبي شرکت سره د نقشه کښونکي په توګه وګومارل شو. په داسې حال کې چې له شرکت سره يې دنده درلوده، په دوه نورو کورنيو پروژو باندې يې هم کار وکړ، چې يوه يې د خپل کاکا جينکېن لويد جونيس لپاره شيکاګو کې د “All Souls Church” نومي کليسا او بله يې د خپلو دوه ترورګانو لپاره په سپرېنګ ګرين کې د “Hillside Home School I” نومې پروژه وه. نور هغه نقشه کښونکي چې په ۱۸۸۷ زکال يې سېلسبي شرکت لپاره کار وکړ، راتلونکي معماران سيسيل کوروېن، جورج ډبليو ماهير او جورج جي ايلمسلي وو. رايټ په لږه موده کې له کوروېن سره ملګری شو، چې د تل پاتې کور جوړولو تر وخته پورې يې ورسره يو ځای ژوند وکړ. [۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د خپرولو نیټه: ۱۱ جولای ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12388569w — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ GND ID: https://d-nb.info/gnd/11863531X — د نشر نېټه: ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Frank Lloyd Wright
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6n87864 — subject named as: Frank Lloyd Wright — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/291774 — subject named as: Frank Wright
  7. https://www.taliesinpreservation.org/history/ — د نشر نېټه: ۵ جنوري ۲۰۲۱
  8. https://cs.isabart.org/person/18392 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  9. http://arch-pavouk.cz/index.php/architekti/1450-wright-frank-lloyd — د نشر نېټه: ۷ مې ۲۰۲۳
  10. Museum of Modern Art artist ID: https://www.moma.org/artists/6459 — د نشر نېټه: ۴ ډيسمبر ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  11. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12388569w — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  12. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/44629347
  13. Caves, R. W. (2004). Encyclopedia of the City. Routledge. د کتاب پاڼې 777. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-86287-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. A Directory of Frank Lloyd Wright Associates: APPRENTICES 1929 to 1959, jgonwright.net, accessed February 10, 2021.
  15. Hines, Thomas S. (1967). "Frank Lloyd Wright: The Madison Years: Records versus Recollections". The Wisconsin Magazine of History 50 (2): 109–119. ISSN 0043-6534. https://www.jstor.org/stable/4634222. 
  16. (په October 31, 2004 باندې). 'Frank Lloyd Wright'. The New York Times.
  17. Gill, Brendan, Many Masks, a Life of Frank Lloyd Wright, Ballantine Books, 1987 p. 25.
  18. Huxtable, Ada Louise (2008). Frank Lloyd Wright: A Life (په انګلیسي ژبه کي). Penguin. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4406-3173-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Kimber, Marian Wilson (2014). "Various Artists. The Music of William C. Wright: Solo Piano and Vocal Works, 1847–1893. Permelia Records 010225, 2013" (in en). Journal of the Society for American Music 8 (2): 274–276. doi:10.1017/S1752196314000169. ISSN 1752-1963. https://www.cambridge.org/core/journals/journal-of-the-society-for-american-music/article/various-artists-the-music-of-william-c-wright-solo-piano-and-vocal-works-18471893-permelia-records-010225-2013/D08DC5760AE0D2654A66AD275B84615A#. 
  20. Secrest, Meryle (1998). Frank Lloyd Wright: A Biography. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 36. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Secrest, p. 58.
  22. (په October 31, 2004 باندې). 'Frank Lloyd Wright'. The New York Times.
  23. Alofsin, Anthony (1993). Frank Lloyd Wright – the Lost Years, 1910–1922: A Study of Influence. University of Chicago Press. p. 359. کينډۍ:ISBN; Hersey, George (2000). Architecture and Geometry in the Age of the Baroque. University of Chicago Press. p. 205. کينډۍ:ISBN.
  24. Hendrickson, Paul, Plagued By Fire, New York: Alfred A Knopf, 2019, p. 399.
  25. Secrest, p. 72.
  26. Wright, Frank Lloyd, An Autobiography, Duell, Sloan and Pearce, New York City, 1943, p. 51.
  27. Secrest, p. 82.
  28. Honorary Degree Recipients, 1856–2017. University of Wisconsin-Madison.
  29. McCarter, Robert (1997). Frank Lloyd Wright. Phaidon Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0714831480. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Wright 2005, p. 66
  31. Wright 2005, p. 69