فرانسوا مېتراند
| فرانسوا مېتراند | |||||||
|---|---|---|---|---|---|---|---|
| د شخص مالومات | |||||||
| زېږون نوم |
|
||||||
| پيدايښت | ۲۶ اکتوبر ۱۹۱۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷] | ||||||
| مړینه | 8 جنوري 1996 (80 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷] پاريس [۱۸] |
||||||
| د مړینې لامل | د پروستات سرطان | ||||||
| تابعیت | |||||||
| روغتيايي څرنګوالی | سرطان (۱۹۸۱–) | ||||||
| واک | |||||||
| |
|||||||
| د واکمنۍ دوران ۲۱ می ۱۹۸۱ – ۱۷ می ۱۹۹۵ |
|||||||
| |||||||
| عملي ژوند | |||||||
| کار/مسلک | سياستوال [۱۹]، قانونپوه ، خبريال | ||||||
| کاروونکې ژبه | فرانسوي ژبه [۴][۲۰] | ||||||
| د کړنې څانګه | سياست [۱۸] | ||||||
| پوځي خدمت | |||||||
| جګړه/جګړې | د الجزاير جګړه ، دويمه نړېواله جګړه | ||||||
| لاسليک | |||||||
| وېبپاڼه | |||||||
| مخ پر IMDB باندې | |||||||
| سمول |
|||||||
فرانسوا مري ادریان موریس مېتراند (د ۱۹۱۶ کال د اکتوبر له ۲۶ – د ۱۹۹۶ کال د جنوري تر ۸) یو فرانسوی سیاستوال و چې له ۱۹۸۱ کال تر ۱۹۹۵ کال پورې یې د فرانسې د ولسمشر په توګه خدمت وکړ، چې د د فرانسې په تاریخ کې ترټولو اوږده دوره ګڼل کېږي. نوموړی د سوسیالیست ګوند لومړی منشي او لومړی کیڼ اړخی سیاستوال و چې د پنځم جمهوریت تر سیوري لاندې یې د ولسمشرۍ دنده په غاړه واخیسته.
میتراند چې د خپلې کورنۍ تر اغېز لاندې و، په کاتولیک ملتپال اړخ کې یې سیاسي ژوند پیل کړ. په لومړیو کلونو کې نوموړي د ویچي د رژیم تر سیوري لاندې دنده پر مخ یوړه. وروسته له مقاومت سره یو ځای شو او کیڼ اړخ ته لاړ چې د څلورم جمهوریت په اوږدو کې یې څو ځلې د وزارت دنده په غاړه واخیسته. میتراند د چارلس دی ګول د پنځم جمهوریت له بنسټ سره مخالفت وکړ. که څه هم ځينې وختونه له سیاسي اړخه د منزوي شخصیت په بڼه لېدل کېډه، خو هغه د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۴ کلونو په ولسمشریزو ټاکنو کې د کیڼ اړخو د بېلګې مشر په توګه خپل سیالان مات کړل، چې ورسته د ۱۹۸۱ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ولسمشر وټاکل شو. نوموړي په ۱۹۸۸ کال کې د دوهم ځل لپاره ټاکنې و ګټلې او تر ۱۹۹۵ کال پورې په دې چوکۍ کې پاتې شو.
میتراند په خپل لومړي حکومت کې کمونست ګوند ته بلنه ورکړه، چې په هغه وخت کې یوه جنجالي پرېکړه ګڼل کېده. په دې لړ کې، کمونیستان د ټیټ پوړو ملګرو په توګه وټاکل شول او د دې پرځای چې ګټور ثابت شي، د دوی ملاتړ یې له لاسه ورکړ. په ۱۹۸۴ کال کې دوی کابینه پرېښوده. نوموړي د خپلې لومړۍ دورې په پیل کې، د مهمو شرکتونو د ملي کولو په ګډون، کیڼ اړخه سخت دریځه اقتصادي سیاستونه په لاره واچول، خو دوه کاله وروسته، اقتصاد له ناورین سره مخ شو او هغه خپل دریځ بدل کړ. هغه ټولنیز لیبرال سیاست له اصلاحاتو سره، لکه د اعدام د سزا لغوه، ۳۹ ساعته کاري اونۍ او په راډیو او تلویزیون کې د دولتي انحصار پای، پیل کړ. د نوموړي بهرنۍ او دفاعي سیاست د خپلو مخکېنیو ګولیسټ پلوه په بڼه ترتیب شوی و، چې یوازې هغوی د اروپایې ادغام د ملاتړ لپاره لږ لېوالتیا درلوده، خو د نوموړي دا لېوالتیا لوړه وه. د جرمني د لوموړي وزیر هیلموت کوهل سره د هغه ملګرتیا د ماستریخت د تړون له لارې د اروپا ادغام ته وده ورکړه، خو هغه د جرمني د یوالی منلو ته لېوالتیا نه درلوده. د خپلې دورې په اوږدو کې، هغه د دود یو پیاوړی ملاتړی و او یو لړ لوړلګښته "لویې پروژې" یې پلې کړې. هغه د فرانسې یوازینی ولسمشر دی چې په ۱۹۹۱ کال کې یې ښځینه لومړۍ وزیره، ایډیت کریسون ټاکلې ده. میتراند دوه ځله د پارلماني اکثریت له لاسه ورکولو له امله اړ شو چې په ترتیب سره له ژاک شېراک (۱۹۸۶ – ۱۹۸۸) او اېدوارد بالادور (۱۹۹۳ – ۱۹۹۵) سره د محافظه کاره کابینې تر مشرۍ لاندې "ګډ حکومتونه" را منځ ته کړي. تر اته میاشتو لږ وروسته کله چې هغه خپل دفتر پرېښود، د پروستات سرطان له امله مړ شو چې هغه په ځېرکتیا سره د خپلې ولسمشرۍ په موده کې دا ناروغي پټه ساتلې وه.
فرانسوا میتراند د دې ترڅګ چې د فرانسوي کیڼ اړخ ته یې د ټاکلو وړتیا وروبښه، د کیڼ د ځواکمنتیا لپاره د سوسیالیست ګوند د ظهور او د یو ځواکمن کمونیسټ ګوند د زوال په اوږدو کې یې دنده ترسره کړه. (کمونیست ګوند د ولسمشرۍ په لومړي پړاو کې د ټولورایو ۲۱.۲۷ سلنه د ونډه درلوده، چې د میتراند د دویمې دورې په پای کې، په ۱۹۹۵ کال کې ۸.۶۶ سلنې ته را ټيه شوه.)
کورنۍ
[سمول]فرانسوا مري ادریان موریس میتراند، د ۱۹۱۶ کال د اکتوبر په ۲۶ د شارانتو په جارنک سیمه کې وزیږېد او د جوزف میتراند او یوون لورین زوی و. له مذهبي اړخه د هغه کورنۍ کاتولیک پلوه او محافظه کاره وه. د هغه پلار ریل پټلۍ د پاریس اورلینز په کمپني کې د انجینر په توګه کار کاوه. هغه د رابرټ، ژاګ او فیلیپ په نومونو درې وروڼه درلودل او د انتانیتي، ماری-جوزیف، کولته او ژینیویو په نومونو یې څلور خویندې درلودې. [۲۱][۲۲]
د میتراند مېرمن، دانیل میتراند (د زیږون نوم ګاوزه، ۱۹۲۴ – ۲۰۱۱) سوسیالیستي شالید درلود او د بېلابېلو کیڼ اړخو خوځښتونو لپاره یې کار کړی و. دوی د ۱۹۴۴ کال د اکټوبر په ۲۴ نېټه واده وکړ او دری زامن یې درلودل: پاسکال (د ۱۹۴۵ کال د جون له ۱۰ د سپټمبر تر ۱۷)، ژان کریسټوف، چې په ۱۹۴۶ کال کې زیږېدلی و او ګیلبرټ چې د ۱۹۴۹ کال د فبرورۍ په څلورمه زیږېدلی و. نوموړي بې له واده دوه نور ماشومان هم درلودل: د مزارین (چې په ۱۹۷۴ کال زږېدلې وه) په نوم یوه منل شوې لور له خپلې معشوقې این پینګوټ څخه، او د هراون فورسني ( چې په ۱۹۸۸ کال کې زیږېدلی و) په نوم یو زوی له سویډني خبریالې، کریس فورسني څخه. [۲۳][۲۴]
د فرانسوا میتراند وراره فریډریک میتراند چې یو خبریال و، د نیکولاس سرکوزي په مشرۍ د کلتور او مخابراتو وزیر (او د فرانسې د پخواني ولسمشر ژاک شیراک ملاتړی) و او د هغه اوښی راجر هانین یو مشهور فرانسوی لوبغاړی و.
د ژوند لومړي کلونه
[سمول]فرانسوا میتراند له ۱۹۲۵ کال څخه تر ۱۹۳۴ کال پورې په انګولېم کې د سینټ پاول په کالج کې زده کړې وکړې، چې په دې ځای کې نوموړی د ځوانو مسیحي زده کوونکو د ټولنې غړی شو چې د زده کوونکو د کاتولیک غورځنګ یو بنسټ و. نوموړی چې د ۱۹۳۴ کال په مني کې پاریس ته راستون شو، د پاریس د سیاسي علومو انستیتیو ته لاړ چې په دې ځای کې هغه د ۱۹۳۷ کال په جولای کې خپل ډیپلوم ترلاسه کړ. فرانسوا میتراند د ولسي رضاکارانو په ډله کې د شاوخوا یو کال غړیتوب ترلاسه کړ. دې بنسټ د فرانسوا دی لا روک د ښي اړخي ټولنې، کروکس دي فیو پورې تړاو درلود؛ دې ټولنې یوازې د ۱۹۳۴ کال د فبروري د شپږمه نېټه په لاریونونو کې برخه اخیستې وه چې د دوهم کارټیل دی گاوچز (کیڼ اړخه ایتلاف) د سقوط لامل شو.[۲۵]
د ځینو راپورونو پر خلاف، فرانسوا میتراند هېڅکله هم د فرانسوي ټولنیز ګوند رسمي غړی نه و، چې د کروکس دي فیو ټولنې ځای ناستی و او ښایې د فرانسې لومړی ښي اړخه لوی ګوند وګڼل شي. خو هغه د اېل ایچو دې پاریس ورځپاڼې ته مقالې لیکلې، چې د فرانسوي ټولنیز ګوند سره یې نږدې اړیکې درلودې. نوموړي د ۱۹۳۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې د «د کډوالو د سیل» پر ضد په په لاریو کې او بیا د حقوقو د استاد، ګستون جیز پر ضد په لاریو کې، چې د ۱۹۳۶ کال د جنورۍ په میاشت کې د ایتوپیا د نجاشي د قضايي مشاور په توګه نومول شوی و، ګډون وکړ. [۲۵]
کله چې په ۱۹۹۰ کلونو کې د فرانسوا میتراند ښکیلتیا په دې محافظه کاره ملتپالو غورځنګونو کې څرګنده شوه، نوموړي دا کړنې د خپلې ځوانۍ ورځو ته اړوند و بللې. د دې تر څنګ، نوموړي د کاګول له غړو سره، چې د ۱۹۳۰ کلونو ښۍ اړخه تروریستي ډله وه، شخصي او کورنۍ اړیکې درلودې. [۲۶]
ورسته فرانسوا میتراند له ۱۹۳۷ کال تر ۱۹۳۹ کال پورې په ۲۳ پیاده کنډک کې کې خپله عسکري دنده ترسره کړه. نوموړی په ۱۹۳۸ کال کې د یو یهودي سوسیالیست جورج دیان تر ټولو غوره ملګری شو، چې هغه یې د فرانسې د غورځنګ د ملي - شاهي خوځښت د یهودیت ضد له یرغلونو څخه وژغوره. د دیان سره د هغه ملګرتیا د دې لامل شوه چې میتراند د هغه ځینې ملتپاله نظریات تر پوښتنې لاندې راولي. نوموړي د حقوقو د زده کړو له پای وروسته، د ۱۹۳۹ کال په سپټمبر کې مونټمېډي ته نږدې د میګینوټ کرښې ته دلګی مشر (پیاده دلګی مشر) په ربته واستول شو. هغه د ۱۹۴۰ کال د مې په میاشت کې له ماری لوئیس تیراس ( لوبغاړې او د تلویزیون وړاندې کوونکې کیترین لانګیس) سره چې ۱۶ کلنه وه، کوژده وکړه، خو د ۱۹۴۲ کال په جنورۍ کې جلا شول. د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې د نازیانو د جنګي بندیانو د زندانونو له لیدنې وروسته، فرانسوا میتراند د خدای له وجود نه یو منکر شخص ته واوښت. [۲۷][۲۸]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ senat.fr ID: https://www.senat.fr/senateur/mitterrand_francois000379.html
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ senat.fr ID: https://www.senat.fr/senateur-communaute/mitterrand_francois000379.html
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118582887 — خپرېدونېټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11916320z — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ سکالو پېژند: François Mitterrand — Sycomore ID: https://www2.assemblee-nationale.fr/sycomore/fiche/(num_dept)/5312 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: National Assembly
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6pk16s2 — سکالو پېژند: François Mitterrand — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8094 — سکالو پېژند: François Mitterrand — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ سکالو پېژند: François Mitterand — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/8520bc4c11a149c49a234b6776d30a13 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/mitterrand-francois — سکالو پېژند: François Mitterrand — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Brockhaus Enzyklopädie — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=mitterand — سکالو پېژند: François Mitterrand
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=francois;n=mitterrand — سکالو پېژند: François Mitterrand
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Diamond Catalog ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/9388 — سکالو پېژند: François Mitterrand
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/10375 — سکالو پېژند: François Mitterrand
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=41282 — سکالو پېژند: François Mitterrand — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/79121 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
- ↑ ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000001517 — سکالو پېژند: Francois Mitterrand — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990005768 — خپرېدونېټه: ۱۹ می ۲۰۲۴
- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118582887 — خپرېدونېټه: ۲۰ اپريل ۲۰۲۶ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/53754467
- ↑ "Fichier des décès – années 1990 à 1999" [Death file – years 1990 to 1999] (in فرانسوي). National Institute of Statistics and Economic Studies. ترلاسهکېدو نېټه 26 January 2021.
- ↑ Tiersky, Ronald. François Mitterrand: A Very French President. 2003, Rowman and Littlefield. pp. 38–42.
- ↑ Chrisafis, Angelique (5 October 2016). "François Mitterrand's love letters to secret mistress to be published". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 October 2016. ترلاسهکېدو نېټه 8 October 2016.
- ↑ "'Okay, François Mitterrand was my dad,' Swedish politician reveals". France 24. 9 August 2014. خوندي شوی له the original on 10 August 2014. ترلاسهکېدو نېټه 10 August 2014.
- ↑ ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Pierre Péan, Une jeunesse française (biography on Mitterrand), p.23–35
- ↑ Henry Rousso, Le Syndrome de Vichy, p.365
- ↑ Lacouture, Jean. Mitterrand, une histoire de Français. éd. du Seuil, "Points". p. 46/48.
- ↑ Tiersky, Ronald (1 January 2003). François Mitterrand: A Very French President. Rowman & Littlefield. ISBN 9780742524736. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 October 2018. ترلاسهکېدو نېټه 27 October 2015.
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1996ز مړينې
- 8 جنوري مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1050
- سياستمداران ويکيډاټا معلومات
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P580
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P582
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1365
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1366
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- CS1 فرانسوي-language sources (fr)

