فرانسس کرېک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فرانسس کرېک
(انګلیسي: Francis Harry Compton Crick د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فرانسس کرېک
فرانسس کرېک

د شخص معلومات
پيدايښت ۸ جون ۱۹۱۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 28 جولای 2004 (88 کاله)[۱۰][۱][۲][۳][۴][۱۱][۶][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا[۴]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم د کېمبرېج پوهنتون[۱۲]  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان)[۴]
فزيک پوه[۴]
د اعصابو متخصص[۴]
ليکوال[۱۳]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۴][۴][۱۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ډي ان اې[۱۶]
پنځپوهنه[۱۶]
عصبي علوم[۱۶]
ژونپنځپوهنه[۱۶]
جنتیک[۱۶]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی د کېمبرېج پوهنتون[۱۲]  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
 فلاډلفیا لبرټی میډل[۱۲]  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
فرانسس کرېک
فرانسس کرېک

فرانسس هاري کومپټن کرېک “Francis Harry Compton Crick” (زوکړه: ۱۹۱۶ د جون ۸، مړينه: ۲۰۰۴ د جولای ۲۸)، چې د طبيعي پوهې د پرمختګ برخه کې د شاهي کورنۍ انعام يا جايزه “OM FSR” هم ورکول شوې ده، يو انګرېز ماليکولي بيولوژي پوه، حياتي فزيکپوه او عصبي ساينس پوه و. نوموړي، جېمز واټسن او روزالېند فرانکلين د ډي اوکسي ربونيوکليک اسيد “DNA” ماليکول د مارپېچ جوړښت په روښانولو کې ستره ونډه ولوبوله. په ۱۹۵۳ زکال کې د طبيعت په اړه د کرېک او واټسن څېړنې د “DNA” د جوړښت او دندو په اړه د پوهېدنې بنسټ کېښود. دوی له ماورېس وېلکېنس “Maurice Wilkins” سره په ګډه د نيوکليک اسيد د ماليکولي جوړښت او ژونديو موادو کې د معلوماتو د لېږد برخه کې د هغې د ارزښت اړوند موندنو له امله، د فزيالوژي يا طب برخه کې د ۱۹۶۲ زکال نړيوال انعام “Noble Prize in Physiology or Medicine” په ورکولو سره ستايل شوي وو. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

کرېک يو مهم نظرياتي ماليکولي بيولوژيپوه و او د “DNA” د مارپېچ جوړښت د څرګندولو اړوند څېړنه کې يې د پام وړ ونډه ولوبوله. نوموړی د مرکزي دوګما “central dogma” اصطلاح د کارونې له امله په پراخه کچه پېژندل کېږي، چې د دې نظريې لنډيز دی، چې يو ځل چې له هستوي تېزابو يا نيوکليک اسيدونو (ريبونيوکليک اسيد يا ډي اوکسي ريبونيوکليک اسيد “RNA or DNA”) څخه پروټينونو ته معلومات ولېږدول شي، بېرته هستوي تېزابو ته نه شي راګرځېدلی. په بل ډول ويلی شو، چې له هستوي تېزابو څخه پروټينونو ته د معلوماتو په لېږد کې وروستی ګام بېرته نه راګرځېدونکی دی. [۲۱]

کرېک د خپل مسلک په پاتې موده کې د کليفورنيا په لا جولا “La Jolla, California” کې د بيولوژيکي څېړنو په سالک انسټيتيوټ “Salk Institute for Biological Studies” کې د «J.W. Kieckhefer Distinguished Research Professor» دنده درلوده. د نوموړي وروستۍ څېړنې پر نظرياتي عصبي بيولوژي باندې تمرکز وکړ او د انساني شعور پوهنيزې څېړنې ته د ودې ورکولو هڅه کوي. د نوموړی تر خپلې مړينې پورې په ياده دنده کې پاتې شو؛ کرسټوف کوچ له نظره: «هغه د خپل مرګ په بستر يوه نسخه سموله او د ژوند تر پايه يو پوه و». [۲۲]

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې[سمول]

کرېک د هاري کرېک “Harry Crick” (۱۸۸۷ – ۱۹۴۸زکال) او اني اليزابيت کرېک “Annie Elizabeth Crick” (کورنی نوم يې وېلکېنس؛ ۱۸۷۹ – ۱۹۵۵ز کال) مشر زوی و. نوموړی د ۱۹۱۶ز کال د جون په ۸ نېټه زېږېدلی و او لومړی په وېسټن فاوېل “Weston Favell” او وروسته د نورتامټن “Northampton” انګرېزي ښارګوټي ته نږدې يو کوچني کلي کې رالوی شو، چې د کرېک پلار او کاکا په کې د کورنۍ د موزو او بوټانو کارخانه چلوله. د هغه نيکه والټر ډرابرېج کرېک “Walter Drawbridge Crick” (۱۸۵۷ – ۱۹۰۳ز کال) چې يو شوقي طبيعت پال و، د ځايي فورامينيميرا (يو حجروي پوښ لرونکي پروتستونو) يوه سروې وليکله، چې د چارلس داروين له تيوري سره يې سمون درلود او دوه ګستروپودونه (حلزونونه يا پيشوګۍ] يې درلودل، چې د نوموړي په نوم ونومول شول. [۲۳][۲۴]

په کم عمرۍ کې يې له ساينس او هغه څه سره لېوالتيا پيدا شوه، چې هغه يې په اړه له کتابونو څخه زده کولی شول. نوموړي د يو کوچني په  توګه د خپل مور او پلار په واسطه کليسا ته وړل شوی و. مګر د ۱۲ کلنۍ په عمر يې وويل، چې هغه نور ځکه نه غوښتل کليسا ته لاړ شي، چې د مذهبي باور يا عقيدې په اړه ځوابونو لپاره يې پوهنيزې څېړنې ته لومړيتوب ورکاوه. [۲۵]

د هغه کاکا والټر کرېک د ابېنګټن واټ پر سويلي څنډه يو کوچني کور کې ژوند وکړ؛ نوموړي د خپلې کوچنۍ باغچې په ژورو کې يوه څپره درلوده، چې نوموړي په کې کرېک ته د ښيښې ويلې کولو، کيمياوي ازمايښتونو او انځوريزو چاپونو د تر سره کولو لارې چارې وښودلې. کله چې فرانسس کرېک اته يا نهه کلن و، پر بېلېنګ سړک باندې نورتامپټن د ګرامر ښوونځي “Northampton Grammar School” تر ټولو کوچني ښوونځي ته يې ځان بدل کړ. دا ښوونځی د هغه له کور څخه نږدې ۱،۲۵ ميله (۲ کېلومتره) لرې و، نو کولی يې شول د Park Avenue South او “Abington Park Croscent” له لارې تر هغې ځايه پلی لاړ او بېرته راشي، مګر زياتره وخت بس کې او وروسته يې د بايسکل په واسطه تګ راتګ کاوه. په لوړه کچه تدريس د منلو وړ و، مګر هڅونکې نه و. کرېک له ۱۴ کلنۍ څخه وروسته د يو سکالرشيپ له مخې د لندن په مېل هېل ښوونځي “Mill Hill School” کې زده کړې وکړې او رياضيات، فزيک او کيميا يې همدلته له خپل غوره ملګري جان شېلسټن سره ولوستل. هغه د کيميا برخه کې د والتر نوکس انعام “Walter Knox Prize” د مېل هېل ښوونځي د بنسټ ايښودنې ورځې (۱۹۳۳ د جولای ۷، جمعه) لپاره ځانګړی کړ. نوموړي څرګنده کړه چې د نوموړي بريا د هغه معياري لارښوونو يا تدريس پر بنسټ و، چې نوموړي په مېل هېل ښوونځي کې د زده کړې دورې پر مهال تر لاسه کړی و.

کرېک په يونيورسيټي کالج لندن “University College London (UCL)” کې زده کړې وکړې، چې د لندن پوهنتون برخه و او د ساينس برخه کې د لېسانس سند يې تر لاسه کړ، چې په ۱۹۳۷ز کال د لندن پوهنتون له لورې ورکړل شو. هغه په همدې “UCL” کې د دوکتورا زده کړې هم پيل کړې، مګر د دويمې نړيوالې جګړې له امله له خنډ سره مخامخ شوې. نوموړی وروسته د کمبرېج د ګونوېلي او کايوس کالج “Gonville and Caius College, Cambridge” د دوکتورا خپرونې يو زده کوونکی او افتخاري مرستيال شو او زياتره يې د کمبرېج په کاوېنډېش لابراتوار “Cavendish Laboratory” او د ماليکولي بيولوژي د طبي څېړنې د شورا لابراتور (Medical Research Council “MRC” Laboratory of Molecular Biology) کې کار وکړ. کرېک د کمبرېج د چرچېل کالج “Churchill College, Cambridge” او د لندن د يونيورسيټي کالج “University College, London” يو افتخاري زده کړيال هم و. [۲۶][۲۷]

فرانسس کرېک د لندن په يونيورسيټي کالج کې د فزيکپوه ايډوارډ نيويلي ډا کوسټا اندرادي لابراتوار کې په لوړه تودوخه کې د اوبو د ټينګوالي يا غلظت د اندازه کولو په اړه د دوکتورا د څېړنې پروژه پيل کړه (چې نوموړي وروسته د «د تصور وړ تر ټولو بې خونده ستونزې» په توګه بيان کړه)، مګر د دويمې نړيوالې جګړې په پيل کېدلو سره (په ځانګړي ډول هغه وخت چې د برتانيې د جګړې “Battle of Britain” پر مهال د لابراتور پر بام باندې يو بم وغورځول شو او د هغه ازمايښتي وسايل يې ويجاړ کړل)، کرېک په فزيک کې له شوني مسلک څخه لرې کړای شوی و. د دوکتورا د زده کونکي په توګه د دويم کال پر مهال، که څه هم نوموړي ته د “Cerey Foster Research Prize” ورکړل شوی و، چې يو ستر وياړ و. نوموړي له دوکتورا څخه وروسته په بروکلېن کولېګيېټ او پولي تخنيک انسټيټيوټ کې کار وکړ. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

کرېک د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د سمندري ځواک څېړنيز لابراتوار کې کار وکړ، چې د ډېوېډ بېټس، روبرټ بويډ، جورج ډيکن، جان ګن، هاري ماسي او نيوېل موټ په ګډون د پام وړ ګڼ پوهان ورڅخه راپورته شول. فرانسس کرېک د مقناطيسي او غږيزو ماينونو د ډيزاين کولو برخه کې کار وکړ او د الماني ماين پاکونکو پر وړاندې د ګټور بم په جوړولو کې يې د پام وړ ونډه درلوده. [۳۲]

له دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته ژوند او کار[سمول]

کريک په ۱۹۴۷ زکال د ۳۱ کلنۍ په عمر د بيولوژي زده کړه پيل کړه او د بيولوژي څېړنې برخې ته د فزيکي ساينس پوهانو د مهم ورتګ برخه شو. دا لېږد د ښاغلي جان رانډال “Sir John Randall” په څېر د نفوذ لرونکو فزيکپوهانو په واسطه شونی شو و، چې د رادار په څېر نوښتونو سره يې د جګړې ګټلو کې مرسته کړې وه. کرېک بايد د فزيک له ښه ذوق او څرګندوالي يا ساده توب څخه هغو مفصل کيمياوي مېکانېزمونو ته ځان بدل اړولی وی، چې طبعي ټاکنې د بېليونونو کالونو په اوږدو کې تکامل کړی دی. نوموړي دا لېږد يو داسې حالت ياد کړ، لکه يو څوک چې يو ځل بيا وزېږېږي. د کرېد په اند د فزيک د زده کړې ازمويلو هغه ته يو هم درس او دا باور ورکړ، چې دا چې فزيک وار له مخه يوه بريا وه، مګر د بيولوژي په څېر نورو پوهو کې ستر پرمختګونه هم بايد شوني وي. نوموړې فکر وکړ چې همدې انګېرنې هغه وهڅوه، چې د هغو ځانګړو بيولوژي پوهانو په پرتله يو څه زيات زړور وي، چې د بيولوژي له سختو (بې زړه کونکو) ستونزو سره د ځان د مخامخ کېدلو په اړه اندېښمن و او د فزيک پخواني برياليتوبونه يې په پام کې نه نيول.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118906275  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11898169q — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w63r0w6s — subject named as: Francis Crick — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ۴٫۴ https://www.biography.com/people/francis-crick-9261484 — د نشر نېټه: ۲۶ اگسټ ۲۰۱۸
  5. https://brockhaus.de/ecs/julex/article/crick-francis-harry-compton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0020678.xml — subject named as: Francis Compton Crick — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  7. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/16143 — subject named as: Francis Harry Compton Crick — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  8. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=12720 — subject named as: Francis Harry Compton Crick — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Francis Harry Compton Crick
  10. DNA Scientist Francis Crick Dies at 88 — خپرونکی: Associated Press — نشرونه لخوا د: Yahoo! News — د خپرولو نیټه: ۲۹ جولای ۲۰۰۴
  11. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/crick-francis-harry-compton — subject named as: Francis Harry Compton Crick — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ Francis Crick Biography — د نشر نېټه: ۲۶ اگسټ ۲۰۱۸ — نشرونه لخوا د: Biography.com
  13. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990001547 — د نشر نېټه: ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۲
  14. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11898169q — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  15. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990001547 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  16. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990001547 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  17. Anon (2015). "Fellowship of the Royal Society 1660–2015". London: Royal Society. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Bretscher, Mark S.; Mitchison, Graeme (2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Francis Harry Compton Crick OM. 8 June 1916 – 28 July 2004"]. Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society 63: 159–196. doi:10.1098/rsbm.2017.0010. ISSN 0080-4606. 
  19. Rich, A.; Stevens, C. F. (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Obituary: Francis Crick (1916–2004)"]. Nature 430 (7002): 845–847. doi:10.1038/430845a. PMID 15318208. Bibcode2004Natur.430..845R. 
  20. The Nobel Prize in Physiology or Medicine 1962. Nobel Prize Site for Nobel Prize in Physiology or Medicine 1962.
  21. Crick FH (1958). "On protein synthesis" (PDF reprint). Symp. Soc. Exp. Biol. 12: 138–63. PMID 13580867. https://profiles.nlm.nih.gov/SC/B/B/Z/Y/_/scbbzy.pdf. 
  22. Shermer, Michael (30 July 2004). "Astonishing Mind: Francis Crick 1916–2004". Skeptics Society. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Darwin, Charles (1882). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "On the Dispersal of Freshwater Bivalves"]. Nature 25 (649): 529–30. doi:10.1038/025529f0. Bibcode1882Natur..25R.529D. 
  24. Bretscher, Mark S.; Mitchison, Graeme (2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Francis Harry Compton Crick OM. 8 June 1916 – 28 July 2004"]. Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society 63: 159–196. doi:10.1098/rsbm.2017.0010. ISSN 0080-4606. 
  25. Crick (1990) p. 10: "I remember telling my mother that I no longer wished to go to church".
  26. Crick (1990) Chapters 1 and 2 provide Crick's description of his early life and education
  27. کينډۍ:Cite thesis
  28. Crick (1990) p. 13
  29. Rich, A.; Stevens, C. F. (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Obituary: Francis Crick (1916–2004)"]. Nature 430 (7002): 845–847. doi:10.1038/430845a. PMID 15318208. Bibcode2004Natur.430..845R. 
  30. (په 3 October 2009 باندې). Francis Crick as Late Bloomer. Science 2.0. ION Publications LLC
  31. Olby, Robert (1970). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Making of Modern Science: Biographical Studies"]. Journal of the American Academy of Arts and Sciences 99 (4): 941. 
  32. "Bio at Wellcome Trust". Genome.wellcome.ac.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اپرېل ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)