فدرالي ټولنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فدرالي ټولنه
اړوند
په نامه د
عامه معلومات
عمومي معلومات
هېواد
نور معلومات
وېب‌پاڼه
fedsoc.org (انگليسي) Edit the value on ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۳۸°۵۴′۱۱″شمال ۷۷°۰۲′۲۸″لويديځ / 38.903°شمال 77.041°لويديځ / 38.903; -77.041 Edit the value on ویکي‌ډېټا
Map


د قانون او عامه پاليسۍ فدرالي ټولنه “Federalist Society for Law and Public Policy Studies” د محافظه کارانو او ازادي غوښتونکو يو امريکايي قانوني سازمان دی، چې د متحده ايالتونو د اساسي قانون د متني او اصلي ژباړنې ساتندويي کوي. دا ټولنه د زده کونکي، وکيلانو او پوهنځي په نومونو درې څانګې لري. نوموړې ټولنه چې مرکزي اداره يې په واشنګټن ډي سي کې ده، اوسمهال د حقوقو (قانون) اړوند له ۲۰۰ څخه زياتو امريکايي ښوونځيو کې څپرکي لري. د وکيلانو څانګه په ۹۰ ښارونو کې له ۷۰۰۰۰ تنو څخه زيات غړي لري چې د وکالت دندې پر مخ وړي او په څانګه کې «د وکيلانو څپرکي» او «د تمرين ډلو» په توګه تنظيم شوي دي. فدرالي ټولنه د پېښو په اړه د وينا، بيانونو او نورو فعاليتونو له لارې د حقوقي مسلک، قضايي او حقوقي اکاډمۍ له غړو سره د اړيکې نيولو په موخه د مخالفو نظرونو د حقوقي متخصصينو لپاره يو جرګه ځای (فوريم) چمتو کوي. دا ټولنه د متحده ايالتونو له اغېزناکو يا نفوذ لرونکو سازمانونو له ډلې څخه ده. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]

فدرالي ټولنه په ۱۹۸۲ز کال کې د يال د حقوقو ښوونځي “Yale Law School”، هاروارد د حقوقو ښوونځي “Harvard Law School” او د شيکاګو پوهنتون د حقوقو ښوونځي “University of Chicago Law School” د يوه ډله زده کوونکو له لورې جوړه شوه، چې غوښتل يې هغه ليبرالي يا کيڼ اړخې ايډيالوژي وننګوي، چې د دوی د درک له مخې د امريکا د حقوقو پر زياتره اشرافي ښوونځيو او پوهنتونو باندې واکمنه وه. د ادارې بيان شوې موخې «د فدرالي واک څارل، د شخصي ازادۍ خوندي کول او د خپلې اصلي معنا له مخې د اساسي قانون ژباړنه» دي او د ځوان محافظه کار وکيلانو په شبکه جوړونه (راټولولو) او لارښوونه کې مرکزي ونډه لوبوي. د “Ideas with Consequences” د ليکوال اماندا هوليس بروسکي “Amanda Hollis-Brusky” په وينا فدرالي ټولنه او محافظه کار د اوښتون ضد “Conservative Counterrevolution”، فدرالي ټولنې «د مرکز د حق وکيلانو لپاره د رښتيني دروازه ساتونکې په توګه تکامل کړی دی، چې د جمهوري غوښتونکو ولسمشرانو تر لارښوونې لاندې دولتي دندو او فدرالي قضاوتونو ته لېواله دي». د ويليم او ماري د حقوقو ښوونځي د پروفيسور نيل ډيوېنس “Neal Devins” او د اوهايو د دولتي پوهنتون د پروفيسور لاورنس باوم له نظره د رونالډ ريګن او جورج ډبليو بوش ادارو «د محافظه کار قاضيانو نوماندول په نښه کړل او فدرالي ټولنه کې غړيتوب د محافظه کار فکر د پلوۍ استازيتوب و. فدرالي ټولنې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د قضايه نوماندانو په وړاندې کولو کې مهمه ونډه لوبولې ده؛ دې ټولنې د ولسمشر ټرمپ د متحده ايالتونو د سترې محکمې د نوماندانو لښتليک وپلټه او د ۲۰۲۰ ز کال تر مارچ پورې د ولسمشر ټرمپ د استيناف محکمې له ۵۱ نوماندانو څخه ۴۳ تنه يې د ټولنې اوسني يا پخواني غړي وو. [۹][۱۰][۱۱]

د ۲۰۱۹ ز کال په جنوري کې واشنګټن پوسټ مجلې وليکل، چې فدرالي ټولنه «د واک او نفوذ بې مخينې کچې» ته رسېدلې وه. د متحده ايالتونو د سترې محکمې د شته نهو غړو له ډلې شپږ تنه (برېټ کاوانا “Brett Kavanaugh”، نيل ګروسچ “Neil Gorsuch”، کلارنس توماس “Clarence Thomas”، جان روبرتس “John Roberts”، سامويل الايټو “Samuel Alito” او امي کوني باريټ “Amy Coney Barrett”) د دې ټولنې اوسني يا پخواني غړي دي. پوليټيکو “Politico” مجلې وليکل چې فدرالي ټولنه نه يوازې د حقوقو د زده کونکو په ذهن جوړونه کې «د تاريخ يو له تر ټولو اغېزناکو حقوقي ادارو څخه شوې، مګر تر څنګ يې په ارادي ډول په خپله امريکايي ټولنه بدلوي، چې په شعوري ډول د هېواد قضايه قوه سم لوري ته واړوي». [۱۲][۱۳]

بنسټ ايښودنه[سمول]

فدرالي ټولنه چې په يال د حقوقو ښوونځي، هاروارډ د حقوقو ښوونځي او د شيکاګو پوهنتون د حقوقو ښوونځي کې د زده کونکو له لورې رامنځته شوه، د زده کونکو د سازمان يا ادارې په توګه يې فعاليت پيل کړ او هغه څه يې وننګول، چې بنسټګرو غړو يې د ارتودوکس امريکايي ازادي غوښتونکې نظريې په توګه درک کړي وو او د امريکا په حقوقي ښوونځيو کې عام وو. د ډلې لومړنی فعاليت «د فدراليزم په اړه سمپوزيم: قانوني او سياسي پايلې» تر سرليک لاندې درې ورځنۍ ګډه ناسته (سمپوزيم) و، چې د ۱۹۸۲ زکال اپرېل کې يال ‘Yale’ کې تر سره شو. ياده ګډه ناسته چې ۲۰۰ تنو په کې ګډون کړی و، د سټيون جي کالابريسي “Steven G. Calabresi”، لي لايبرمېن “Lee Liberman Otis” او تيودور اولسن “Theodore Olson” له لورې تنظيم شوې وه او ويناوال په کې انتونين سکاليا ‘Antonin Scalia’، روبرت بورک “Robert Bork” او تيودور اولسن وو. [۱۴]

په ۲۰۱۸ز کال کې پوليټيکو مجلې وليکل چې: «دا هيڅ مبالغه نه ده چې وړانديز وکړو، چې دا ناسته ښايي د زده کونکو خورا ګټور ناسته وه؛ يانې په تېرو پېښو او حالاتو د غور کولو له مخې يو پلان و او د دې لپاره جوړ شوی و، چې د لرې پايلو د تر لاسه کولو په موخه له فکري راښکون سره ځوانه لېوالتيا څه ډول يو ځای کېږي». ټولنه څرګندوي چې «د هغو اصولو پر بنسټ رامنځته شوې ده، چې دولت د ازادۍ ساتلو لپاره ستون لري، د حکومتي قوو يا واکونو بېلتون زموږ په اساسي قانون کې مرکزي دی او دا چې د دې ويل په ټينګار سره د قضايه قوې د کار برخه او دنده ده، چې قانون څه شی دی، نه دا چې بايد څه ډول وي». [۱۴]

شاليد[سمول]

ټولنه د قضايه محدوديت د غوره والي څرګندولو لپاره د فدرالي مقالې ۷۸ ګڼه “Federalist Paper Number 78” په پام کې نيسي؛ لکه څرنګه چې د الکساندر همېلټن له لورې ليکل شوي دي: «د دې ويل هيڅ ارزښت نه لري چې محکمې د کرکې په پلمه ښايي د مقننه قوې د بنسټيزو ارادو پر وړاندې د خپلې خوښۍ ځايناستي شي. محکمې بايد د قانون احساس په ډاګه کړي او که چېرې دوی بايد د قضاوت پر ځای د ارادې يا خوښې عملي کولو ته متمايل وي، نو پايله به د مقننه قوې پر ځای په برابر ډول خپلې خوښۍ ته ځای ورکوی وي».

د ټولنې نښان يا لوګو د پخواني ولسمشر او د اساسي قانون د ليکوال جيمز ماديسن “James Madison” نيمه څېره ده، چې په شريکه يې فدرالي ورځپاڼې يا مقالې “The Federalist Papers” وليکلې. د متحده ايالتونو د امنيت او تبادلې کمېسيون کمېشنر پاول اس اتکېنس “Paul S. Atkins” په يوه وينا کې چې د ۲۰۰۸ ز کال جنوري کې يې د تکزاس په دالاس کې د خپلو وکيلانو څپرکي ته وکړه، د ټولنې غړي «د جيمز ماديسن د ميراث وارثان» وګڼل. ماديسن ته په عمومي ډول د اساسي قانون د پلار امتياز ورکول کېږي او د متحده ايالتونو څلورم ولسمشر شو. [۱۵]

ويل کېږي چې د ټولنې نوم د اتلسمې پېړۍ فدراليست ګوند پر بنسټ دی؛ که څه هم جيمز ماديسن د توماس جېفرسن او د ديموکراتيک جمهوري غوښتونکي ګوند په ملتيا د فدرالي ګوند د سياستونو خلاف و، چې د سوداګرۍ فقرې “Commerce Clause” له ناتړلې ژباړې څخه يې سرچينه اخېستې وه. د ټولنې نظريې د وروستي فدرالي ګوند په پرتله د فدراليزم (په ځانګړي ډول د نوي فدراليزم “New Federalism”) له عمومي معنا او د فدرالي ورځپاڼو “Federalist Papers” سره نږدې اړيکه لري.

د ټولنې د ۱۹۸۲ز کال ناسته د زده کړه ييزو چارو انسټيټيوټ “Institute for Educational Affairs” له لورې د ۲۵۰۰۰ امريکايي ډالرو په ارزښت تمويل شوې وه. د ۵،۵ ميليون امريکايي ډالرو وروستی تمويل د جان ام اولېن بنسټ ‘John M. Olin Foundation’ له لورې وشو. نور لومړني تمويل کونکي د سکايفي بنسټ “Skaife Foundation” او د کوچ “Koch” کورنۍ بنسټونه وو. فدرالي ټولنې ته بسپنه ورکونکي ګوګل “Google”، چيورون “Chevron”، چارلس جي “Charles G.” او ډېوېډ ايچ کوچ “David H. Koch”، د ريچارد ميلن سکايف “Richard Mellon Scaife” د کورنۍ بنسټ او د ميرسير ‘Mercer’ کورنۍ وو. په ۲۰۱۷ زکال کې ۲۰ ميليون امريکايي ډالر کلنی عايد درلود. [۱۶][۱۷]

نوموړې ټولنه هر کال په واشنګټن ډي سي کې د وکيلانو ملي ناسته تر سره کوي، چې دا د کال د تر ټولو لوړو محافظه کارو پېښو څخه ده. د ناستې ويناوالان د ACLU پخوانی مشر نادين ستروسين “Nadine Strossen”، د سوداګرۍ اجرائيه رئيس او د ۲۰۱۶ ز کال جمهوري غوښتونکی ولسمشريز نوماند کارلي فايورينا ‘Carly Faiorina’ د BB&T پخوانی رئيس جان الېسن “John Allison”، پخوانی لوی څارنوال مايکل موکاسي “Michael Mukasey”، د متحده ايالتونو د مشرانو جرګې غړی مايک لي “Mike Lee” او د بارک اوباما اداره کې د سپينې ماڼۍ سلاکار نيل ايګليستن “Neil Eggleston” وو. فدرالي ټولنه خپلو غونډو ته د محافظه کار نظرونو د ځوابولو د هڅې په موخه وړ ليبرالي ګټندويان (مدافعين) رابولي. [۱۸][۱۹][۲۰]

Harvard Journal of Law and Public Policy” د فدرالي ټولنې رسمي ژورنال دی او غړو ته يې پيسې (معاش) ورکول کېږي. [۲۱]

فدرالي ټولنه د نوښتي ځواب مفاهيمو “Creative Response Concepts” په نوم شرکت د عمومي اړيکو پېرودونکې ده. [۲۲]

سرچينې [سمول]

  1. Stated in: GRID Release 2017-05-22. د خپرولو نیټه: ۲۲ مې ۲۰۱۷. DOI: 10.6084/M9.FIGSHARE.5032286.
  2. Charity Navigator ID: 7960.
  3. Avery, Michael; McLaughlin, Danielle (2013). The Federalist Society: How Conservatives Took the Law Back from Liberals. Vanderbilt University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780826518774. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hollis-Brusky, Amanda (2015). Ideas with Consequences: The Federalist Society and the Conservative Counterrevolution. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199385522. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په May 10, 2013 باندې). Packing the Courts. Sunday Book Review. New York Times
  6. (په July 29, 2005 باندې). What the Federalist Society Stands For.
  7. (په May 17, 2017 باندې). Trump's values are abhorrent to the Federalist Society of conservative lawyers. That doesn't stop them from helping him..
  8. (په January 2, 2019 باندې). Conquerors of the Courts. The Washington Post Magazine.
  9. Hollis-Brusky, Amanda (2015). Ideas with Consequences: The Federalist Society and the Conservative Counterrevolution. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199385522. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 2020-03-16 باندې). A Conservative Agenda Unleashed on the Federal Courts. The New York Times.
  11. (په July 29, 2005 باندې). What the Federalist Society Stands For.
  12. Kruse, Michael (September 2018). "The Weekend at Yale That Changed American Politics". Politico. مؤرشف من الأصل في ۰۲ فبروري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "'She's been groomed for this moment': Amy Barrett's Supreme Court preparation began early". Politico (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Kruse, Michael (September 2018). "The Weekend at Yale That Changed American Politics". Politico. مؤرشف من الأصل في ۰۲ فبروري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Atkins, Paul S. (2008-01-18). "Speech by SEC Commissioner: Remarks at the Federalist Society Lawyers' Chapter of Dallas, Texas". SEC. مؤرشف من الأصل في ۱۶ سپټمبر ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Kruse, Michael (September 2018). "The Weekend at Yale That Changed American Politics". Politico. مؤرشف من الأصل في ۰۲ فبروري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Eric Lipton and Jeremy W. Peters (March 18, 2017). "In Gorsuch, Conservative Activist Sees Test Case for Reshaping the Judiciary". NYT. مؤرشف من الأصل في April 6, 2017. د لاسرسي‌نېټه March 19, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  18. (په November 19, 2014 باندې). Legal Panel At Federalist Society Begrudgingly Accepts Obama's Immigration Powers. Federalist Society
  19. Mencimer, Stephanie (November 13, 2014). "Justice Scalia Goes to Conservative Legal Event, Gives Boring Speech". Mother Jones. مؤرشف من الأصل في ۰۸ مارچ ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په October 30, 2014 باندې). Federalist Society 2014 National Lawyers Convention.
  21. Kruse, Michael (September 2018). "The Weekend at Yale That Changed American Politics". Politico. مؤرشف من الأصل في ۰۲ فبروري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. . PR firm helped Whelan stoke half-baked Kavanaugh alibi. Politico.