فاني لو هامر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فاني لو هامر
(انګلیسي: Fannie Lou Hamer د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فاني لو هامر
فاني لو هامر

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Fannie Lou Townsend)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۶ اکتوبر ۱۹۱۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مړینه 14 مارچ 1977 (60 کاله)[۲][۴][۵][۸][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری[۷]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل امریکی افریقی[۹]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۰][۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه وګړنيز حقوق[۱۲]
د ښځو حقونه[۱۲]
د رای حق[۱۲]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فاني لو هامر (فونوتیکي سمبول یې: /ˈheɪmər/؛ کورنی نوم یې ټاون‌سېنډ؛ زوکړه د ۱۹۱۷ کال د اکتوبر مه۶ –مړینه د ۱۹۷۷ کال د مارچ ۱۴مه) د ښځو د حقونو او د رایې ورکولو یوه امریکايۍ فعاله د ټولنې تنظیم کوونکې او د مدني حقونو د غورځنګ مشره وه.  د خپلواکۍ د دیموکرات ګوند له بسټ اېښودونکو او مرستیاله رییسه وه چې په ۱۹۶۴ کال کې يې د دیموکرات په ملي کنوانسیون کې د یاد ګوند استازولي وکړه. هارمر د زده‌کړيالۍ له تاوتريخوالي پرته د همغږۍ له کمېټې (SNCC) سره د مي سي سي پي د خپلواکۍ اوړی هم تنظیم کړ. هغه همدارنګه د ښځو د هېوادني سیاسي مجلس بنسټ اېښودونکې وه چې د ګومارلو، زده‌کړو او د هر نژاد اړوند هغو ښځو څخه یې ملاتړ کاوه چې غوښتل په سیاسي بست کې کار وکړي.[۱۳]

هارمر په ۱۹۶۲ کال کې د مدني حقونو فعالیتونه پيل کړل او تر ۹ کاله وروسته پورې يې دوام ورکړ. هغې په مي سي سي پي کې د تور پوستو ښځو د مدني حقونو د غورځنګ په مشرۍ کې د خپلو نقل قولونو او مذهبي سندرو له کارولو سره پېژندل شوې وه. نوموړې د خپلې نوم لیکنې او خپلې رايې څخه د کارونې په هڅه کې د نژادپالونکو او پولیسو له خوا له ګواښ، ځورونې، ډزو او برید سره مخ شوه. هغې وروسته په مي سي سي پي کې له زرګونه افریقايي-امریکايانو سره مرسته وکړه او هغوی يې دې ته وهڅول چې له ثبت شویو رایې ورکوونکو څخه واوسي او د ازادې کروندې د همکارۍ په شان برنامو له لارې يې د خپلې سیمې له محرمو وګړو سره مرسته وکړه. هغې په ۱۹۶۴ کال کې د متحده ایالتو د سنا مجلس او په ۱۹۷۱ کال کې يې د مي سي سي پي د مجلس لپاره نابریالۍ نومانده شوه. په ۱۹۷۰ کال کې يې د ناقانونه نژادي بېل‌والي د دوام له امله د مي سي سي پي د سان فلاور کاونټۍ پر وړاندې قانوني ګام اوچت کړ.  

هامر د ۱۹۷۷ کال د مارچ په ۱۴مه د ۵۹ کالونو په عمر د مي سي سي پي په مونډ بای کې ومړه. د هغې د یاد مراسم له پراخ ګډون سره مل وو او د هغې د ستاینې په پار وینا په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالتو د سفیر انډرو یانګ له خوا وړاندې شوه. هغې په ۱۹۹۳ کال کې تر مړينې وروسته د ښځو د ملي مشاهیرو تالار ته لار ومونده.[۱۴]

د ژوند لومړي کلونه، کورنۍ او زده‌کړې[سمول]

ټاون‌سېنډ د ۱۹۱۷ کال د اکتوبر په ۶مه د مي سي سي پي په مونتګومري کاونټۍ کې د اېلا او جېمز لي ټاون‌سېنډ د ۲۰م او وروستي بچي په توګه نړۍ ته راغله. وروسته له دې چې د هغوی ځینې څاروي په مرموز ډول مسموم شول، هغه په دې شکمنه شوه چې یو سیمه‌ییز نژادپال دا کار کړی دی. هغې د دې پېښې په اړه وویل: «زموږ مالونه مسموم شول. [دا چې] موږ په دې پوهېدو چې دا د دغې سپين پوستي سړي کار دی.... هغه سپين پوستي سړي دا کار یوازې د دې لپاره وکړ ځکه  چې موږ يوځای ته رسېدو سپين پوستي هېڅکله دا نه خوښوي چې د تور پوستو لږ بریا هم وویني. دا هر څه په مي سي سي پي ایالت کې پټ نه دي.»[۱۵][۱۶]

د ټاون‌سېنډ کورنۍ په ۱۹۱۹ کال کې د مي سي سي پي د سان فلاور کاونتۍ ته کډه شوه تر څو د کروندګرو په توګه د ډبلیو. ډي مارلو په کرونده کې کار وکړي. فاني په ۶ کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره پنبه ټولوله. له ۱۹۲۴ څخه تر ۱۹۳۰ پورې يې په یو خونه‌يي ښوونځي کې چې د کروندګرو د بچیانو لپاره په پام کې نیول شوی و او د حاصل ټولولو په موسم کې به پرانیستی و زده‌کړې وکړې. فاني له لوستلو سره مینه لرله او د بي په املا (دا د املا لیکنې یوه لوبه ده چې له ګډون‌والو څخه غوښتل کېږي چې ګڼ شمېر منتخبې کلیمې ولیکي، ژباړن) او شعر ویلو کې تکړه وه. خو په ۱۲ کلنۍ کې دې ته مجبوره شوه چې د خپل بوډا مور او پلار د ملاتړ لپاره ښوونځی پرېږدي. په ۱۳ کلنۍ کې يې له دې سره چې له پولیو/ ګوزن ناروغۍ څخه کړېده په ورځني ډول يې له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ پونډه (۹۰ تر ۱۴۰ کيلو ګرامه) پنبه ټولوله.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

فاني په‌خپله کلیسا کې د سپڅلي کتاب په تفسیر او لوستلو کې د خپلو مهارتونو پراختیا ته دوام ورکړ؛ په وروستیو کالو کې لارنس ګيوټ د هغې وړتیا ستایله تر څو هر چېرته او هر مهال چې وغواړي د چارچوکاټ دننه او بهر د سپېڅلي کتاب نصیحتونه د ازادۍ او د [مدنې حقونو لپاره له مبارزې] سره ونښلوي. په ۱۹۴۴ کال کې وروسته له دې چې د کروندې خاوند د هغې د سواد په اړه وپوهېد، د هغه وخت د ریکارډ ساتونکې په توګه وټاکل شوه. په ورپسې کال کې يې د مارل کروندې د ټراکټور له چلوونکي پېري «پاپ» هامر سره واده وکړ او  هغوی تر واده وروسته ۱۸ کاله نور هلته پاتې شول.[۲۱][۲۳][۲۲][۲۴]

هامر او خاوند يې ډېرزیات غوښتل چې یوه کورنۍ ولري خو په ۱۹۶۱ کال کې د هغې له رضایت پرته د یو سپین پوستي ډاکتر له خوا د رحم د تومور لرې کولو په موخه عملیات شوه. جبري شنډول په مي سي سي پي کې د نفوس د کنترول دود شوې طریقه وه چې بې وزله افریقايي – امریکایانې ښځې يې موخه ګرځولې. د تور پوستو د ټولنې غړو دا طریقه د مي سي سي پي اپندېکټومي بلله. هامریانو وروسته دوه لوڼو لویې کړې چې په لور‌ولۍ یې نیولې وې. یوه يې چې د مور د فعالیت له امله په سیمه‌ییز روغتون کې ونه منل شوه او د داخلي وینې بهېدنې له امله ومړه.[۲۵][۲۶][۲۷]

هامر په ۱۹۵۰مه لسیزه کې له مدني غورځنګونو سره مینه پيدا کړه. هغې د تور پوستو د سیمه‌ییز غورځنګ د مشرانو خبرې د تور پوستو د مشرتابه د سیمه‌ییزې کلنۍ شورا (RCNL) په کنفرانس  کې چې د مي سي سي پي په مووند بایو کې جوړ شوی و واورېدې. کلني کفنرانس د تور پوستو د رایې د حقونو او د مدني حقونو د ګڼو نورو مسائلو په اړه چې په هغه سیمه کې د تورو پوستو ټولنې ورسره مخ وې بحث وکړ.[۲۸][۲۹]

د مدني حقونو په برخه کې فعالیت[سمول]

د سپين پوستو نژاد‌پالو بریدونه[سمول]

د ۱۹۶۲ کال د اګست په ۳۱مه هامر او ۱۷ نورو کسانو هڅه وکړه چې خپله رایه وکاروي خو د لیک او لوست په ازموینه کې ناکام شول، دا په دې معنا وه چې دوی له دې حق څخه محروم شول. هغه د خپل رییس له خوا وشړل شوه، خو خاوند يې اړ و د حاصلاتو تر ټولو پورې په کرونده کې پاتې شي. هامر د خوندیتوب لپاره په څو راتولونکو ورځو کې د کورونو تر منځ کډه وکړه. د سېپټمبر په ۱۰مه په داسې حال کې چې له خپلې ملګرې ماري ټاکر سره یې ژوند کاوه د نژادپالو له برید سره مخ شوه او له موټر څخه پرې ۱۵ ډزې وشوې. په دې پېښه کې هېڅوک هم ټپي نه شول. په ورپسې ورځ يې هامر د رایي ورکولو لپاره د هغې د هڅې له امله د کوکلاس کلان له وېرې له خپلې کورنۍ سره د درې میاشتو لپاره د تالاهاچي کاونټۍ ته لاړه. د ډېسمبر په ۴مه خپل ټاټوبي ته له راګرځېدو سره سم د اېندیانولا محکمې ته لاړه تر څو بیاځلي د لیک او لوست په ازموینه کې ګډون وکړي، خو ناکامه شوه او رد یې کړه. هامر د راجستر/ثبت مسؤل ته وویل: «ته به ما تر ۳۰ ورځو هره ورځ ووينې تر هغه چې بریالۍ شم.»[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

زه داسې فکر کوم که لږ هوښیاره وی - باید ډاره شوې وی، خو ډار څه ګټه لرله؟ یوازینی کار چې هغوی کولی شوی زما وژل وو او داسې ښکاري له کله نه چې زما په یاديږي دوی د دې کار د ترسره کولو لپاره هڅه کړې ده.[۳۹]

رایې ورکولو ته نوم‌لیکنه[سمول]

هامر د ۱۹۶۳ کال د جنوري په ۱۰مه د درېیم ځل لپاره د ليک او لوست په ازموینه کې ګډون وکړ. هغه بریالۍ شوه او د مي سي سي پي په ایالت کې د ثبت شوې رایې ورکوونکې په توګه معرفي شوه. له دې سره کله چې هغې هڅه وکړه د هم‌هغه کال په مني کې خپله رایه وکاروي، پام يې شو چې نوم‌لیکنه يې هغې ته د رايې ورکولو لپاره حقیقي ځواک نه ورکوي، ځکه د هغې په کاونټۍ کې هم رايې ورکوونکې اړ وو چې د رايې ورکونې دوه مالیاتي رسیدونه ولري. دا اړتیا په ځینو ایالتونو (تر ډېره په پخواني کنفېدراسیون) کې تر هغه وروسته رامنځه شوه چې په ۱۸۷۰ کال کې د متحده ایالاتو د اساسي قانون د پنځلسم تعدیل له تصویب سره ټولو نژادونو ته د رایې ورکولو حق ورکړل شو. دا قوانین د لیک لوست له ازموینې سره او د سیمه‌ییز دولت جبري کړنې د تور پوستو او لرغونو امریکایانو پر وړاندې وکارول شول. هامر وروسته د هغې بیه پرې کړه او د اړتیا وړ مالیاتي رسیدونه يې ترلاسه کړل.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://www.howard.edu/library/reference/guides/hamer/ — د نشر نېټه: ۱۱ جون ۲۰۱۶
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Fannie-Lou-Hamer-American-civil-rights-activist — subject named as: Fannie Lou Hamer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6rb7drk — subject named as: Fannie Lou Hamer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/19859 — subject named as: Fannie Lou Hamer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Fannie Lou Hamer — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=12466 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb16156853f — subject named as: Fannie Lou Hamer — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ Fannie Lou Hamer: Civil Rights Activist — د نشر نېټه: ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۱ — د خپرولو نیټه: ۷ اپرېل ۲۰۰۷
  8. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1732629 — subject named as: Fannie Lou Hamer — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. دوتنه: Jessie Carney Smith — سرليک: Notable Black American Women
  10. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۱۱ مې ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  11. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ola20201069480 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  12. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ola20201069480 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  13. (په October 6, 2017 باندې). Civil rights crusader Fannie Lou Hamer defied men—and presidents—who tried to silence her.
  14. (په March 21, 1977 باندې). Young Eulogizes Fannie L. Hamer, Mississippi Civil Rights Champion. The New York Times.
  15. Mills, Kay (په April 2007 باندې). Fannie Lou Hamer: Civil Rights Activist. Mississippi History Now.
  16. DeMuth, Jerry (اپریل 2, 2009). "Fannie Lou Hamer: Tired of Being Sick and Tired". The Nation. مؤرشف من الأصل في جنوري 31, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. An Oral History with Fannie Lou Hamer (Transcript). April 14, 1972. Center for Oral History and Cultural Heritage, University of Southern Mississippi.
  18. DeMuth, Jerry (اپریل 2, 2009). "Fannie Lou Hamer: Tired of Being Sick and Tired". The Nation. مؤرشف من الأصل في جنوري 31, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Marsh 1997، ص. 19.
  20. Mills 1997، ص. 225.
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Lee 1999، صص. 5–7.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Badger 2002، ص. 69.
  23. Fannie Lou Hamer: Papers of a Civil Rights [[:کينډۍ:Sic]], Political Activist, and Woman (PDF), Amistad Research Center, نومبر 29, 2017, مؤرشف (PDF) من الأصل في جنوري 31, 2018, د لاسرسي‌نېټه جنوري 30, 2018 – عبر Gale.com الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة). From the Fannie Lou Hamer Papers, 1966–1978
  24. Chappell 2004، ص. 312.
  25. "Fannie Lou Hamer". National Women's History Museum (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. . Smith, Margaret Chase. History, Art & Archives. US House of Representatives
  27. DeMuth, Jerry (اپریل 2, 2009). "Fannie Lou Hamer: Tired of Being Sick and Tired". The Nation. مؤرشف من الأصل في جنوري 31, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په October 6, 2017 باندې). Remembering Fannie Lou Hamer, Courageous and Tireless Fighter for Voting Rights and Social Justice Who Spike Truth to Power and Touched the Conscience of the Nation. Congressional Record
  29. Fannie Lou Hamer: Papers of a Civil Rights [[:کينډۍ:Sic]], Political Activist, and Woman (PDF), Amistad Research Center, نومبر 29, 2017, مؤرشف (PDF) من الأصل في جنوري 31, 2018, د لاسرسي‌نېټه جنوري 30, 2018 – عبر Gale.com الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة). From the Fannie Lou Hamer Papers, 1966–1978
  30. Fannie Lou Hamer: Papers of a Civil Rights [[:کينډۍ:Sic]], Political Activist, and Woman (PDF), Amistad Research Center, نومبر 29, 2017, مؤرشف (PDF) من الأصل في جنوري 31, 2018, د لاسرسي‌نېټه جنوري 30, 2018 – عبر Gale.com الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة). From the Fannie Lou Hamer Papers, 1966–1978
  31. Gierah, Davis (1950). "caption information for image of Fannie Lou Hamer with others" (په انګلیسي ژبه کي). Tuskegee University Archives. مؤرشف من الأصل في جنوري 30, 2018. د لاسرسي‌نېټه جنوري 30, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 2017 باندې). Fannie Lou Hamer. National Women's History Museum
  33. Mills, Kay (په April 2007 باندې). Fannie Lou Hamer: Civil Rights Activist. Mississippi History Now.
  34. Badger, p. 70
  35. (په 1965 باندې). The Story of Greenwood, Mississippi.
  36. (په October 6, 2017 باندې). Remembering Fannie Lou Hamer, Courageous and Tireless Fighter for Voting Rights and Social Justice Who Spike Truth to Power and Touched the Conscience of the Nation. Congressional Record
  37. Marsh 1997، صص. 15–18.
  38. Beito او Beito 2009، صص. 199–200.
  39. Burns 2012، ص. 636.
  40. Fannie Lou Hamer: Papers of a Civil Rights [[:کينډۍ:Sic]], Political Activist, and Woman (PDF), Amistad Research Center, نومبر 29, 2017, مؤرشف (PDF) من الأصل في جنوري 31, 2018, د لاسرسي‌نېټه جنوري 30, 2018 – عبر Gale.com الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة). From the Fannie Lou Hamer Papers, 1966–1978
  41. DeMuth, Jerry (اپریل 2, 2009). "Fannie Lou Hamer: Tired of Being Sick and Tired". The Nation. مؤرشف من الأصل في جنوري 31, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. (په January 24, 1964 باندې). Impact of Poll Tax Has Waned in Last 40 Years. The New York Times.
  43. "Veterans of the Civil Rights Movement – Literacy Tests". crmvet.org. Tougaloo College. د لاسرسي‌نېټه January 31, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. United States Commission on Civil Rights 1965، ص. 18.
  45. United States Commission on Civil Rights 1965، ص. 4.