Jump to content

فاعل، مفعول او سويچ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د بي‌-ډي-ايس-ايم اړيکې يو انځور چې دوې ولکه لرونکې ښځې د نارينه وو پر شا ناستې دي - ۲۰۰۶ کولن، جرمني

د فاعل، مفعول او سويچ کليمې د جنسي اړيکو په بهير کې د کړنو څرنګوالي د استازیتوب لپاره کارېږي، دا چې په دې حالت کې هر يو خپل رول لوبوي نو ځانته يو ځانګړی نوم لري، يو يې فاعل, بل يې مفعول وي. په بي‌-ډي-ايس-ايم کې د «فاعل، مفعول او سويچ» کليمې هم په ورته توګه ماناوې لري او پر اشخاصو سره وېشل کېږي. په bdsm کې فاعل، مفعول او سويچ مالوم وي او هر يو خپل رول مخته وړي، خو دلته ځينې توپيرونه شتون لري هغه دا دي چې؛ په بي-ډي-ايس-ايم کې ولکه درلودل او ولکه منل شتون لري، نو يو کس يې پر بل کس خدايي کوي، ځوروي يې، تړي يې له دې ځورولو څخه خوند اخلي، او هغه چې مفعول دی يانې واک او تسليمي مني، له خپلې غلامۍ خوند اخلي چې دې دواړو حالتونو ته سادومازوخيزم ويل کېږي. سويچ هم له دې کورنۍ څخه يوه اصطلاح ده، هغه کس ته کارېږي چې په یوه حالت کې نه وي، کله له ځانه فاعل جوړوي کله مفعول.

د نورمالو اړيکو او بي-ډي-ايس-ايم اړيکو ترمېنځ د فاعل او مفعول پر ماناګانو ډېری د نظرونو اختلافونه شتون لري.[۱]

تفصیل

[سمول]

فاعل

[سمول]

د بي‌-ډي-ايس-ايم‌ اړوند کړنو کې فاغل هغه چاته ويل کېږي چې د خپل جنسي شريک له ځورولو څخه خوند اخلي او د لوړوالي څخه کار اخلي، جنسي شريک تړي، وهي او داسې نورې د تاوتريخوالي کړنې ورسره کوي.

مفعول

[سمول]
تړل شوي ښځې د پالسوم سړک پر نندارتون وهل کېږي.

په بي‌-ډي-ايس-ايم کې مفعول شخص هغه چاته ويل کېږي چې د خپل فاعل اطاعت کوي او ولکه يې پرځان مني.

د بېلګې په توګه؛ د جنسي اړيکې پرمهال ننوتل او باسل د خپل فاعل په امر کوي، فاعل يې د وهلو او تړلو پرمهال ناڅاپي ورته ښکنځل کوي او غوښتنې ورڅخه کوي.

سويچ

[سمول]

سويچ بيا هغه چاته ويل کېږي چې پر يوه حالت نه وي، کله له ځانه فاعل جوړوي، کله مفعول، کله د بل له ځورونې څخه خوند اخلي، کله د نورو لخوا د ځان ځورونې څخه خوند اخلي چې دې ته سادومازوخيزم او ولکه درلودل او تسليمي ويل کېږي.

اړونده ليکنې

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. "Top, bottom, switch (BDSM)". Wikipedia (in انګليسي). 2019-09-09.