Jump to content

غېږه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


په واده کې د دوو ملګرو تر منځ د خوشحالۍ غېږه

غېږه د مینې یوه بڼه ده چې په اصل کې په ټولو انساني ټولنو کې رواج ده، لاسونه د يوبل پر ملا نيسي ترڅو بدنونه سره نږدې کړي، خو که چېرې له دوو ډېر کسان په دې شکل سره نږدې شول ډله ييزه غېږه ورته ويل کېږي، غېږه د مينې او انساني چلند له اړتياوو څخه ګڼل کیږي.

کارېدنه

[سمول]

غېږه د دوو انسانانو بدنونه په يوبل پورې ټينګ يا آرام نيولو ته ويل کېږي، په داسې حال کې چې هېڅ جنسيت څرګند نه وي، يعنې دوه انسانان ښايي نر او ښځه وي، يا دواړه نارينه وي يا دواړه ښځې وي.

غېږه د ښادۍ، مينې او ګرانښت پر مهال کارول کېږي، د بېلګې په توګه دوه ملګري له ډېر وخت وروسته سره ویني نو په غېږ کې سره نيسي. يا د مينې په اړيکه يا ګډ ژوند کې نر او ښځه يو بل په غېږ کې نيسي. يا مور او پلار خپل اولادونه په غېږ کې نيسي.

کلتوري اړخونه

[سمول]

غېږه ډېر کلتوري اړخونه لري په بېلابېلو ټولنو کې غېږه اخيستنه په ځانګړو وختونو کې يو رسم او رواج وي. په پښتنو کې د ودونو، اخترونو او ښاديو په ورځو خلک يوبل په غېږ کې نيسي خو د ځينو مذهبي دودونو له امله نارينه له نارينه او ښځينه له ښځينه سره غېږ کې نيسي. خو په ځينو برخو کې مور له زوی يا خور له ورور سره په غېږ کې نيسي ځکه چې د اسلامي عقيدې پر اساس دا روا دي.

روغتیایي ګټې

[سمول]

غېږه د روغتيا او ارواپوهنې له اړخه خورا ډېرې ګټې لري، د يو انسان د مينې احساس له بل انسان سره شرېکېدل خپله یوه مثبته انرژي ده خو سربېره پر دې ځينو څېړنو هم ښودلې چې غېږه د ډېرو ګټو لامل کېږي او ډېری فشارونه لکه خپکان، ډيپرېشن او وېره له مېنځه وړي. آند تر دې چې ځينې ارواپوهان غېږه د انسان له اساسي اړتياوو څخه ګڼي.

سرچينې

[سمول]