غورک (واکمن)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګورک یا غورک ( کينډۍ:Zh ) په منځنۍ اسیا کي دمنځنیو پیړیو دسغدیانو واکمن و چې د ټرانسوکزیانا مسلمانانو دفتحې په دوره کي یې ژوند کړی دی. [۱] په 710 زیږدیزکال کي نوموړی دسمرقند دپاچا ( سغدیان : اخشید ) په توګه وټاکل سو خو دسیمي خلکو دهغه دمسلمان پلوه دریځ له امله دنوموړی مخکنی، ترخون له واکه وغورځاوه. د اموي والي قتیبه بن مسلم له لوري لمړی دسمرقند پرخوا جګړه ییزعملیات پلان سوه خو وروسته یې ګورک دسیمي دواکمن په توګه تایید کړ. ګورک یو هوښیار اوباتدبیره واکمن و، او دمسلمانانو اوترکانو ترمنځ یې دیووالي له لاري خپلي واکمنی ته دوام ورکړ. په ۷۳۱ کال کي دمسلمانانو له لوري دپیرهیچ له بریا څخه څه موده وروسته غورک وکولای سول چې خپله پلازمینه سمرقند بیرته نیمه خپلواکه کړي اودغه خپلواکي یې تر ۷۳۷ یا ۷۳۸ کال یعني ترخپل مرګه پوري ساتلې وه.

  1. Dickens 2018، ص. 664.