غازي شېر محمد خان
اوږده ليکنه |
---|
غازي شېر محمد خان د محمد رسول خان زوی د بخشي صاحب لمسي چې پر (١٢٠٨) ل.ق کې د غزني ولايت د قره باغ د ولسوالۍ په يوه دينداره او متدينه کورنۍ کې زيږيدلی دی. پلاريې محمدرسول خان دځوانۍ په عمر کې له دې ًفاني دنيا څخه سترگې پټې کړې. د غازي شېرمحمدخان سرپرستي او پالنه دده پياوړي نيکه (بخشي صاحب) په ښه توگه سرته رسولې چې په نتيجه کې يې دځان په وړ يو باغيرته او دوطن په آزادۍ مين شخصيت خپلې ټولنې ته وړاندې کړ. ښاغلی بخشي صاحب د قوم مشر او خدمتگار و ، دوطن پر آزادۍ مين، په عقل رسيدلی سړی و. دخپل چاپيريال او خلکو روحيه او آزادي يې ډېره ښه ساتلې، وه. د وطن د دښمنانو د ښکاره او پټو دسيسو پر وړاندې يې خپل خلک ښه پوهولي وو. دانگريز د هر ډول تجاوز د مخنيوي په هکله ډېر فعال و. انگريزان هم دده له دښمنۍ څخه په ويره کې وو کله چې انگريزانو د دوی داوسيدو دځای پته ځان ته ولگوله ډير ژر يې محاصره کړوتر څو ورځو جنگ او محاصرې وروسته جنگي تاکتيک څخه په استفادې سره يې له انگريزانو سره موقتي اوربند وکړ.vکله چې شاه شجاع پاچا شو او مېکناټن د خپلو دسېسو تارونه هرې خواته وغزول چې په نتيجه کې يې ښاغلی بخشي صاحب سره له څو ملگرو په شهادت ورساوه. د دوی له شهادت وروسته د قوم سرپرستي او اداره ښاغلي شېر محمد خان په لاس کې واخيسته، غازي شېر محمد خان خپلې زده کړې دخپلې منطقې له علماو وڅخه وکړې داسلامي فقې او نحوې په بخش کې يې پوره معلومات در لودل. هغه ناوړې او نادودې چې د مگناټن او ملگرو له خوا له افغانانو سره کيدې هيڅ يو با ايمانه افغان ته د تحمل وړ نوې. نو يې تصميم ونيو چې دوطن دآزادۍ لپاره له انگريزانو سره په سر او مال مبارزه په کار ده. چې دلوی خدای جل جلاله په نصرت سره په خپله مبارزه کې تل بريالی وو. د امير شېر علي خان په دوره کې ښاغلي شېرمحمد خان د امير حضور ته وغوښتل شو، تر معرفت وروسته له دوی څخه د عسکري خدمت هيله وشوه چې د خپل تدبير او پوهې په نتيجه کې په لنډ وخت کې د کپتاني رتبې ته ورسيد ، څرنگه چې دی په جسمي لحاظ د قوي بڼې خاوند و په معنوي لحاظ هم ډېر زړور او با تدبيره شخصيت و. دوخت په تېريدو سره د کندک مشر، لوا مشر او جنرالي رتبو ته ورسيد او د امير شېرعلي خان په فوج کې د يو زورور او با تدبيره افسر په حيث پيژندل کېده. وروسته د قلات د ولايت د مشر په توگه مقرر شو. د انگريزانو د دوهم تيري په مقابل کې د نامتو مجاهدينو لکه غازي محمد جان خان وردك او ملامشک عالم تر څنگ د دين او وطن ددښمنانو پر ضديې د جهاد ډيوې بلې وساتلې. |