منځپانگې ته ورتلل

عکرمه بن عمرو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عکرمه بن عمرو
عكرمة بن أبي جهل (عربي ) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۰۵۹۸ (Gregorian) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۰۶۳۶ (Gregorian) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې لامل
مړينې ځای
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
اړين مالومات
جګړه
نور اړين مالومات
برخه د

عکرمه بن عمرو بن هشام ( (عربي: عكرمة بن عمرو بن هشام) شاوخوا 598–وفات 634 یا 636 زیږدیز کلونه) د اسلام د ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ملګری، صحابي او د رده په جګړو او د سوریې د مسلمانانو فتحه کي نظامي قومندان وو. نوموړی په وروستۍ جګړه کي د بازنطین ځواکونو سره په مخامخ نښته کي شهید سو.

ژوندلیک

[سمول]

عکرمهؓ د اسلام په لمړیو کي د حضرت محمدﷺ یو له سترو مخالفینو څخه ګڼل کېدی او دغه حالت یې تر هغه پوري دوام درلود، څو چي رسول اکرمﷺ د مسلمانانو په ملتیا د مکې ښار له مشرکینو څخه فتحه کړ. د یاد ښار تر فتحي وروسته حضرت محمدﷺ عکرمه ته د زړه له کومي بخښنه وکړه او عکرمه سمدستي د اسلام په مبارک دین مشرف سو. څرنګه چي د مکې تر فتحي وروسته رسول اکرمﷺ لږ ژوند وکړ، عکرمه خپل پاته ژوند له اصحابو سره یوځای په غزاوو کي تېر کړ او په 636 زیږدیز کال کي د حضرت عمرؓ د خلافت پر مهال له رومیانو سره په مخامخ جګړه کي د شهادت مقام ته ورسېدی.