عيسی عليه السلام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د عیسی د عربي خطاطۍ نوم

کله چي صليبيان پردې وتوانېدل چي اسلامي خلافت له مينځه يوسي،نو غربيانوته پرټولي نړۍ دبرلاسي موقع په لاس ورغله اوپرمسلمانانويې هم دخپلي خوښي حکومتونه مسلط کړل. دوی دمسلمانانوپه خلاف ډېره هڅه کوي چي مسلمانان په هرډگرکي کمزوري شي،څودصليبيانوگټي خوندي شي اومسلمانان ونه توانيږي چي يوځل بياخپل تېرمجداوعظمت اعاده اويواسلامي خلافت جوړکړي .دوی دمسلمانانوسره يوازي په وسله واله مُبارزه بوخت نه د ي بلکي په نوروبرخوکي يې هم پراخي هلي ځلي پيل کړې دي. يوازي په افغانستان کي يې دوه نيم زره غيردولتي موسسې شته، چي تقريبًايولک مامورين يې پکي مقررکړي دي.داټول خپل محرف اومنسوخ دين عيسويت ته دافغانانوداړولواوددوی داخلاقودخرابولولپاره هلي ځلي کوي.اودادی اوس زموږپه هغه اسلامي هيوادافغانستان کي هم ددوی کليساوي جوړي شولې چي پخوا دايوه معمی وه چي خلگوبه ويل :هغه کوم هيواددی چي کليساپکې نشته؟ نوپه ځواب کي به يې زموږد هيوادافغانستان نوم راتلو. متاسفانه دغه افتخارخوموله لاسه ووت،خواوس بايددې ته کاروشي چي زموږمسلمانان وروڼه له اسلام څخه خبرشي څودوی ونه توانيږي چي مسلمانان له خپل دين څخه واړوي اوپه خپل دام کي يې راگيرکړي.دعبدالرحمان پنجشېري ښکاره ارتداد،بياپه خپل جُرم باندي په څرگنده اعتراف،دده نيول کېدنه،دغربي هيوادونوفوري عکس العمل،بېرته دده پرته له ځنډه خوشي کېدل اوايټالياته تگ يې داحقائق نورهم ښه ښکاره کړل اوپه دې کارسره يې افغاني مرتدشوومسيحيانوته په ډاگه کړه چي تاسوته څوک څه نشي ويلای،نه موڅوک بندي کولای شي،نه څوک سزادرکولای شی بلکي برعکس به تاسوته امتيازات درکول کيږي،که بل هيوادته دتگ اراده لرئ نوهم به آوېزه درکول کيږي .دعيسويت ددعوت لپاره درې دروازي دي چي مسيحي مبلغين دهغوله لاري اسلامي هيوادونوته داخليږي اوهلته دمرستو،تعليم اوصحي فعاليتونوترعنوان لاندي خپل کارته ادامه ورکوي هغه درې دروازې دادي :

  1. فقر
    جهل
    مرض

اوجنگ بيادغه درې حالته منځ ته راوړي متاسفانه دغه درې سره دروازي دمسيحي مبلغينوپرمخ زموږپه هيوادکي خلاصي دي اوله بلي خوازموږزموږهيوادهم ددوی په ولکه کي دی چي ددوی ددعوت لپاره زمينه برابروي.په دغودرودروازوکي يوجهل اوناخبرتياده،داهم زموږپه هيوادکي متاسفانه زياته ده،که مسلمانان دعيسائيت په حقيقت پوهېدلای نوبيابه ددوی دعوت دپام وړاغېزه نه لرلی،ځکه ددوی په دين کي داسي څه نشته چي هغه چاته دي دوی پرې قناعت ورکړي چي داسلام اوعيسائيت په هکله لازم معلومات ولري. خوليکن افسوزدادی چي زموږنه يوازي عوام بلکي دليک اولوست خاوندان هم داسلام اوعيسويت په هکله ترډېره حده بې خبره دي اودعيسويانولخواچي کوم تبليغات کيږي،دوی يې له حقيقت څخه ناخبر وي . په داسي حالاتوکي که دوی ته څوک دعيسويت دعوت ورکړي نودهغوی دعوت به خامخااغېزمن وي . ددغه ارتدادمقابله کول داسي يوه فريضه ده چي يوه ورځ ځندهم نه قبلوي،نن ورځ داسلامي نړۍ ځواکمن هيوادونه اومسلمانان دارتدادله يوه قوي اوخطرناکي څپې سره مخ دي،دغه دارتدادڅپه دمسلمانانو ددين،عقېدې اواخلاقوپرخلاف يوبغاوت اوپاڅون دی. که اوس موجودمسلمانان ددغي څپي په خلاف اقدامات ونه کړي نوډېره وېره شته چي دمسلمانانويوه لويه برخه به خپل دين له لاسه ورکړي اودراتلونکونسلونوپه هکله به تردې هم زياته خطره وي . که موږدبُخارا،سمرقند،اندلس،قرطبې اونورواسلامي مراکزوتاريخ ته فکروکړوچي په يوه وخت کي داسلام مرکزونه وو،خواوس دهغو سيمو ټول اوسېدونکي کافران دي، نو دې پايلې ته رسيږوچي زموږهيوادته هم داسي سخت خطرمتوجه دی دعيسائيت ددغي لويي فتنې پروړاندي دمسلمانانوويښتابه ضروري ده په ځانگړي توگه زموږپه هيوادکي چي بې سوادي بې علمي پکښي زياته ده،دلته خوداسي حالت دی که دوی يوناخبره سړي ته ووايي چي موږالله پاک منو،قيامت منو،پيغمبران منو،جنت اودوزخ منواوداسماني دين پيروان يواو... نوهغه به فکروکړي چي داخوسم خلگ دي. ماخپله له داسي خلگوڅخه اورېدلي چي دپنځووختولمونځونوپابنده وو چي امريکايان ښه دي ځکه دوی نکاح لري اوشورويان ښه نه دي ځکه نکاح نه لري !! دغه خوارکيان په دې نه پوهيږي چي يوڅوک هغه وخت ښه کېدلای شي چي پوره داسلام مبارک دين ومني که څوک له اسلامي ضروري عقائدوڅخه۹۹ نه نوي ومني اويوه ونه مني،بياهم مسلمان نه دی . ددې يوه بېلگه قاديانيان دي دوی ټولي خبري ددين مني خوصرف دختم نبوت(زموږپه نبي عليه السلام سره دنبوت دلړۍ دپای رسېدلو)څخه منکردي نوپه اتفاق سره دټولوعالمانوکافران دي که څه هم نوردين مني. نوله دې امله مي پرېکړه وکړه چي زه دخپلومسلمانانوروڼولپاره دحضرت عيسی عليه الصلاة والسلام په هکله اسلامي عقيده په مختصره توگه وليکم،ترڅوداخبره ټولوته جوته شي چي دحضرت عيسی عليه السلام اصلي منونکي خلگ هغه څوک دي چي پرجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم باندي يې ايمان راوړی اوعيسويت ته منسوب خلگ داپه حقيقت کي دحضرت عيسی عليه السلام دُښمنان دي،ددوی دحضرت عيسی عليه السلام سره په حقيقت کي هيڅ تړاونشته. مسلمانانوته پکارده چي ځان په دين پوه کړي،خپله عقيده وپيژني،ترڅونورڅوک ونشي کولای چي دوی په په خپل دام کي را گيرکړي. داپه داسي حال کي چي نصرانيان(عيسويان)ديوه محرف اومنسوخ شوي دين پلويان دي،خوليکن بياهم ددوی دخپل دغه دين لپاره دومره هلي ځلي کوي چي مسلمانان يې دومره نه کوي. ددې يوه بېلگه داده چي په نړۍ کي ددوی ديوې ادارې لخوابايبل(چي ددوی په اندداهغه انجيل دی کوم چي پرحضرت عيسی عليه السلام نازل شوی دی)په تقريبًادروسووژبوژباړل شوی اونشرشوی دی. سره ددې چي ددغي يوادارې په هرځل چاپ کي له مخکيني سره تفاوت له ورايه معلوميږي اوکه څوک بايبل وگوري اومعمولي عقل ولري نوهغه به دې پايلي ته ورسيږي چي داديوه داسي سترذات کتاب نه دی چاچي ددې دُنياسترنظام برابرکړی دی . له بلې خومتاسفانه ادمسلمانانوحالت داسي دی چي سره ددې چي ددوی سره داسي يوکتاب موجوددی،چي په هغه کي نه څوک يوه ذره بدلون راوستلای شي،نه پکښي راغلی دی اودنړۍ په هره برخه کي په يوه ډول موجوددی خوبياهم يوسل اودېرشوژبوته ژباړل شوی دی . داددې خبري څرگندويي کوي چي ډېری مسلمانان دخپل مبارک دين په هکله لازم دپام وړدعوت اوخدمت نه کو ي. له محترمولوستونکوڅخه هيله کوم چي دغه لړۍ ترپايه په توجه سره ولولي،انشاءالله بې گټي به نه وي. په دغه لړۍ کي زه هڅه کوم چي دضرورت مطابق تفصيل ورکړم څولوستونکوته يې کتل هم آسان وي او مطلب هم ترې واخيستل شي ځکه په اوس وخت کي دمطالعې مينه کمه ده،نوډېره تفصيلي لړۍ اکثره خلگ نه گوري. له دې امله موږله بې ضرورته تفصيل څخه ډډه کوو اوهڅه کووچي په مختصره توگه دغه لړۍ وليکو.