يعقوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

یعقوب (په عبراني کې: יַעֲקֹב) یعقوب بن اسحاق بن ابراهیم دی، یو له هغو پیغمبرانو څخه دی چې په تورات او قرآن کې ذکر شوی دی، د ځینو روایتونو او قرآنی آیاتونو له مخې، یعقوب د خپل نیکه ابراهیم عليه السلام د دین پیروي کوله، له هغه وروسته د هغه اولادونو هم د ابراهيمي دين پيروي کوله .په تاریخي روایتونو کې راغلي دي چې هغه د کنعان په هېواد کې زېږېدلی او څه موده یې همالته ژوند کړی و، بیا د حران هېواد ته لاړ او هلته یې د خپلو دوو تره لورګانو سره واده وکړ، دوه لوڼې یې هم درلودې د وخت په تېرېدو سره هغه او د هغه ماشومان او پاتې مېرمنې د کنعان هېواد ته راستانه شول، هغه د خپل ژوند په پای کې مصر ته سفر وکړ، هغه تر مرګ پورې هلته ژوند وکړ او د هغه وصیت دا و چې د خپل پلار سره ښخ شي.