عليزي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

که چيري د اليز يو پښتنو د نسب شجره په غور سره و څيړو نو دوی سړ بني پښتانه او د درانيو د پنجپای په ښا خ پورې اړه لري چې نورزي، ساکزي، ادوزي او ماکو يې وروڼه قبيلي دي٠ ډپټي محمد حيات خان د تاريخ حيات ا فغا ني په کتاب کې چې ١٤٣ کلو نه د مخه يې کښلی دی د اليزيو پښتنو په اړوند داسي ليکلي دي:" اليزي دکندهار په ز مينداور کې اوسيږي٠ددوی دود او د ستور د الکوزيو په څير دی٠د اليزيو او الکوزو تر مينځ پو له د هلمند سين دی ٠ددوی سيمه هم د الکو ز يو سېمې ته ورته والی لري، خو دالکو زيو زيا تره سېمه د رودونو په اوبو او د اليزيو سېمه په کا ريزو نو خړ و بيږي٠" اليزي(عليزي) زياتره د کر ني او ما لدارۍ په چا رو بو خت دي او خورا غښتلي ،غير تي، ميلمه پا لو نکي او د هيواد په خپلواکۍ مين خلک دي٠د افغان-انگريز سره د خپلواکۍ په جگړه کې يې د ميړانې او غيرت کار نامې ښودلي او د روسي و حشي ير غلگرو سره په مېړ انه جنگيدلي دي٠

په او سني وخت کې اليزي په لا ند نيو سيمو کې مېشته دي:

  • دهلمند په و لايت کې:

دهلمند ولايت اليزي ددغه و لايت د نادعلي،کجکي، بغران،موسی کلا، گرمسير او نو زاد په ولسواليو کې مېشته دي٠

  • دکند هار په ولايت کې:

دکندهار ولايت اليزي د کند هار ولايت په مر کزاو د دامان، ميوند، ار غنداب،معروف او ژيړي په ولسواليو کې مېشته دي٠

  • دارزگان په ولايت کې:

د ارزگان ولايت اليزي ددغه ولايت په مر کز ترين کوټ او دهراود،گزاب او شهر ستان په ولسواليو کې استو گنه لري٠

  • د فراه په ولايت کې:

د فر اه و لايت اليزي د نو موړي و لايت په مر کز او د با لا بلوک په او لسوالۍ کې مېشته دي٠

  • دهرات په ولايت کې:

د هرات د ولايت اليزي دانجيل،گذرې،کشک، غوريان، زنده جان،کهسان، پښتون زر غون، ادرسکن او شين ډنډ په ولسواليو کې مېشته دي٠

  • د با غيس په ولايت کې:

دبادغيس و لايت البزي د نو موړي ولايت د مر غاب او غور ما چ ولسواليو په بېلا بېلو کليو او با نډو کې مېشته دي٠ پر پورتنيو ولايتونو سر بيره يو شمير اليزي په فارياب، جوزجان،سرپل،بلخ او کندز په و لايتو نوکې هم استو گنه لري .

٧-په پښتو نخواکې: يوشمير اليزي دپښتو نخوا د ټانک او دير ه اسما عيل خان په سيمه کې استو گنه لري

  • په پا کستان کې:

په پاکستان کې اليزي د پنجاب ايالت د راولپنډۍ په اسلامگړ کې چې دحسن ابدال ختيز لوري ته پرته ده او همداراز په ملتان کې استو گنه لري٠ د تاريخ حيات افغاني په قول د اسلام گړ دسيمي د اليزيو د قبيلي مشر محمد شر يف خان و چې درئيس بر هان په نا مه سره هم يا ديده چې په نو موړي سيمه کې څو کلي يې د جا گير په تو گه تر لاسه کړي وواو دده په زامنو کې شير دل خان، پر دل خان، سرورخان او حسين خان مشهور کسان تير شويدي٠همداراز د راولپنډۍ د چهچه په سيمه کې هم گڼ شمير اليزي استو گنه لري٠

په ملتان کې د اليزيو د قبيلي نه نواب فو جدار خان يو مشهور نواب تير شوی دی٠ همداراز دده نيکه خدايار خان او يو شمير نور اليزي مشران لکه عاشق محمد خان،محمد خان او غلام حسن خان اليزی نامتو خلک تير شويدي.

  • په ايران کې:

يوشميراليزي دايران په ختيزه بر خه کې د قاين په سيمه کې چې د افغا نستان پولي ته نږدې دی هم استو گنه لري٠

١٠-دهند په دکن کې: د هندوستان په جنوب په تيره بيا په اندرا پراديش کې هم يو شمير اليزي استو گنه لري٠ دروسيي د نامتو اتنو گرافر ستا نيشفسکي په حواله په ټول افغا نستان کې دشلمې عيسوي پېړۍ په نيمايي کې ددوی مجمو عي شمير ٣٠٠ زره تنه ښودل شوی دی٠

سرچينې

  • پښتني قبيلي، لطيف ياد