عضد الدوله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عضد الدوله
(اراگونېسي: عضد الدولة د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عضد الدوله
عضد الدوله

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ سپټمبر ۰۹۳۶[۱]
اصفهان ښار  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 26 مارچ 983 (47 کاله)[۲][۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بغداد[۱]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت ايران  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
پناه (فنا) خسرو(چې په سمه توګه د هغه د لقب عضد الدوله په نوم پېژندل کېږي) (زوکړه: د ۹۳۶ زکال د سپټمبر ۲۴ مه – مړینه: د ۹۸۳ زکال د مارچ ۲۶مه) آل بویه لړۍ ته اړوند امیر و چې له ۹۴۹ زکال څخه یې تر ۹۸۳ زکال پورې واکمني کړې او د خپل واک په اوج کې یې سترواکي له مکران څخه تر یمن او د مدیترانې تر سواحلو پورې رسېده. نوموړی د دغې سلسلې د تر ټولو لوی پاچا په توګه پېژندل کېږي او د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې د منځني ختیځ تر ټولو پیاوړی واکمن و. [۳]

د رکن الدوله زوی، پناه خسرو ته په ۹۴۸ زکال کې وروسته له هغه د عباسي خلیفه له خوا د عضد الدوله لقب ورکړل شو چې د خپل بې زویه کاکا عماد الدوله له مړینې وروسته د فارس امیر شو او رکن الدوله هم د البویه لړۍ تر ټولو مشر امیر شو. په ۹۷۴ زکال کې عضد الدوله د خپل پلار له خوا ولېږل شو څو خپل د تره زوی عزالدوله له پاڅون څخه وژغوري. وروسته له هغه چې پاڅون کوونکي یې وځپل د عراق د امارت دعوا یې وکړه او خپل د تره زوی یې له واک څخه لرې کړ. پلار یې د نوموړي په دغه پرېکړه غصه شو او عزالدوله یې بېرته واکمن کړ. د عضد الدوله د پلار له مړینې وروسته د هغه د تره زوی د ده پر وړاندې پاڅون وکړ خو ناکام شو. له دې وروسته عضد الدوله د آل بویه یوازنۍ واکمن شو او د شاهنشاه لرغونی فارسي لقب یې خپل کړ. [۴][۵]

هغه مهال چې عضد الدوله د عراق امیر شو، د عراق پلازمینه بغداد د فرقوي شخړو له امله د تاوتریخوالي او بې ثباتۍ شاهد و. هغه د سولې او ټیکاو د ټینګښت په موخه لاریونونه او عمومي اعتراضات منع اعلان کړل. ورته مهال یې له یو شمېر شیعه عالمانو لکه له المفید څخه کار واخیست او همدارنګه یې د شیعه ګانو یو شمېر مهم زیارتونه بېرته ورغول.

له دې سربېره عضد الدوله د خپلې واکمنۍ پر مهال د یو شمېر علمي پروژو لپاره بودیجه برابره کړه او له هغو یې ملاتړ وکړ. د هغه په امر په اصفهان کې یوه رصد خانه جوړه شوه چې آزوفي په کې کار کاوه. همدارنګه المقدسي څرګندوي چې هغه د شیراز او استخر ترمنځ د لوی بند د جوړولو امر په ۱۹۶۰ زکال کې ورکړ. دغه بند د فارس ولایت نږدې ۳۰۰ کلیو ته اوبه رسولې چې په بند امیر (سد امیر) پېژندل کېږي. د هغه د واکمنۍ پر مهال بله مهمه ودانیزه پروژه د حفار د کانال ویستل و چې کارون سیند یې له شط العرب سیند (د دجلې او فرات سیند له یوځای کېدو جوړېږي) سره یوځای کاوه. د خرمشهر بندر له شط العرب سره د حفار د یوځای کېدو په ځای کې جوړ شوی دی.

لومړی ژوند[سمول]

پناه خسرو د ۹۳۶ زکال د سپټمبر په ۲۴ مه په اصفهان کې وزېږېد. نوموړی د رکن الدوله زوی چې د عماد الدوله او معز الدوله ورور و. د ابن اسفندیار په خبره د پناه خسرو مور د دیلمي فیروزاني اشرافي، احسن بن فیروزان لور وه چې د مخکښ دیلمي پوځي قومندان ماکان بن کاکي د تره زوی و. [۳][۶]

واکمني[سمول]

په فارس واکمني[سمول]

په ۹۴۸ زکال کې پناه خسرو د خپل تره عماد الدوله له خوا چې وارث یې نه درلود د پاچاهۍ د وارث په توګه وټاکل شو. عماد الدوله د ۹۴۹ زکال په ډسمبر میاشت کې ومړ او په دې ترتیب سره پناه خسرو د فارس نوی واکمن شو. خو دغه ټاکنه د یو شمېر دیلمي افسرانو لپاره د منلو وړ نه وه او د لنډ مهال لپاره یې د پناه خسرو پر وړاندې بغاوت وکړ. رکن الدوله د خپل زوی د واکمنۍ د ژغورنې په موخه په چټکۍ د ایران سویل ته ولاړ او وزیر معز الدوله هم له دوی سره یوځای شو. هغوی په ګډه سره یاغیانو ته ماته ورکړه او پناه خسرو یې په شیراز کې د پاچاهۍ پر تخت کښېناوه. ورپسې پناه خسرو د «تاج الدوله» لقب له عباسي خلیفه څخه ځانته وغوښت. ورته مهال د معز الدوله له نظره د «تاج الدوله» عنوان په دې معنی و چې پناه خسرو به د ال بویه سترواکۍ تر ټولو مخکښ واکمن وي او له همدې امله هغه غبرګون وښود او له هغه یې وغوښتل د دغه لقب غوښتنه بېرته واخلی. د هغه پر ځای ورته د («عضد الدوله») لقب ورکړل شو چې د «عباسي لړۍ د ستنې» په معنی و. عضد الدوله یوازې ۱۳ کاله عمر درلود چې د پاچاهۍ تاج یې پر سر کېښود او د خپل لارښود ابوالفضل بن عمید له خوا و روزل شو. [۳][۷][۸]

په ۹۴۹ زکال کې د عضد الدوله د پلار، عماد الدوله له مړینې وروسته چې د ال بویه لړۍ مشر واکمن و، نوموړي د لوی امیر د لقب دعوی وکړه هغه لقب چې معز الدوله او عضد الدوله دواړو په رسمیت پېژاند. په ۹۵۵ زکال کې د محمد بن مکان په نامه یو دیلمی افسر اصفهان له رکن الدوله څخه ونیو. له همدې امله عضد الدوله په هغه ښار برید وکړ او له محمد بن مکان څخه یې بېرته ونیو. د روزبهان په نامه بل دیلمي افسر هم د لنډ مهال لپاره د معز الدوله پر ضد پاڅون وکړ، په داسې حال کې چې د هغه ورور بولاکا هم په شیراز کې د عضد الدوله پر ضد پاڅون وکړ. خو ابوالفضل بن عمید وکولای شول دغه پاڅون وځپي.[۳][۹]

په ۹۶۶ زکال کې عضد الدوله او معز الدوله دواړو په عمان باندې د ال بویه د حکومت د واکمنولو په موخه برید وکړ. معز الدوله په ۹۶۷ زکال کې ومړ او مشر زوی یې د عراق د امیر په توګه د نوموړي ځای ناستی شو. همدغه کال عضد الدوله له زیاري بیسوتون سره مرسته وکړه څو وکولای شي د خپل ورور قابوس زیاري واکمني خوندي وساتي. په دې سره عضد الدوله او بیسوتون له یو بل سره تړون وکړ او بیسوتون د عضد الدوله له لور او عضد الدوله هم د بیسوتون له لور سره واده وکړ. [۱۰][۱۱]

مړینه او ځای ناستوب[سمول]

عضد الدوله د ۹۸۳ زکال د مارچ په ۲۶ مه په بغداد کې ومړ او په نجف کې خاورو ته وسپارل شو. زوی یې ابوکلیجار مرزبان چې د هغه د مړینې پر مهال په بغداد کې و د خپل ځای ناستوب د خوندیتوب او د کورنۍ جګړې څخه د مخنیوي په موخه په پیل کې د نوموړي مړینه پټه وساتله. هغه مهال چې د خپل پلار مړینه یې اعلان کړه هغه ته د (صمصام الدوله» لقب ورکړل شو. ورته مهال د عضد الدوله بل زوی شیردل ابولفورایس د صمصام الدوله واکمني وننګوله او له امله یې کورنۍ جګړه رامنځته شوه. [۱۲][۳][۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ د ټولټال کار کتنه په: https://www.google.fr/books/edition/Histoire_de_la_philosophie_en_Islam/I0ANAAAAIAAJ?hl=fr&gbpv=0&kptab=overview — دوتنه: Abdel Rahman Badawi — سرليک: Histoire de la philosophie en Islam — ورځپاڼه: 60 — پاڼه: 306 — خپرونکی: Librairie philosophique J. Vrin — نشرونه لخوا د: Études de Philosophie Médiévale
  2. https://pantheon.world/profile/person/'Adud_al-Dawla
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ Bürgel او Mottahedeh 1988، صص. 265–269.
  4. Bosworth 1975، ص. 275.
  5. Clawson او Rubin 2005، ص. 19.
  6. Ibn Isfandiyar 1905، صص. 204–270.
  7. Kennedy 2004، ص. 230.
  8. Bosworth 1975، ص. 263.
  9. Donohue 2003، صص. 68–69.
  10. Donohue 2003، صص. 86–93.
  11. Madelung 1975، ص. 214.
  12. Bosworth 1975، ص. 266.
  13. Bosworth 1975، ص. 289.
  14. Amedroz او Margoliouth 1921، ص. 271.