عصمت اینونو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
عصمت اینونو
(ترکی: İsmet İnönü د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عصمت اینونو

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ سپټمبر ۱۸۸۴[۱][۲][۳][۴][۵]
ازمير[۶]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 25 ډيسمبر 1973 (89 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
انقره  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت تورکيه  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 4   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سياستوال
ډیپلوماټ
پوځي ځواک  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) ترکي ژبه[۷]
فرانسوي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
عصمت اینونو

مصطفی عصمت اینونو (ترکي تلفظ: isˈmet ˈinœny؛ د ۱۸۸۴ز کال د سپټمبر له ۲۴مې- د ۱۹۷۳ز کال د ډسمبر له ۲۵مې) د ترکیې د اردو افسر او سیاستوال و، چې د ۱۹۳۸ز کال د نومبر له ۱۱مې، د ۱۹۵۰ز کال د می تر ۲۲مې یې د ترکیې د دویم ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه او درې دورې له ۱۹۲۳ز نه تر ۱۹۲۴ز کال پورې، له ۱۹۲۵ز نه تر ۱۹۳۷ز کال پورې او له ۱۹۶۱ز نه تر ۱۹۶۵ز کال پورې یې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

اینونو مصطفی کمال اتاترک ته د ښي لاس ارزښت درلود، چې ملګرتیا یې د ګالیپولي له کمپاینه وروسته پیل شوه. له ۱۹۱۹- ۱۹۲۲ز کال پورې یې د یونان او ترکیې په جګړه کې د لوی درستیز په توګه، له ۱۹۲۲ز کال نه تر ۱۹۲۴ز کال پورې د ترکیې منظمې اردو ته خدمت وکړ. په خپله دوره کې یې د لومړۍ او دویمې اینونو جګړو قومانده کوله. کله چې په ۱۹۳۴ز کال کې د کورني نوم قانون تصویب شو، نو مصطفی کمال اتاترک ورته د اینونو لقب ورکړ، دا هغه ځای و، چې جګړې په کې وشوې. اینونو د انقرې د حکومت لپاره په مودانیا او لوزان کنفرانسونو کې لوی مذاکره کوونکی و، چې په بریالیتوب سره یې د لوزان تړون لپاره د سیور (Sevre) تړون په اړه خبرې وکړې. اینونو د لومړي وزیر په توګه، په تېره بیا د خپلې ولسمشرۍ پر مهال یې د اتاترک عصري او ملتپال اصلاحات پلي کړل. اینونو د زیلان ټولوژنې اصلي عامل هم یاد شوی دی. [۸][۹]

اینونو په ۱۹۳۸ز کال کې د اتاترک له مړینې وروسته، د ترکیې ولسمشر شو او د پارلمان له خوا ورته د ملي شف (ملي مشر) رسمي لقب ورکړل شو. اینونو د ولسمشر او د خلق جمهوري غوښتونکي ګوند (CHP) رئیس شو، چې په پیل کې یې د ځینو پروژ، لکه د کلیوالي مؤسسو پرمټ یې د ترکیې ګوند او کمالیستي کړنلارو ته دوام ورکړ. اینونو په خپل حکومت کې ډېرې لویې سیاسي تګلارې پلې کړې. د هاتای ایالت په ۱۹۳۹ز کال کې ضمیمه شو او ترکیې وکولای شو، چې د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې خپله وسله واله بې طرفي اعلان کړي او د اروپایي تیاتر له پای ته رسېدو یوازې درې میاشتې مخکې له متحدینو سره یوځای شوې وه. اینونو د ترکیې د تنګي کړکېچ له امله وهڅول شو، چې له لوېدیځو قدرتونو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي. دغه هېواد په ۱۹۵۲ز کال کې له ناټو سره یوځای شو، که څه هم تر هغه مهاله اینونو ولسمشر نه و.[۱۰]

په CHP کې د دولت غوښتونکو او لیبرالانو ترمنځ ډلبازۍ د دې لامل شوې، چې په ۱۹۴۶ز کال کې ډیموکراټ ګوند رامنځته شي. اینونو په همدغه کال کې د جمهوریت په تاریخ کې لومړۍ څو ګوندي ټاکنې وکړې، چې د ترکیې د څو ګوندونو دوره یې پیل کړه. په ۱۹۵۰ز کال کې چې CHP په ټاکنو کې له ماتې سره مخ شو؛ نو واک ډیموکراټانو ته ولېږدول شو. اینونو د ۱۹۶۱ز کال له ټاکنو وروسته، چې د ۱۹۶۰ز کال تر کودتا وروسته ترسره شول، د لومړي وزیر په توګه واک ته له ستنېدو دمخه د لسو کلونو لپاره د اپوزیسیون مشر شو. اینونو تر ۱۹۷۲ز کال پورې د CHP مشر پاتې شو او وروسته د ایسویټ له خوا مات شو. نوموړی د ۱۹۷۳ز کال د ډسمبر په ۲۵مه د زړه د حملې له امله د ۸۹ کلونو په عمر مړ شو او په انقره کې د اتاترک مقبرې په څنګ کې خاورو ته وسپارل شو.

د ژوند په لومړیو کې[سمول]

عصمت اینونو په سمیرنا (اوسنی ایزمیر) کې د آډین ولایت په هاکي ریسیت او سیوري (اوسنی سیوري ټیملي) کې زېږدلی و. د اینونو پلار کردی و، چې په مالتیا کې زېږېدلی و او د بټلیس د کورموګلارۍ کورنۍ غړی و. مور یې د پروفیسور حسن افندي لور وه، چې له علماوو سره یې اړیکې لرلې او د رزګراد (اوسنۍ بلغاریا) د یوې ترکۍ کورنۍ غړې وه. د پلار د دندې له امله یې کورنۍ له یوه ښاره بل ته لاړه؛ نو عصمت خپلې لومړۍ زده کړې په سیواس کې بشپړې کړې او په ۱۸۹۴ز کال کې د سیواس له پوځي ښوونځي نه فارغ شو. تر دې وروسته یې د یوه کال لپاره په سیواس ښوونځي کې د ملکي کارمندۍ په برخه کې زده کړې وکړې. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

لومړی وزیر[سمول]

اینونو د مصطفی کمال اتاترک د ولسمشرۍ پر مهال لومړی وزیر و، چې یوازې د ۱۹۲۴ز او ۱۹۲۵ز کال ترمنځ د علي فتح اوکیار د صدراعظمۍ پر مهال او په ۱۹۳۷ز کال کې، چې سیلال بیار یې ځایناستی شو؛ نو په دغو وختونو کې د لومړي وزیر په توګه له دندې ګوښه شوی و. له همدې امله اینونو د اتاترک د اصلاحي کړنلارو په پلي کېدو کې مرسته وکړه. ده د ترکیې د پلازمېنې انقرې د جوړولو وړاندیز کړی و، چې د پارلمان له خوا تصویب شو.[۱۷]

هغه په ۱۹۲۵ز کال کې د شیخ سعید د بغاوت په لړ کې لومړي وزارت ته راستون شو او سمدستي یې ټول مخالف ګوندونه ( د مترقي جمهوري غوښتونکي ګوند په ګډون) او مطبوعات منع کړل. د کردي یاغیانو د محاکمې لپاره د خپلواکۍ محکمې جوړې شوې. په ۱۹۲۶ز کال کې د CUP پخوانیو غړو وغوښتل، چې اتاترک په ازمیر کې ووژني، چې په پایله کې د CUP پاتې مشران؛ لکه: ډاکټر ناظم، اسماعیل کینبولات او محمد کاویډ په اعدام محکوم شول (کارا کمال بیا ځانوژنه غوره کړه). [۱۸]

اینونو د شیخ سعید د پاڅون پر مهال د ترکیې ملتپاله تګلاره اعلان کړه او د غیر ترکانو د ترک کولو هڅه یې وکړه. هغه د کردانو په اړه داسې څرګندونې وکړې: «موږ په ریښتیا ملتپال یو او ملتپالنه مو د یووالي اصلي لامل دی. د ترک له اکثریت پرته، نور هېڅ ډول عناصر نفوذ نه لري؛ نو په هر ډول چې وي باید د خپلې خاورې اوسېدونکي ترکان کړو او مخالفین به له منځه وړو». د دغه راپور له مخې، د کردانو په سیمو کې درې عمومي پلټونکي سازمانونه جوړ شول، چې د څو ولایتونه درلودونکي وو. د اینونو په مستقیم امر سره، د ترکیې د ځمکنیو ځواکونو له خوا د ۱۹۳۰ز کال د جولای په ۱۳/۱۲ نېټه د ارارات بغاوت پر مهال د وان ولایت په زیلان دره کې پر زرګونو کردي ملکي وګړو د زیلان عام قتل ترسره شو. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

اتاترک د ډېر لیبرالي اقتصادي سیسټم غوښتنه کوله، خو اینونو یې دغه غوښتنه پوره نه کړه او په ۱۹۳۷ز کال کې یې د اینونو حکومت منحل کړ او سیلال بیار، چې د ترکیې د سوداګریز بانک بنسټګر، و د لومړي وزیر په توګه وټاکه.[۳۱]3

داخلي تګلارې[سمول]

د ۱۹۳۸ز کال د نومبر په ۱۰مه د اتاترک له مړینې وروسته، اینونو د هغه مناسب ځایناستی وټاکل شو، چې د ترکیې د جمهوریت دویم ولسمشر او د خلق جمهوري غوښتونکو د ګوند (CHP) مشر هم وټاکل شو. هغه د (Millî Şef) یا «ملي مشر» د رسمي لقب په استفادې سره هڅه وکړه، چې شخصیت پالنه یا شخصیت پرستي رامنځته کړي. [۳۲]

اینونو په ۱۹۳۹ز کال کې په اقتصادي تګلارو کې د اختلافاتو له امله د بایر حکومت ړنګ کړ. اینونو یو منل شوی سیاستمدار و، خو ده باید د ډېر لیبرال اقتصاد په اړه فکر کړی وای. هاتای ایالت په ۱۹۳۸ز کال کې خپلواکي ترلاسه کړه، چې په راتلونکي کال کې له ترکیې سره یوځای شو. په ۱۹۴۰ز کال کې د کلیو انسټیټیوټ جوړ شو، چې د هېواد له ګوټ ګوټ نه یې ښه زده کوونکي غوره کول، ترڅو د ښوونکي په توګه یې وروزي او خپلو سیمو ته یې ولېږي او هلته د ټولنې پراختیایي کړنلارې پر مخ بوځي. اینونو غوښتل چې د یوه ګوندي حکومت له لارې خپل ځان څو ګوندي سیاست ته ورسوي، هغه هیله لرله، چې په پارلمان کې د اپوزیسیون د ځواک په توګه د خپلواکې ډلې په رامنځته کولو سره دا کړنه ترسره کړي، خو د جګړو شرایطو یې دغه هیله پوره نه کړه.

شخصي ژوند[سمول]

اینونو په لوړو زده کړو سمبال شخصیت و، چې پر ترکۍ ژبه سربېره یې پر عربي، انګلیسي، فرانسوي او جرمني ژبو روانې خبرې کولې. عصمت د لومړۍ نړیوالې جګړې په لړ کې د ۱۹۱۶ز کال د اپرېل په ۱۳مه له مهیبې سره واده وکړ، چې د زیستوي (اوسنی سفیشتوک) د اشرف او د زوهتو افندي لور وه. دوی درې ماشومان لرل؛ عمر، ایردل او اوزدن. ایردل اینونو لومړی فزیکپوه و او بیا سیاستمدار شو. هغه د (CHP)  په SODEp او SHP ګوندونو کې عمومي سکرټر و.   [۳۳]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13605357m — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6322jd6 — subject named as: İsmet İnönü — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/9276888 — subject named as: Ismet Inönü — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0033665.xml — subject named as: Ismet Inönü — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia Catalana
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/28055 — subject named as: Ismet Inönü — سرليک: Proleksis enciklopedija
  6. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Инёню Исмет — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  7. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13605357m — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  8. Institut Kurde de Paris (2019-07-12). "Le massacre des Kurdes dans la vallée de Zilan en juillet 1930" (په فرانسیسی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Zilan katliamı - Milli Gazete". 2010-08-19. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Howard, Douglas Arthur (2001). The History of Turkey. Greenwood Publishing Group. p. 109. کينډۍ:ISBN.
  11. T.C. Genelkurmay Harp Tarihi Başkanlığı Yayınları, Türk İstiklâl Harbine Katılan Tümen ve Daha Üst Kademelerdeki Komutanların Biyografileri, Genkurmay Başkanlığı Basımevi, Ankara, 1972. کينډۍ:In lang
  12. N. Pope, H. Pope, Turkey Unveiled: A History of Modern Turkey, Overlook Press, 1998, ISBN 1-58567-096-0, ISBN 978-1-58567-096-3, p.254 (... president of republic, including Ismet Inönü and Turgut Özal, had Kurdish blood. Several cabinet ministers in 1980s and 1990s had been Kurdish...) – reference found in Turkish Wikipedia article
  13. Romano, David, The Kurdish nationalist movement: opportunity, mobilization, and identity, (Cambridge University Press, 2006), 118; Despite his own Kurdish ancestry, Inonu had apparently embraced Ziya Gokalp's notions of Turkism, which allowed him to advance to the highest post of the new republic.
  14. Rıza Nur, Hayat ve Hatıratım: Rıza Nur-İnönü kavgası, Lozan ve ötesi, İşaret Yayınları, 1992, p. 235; "Demek İsmet Kürttür. Hem de koyu Kürt! Biz bu heyetin başından Abaza diye Rauf'u attırdık. Türk diye bir halis Kürt getirmişiz, vah yazık!"
  15. Nader Entessar, "The Kurdish Mosaic of Discord", Third World Foundation, Third World Quarterly, Vol. 11, No. 4, Ethnicity in World Politics (Oct. 1989), Carfax Publishing Co., 1989, p. 93; "Even Ismet Inonu, Ataturk's long time ally and successor, was discouraged from revealing his Kurdish heritage."
  16. Günvar Otmanbölük, İsmet Paşa Dosyası, Cilt 1, Yaylacık Matbaası, 1969, p. 6. کينډۍ:In lang
  17. Feroz, Ahmad (November 2002). The Making of Modern Turkey (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب پاڼي 53–54. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-89891-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: التاريخ والسنة (link)
  18. Dag, Rahman (23 June 2017). Ideological Roots of the Conflict between Pro-Kurdish and Pro-Islamic Parties in Turkey (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge Scholars Publishing. د کتاب پاڼې 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4438-7443-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Dag, Rahman (23 June 2017). Ideological Roots of the Conflict between Pro-Kurdish and Pro-Islamic Parties in Turkey (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge Scholars Publishing. د کتاب پاڼي 34–35. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4438-7443-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Yadirgi, Veli (3 August 2017). The Political Economy of the Kurds of Turkey (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 169–170. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-18123-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Rachelle., Dunn (4 July 2014). Turkey : issues and relations with the U.S. and the Kurds of Iraq. OCLC 1033682339. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-63321-274-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Yadirgi, Veli, المحرر (2017), "Introduction", The Political Economy of the Kurds of Turkey: From the Ottoman Empire to the Turkish Republic, Cambridge: Cambridge University Press, د کتاب پاڼي 1–16, doi:10.1017/9781316848579.003, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-18123-6, د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Gökay, Bülent; Aybak, Tunç (2016-03-03). "Identity, Race and Nationalism in Turkey—Introduction to the Special Issue". Journal of Balkan and Near Eastern Studies 18 (2): 107–110. doi:10.1080/19448953.2016.1141575. ISSN 1944-8953. https://doi.org/10.1080/19448953.2016.1141575. 
  24. Jongerden, Joost (28 May 2007). The Settlement Issue in Turkey and the Kurds: An Analysis of Spatial Policies, Modernity and War (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب پاڼې 53. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-474-2011-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Christopher Houston, Islam, Kurds and the Turkish nation state, Berg Publishers, 2001, کينډۍ:ISBN, p. 102. Interview with Mehmet Pamak, who was the founder and president of Conservative Party (Muhafazakâr Parti) that was founded in place of Nationalist Action Party (Milliyetçilik Hareket Partisi) banned by junta regime of 1980 Turkish coup d'état. Pamak is Kurdish origin and his family was exiled from Erciş to Çanakkale.
  26. Freedom of the Press, Freedom of the Press 2010 Draft Report[مړه لينکونه], p. 2.
  27. . Dewlet şopên komkujiya Zîlanê ji holê radike!. ANF News.
  28. * Ercan Öksüz, "Zilan Katliamı'ndan 8 Mart Şehidi'ne"[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore, Gündem, April 2, 2008, Retrieved September 4, 2010. کينډۍ:In lang
  29. Pınar Selek, Barışamadık, İthaki Yayınları, 2004, کينډۍ:ISBN, p. 109. کينډۍ:In lang
  30. Osman Pamukoğlu, Unutulanlar dışında yeni bir şey yok: Hakkari ve Kuzey Irak dağlarındaki askerler, Harmoni Yayıncılık, 2003, کينډۍ:ISBN, p. 16. کينډۍ:In lang
  31. Lord Kinross, Atatürk: A biography of Mustafa Kemal, Father of Modern Turkey (New York: William Morrow & Company, 1965) p. 449.
  32. Nicole Pope and Hugh Pope, Turkey Unveiled: A History of Modern Turkey (New York: The Overlook Press, 2004) p. 68.
  33. T.C. Genelkurmay Harp Tarihi Başkanlığı Yayınları, Türk İstiklâl Harbine Katılan Tümen ve Daha Üst Kademelerdeki Komutanların Biyografileri, Genkurmay Başkanlığı Basımevi, Ankara, 1972. کينډۍ:In lang