د یونان او ترکیې جګړه (۱۹۱۹- ۱۹۲۲ زکال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له ۱۹۱۹ زکال څخه تر ۱۹۲۲ زکال پورې د یونان او ترکیې جګړه د یونان او د ترکیې د ملي خوځښت ترمنځ له لومړۍ نړېوالې جګړې وروسته د عثماني سترواکۍ د تجزیې پر مهال د ۱۹۱۹ زکال له مۍ میاشتې څخه د ۱۹۲۲ زکال تر اکتوبر میاشتې ترسره شوه.

په اصل کې یونان له دې امله پر ترکیې برید وکړ چې لویدیځو متحدینو، په ځانګړې توګه د بریتانیا لومړي وزیر ډېوېډ لویډ جورج یونان ته ژمنه ورکړې وه چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې به د عثماني سترواکۍ د ماتې په بدل کې چې په وروستیو کې یې ماته وخوړه پریمانه قلمرونه ورکړي. د یونان ادعا له دې واقعیت څخه سرچینه اخیسته چې اناټولیا وړاندې له دې چې ترکان یې له ۱۲مې پېړۍ څخه تر ۱۵مې پېړۍ پورې اشغال کړي د لرغوني یونان او بیزانسي سترواکۍ برخه وه. وسله واله نښته هغه مهال پیل شوه کله چې د ۱۹۱۹ زکال د مۍ په ۱۵مه یوناني ځواکونه سمورنا (اوسني ازمیر) ته ننوتل. هغوی وړاندې لاړل او د اناټولیا لویدیځ او شمال لویدیځ ته یې د مانیسا، بالکسیر، ایدین، کوتهایا، بورسا او اسکي شهیر ښارونه ونیول. ترکي ځواکونو په ۱۹۲۱ زکال کې د ساکاریا د جګړې پر مټ د هغو د مخکې تګ مخه ونیوله. یوناني ځواکونه د ۱۹۲۲ زکال په اګست میاشت کې د ترکانو په دفاعي برید سره وپاشل شول او جګړه په عملي توګه د ترکي ځواکونو له خوا د سمورنا په بېرته نیولو او د سمورنا له لویې اور لګېدنې وروسته پای ته ورسېده.

په پایله کې د یونان دولت د ترکیې د ملي خوځښت غوښتنې ومنلې او له جګړې وړاندې پولو ته بېرته وګرځېد؛ په دې سره یې ختیځه تراکیا او لویدیځه اناټولیا ترکیې ته پرېښودل. متفقینو د سور هوکړه له پامه وغورځوله څو د ترکیې له ملي خوځښت سره د لوزان د نوې هوکړې پر سر مذاکره وکړي. د لوزان هوکړې د ترکیې د جمهوریت خپلواکي او په اناټولیا، استانبول او ختیځه تراکیه باندې یې د هغو حاکمیت په رسمیت وپېژند. ورته مهال د یونان او ترکیې دولتونو هوکړه وکړه چې د یوبل د وګړو په تبادل کې به له یو بل سره مرسته کوي.

مخینه[سمول]

سیاسي جغرافیايي اړخ[سمول]

د دغې جګړې سیاسي جغرافیايي (جیوپولټیکي) اړخ د عثماني سترواکۍ له تجزیې سره اړیکه لرله چې په لومړۍ نړیواله جګړه او د منځني ختیځ په چارو کې یې د عثمانیانو له مستقیمې مداخلې سرچینه اخیسته. یونیانو د تجزیې د برخې په توګه سمورنا (ازمیر) ته د ننوتو اړوند اجازه د درې ګوني تړون له غړو هېوادونو (روسیې، فرانسې او بریتانیا) څخه واخیسته. د دغې جګړې پر مهال عثماني دولت په بشپړه توګه وپاشل شو او عثماني سترواکي هم د سور د هوکړې په لاسلیک کولو د ۱۹۲۰ زکال د اګست په ۱۰ مه د بریالیو هېوادونو ترمنځ وویشل شوه.

د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې د عثماني سترواکۍ د وېش اړوند ګڼ شمېر محرمو هوکړو شتون درلود. د درې ګوني تړون غړو هېوادنو له جګړې وروسته یونان ته د اناټولیا (کوچنۍ آسیا) اړوند متناقضې ژمنې ورکړې وې. [۱]

لویدیځ متفقینو په ځانګړې توګه د بریتانیا لومړي وزیر ډېوېډ لویډ جورج یونان ته ژمنه ورکړې وه چې د عثماني سترواکۍ پر ځای د متفقینو په اړخ نیولو سره به پریمانه قلمرونه ور وسپاري. په دغو ژمنو کې ختیځه تراکیا، د ایمبروس (ایمروز، د ۱۹۷۹ زکال د جولای له ۲۹مې نېټې وروسته ګوکچادا) او ټنډوس (بوزجه آدا) جزایر او د سمورنا ښار چاپېر ته د اناټولیا لویدیځې برخې شاملېدلې چې په پریمانه کچه یوناني الاصله وګړي په کې استوګن و. [۲]

د یو شمېر مورخینو په خبره دا د یونانیانو له خوا د سمورنا اشغال و چې د ترکانو ملي خوځښت یې له امله رامنځته شو. ارنولډ جي. توینبي استدلال کوي: «د ترکیې او یونان ترمنځ جګړه هغه مهال چې پیل شوه په اناټولیا کې د ترکیي له قلمرو څخه د ساتنې دفاعي جګړه وه. دغه جګړه د بهرنیو هېوادونو اړوند د متفقینو د امپریالیستي پالیسۍ برخه وه چې په هغو کې یې د دغه هېواد پوځي منابع او ځواک په جدي توګه له پامه غورځولی و او د یوناني اشغالګرو ځواکونو په ناروا برید باندې تحریک شو».

د نورو تاریخ پوهانو په خبره سمورنا ته د یوناني ځواکونو ننوتل د الېفتریوس ونیزېلوس د پلان برخه وه چې د مګالي نظریې څخه یې سرچینه اخیسته او په کوچنۍ اسیا کې د یوناني وګړو د آزادۍ موخه یې لرله. د سمورنا د لویې اورلګېدنې وړاندې په سمورنا کې د یوناني وګړو شمېر د یونان د پلازمېنې آتن ښار د وګړو له شمېر څخه زیات و. آتن د یونان او ترکیې ترمنځ د وګړو له تبادلې وړاندې ۴۷۳۰۰۰ تنه نفوس درلود، په داسې حال کې چې د سمورنا مرکزي کازا سیمې د عثماني نفوس شمېرنې پر بنسټ په ۱۹۱۴ زکال کې ۷۳۶۷۶ تنه یوناني وګړي او ټول ایدین ولایت د نن ورځې د ازمیر، مانیسا، آیدین او دینزلي ولایتونو په ګډون ۲۹۹۰۹۶ تنه یوناني وګړي لرل. ورته مهال په سنجاک او موغلا کې هم ۱۹۹۲۳ تنه یوناني وګړي استوګن و. [۳][۴][۵][۶]

په اناټولیا کې یوناني ټولنه[سمول]

یو له هغو لاملونو څخه چې یونان په کوچنۍ آسیا یا اناټولیا باندې د برید اړوند وړاندې کړ دا و چې په پریمانه کچه یوناني ژب ویونکي ارتدوکس عیسوي وګړي هلته استوګن و چې ساتنې ته یې اړتیا لرله. یونانیانو له لرغونې زمانې راهیسې په کوچنۍ آسیا کې ژوند کاوه چې په ۱۹۱۲ زکال کې په عثماني سترواکۍ کې د استوګنو یوناني الاصله وګړو شمېر ۲.۵ میلیونه تنه و. له ۱۹۰۶ زکال څخه تر ۱۹۰۷ زکال پورې د عثمانیانو نفوس شمېرنې د ارتدوکس یونانیانو شمېر په پام وړ کچه زیات یعنې ۲۸۲۳۰۶۳ تنه وښود چې ارتدوکس البانویان، سلواکي ژب ویونکي، ولاک وګړي او عرب ارتدوکس عیسویان په کې شامل وو. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

په ۱۹۱۴ زکال کې د عثمانیانو د نفوس شمېرنې پر بنسټ وروسته له هغه چې عثماني سترواکۍ د بالکان سیمې او د اژه سمندرګي ټاپوګانو ته اړوند ولایتونه له لاسه ورکړل د یوناني ارتدوکس وګړو شمېر په دغه سترواکۍ کې راکم شو او ۱۸۸۰۴۷ تنه عرب ارتدوکس عیسویان د نن ورځې سوریې او ۱۷۲۹۷۳۸ تنه هم لبنان او اسرائیلو ته اړوند شول. دغه موضوع چې د یونان تر ادعا لاندې سیمو کې یوناني وګړو اکثریت شمېر درلود د یو شمېر مورخینو له خوا له نیوکې سره مخ شوې. سدریک جیمز لو او مایکل ال.ډاکریل استدلال کړی چی د سمورنا اړوند د یونانیانو ادعا بحث وړه ده، ځکه چې یونانیانو ادعا لرله چې هلته یې بشپړ اکثریت لرلی، خو په ډېر احتمال سره د هغوی لوی اقلیت په سمورنا ولایت کې «په پریمانه کچه ترکانو سره په ترکي اناټولیا کې اوسېدل». د عثمانیانو دغه سیاست چې د وګړو وېش یې د قومیت، ژبې یا نورو شخصي ځانګړنو پر ځای د مذهب پر بنسټ کاوه تر ډېره یې کره دیموګرافیک اطلاعات پوښلي. بل پلو د بریتانیا او امریکا هم مهاله (۱۹۱۹ زکال) شمېرو په دې ټکي ټینګار کړی چې یونانیانو په سمورنا کې د ۳۷۵۰۰۰ وګړو په لرلو اکثریت لرلی په داسې حال کې چې هلته د مسلمانانو شمېر ۳۲۵۰۰۰ تنه و. [۱۰][۱۱]

د یونان لومړي وزیر ونیزلوس یوې انګلیسي ورځپاڼې ته وویل: «یونان له اسلام سره په جګړه کې نه دی، بلکې د عثمانیانو د بې وخته، فاسد، ذلیل او خونړي دولت سره په جګړه دی او غواړي هغوی له هغو سیمو وباسي چېرې چې اکثریت یوناني وګړي استوګن دي». [۱۲]

پورته یاد شوی ګواښ تر ډېره بریده کېدای شي د ونیزېلوس سره د سور هوکړې د مذاکرې په مېز کې د یو کارت په توګه رول لوبولی وي څو وکولای شي د متفقینو ملاتړ خپل کړي. د بېلګې په توګه د جګړې پر مهال ځوان ترکان (د ملت پالو سیاسي ډلو اېتلاف) په واک کې نه و، ځکه چې لامل ګرځېدل پرېنږدي دغه موضوع دې په ساده توګه د توجیه وړ وبلل شي. د ترکي رژیم ډېری واکمنان د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې له هېواده تښتېدلي و او په قسطنطنیه کې عثماني دولت له وړاندې څخه د بریتانیا په کنټرول کې و. [۱۳]

له دې سربېره ونیزېلوس لا له وړاندې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیلنیو پړاونو کې مخکې له دې چې دغه قتل عام ترسره شي د عثماني سترواکۍ د قلمرونو د الحاق اړوند یې خپله لیوالتیا څرګنده کړې وه. هغه یوناني پاچا کنستانتین ته د ۱۹۱۵ زکال په جنوري کې په یوه لیک کې ولیکل: «زه داسې فکر کوم چې په کوچنۍ اسیا کې د یونان امتیازات ... به دومره زیات وي چې د اوسني یونان سره به د لویوالي له مخې یوشان او همدارنګه به د شتمنۍ له مخې له هغو کم شتمن هم نه وي چې په دې سره به د بالکان په جګړو کې بریا ته رسېدونکی یونان دوه چنده لوی کړي».  [۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Sowards, Steven W (7 May 2004). "Greek nationalism, the 'Megale Idea' and Venizelism to 1923". Twenty-Five Lectures on Modern Balkan History (The Balkans in the Age of Nationalism). MSU. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Woodhouse, C.M. The Story of Modern Greece, Faber and Faber, London, 1968, p. 204
  3. Toynbee, Arnold J; Kirkwood, Kenneth P (1926), Turkey, London: Ernest Benn, د کتاب پاڼې 94 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  4. Giles Milton, Paradise Lost, 2008, Sceptre, کينډۍ:ISBN
  5. Tung, Anthony (2001). "The City the Gods Besieged". Preserving the World's Great Cities: The Destruction and Renewal of the Historic Metropolis. New York: Three Rivers Press. p. 266. کينډۍ:ISBN, the same source depicts a table with Athens having a population of 123,000 in 1896
  6. Kemal Karpat (1985), Ottoman Population, 1830-1914, Demographic and Social Characteristics, The University of Wisconsin Press, p. 170-189
  7. Roberts, Thomas Duval. Area Handbook for the Republic of Turkey. p. 79
  8. Kemal Karpat (1985), Ottoman Population, 1830-1914, Demographic and Social Characteristics, The University of Wisconsin Press, p. 168-169
  9. Zamir, Meir (1981). "Population Statistics of the Ottoman Empire in 1914 and 1919". Middle Eastern Studies. 7 (1): 85–106. doi:10.1080/00263208108700459. JSTOR 4282818. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Montgomery, AE (1972). "The Making of the Treaty of Sèvres of 10 August 1920". The Historical Journal. 15 (4): 775. doi:10.1017/S0018246X0000354X. S2CID 159577598. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Lowe او Dockrill 2002، ص. 367.
  12. "Not War Against Islam – Statement by Greek Prime Minister", The Scotsman, د کتاب پاڼې 5, 29 June 1920 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  13. Smith 1999، ص. 35.
  14. Toynbee 1922، صص. 312–13.