عثماني سترواکي په لومړۍ نړيواله جګړه کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عثماني سترواکي لومړۍ نړیوالې جکړې ته د یو مرکزي قوت په توګه راغله. عثماني سترواکي د ۱۹۱۴ز د اکتوبر په نهه ويشتمه نیټه د روسیې د تورسمندرګي په ساحل د برید له امله لومړۍ نړیوالې جکړې ته داخله شوه چې د ۱۹۱۴ز کال د نومبر په پنځمه نیټه یې په ځواب کې روسیې د جنګ اعلان وکړ. عثماني ځواکونو په بالکان او د لومړۍ جکړې د منځني ختیځ صحنه کې له متحدينو سره جکړه وکړه. د ۱۹۱۸ز کال کې په جګړه کې د عثماني سترواکۍ ماتې په ۱۹۲۲ز کال کې د سترواکۍ په حتمي زوال کې مهمه ونډه درلوده. 

لومړۍ نړيواله جګړه کې داخلېدل[سمول]

په لومړۍ نړيواله جکړه کې د عثمانيانو مداخله په نږدې وخت کې د دوی د سمندري ځواکونو له خوا د دوه بېړيو د رانیولو پايله وه چې لا يې هم عمله المانيان و او د المانيانو د الماني امير البحر له خوا اداره کېده، کومې چې د ۱۹۱۴ز د اکتوبر په نهه ويشتمه نیټه پر تور سمندرګي برید وکړ. یو شمیر عوامل موجود وو، کوم چې عثماني دولت کې د اغېز کولو لپاره دسيسه وه او هغوی یې په جګړه کې مداخلې ته هڅول. جکړې ته د عثماني سلطان د داخلیدو د سیاسي لاملونو په هکله اختلاف شته او عثماني سترواکي د صنعتي جکړې پر مهال یو کرنیز دولت و. همدارنګه، د دې سترواکۍ اقتصادي سرچینې د ۱۹۱۲ز او ۱۹۱۳ز کال د بالکان جکړو له امله تخریب شوې وې. په سمدستي توګه د عثماني سترواکۍ د اقدام لاملونه روښانه نه وو. [۱][۲][۳]

پوځ[سمول]

په لومړۍ نړیواله جکړه کې د عثمانيانو داخلېدل د ۱۹۱۴ز کال د اکتوبر په نهه ويشتمه نیټه پيل شول، کله چې دوی د روسیې بندرونو په خلاف پر تور سمندرګي  برید پیل کړ. د برید په تعقیب، روسیې او د دوی ملاتړو (برتانیه او فرانسه) د ۱۹۱۴ز کال د نومبر په مياشت کې د عثمانيانو پر ضد د جنګ اعلان وکړ. عثماني سترواکۍ د دری میاشتنۍ رسمي بې طرفۍ وروسته فوځي اقدام پیل کړ، خو د ۱۹۱۴ز کال په اګست مياشت کې يې له مرکزي ځواکونو سره يو پټ اتحاد لاسلیک کړی و.

د اناتولیا لویه ځمکه په استانبول کې د عثماني فوځ د مرکز او د جګړې د ډیرو صحنو تر منځ پرته وه. د عبدالحمید دويم د واکمنۍ پر مهال ملکي اړیکې ښه شوې وې، خو سرک او د اورګاډي شبکه د جګړې لپاره چمتو نه وو. سوریې ته د رسیدو لپاره به له یوې میاشتې څخه زیات وخت لږیدو او بین النهرين ته د رسیدو لپاره به شا او خوا دوه میاشتې وخت پکار و. د روسیې پولې ته رسیدو لپاره د اورګاډي لاره د انقرې په ختیځ کې شپېته کیلو متره غزیدلې وه او له هغه ځایه، ایرزوروم ته پنځه دېرش ورځې وخت لږېدو. فوځ له «ترابزون» بندر څخه ختیځ ته د لوژیستکي لنډې لارې په توګه کار اخيست. د عثماني اکمالاتي کښتیو د خراب وضعيت له امله د عثماني د جګړې ادارې په پرتله، له لندن څخه دې محاذونو ته د رسېدو لپاره کم وخت لګېدو.[۴]

د المان په پلوۍ د جګړې له اعلان سره دا سترواکي له ګډوډۍ سره مخ شوه. د نومبر په يوولسمه نیټه په قسطنطنیه کې د المانیانو او د اتحادیې او پرمختګ د کمیټې (CPU) پر ضد يوه دسيسه کشف شوه، په کومه کې چې د (CPU) ځیني مشران وويشتل شول. په تعقیب یې د نومبر په يوويشتمه نیټه د الماني فوځي ماموریت پر وړاندې پاڅون رامنځ ته شو. د نومبر په ديارلسمه نیټه د انور پاشا په ماڼۍ کې یو بم وچاودید، کوم چې پنځه الماني افسران ووژل، خو انور پاشا ونه وژل شو. د نومبر په اتلسمه نیټه د المان پر ضد دسیسې زیاتې شوې وې. د هیواد په ګوټ ګوټ کې کمیټې جوړې شوې، څو هیواد د هغو کسانو څخه وژغوري چې د المان ملاتړ یې کاوه. پوځ او سمندري افسرانو د المان له خوا د واک تر لاسه کولو پر ضد لاریون وکړ. د دیسمبر په څلورمه نیټه، په ټول هیواد کې پراخ لاریونونه وشول. د دیسمبر په ديارلسمه نیټه، په «کونک» او «ایرزوروم» کې د ښځو په مشرۍ د جګړې ضد لاریون وشو. د دیسمبر په اوږدو کې، CPU د پوځي مرکزونو د سرتېرو او سمندري ځواکونو کارمندانو په منځ کې له سرکښيو سره مبارزه وکړه. د المان د پوځي ماموریت مشر، فیلډ مارشال «ون ډیر ګولټز»، د هغه د وژلو لپاره جوړه شوې دسيسه کې بچ پاتې شو.

پوځي ځواک د جګړې د وزیر انور پاشا په لاس کې ثابت پاتې شو، کورنۍ ستونزې (ملکي موضوعات) د داخله وزیر طلعت پاشا تر لاس لاندې وې او په زړه پورې توګه، جمال پاشا په سوریه کې پر عثماني سترواکۍ يواځينی واکمن و. د ولایتونو والیانو خپلې سیمې د بیلابیلو خپلواکيو سره پرمخ وړلې. ایزمیر یوه په زړه پورې قضیه ده؛ «رحمي بي» تقریبا داسې چلند کاوه لکه د هغه سیمه چې د جنګیدونکو هیوادونو تر منځ یوه بې طرفه سیمه وي. [۵][۶]

له روسيې سره جګړه[سمول]

جګړې ته د عثمانیانو ننوتلو د درې ګوني اتحاد نظامي مسئولیتونه په لویه کچه زیات کړل. روسیې باید یواځې د قفقاز د جګړې پر وړاندې جګړه کړې وای، خو هغوی د انګلستان سره د فارسي جګړې پر وړاندې جګړه وکړه. اسماعیل انور پاشا د باتوم او کارس د بیا نیولو په فکر د سرکامیش جکړې ته ولاړ چې جورجیا یې ونيوله او د فارس شمال لوېدیځ او د تیلو ساحې یې تر لاسه کړې. [۷]

په هر حال، قفقاز کې له روسانو سره د جګړې پر مهال، عثمانیانو سيمې او له ۱۰۰۰۰۰ څخه زیات سرتیري له لاسه ورکړل. د ۱۹۱۶-۱۷ په ژمي کې ۶۰۰۰۰ عثماني سرتيري د موس-بیتلیس په محاذ کې مړه شول. عثمانیانو بهتره وګڼله چې د قفقاز فوځ غلی وساتي، ځکه چې هغوی باید د انګریزانو څخه د بغداد او فسطین د بیرته نیولو لپاره زیرمې بيا منظمې کړې وای. ۱۹۱۷ز او د ۱۹۱۸ز کال لومړۍ نیمايي د مذاکراتو وخت و. د ۱۹۱۷ز کال د دیسمبر په پنځمه نیټه، د «ایرزینکان» اوربند (د ایرزینکان د ډزبندۍ تړون) د روسانو او عثمانیانو تر منځ په ایرزینکان کې لاسلیک شو، کوم چې د روسیې او عثماني سترواکۍ تر منځ وسله والې جګړې ختمې کړې. د مارچ په درېيمه نیټه، لوی وزیر طلعت پاشا د روسیې SFSR سره د «بریست لیتوفسک» تړون لاسلیک کړ. دې تړون شرط کېښود چې بالشویک روسیې باتوم، کارس او اردهان خوشې کړي دي. پر دې مادو سربېره، یوه پټه ماده پکې داخله شوه چې روسیه یې مکلف کړه، څو د ارمينيا ملي ځواکونه له منځه یوسي. [۸][۹]

د مارچ له څوارلسمې څخه د ۱۹۱۸ز کال تر اپريل پورې، د ترابزون د سولې کنفرانس د عثماني سترواکۍ او د ټرانسکاکیانو د رژیم د پلاوي ترمنځ ترسره شو. انور پاشا د مذاکراتو په پای کې په «بریسټ لیتوسک» کې د ختیځ اناتولي ولایتونو د عثماني بیا ترلاسه کولو په بدل کې د قفقاز د ټولو هيلو منلو وړاندیز وکړ. د اپريل په پنځمه نېټه د «ترانسکاکيانو» د پلاوي مشر «اکاکي چخانکيلي» د «بريست-ليتوسک» تړون د لا زياتو مذاکراتو د بنسټ په توګه ومنلو او له دولتي اشخاصو يې وغوښتل چې دا دريځ ومني. په «طفلس» کې موجوده مزاج خورا توپیر درلود. طفلس د خپل ځان او عثماني سترواکۍ تر منځ د جګړې شتون ومانه.  [۱۰][۱۱]

د ۱۹۱۸ز کال په اپریل کې، د عثماني دریم پوځ بالاخره په ارمينيا برید وکړ. د ارمنيايي ځواکونو مخالفت د «سرداراپات» د جګړې، د «کارا کلیسي» جنګ او د «بش ابران» د جګړې لامل وګرځېد. د ۱۹۱۸ز کال د مې په اته ويشتمه نېټه د ارمينيا ملي شورا په «طفلس» کې د ارمينيا لومړی جمهوریت اعلان کړ. د ارمينيا نوی جمهوریت اړ شو چې د «باتم» تړون لاسلیک کړي.

سرچينې[سمول]

  1. Nicolle 2008, p. 167
  2. Finkel 2007, p. 529
  3. Balci, Ali, et al. "War Decision and Neoclassical Realism: The Entry of the Ottoman Empire into the First World War." War in History (2018), doi:10.1177/0968344518789707
  4. Finkel 2007, p. 529
  5. Nicolle 2008, p. 178
  6. Nicolle 2008, p. 174
  7. Finkel 2007, p. 530
  8. Tadeusz Swietochowski, Russian Azerbaijan 1905–1920, page 119.
  9. Hovannisian. "Armenia's Road to Independence", pp. 288–289. کينډۍ:ISBN.
  10. Richard Hovannisian "The Armenian people from ancient to modern times" Pages 292–293
  11. کينډۍ:Harvard citation