عبدالمنان دردمند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


عبدالمنان دردمند (زوکړه ۱۲۹۲ لمريز لېږدي کال، باجوړ - مړینه ۱۳۶۹ ل ل کال (د ۱۹۹۰ زېږدي کال د جولای ۲۱)، پېښور) د افغانستان يو پښتو ژبی لیکوال او شاعر دی.

مخينه[سمول]

عبدالمنان دردمند د ارواښاد سید احمد زوی او د بهادر گل لمسی، پر ۱۲۹۲ لمريز لېږدي کال د باجوړ د چارمنگ د سیداشاه لنډي په چم کې دې نړۍ ته سترگې پرانیستلې وې. لومړنۍ زده کړې يې په باجوړ کى د گل احمد په مدرسه کې وکړې، او نورې زده کړې يې په پېښور او کابل کې د ديني عالمانو له خوا تر لاسه کړې وې.

دردمند ټول عمر د هېواد په رسنيو کى کار کړى چې نږدې ۱۰ کاله د راډيو افغانستان د پښتونستان خپرونې پازوال (مسئول) وو. سربېره پر دې، هغه د انگرېزانو پر خلاف په ډيرو غزاگانو کې هم گډون کړى وو چې د هغوی له شمېره یې د ليکنډي غزا، د کړپى غزا او داسې نورو غزاوو نومونه اخیستلی شو. نوموړي ددغو غزاوو په اړه په يوه قلمي نسخه کې بيان کړی دی.

دندې[سمول]

  • په باجوړ کې د لمبې اخبار بنسټوال (موسس)، ۱۳۱۲ ل کال.
  • د پښتون اخبار بنسټوال، چې په باجوړ کې خپرېده.
  • د المجاهد اخبار چې په تنول کې خپريده.
  • په فراه کې د سیستان ورځپاڼې پازوال.
  • په ګردیز کى د وړانگې اونیزې پازوال.
  • د کابل مجلې پازوال مدير.
  • دائرة المعارف مجله.
  • د هېواد ورځپاڼې پازوال مدير.
  • په هرات کې د اتفاق اسلام ورځپاڼې پازوال مدير.
  • په کابل کې د پاميزاد اوونیزې پازوال مدير.
  • د انيس ورځپاڼې پازوال مدير.

د شعر بېلگې يې[سمول]

ددې شين اسمان د لاندې - شي ارام به جهان کله

شرق او غرب به يو وروري شي - په نامه د انسان کله

د ادم حوا اولاد يو - مخ د ځمکې مو وطن دى

امن سوله به نصيب شي - د دې ستړي کاروان کله

بنى ادم ټول يو وجود دى - مختلف فکرونه بيل دي

د ژوندون په خوند به پوه شي - په قانون د قرآن کله


 باجوړ 

د نيکه نه راته پاتې يوه توره بل لوړ دى - دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

په هر ناو کى يې چينې دي، ډک کانونه خزانې دي - هر يو بوټى يې کيميا او د موسم په عطر غوړ دى

دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

چې بهار او پشکال شي، د گلونو استقلال شي - ورشوگانو ته چې گورو، د ژوندون ښکلی دفتر دى -

دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

په دى غرونو کې باغونه، پکې ستوري چراغونه - دي روان پکې رودونه، خو د پاسه پرې وچ خوړ دى

دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

که باټوار او که کيمور دى، د ابشارو پکې شور دى - خو د لاندې کروندې او لوی پټی زمونږه شړ دی

دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

د يوې گېډې مزدوران يو، په بازار کې فقيران يو - خو گوندي او تربگني باندې هر کلى مو ککړ دى

دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

نه هنر او نه کمال شته، نه تعليم ته د چا خيال شته - د رڼا نه لرې پاتې، نه پوهېږو چې څوک پړ دى

دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

د ډيوې تتې رڼا ته، د څپياکو د اور خواته - د انسان حيوان تر منځه، په کوټه کې يو اخور دى

دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

د تاريخ په کرونده کې، رانه ورانه ماشوړه شوه - چى څه وگټو د ورځې، هغه ټوله يوه شوړه شوه

د انسان او د حيوان د، اوبو څښلو يو جوړ دى - دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

کور په کور کلې په کلي، د گوندي تربگنۍ څلي - شاه زلمي پکې وژلي، د تروکي په لکړ دى

دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

قلعه گانې جيلخانې لوړ برجونه يې ټاڼې - ترې چاپيره سره اورونه، سوله مات او کور سنگر دى

دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

نه برېښنا او نه سرک شته، نه د اصل ژوند درک شته - دردمند ورته حيران او ناصر خان په ژړا سر دى

دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

خداى بخښلي عبدالمنان دردمند دا شعر پر ۱۹۸۲ ز کال د باجوړ د چهارمنگ شاه کلي کې ويلی وو.

مدني اکر[سمول]

مړينه[سمول]

عبدالمنان دردمند پر ۱۳۶۹ ل ل کال (د ۱۹۹۰ زېږدي کال د جولای پر ۲۱) په پېښور کې له دې نړۍ سترگې پټې کړې او د رحمان بابا په هديره کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

۱- وښکلې توره.

۲- پښتو سوچه لغات.

۳- نوى خيال.

۴- نن سبا.

۵- ملي ناره.

۶-ادبي سوغات.

۷- ملي يووالى.

۸- پښتونستان وپيژنئ.

۹- د پښتونستان د خپلواکۍ تړون، ۴ ټوکه.

۱۰ پښتو ليکونه، د ۱۳۵۱ ل ل کال کابل چاپ.

۱۱- قلمي نسخې.

۱۲- د گودر گلونه.

۱۳- ولسي دستورالعمل.

۱۴- پښتو موسيقي، ټنگ ټکور.

۱۵- طبیعي عنعنوى بوټي.

۱۶- زمونږ رسول ص.

۱۷- خوږې قصې.

۱۸- اوښکې، شاعرانه قطعات.

۱۹- هندي مهاجرين اور مجاهدين.

۲۰- نوميالي پښتانه.

۲۱- د پښتونستان قاموس.

۲۲- پښتو ډرامې.

۲۳- د غم سيلاب.

۲۴- د حج د سفر رساله.

۲۵- زما د ژوند تاريخي داستان او روماني خاطرې.

۲۶- د خپلواکۍ تړون، د ۱۳۴۷ ل ل کال چاپ.

۲۷-

همدا راز يو شمېر نور اثار چې ورک شوي دي.


اخځليک[سمول]

۱- د عبدالمنان دردمند په نامه فېسبوک پاڼه.

۲- http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00---off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-------0-1l--11-en-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-10&cl=CL5.24&d=HASH01b227438768ea44aaad3fdd&x=1

۳-http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00-...00--off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-------0-0l--11-prs-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00-0-0-11-10-0utfZz-8-00&cl=CL5.38&d=HASH036f5b4b215d9d06704036&x=1

۴-