عبدالله بن مبارك
عبدالله بن مبارك | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۰۷۳۶[۱][۲] |
مړینه | 1 نومبر 797 (60–61 کاله) |
تابعیت | عباسي خلافت |
عملي ژوند | |
استاد | ابو حنيفه ، امام مالک بن انس |
نامتو زده کونکي | ابوداود |
کار/مسلک | |
کاروونکې ژبه | |
د کړنې څانګه | پېښليک ، فقه |
سمول |
عبدالله بن مبارك (١١٨_١٨١هجري قمري)٧٢٦_٧٩٧ ميلادي)د هشام بن عبدالملك د حكومت پر مهال وزیږید،عبدالله رح د خپل وخت ستر اسلامي عالم وو،دى له حديثو سره د زيات شوق او زهد له امله ډېر مشهور وو.ده ته د امير المومنين في الحديث لقب ورکړل شوى ده. د هغه پلار مبارک نومېده.چي د ترکمنستان د خراسان څخه وو.او د ابن مبارک صاحب مور د خوارزم نه وه.ابن مبارک د يوه تاجر له لور سره واده وکړ.ابن مبارک خپل ټاټوبى مروه پرېښووله، همدان او بيا بغداد ته ولاړ.
د علم سره مينه
[سمول]امام احمد بن حنبل رح د عبدالله بن مبارک په هکله فرمايي چي د علم لپاره له امام ابن مبارک رح نه څوك زيات سفر کوونکى نشته.
استادان
[سمول]ابن مبارک رح د علم په ترلاسه کولو کي ډېر حريص وو،له همدې امله يې له ګڼ شمېر استادانو څخه علم حاصل کړى، چي مشهور استادان يې سفيان ثوري، امام ابو حنيفه،مالک بن انس،حماد بن زيد،هشام بن عروه،الاعمش،اسماعيل بن ابي خالد،شعبه بن حجاج،عبدالرحمن اوزاعي…
ليکني
[سمول]- الزهد والرقائق.
- الجهاد.
- البر وصلة.
وفات
[سمول]عبدالله بن مبارک رح د ٦٣کلو په عمر په ١٨١ هجري قمري کال کي وفات شو. == سرچينې ==وېشنيزه:اسلامي علما
- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/119312034 — د نشر نېټه: ۱۴ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Diamond Catalog ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/5288 — subject named as: عبد الله بن المبارك ابن المبارك، 736‒797