امام مالک بن انس
Appearance
مالک بن انس بن مالک ابو عبدالله اصبحی په ۹۳ هجري کال کې د مدينې د شمال پر ذوالمره نومې ځای کې دنيا ته راغۍ.
لومړی يې د قرآن کریم پر يادولو او قرائت پيل وکړ، بيا يې له ربعه لارای څخه فقه او حديث زده کړل، تر هغه وروسته له ابن شهاب زهري او نافع مولي عبدالله بن عمر و بن هرمز چې د مدينې له فقيانو او محدثينو څخه و، د حديثو علم زده کړ.
د هغه فقي مسئلې د احاديثو پر بنا والړې وې، له دې کبله د هغه د علم او فقاهت درجه تر نورو اهل سنتو فقيانو په حديثو کې لوړه ده.
ډيرو به يې د احکامو په استنباط او استخراج کې له قياس څخه کار اخيسته مالک د ۱۷۹ هجري کال د جمادی الاول په څوارلسمه ورځ په مدينه منوره کې وفات شو.