عبدالخالق واسعي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مولانا عبدالخالق واسعي چي د افغانستان د کندهار ولایت له نفوذ لرونکو اشخاصو څخه ګڼل کيږي دمولوی عبدالواسع شهید زوی، دمولوي عبدالرؤف خاکی لمسﺉ، دمولوي عبدالرحیم کړوسﺉ اود حبو اخوندزاده کوډﺉ دی . نوموړی د1319هجری ق کال دروژې میاشتي پر 20 نیټه پیداسوی دی .

عبدالخالق واسعي دخپلي زمانې مروجه علوم له پلار څخه ترلاسه کړه اوتر هغه وروسته یې دقضاتو په ښوونځۍ اوګنج ښوونځۍ کي دښوونکي په توګه دنده اجرا کړه . مولانا واسعی ددې دندو سربېره دپښتو مرکې غړۍ هم وو چي وروسته دکندهار په ادبي انجمن کي غړیتوب ورکول سو . د ادبي انجمن په هاخوا عبدالخالق واسعي ځیني نوري وظیفې هم سرته رسولي دي اوپه څو کلونو کي یې دومره پرمختګ وکړ چي اخرپه مشرانو جرګه کي دکندهار ولایت انتصابي سناتور وټاکل سو .

له ټولو رسمي کارونو وروسته مولانا عبدالخالق واسعی بیرته خپل پلرني ټاټوبي کندهار ته ولاړی اوهلته یې د قرآن کریم دحفظ سره یوځای دمسجد امامت هم په غاړه واخیست . مولانا په عربي ژبه کي ځانګړی مهارت درلودی اوله یادي ژبي څخه یې یوشمېر اثار هم ژباړلي دي .

مولانا عبدالخالق واسعي د1360 لمریز کال په وروستۍ ورځ د کابل په ابن سینا روغتون کي له دې نړۍ سترګي پټي کړې او وفات سو . جنازه یې سبا ورځ چي د 1361 لمړی نیټه ګڼل کیږي دکابل په شهداء صالحینو کي خاورو ته وسپارل سوه .

ليکلي آثار[سمول]

  1. تاليف
  2. پښتو خود آموز
  3. پښتني دودونه
  4. بشپړه ويناوې
  5. د روح الاجتماع ژباړه
  6. نړۍ په دوه زرم کال کې
  7. شخصيت څنگه وده کوي
  8. د روح التربيه ژباړه
  9. د روح الاعتدال ژباړه
  10. علم النفس او د هغه اغېزې په ښوونه او روزنه کې
  11. د الصحافه پښتو ژباړه
  12. د حصون حميديه پښتو ژباړه