عارف تبسم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عارف تبسم (زوکړه د ۱۹۷۲ زېږدي کال د ډيسمبر ۱۲، سويلي پښتونخوا، لورالايي) د پښتو ژیې شاعر او ليکوال دی.

مخينه[سمول]

عارف تبسم د حاجي شير افضل خان زوی، د ۱۹۷۲ ميلادي کال د ډيسمبر د مياشتي پر ۱۲ نېټه د سويلي پښتونخوا د لورالايي د بوري په کلي کي زېږېدلی دی. نوموړي لومړنۍ زده کړي په . . . . . کې پيل کړې او بيا . . . . لوړي زده کړي يې په نړيوالو اړيکو او انگرېزي ادبياتو دواړو کي د MA تر کچې کړې دي.

عارف اوسمهال د سويلي پښتونخوا په کوټه کې اوسي او له يوې نړيوالي موسسې سره پر دنده بوخت دی.


د شعر بېلگې يې[سمول]

غزل په خپل خزان ژوند کې سپرلی پالمه - گل يم له ځـان سره ازغی پالمه

ستا په غـم زه په ځان کې ود ړدېږم - خپله سينـه کې ستا زړگی پالمه

هر وخت له ما سره په جنگ اخته وي - پـه ځـان کې څــرنگـه سـړی پالمه

خپلوي او مينه مې فطـرت ځکــه ده - پــه خپـلـه وينه کـې بـوری* پالمه

نه بـدلـومه د بابا قــدرونه - خپـله درۍ، خپــل نغــری پالمه

چيري به بيا د حــق اذان پــورته کړي - په زړه کـې تل بېﻻل ژوندی پالمـه

پر شـونـډو باندې تبسـم نه لرم - بـې تا ژوندون لکـه نيـمی پالمـه

غزل

څراغ راواخلو، په تيارو کې په مزل پسې ځو - موږ ټوله شپه لټون کوو، د لمر په پل پسې ځو

زموږ ﻻرښوونکو زموږ د زيار وقدر نه دی کړی - ځکه خو خپل کاروان پرېږدو او موږ په بل پسې ځو

د خوشبويي دښمني گرانه شوله دومره چې اوس - د پسرلي د جنگ د پاره موږ په گل پسې ځو

دراست روی هيله به اوس له ځانه څنگه ساتو - درُخ ملگري يو، خو ستا د زلفو ول پسې ځو

شايد چې خلگ له ايمانه څخه ستړي شولو - اوس په ښکاره نارې وهي چې موږ په غل پسې ځو

د يوې کونډې ماشومان په سپېدو پورته شولو - وايي مورکۍ موږ د اتامو په تکل پسې ځو

چاوشړلې خوشحاليانې له دې ښاره څخه - که خنداغواړو، تبسم سره به مل پسې ځو

چاپي نښيرونه يې[سمول]

١- گلوبلائزېشن اور مادري زبانين، (اوردو ژبه)، (ترتيب)، د ۲۰۰۴ ز کال چاپ.

٢- آزادي کې پهلی کرن (د امان الله خان هوتک د کتاب «د خپلواکۍ لمرڅرک» اردو ژباړه، د ۲۰۰۵ ز کال چاب.

٣- د لمر پل (لومړۍ پښتو شعري ټولگه)، د ۲۰۰۶ ز کال چاپ.

۴- پښتو ادب او نړيوال کلی (پښتو نثري ټولگه)، د ۲۰۰۷ ز کال چاپ.

۵- مات گامونه (شعري ټولگه)، د اسلام اباد چاپ.

۶- پښتو ادب او امن (له ارسلا خان کاکړ او سلطان زخپېل سره مرتب شوى).

اخځليک[سمول]

۱- https://larawbar.net/335.html#.X6EV59SF5kh Archived 2021-05-07 at the Wayback Machine.

۲-https://www.taand.com/%D9%86%D9%88%D9%8A-%DA%86%D8%A7%D9%BE-%D8%B4%D9%88%D9%8A-%DA%A9%D8%AA%D8%A7%D8%A8%D9%88%D9%86%D9%87-%D8%A8%D8%A7%D8%B1%DA%A9%D9%88%D8%A7%D9%84-%D9%85%D9%8A%D8%A7%D8%AE%DB%90%D9%84/‎