ظریف الله خان جمالي
میر ظریف الله خان جمالي (په اردو ژبه: میر ظفراللہ خان جمالی؛ زوکړه د ۱۹۴۴ کال د جنوري لومړۍ-مړينه د ۲۰۲۰ کال د ډېسمبر ۲یمه) یو پاکستانی سیاستوال چې د پاکستان د ۱۵م لومړي وزیر په توګه يې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۴ کال پورې خدمت وکړ. هغه لومړنی او یوازینی لومړی وزیر و چې د پاکستان له بلوچستان سیمې سره یې تړاو درلود.
جمالي په اصل کې د پاکستان د خلکو ګوند (PPP) له ملاتړو څخه و، په ۱۹۷۰ کال کې د پوځي قومندان رحیم الدین خان په مشرۍ له بلوچستان څخه په سیاست کې راڅرګند شو. هغه د نواز شریف د دولت د یوې برخې په توګه په ملي څېره بدل شو او د دوو غیر متوالي/ نه پرلپسې (د ۱۹۸۸ کال له جون-ډېسمبر او د ۱۹۹۶ له نوامبر - د ۱۹۹۷ کال فبرورۍ) دورو لپاره د بلوچستان اعلی وزیر و. که څه هم هغه د پاکستان د مسلم لیګ ګوند (PML) له لوړ پوړو مشرانو او د نواز شریف له باوري/اعتمادي کسانو څخه و، د جمالي او شریف تر منځ اړیکې سړې شوې او جمالي د ۱۹۹۹ کال تر کودتا وروسته د جنرال پرویز مشرف په مشرۍ د پاکستان له مسلم لیګ (ق) سره یوځای شو. د ۲۰۰۲ کال په عمومي ټاکنو کې وروسته له دې چې د هغه ملاتړو او همکارانو له هغه څخه د ملاتړ لپاره د ګوند کرښې ماتې کړې جمالي په خپله بولۍ کې د لومړي وزیر بست ته بریالی شو. جمالي د ۲۰۰۲ کال د نوامبر په ۲۱مه د معین-پاکستان ۱۳م لومړی وزیر وټاکل شو. هغه د ۲۰۰۲ کال په نوامبر کې لوړه وکړه، تر هغه چې په ناڅاپي ډول يې په ۲۰۰۴ کال کې خپله استعفا اعلان کړه.[۱]
د ژوند لومړي کلونه او زدهکړې[سمول]
جمالي د ۱۹۴۴ کال د جنوري په لومړنۍ نېټه په یوه سیاسي، مذهبي او د املاکو څښتنه کورنۍ کې د بریتانیوي هند سترواکۍ د بلوچستان د عالي کمېشنرۍ په روجهان کلي کې چې اوس مهال د ناصر اباد ولسوالۍ په نوم یادیږي د پاکستان په بلوچستان کې نړۍ ته راغی. [۲][۳][۴]
جمالي خپلې لومړنۍ زدهکړې د مري په لارنس کالج کې او د اې/A (لېسې) کچې زدهکړې يې د لاهور په ایچیسن کې پای ته ورسولې. جمالي پهخپل وخت کې د هاکي ستر لوبغاړی و. وروسته يې په یوه دولتي کالج کې د لیسانس کچې زدهکړې وکړې. او هغه په ۱۹۶۵ کال کې له پنجاب پوهنتون څخه د سیاسي علومو په برخه کې خپله د ماسترۍ درجه ترلاسه کړه. [۵][۶][۷]
سیاسي دنده[سمول]
جمالي خپل سیاسي فعالیت له ۱۹۷۰ کال څخه پیل کړ او له PPP سره یوځای شو. جمالي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۰ کال کې د پاکستان په عمومي ټاکنو کې ګډون وکړ خو په هغه کې يې ماته وخوړه. [۸][۹]
هغه په ۱۹۷۷ کال کې د پاکستان په عمومي ټاکنو کې د PPP له یو ټیکټ سره د بلوچستان ولایتي اسامبلۍ ته وټاکل شو. هغه په بلوچستان کې د نواب خان بارزوي په ولایتي کابینه کې د ولایتي وزیر په توګه منصوب شو. هغه د لنډې مودې لپاره د خوړو، معلوماتو، قانون او پارلماني چارو ریاستونه پر غاړه لرله. [۱۰][۱۱][۱۲]
د جنرال ضیاء الحق لهخوا په پاکستان کې د پوځي حکومت تر وضع کولو وروسته هغه له جنرال ضیاء الحق سره متحد شو. جنرال ضیاء الحق جمالي په فېدرال کابینه کې د دولت د وزیر په توګه وګوماره. [۱۳]
جمالي د ۱۹۸۵ کال په عمومي ټاکنو کې د ناصراباد له ټاکنیزې حوزې څخه د پاکستان د ملي اسامبلۍ د استازي په توګه وټاکل شو او د جونجو فېدرال کابینې ته یې لار ومونده او د اوبو او برېښنا د فېدرال وزیر په توګه وټاکل شو. [۱۴][۱۵]
جمالي په ۱۹۸۸ کال کې له جونجو دولت څخه د جنرال ضیاءالحق تر ګوښه کېدلو وروسته د بلوچستان د سرپرست وزیر په توګه وګومارل شو. [۱۶]
جمالي په ۱۹۸۸ کال کې د پاکستان په عمومي ټاکنو کې بیاځلي د ولایتي اسامبلۍ د غړي په توګه وټاکل شو او د بلوچستان اعلي وزیر وټاکل شو. [۱۷][۱۸]
هغه په ۱۹۹۴ کال کې او بیاځلي په ۱۹۹۷ کال کې د پاکستان د سنا مجلس د غړي په توګه وټاکل شو. [۱۹]
جمالي په ۱۹۹۰ کال کې د پاکستان په عمومي ټاکنو کې د ملي اسامبلۍ چوکۍ ته نوماند شو، خو د خلکو ګوند د نوماند له خوا يې ماته وخوړه. [۲۰][۲۱][۲۲]
هغه په ۱۹۹۳ کال کې د پاکستان په عمومي ټاکنو کې د PML له ټیکټ سره بیاځلي د ولایتي اسامبلۍ لپاره وټاکل شو او د PPP یو نوماند ته يې په دې ډګر کې ماته ورکړه. جمالي په ۱۹۹۷ کال کې بیاځلي د بلوچستان د سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو. [۲۳]
د پاکستان لومړی وزیر[سمول]
جمالي د ۲۰۰۲ کال په جولای کې د پاکستان د مسلم لیګ (ق) له اتحادیې سره چې د پاکستان له مسلم لیګ څخه بېله شوې وه یوځای شو. [۲۴]
هغه په ۲۰۰۲ کال کې د پاکستان په عمومي ټاکنو کې بیاځلي د پاکستان د ملي اسامبلۍ د غړي په توګه وټاکل شو. [۲۵]
جمالي د ۲۰۰۲ کال په نوامبر کې د لومړي ځل لپاره له ۳۴۲ چوکیو څخه د ۱۸۸ رایو په ترلاسه کولو له ساده اکثریت سره د پنځو کلونو لپاره د پاکستان د ۱۳م لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. هغه لومړنی بلوچستانی سیاستوال و چې لومړی وزیر وټاکل شو. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
دا چې هېڅ ګوند انحصاري واک نه درلود، د لومړي وزیر په توګه د هغه ټاکل کېدل تر څو اونیو مذاکرې وروسته وشول. هغه له MQM (د پاکستان متحد قومي غورځنګ)، MMA (د عمل متحد مجلس)، PPPP (د پاکستان د خلکو ګوند پارلمان) او د پاکستان له مسلم لیګ څخه بېلې شوې (ق) اتحادیې سره یو ایتلافي دولت رامنځته کړ. هغه له دوه ګوندي دیموکراسۍ څخه څو ګوندي دیموکراسۍ ته د پاکستان پر انتقال نظارت کاوه. [۳۱]
بهرنی سیاست[سمول]
جمالي په ۲۰۰۴ کال کې له افغانستان څخه لیدنه وکړه، چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د دولت تر نسکورېدو وروسته چې د پاکستان متحد و، له افغانستان څخه د پاکستاني لوړ پوړي چارواکي لومړنۍ لیدنه وه. جمالي له حامد کرزي څخه د افغانستان د ولسمشر په توګه ملاتړ وکړ او هغه ته يې ډاډ ورکړ چې دواړه هېوادونه به له سوداګرۍ نیولې تر ترویزم په هره برخه کې سره همکار وي. جمالي د ۳۰۰ بسونو، لاریو او افغان زدهکوونکو ته د تحصیلي بورسونو ورکړې او په افغانستان کې د سړکونو، رېل پتلۍ او روغتونونو په پروژو کې د همکارۍ ژمنه وکړه. [۳۲]
جمالي د ۲۰۰۳ کال په اکتوبر کې له متحده ایالاتو څخه لیدنه وکړه او له ولسمشر جورج ډبلیو بوش سره یې لیدنه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د ترویزم خلاف جګړه کې له متحده ایالاتو څخه ملاتړ کوي. [۳۳]
جمالي ژمنه وکړه چې د بست او تر مناقشې لاندې کشمیر سیمه کې تر اوربند او د سولې هوکړه لیک ترلاسه کولو وروسته به له هند سره اړیکې ورغوي. هغه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ښه کولو او هغه کړکېچ د کمولو لپاره چې په ۱۹۹۰یمې لسیزې په بهیر او د ۲۰۰۰ مې لسیزې په لومړیو کې رامنځته شوی و، یو ځانګړی استازی ولېږه. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
استعفا[سمول]
جمالي د ۲۰۰۴ کال په جون کې له پرویز مشرف سره تر یوې درې ساعته لیدنې وروسته په ناڅاپي ټوګه استعفا ورکړه او د دولتي سیاستونو په پلي کولو کې د مشرف او جمالي تر منځ د اړیکو پر ترینګلتیا ګونګوسې موجودې وې. د رسنیو د راپورونو پر اساس استعفا هغه مهال حتمي شوه چې مشرف د جمالي له عملکرد او د مشرف د غوڅو سیاستونو له تاییدولو څخه ناراضه شو. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]
د عمل متحد مجلس په لومړیو کې حیران شو؛ د اصلي جریان ګوندونو د جمالي استعفا «اجباري او دیموکراسۍ ته [سپکاوی]» او د «راتلونکې لپاره بد» وبلل. جمالي له خپل حیرانوونکې اعلان سره کابینه منحل کړه او د خپل ګوند رئیس شجاعت حسین يې د لنډمهالي لومړي وزیر په توګه اعلان کړ. د هغه تر استعفا څو اونۍ وروسته دا روښانه شوه چې د هغه استعفا له حسین سره د اړیکو د ترینګلوالي له امله وه. [۴۴][۴۵][۴۶]
تر لومړي وزیرتوب وروسته[سمول]
جمالي تر خپلې استعفا وروسته د چمن پر سر د هاکې ډګر ته لاړ. هغه په ۲۰۰۴ کال کې د پاکستان د هاکي فېدراسیون رئیس شو او ژمنه يې وکړه چې د پاکستان د هاکي فېدراسیون پر لار کې موجوده ستونزې به حل کړي او د چمن پر سر هاکې لوبې په برخه کې به د پاکستان د نارینهوو ملي لوبډله ورغوي. هغه مخکې د پنجاب ایالت لپاره لوبېده، د ۱۹۸۴ کال د اوړنیو المپیک سیالیو د رئیس په توګه يې دنده ترسره کړه او د ملي ټيم ستر ټاکونکی و. [۴۷][۴۸][۴۹]
سرچينې[سمول]
- ↑ . Who were shortest-serving Prime Ministers of Pakistan?. Pakistan, Our Stories
- ↑ (په 29 October 2009 باندې). Profile: New Pakistani Prime Minister Mir Zafarullah Khan Jamali – 2002-11-22. VOA.
- ↑ (په 26 June 2004 باندې). Profile: Zafarullah Jamali. BBC Pakistan
- ↑ (په 1 December 2002 باندې). The Prime of Mr Jamali. Newsline.

- ↑ (په 3 December 2020 باندې). Zafarullah Jamali — a politician of reason and accommodation. Dawn.

- ↑ "Senator Mir Zafarullah Khan Jamal". Senate Secretariat of Government of Pakistan. Senate of Pakistan. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ ډيسمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسينېټه ۲۵ مې ۲۰۱۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 26 June 2004 باندې). Profile: Zafarullah Jamali. BBC Pakistan
- ↑ (په 1 December 2002 باندې). The Prime of Mr Jamali. Newsline.
- ↑ (په 1 December 2002 باندې). The Prime of Mr Jamali. Newsline.
- ↑ (په 3 December 2020 باندې). Zafarullah Jamali — a politician of reason and accommodation. Dawn.
- ↑ . NA-266 Results. Geo News.
- ↑ (په 31 December 2002 باندې). Pakistan Prime Minister Wins Parliamentary Vote of Confidence.
- ↑ (په 24 November 2002 باندې). Jamali, cabinet take oath: PPP, PML-N abstain from ceremony. Dawn.
- ↑ (په 29 October 2009 باندې). Profile: New Pakistani Prime Minister Mir Zafarullah Khan Jamali – 2002-11-22. VOA.
- ↑ (په 26 June 2004 باندې). Profile: Zafarullah Jamali. BBC Pakistan
- ↑ (په 1 December 2002 باندې). The Prime of Mr Jamali. Newsline.
- ↑ (په 31 December 2002 باندې). Pakistan Prime Minister Wins Parliamentary Vote of Confidence.
- ↑ (په 13 January 2004 باندې). Pakistan's Premier Visits Afghanistan and Pledges Cooperation.
- ↑ (په 2 October 2003 باندې). Bush, Jamali vow to fight terrorism: Kashmir, Afghanistan discussed. DAWN.COM.
- ↑ (په 31 December 2002 باندې). Pakistan Prime Minister Wins Parliamentary Vote of Confidence.
- ↑ (په 28 April 2004 باندې). Pakistan sincere in talks with India: Jamali. DAWN.COM.
- ↑ (په 31 October 2003 باندې). Measures helping normalize relations, says Jamali. DAWN.COM.
- ↑ (په 14 January 2004 باندې). Relations with India to improve: Jamali – Exchange of delegations. DAWN.COM.
- ↑ (په 24 November 2003 باندې). Pakistan to Begin Cease-Fire in Kashmir.
- ↑ (په 23 May 2003 باندې). Envoy to Delhi not yet named: Jamali. DAWN.COM.
- ↑ . Pakistan's Prime Minister Resigns. Voice of America.
- ↑ (په 27 June 2004 باندې). Pakistan Premier Resigns, Replaced by General's Ally. The New York Times.
- ↑ . Jamali resigns as Pakistan's Prime minister.
- ↑ . Jamali resigns as Pak premier – The Economic Times. The Economic Times.
- ↑ (په 27 June 2004 باندې). Jamali's resignation shocks MMA.
- ↑ (په 27 June 2004 باندې). Jamali's Resignation Bad for Democracy, Say Pakistani Expats.
- ↑ (په 28 June 2004 باندې). Pak parties flay Jamali's 'forced' resignation.
- ↑ (په 11 March 2007 باندې). Former PM Jamali named PHF president. The Nation
- ↑ . Jamali appointed PHF president. www.thenews.com.pk.
- ↑ . Jamali set to be new PHF president. The Nation.