طوفان عمری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شهید څارنوال طوفان عمري ژوند لیک!

طوفان عمري په 1368 ه ش کال کې د سنبلې په 24 نیټه پلازمېنه کابل کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، طوفان عمري د پکتیا ولایت مرکز ګردیز د ممړۍ کلي د ضیأخیلو د قوم څخه وو، نیکه یې کرنیل محمد عمر خان چې هغه وخت نظامې افسر وو، خو په ځوانۍ کې په شهادت رسیدلی وو.

د مور له خوا نیکه یې حاکم محمد کاظم خان چې په هغه وخت کې د بامیانو حاکم وو او اصلآ د لغمان ولایت د عمرزیو د کلي د صافي له قوم څخه وو.

د شهید طوفان عمري پلار پوهنوال دیپلوم انجنیر محمد الله یار عمری دی، چې د تخنیک اکاډمۍ پخوانی استاد وو، طوفان عمري د خپلې کورنۍ شپږم اولاد و، چې تر هغه وړاندې درې خویندې او دوه مشران وروڼه ول.https://8am.media/wp-content/uploads/2021/08/tofan.jpg

د طوفان عمری ماشومتوب:

کله چې هغه ۴۰ ورځې عمر درلود کورنۍ روسیه ته کډه شوه. طوفان عمري خپل ماشومتوب او نوې ځواني یې په کورنۍ جګړه کې تیر شول، د افغانستان د کورنۍ جګړو پرمهال د پاکستان هیواد ته کډوال شول او دوه کاله یې هلته تیرکړل.

د څارنوال طوفان عمري د ماشومتوب څخه داسې فکر کیده، چې هغه یو لایق، هوښیار، زیارکښه او غیرتي ځوان هلک وو. هغه کار زیار وویسته وروڼه او کورنۍ یې تل د هغه وړتیا او کاري ځواک ته حیران ول، له همدې امله د دوستانو په منځ کې د سهراب په نوم مشهور وو، سره له دې چې وروڼه ترې مشران ول ولې د هغه کاري وړتیا له اساسه په پنځه کلنې په عمر کې د حصه اول شاه شهید په نوم په لومړي ښوونځي کې شامل شو، وروسته له هغې په انصاري لېسه کې خپل درسونه په بریالیتوب سره ترسره کړل، لا طوفان عمري چې د ښوونځي زده کوونکی و دوه مشران وروڼه او یوه مشره خور یې په مطبوعاتي څیړنو او خدمتونو بوخت ول، چې ورور یې د پکتیاغږ خپلواک نشراتي مرکز بنسټګر او موسس اروښاد محمد ضیا آرمان عمري او مشره خور یې ایوا عمري احمدزۍ د پکتیاغږ او ښځو غږ راډیوګانو امتیاز خاونده ده، چې پدې وخت کې شهید زحل پښتونیار عمري د پکتیاغږ راډیو مرستیال وو.

طوفان عمري له پخوا څخه د مطبوعاتو، خبریالۍ او رسنیو سره یې ځانګړې علاقه درلوده، چې د ضیأ آرمان عمري په مرسته یې چاپي اونیزه جګړ په نوم د طوفان عمري په امتیاز تاسیس کړه او ترڅنګ یې غږیزه رسنۍ د څرک راډیو په نوم په لوګر ولایت کې هم تاسیس کړه، چې یادو ټولو رسنیو د پکتیاغږ خپلواک نشراتي مرکز په چوکاټ کې نشراتي فعالیتونه ترسره کول، سره له دې چې د سختو امنیتي خطرونو سره مخامخ شول، بیا هم د خلکو د اذهانو د روښانولو لپاره خپل دندو ته یې دوام ورکړل، طوفان عمري د ژورنالیستیکي فعالیتونو ترڅنګ د حقوقو او سیاسي علومو سره ځانګړې مینه درلودله همغه وو، چې د کانکور آزموینې څخه وروسته د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته بریالی شو. لا طوفان عمري محصل وو، چې ضیأ آرمان عمري له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې له دې څخه وروسته طوفان عمري په ژوند کې یو بل غټ طوفان رامنځته شو هغه دا چې د ټولې کورنۍ او مطبوعاتي مسؤلیتونه پر غاړه شول، سره له دې چې د ډیری ستونزو سره مخامخ وو بیایې هم په ۱۳۹۹ کال کې د یونف پوهنتون د ماسترۍ برنامې ته لاره پیدا کړه او د دوه کالو په موده کې خپلې زده کړې بشپرې او دیپلوم یې ترلاسه کړ.

د شهید څارنوال طوفان عمري دندې:

۱: د پکتیاغږ نشراتي مرکز رئیس و، چې اړوند یې د پکتیاغږ راډیو، ښځوغږ راډیو، څرک راډیو، پکتیاغږ اونیزه، جګړ اونیزه او د پکتیاغږ فرهنګي بنسټ.

۲: پکتیا ولایت د ژورنالیستانو شورا رئیس.

۳: هشت صبح ته د راپور ورکولو د جنوب ختیځ زون  رئیس.

۴: د ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ارزونې رئیس د نۍ دفتر لخوا.

۵: د جنوب ختیځ زون د خبریالانو د ټولنو د سولې مشورتي بورډ رئیس.

۶: دولتي دنده په یوه مهمه او کلیدي اداره کې.

وروسته له هغې چې د افغانستان امنیتي حالات خراب شول، طوفان عمري خپل رسنیزو او رسمي وظایفو ته دوام ورکړ، چې ورسره یې خپله خور ایوا عمري احمدزۍ او ورور زحل پښتونیار عمري سره یوځای فعالیتونو ته ادامه ورکړه، د هغه وروسته د امنیتي ستونزو له کبله یې مشره خور د هیواد څخه بهر سفر وکړ، په ۱۳۹۹ کال کې یوه بله غمیزه رامنځته شوه، چې د پکتیاغږ مرستیال زحل پښتونیار عمري د وطن او خلکو دښمنانو له لاسه په شهادت ورسیدو، چې د دې پیښې په رامنځته کیدو سره د څارنوال طوفان عمري نور مسؤلیتونه هم زیات شول او د خپلو وروڼو څلور یتیمان هم ور ترغاړې شول، طوفان عمري د دې ترڅنګ یو سخاوت مند پرکاره او هڅانده ځوان وو، چې د خلکو سره به یې مادي او معنوي مرستې کولې، دوستان او خپلوانو سره یې ډیر ښه سلوک درلوده او ټول خلک د طوفان عمري څخه خواږه خاطرات په زړه کې لري.

طوفان عمري د نورو بوختیاوو ترڅنګ په جنوب ختیځ زون کی د هشت صبح خبریال په توګه او د پکتیا ولایت د ژورنالېستانو شورا د رئیس په توګه دندې ترسره کړې، د شپې به یې راپورونه او مقالې لیکلې او یوازې څلور ساعته خوب به یې کولو، ولې په ډیرې خواشینۍ سره متاسفانه د ۱۴۰۰ هجرې لمریز کال د اسد د میاشتې په ۱۷ نیټه ماسپښین مهال ُد خلکو او هیواد د دښمنانو لخوا په داسې حال کې چې د دندنې څخه د کور په لور روان وو د کابل--بګرام لویې لارې په اوږدو کې د ده سبز په سیمه کې په شهادت ورسول شو او د تل لپاره یې د دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

اناالله و انا الیه راجعون

د شهید طوفان عمری څخه یو کشر ورور یې چې سمندر عمري نومیږي د ژورنالیزم پوهنځي څخه فارغ هم دی، د پکتیاغږ خپلواک نشراتي مرکز کې د خبریال په توګه دنده ترسره کوي.

شهید څارنوال طوفان عمري د بیلابیلو ارګانونو او حتی د جمهور رئیسانو لخوا زیات شمیر تقدیرنامې ترلاسه کړي دي. طوفان عمري مسکو، تاجکستان، هند ته سفرونه هم کړي وه.

روح یې ښاد، په ګور یې نور او یاد یې تلپاتې اوسه.https://www.darivoa.com/amp/afghan-journalist-killed-in-gunmen-attack/5995035.html