طبله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
طبلې د کلاسيکې موسيقۍ عالې

طبله د موسيقۍ يوه نومېرلې د ټکولو ، درزولو عالو له کتاره عاله ده . دا د سوېلي اسيا اوهند شاوخوا سيمو يا برصغير کې کلاسيکې ، يا لرغونې موسيقۍ او صوفي وزمه موسيقۍ کې کارېدونکې عالې دي .دا يوه جوړه (غبرگې) گردی سر لرونکي عالې دي چې په کچ او مېچ کې هم توپير لري . دطبلې کلمه له عربي ويکي څخه راوتې ده چې مانا ېې ډهول وزمه راوځي . د طبلې غږول يا وهل يو ځانگړی د گوتو او ورغوي هنري استعداد غواړي چې راز راز غږونه ترې راوځي . د طبلې د غږ پوهنې لپاره يو ځانگړی ترتيب جوړ شوی چې له مخې ېې تالونه پرله پسې تکرارېږي چې ورته هندي يا اوردو کې بول وايي . په هند کې د طبلې د زده کړې پر مهالښوونکي ېې لاسونه پړقولوي او د همدې پړقېدو په بیا بیا تکرار سره د زده کوونکي پام د غږ سمولو خواته سيخوي .

200 BC carvings from at Bhaje caves, Maharashtra, India showing a woman playing Tabla and another dancer performing.