طاهر اپريدی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
طاهر اپريدی

طاهر اپريدی (4 د جنوري، 1939 ز. - ) (په انگرېزي: Tahir Afridi) د پښتو ژبې يو وتلی افسانه ليکونکی، شاعر او ډرامه ليکونکی دی. هغه د عدل، پلوشه او جرس په نامه د چاپي رسنيو پازوال هم پاتې شوی. هغه په اردو ژبه هم ليکوالي کوي او يو شمېر افسانې يې په دې ژبه هم چاپ شوي.

مخينه

طاهراپريدی د جنورۍ په څلورمه نېټه کال ۱۹۳۹ کې د ښاغلي مير اکبر خان کره سترگې پرانستې دي ـ د قام قبيلې په لحاظ د بوړه نومې کلي ژواکی اپريدی دی ـ د معاشي ژوند په لړ کې د ډېر مودې راهسې کراچۍ کې مېشت دی ـ په خپل خاندان کې بس يک يوازې د ادبي ذوق څښتن دی.

ليکوالي

طاهر اپريدي په لومړيو ورځو کې شاعري کوله خو د کال ۱۹۶۲ راهسې يې په نثري ادب گوتې ورپورې کړی دي او نن سبا د پښتو ژبې يو مشهور افسانه ليکونکی دی ـ ځېنې افسانه ليکونکي نوموړی د علامتي افسانې امام بولي ـ طاهر اپريدی په اردو ژبه افسانې او يو هم کښلي دي ـ طاهر د خپلو افسانو تيگه د پښتنې ټولنې په چاپيريال او کلتور ايښې ده ـ

طاهراپريدی د دروېش ضمير څښتن دی،په افسانوي ژبه کې د معاشرې د خرابو کړونو اود طبقاتي نظام په سختو ټکو کې غندنه کوي ـ نوموړي د دغو خاميانو د ژرړو وېستلو دپاره يې تل خپل قلمی جهاد ته ادامه ورکړی ده ـ

چاپ شوي آثار

طاهر اپريدي د پښتو افسانو سره سره سفرنامې ،رپورتاژونه او ناولونه هم ليکلي دي ـ دطاهراپريدي چاپ شوي کتابونه دادي ـ

  1. د محلونو خوا کې افسانې
  2. پاڼې پاڼې افسانې
  3. سفرپه خېر سفرنامه
  4. لاره کې ماښام افسانې
  5. سفرمدام سفر سفرنامې
  6. ديدن اردو افسانې
  7. جانان مې قطرته روان دی رپورتاژ
  8. گوتې قلم ته په ژړا شوې مرتب
  9. بيا هغه ماښام دی افسانې
  10. کاڼو کې رگونه ناول
  11. نورخوبونه نه وينم افسانې
  12. لاړ شه پېښور ته رپورتاژ
  13. په زنځير تړلی خوب افسانې
  14. ځه چې ځو کابل ته رپورتاژ
  15. تيري انکهېن خوبصورت هېن اردو ناول
  16. د څو لحظو لويه کيسه افسانې
  17. تربوزک ناولټ
  18. موده پس اشنا راغلی افسانې

ناچاپه اثار

  1. ادبي پاڼې
  2. تاسره خبرې