منځپانگې ته ورتلل

شکیبا هاشمي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
شکیبا هاشمي
شکیبا هاشمي
شکیبا هاشمي

د شخص مالومات
پيدايښت ۲۰ می ۱۹۷۴[۱]
کابل   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت افغانستان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک مبارز ،  ليکوال   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه فرانسوي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ

شکیبا هاشمي (د ۱۹۴۷ ز کال د مۍ په ۲۰مه زېږېدلې) یوه افغان فیمینیسټ او لیکونکې ده. نوموړې لومړنۍ افغانه مېرمن وه چې په ۲۰۰۱ز کال کې یې د ډیپلومات لقب خپل کړ. نوموړې د ازاد افغانستان د نادولتي سازمان مشره او بنسټ اېښودونکې ده. 

وړکتوب او لوړې زده کړې

[سمول]

شکیبا هاشمي په ۱۹۴۷ز کال کې په کابل کې زېږېدلې. نوموړې په ۱۹۸۶ز کال کې د شوروي له خوا د افغانستان د اشغال په درشل کې له افغانستان څخه مهاجره شوه او په ۱۱ کلنۍ کې فرانسې ته ولاړه. نوموړې خپلې لوړې زده کړې په پاریس کې په سوداګریز پوهنتون École supérieure de commerce کې پای ته ورسولې.

د ښځو د حقونو فعاله او ډيپلوماته

[سمول]

شکیبا هاشمي، په ۱۹۹۶ ز کال کې د طالبانو د رژیم تر چتر لاندې د افغان ښځو او جنکیو د حقونو د وضعیت د خرابوالې په غبرګون کې د آزاد افغانستان سازمان جوړ کړ. په تیرو څه باندې ۲۰ کلونو کې د آزاد افغانستان د سازمان موخه دا وه تر څو په کلیوالي سیمو کې د زده کړې، روغتیا او مسلکي زده کړو ته د افغان ښځو او جنکیو لاسرسی اسانه کړي تر څو هغوی وکولای شي په خپل ژوند کې خپلواکې واوسي او همداشان وکولای شي چې نړۍ د افغان ښځو د ژوندانه له حالت څخه خبره کړي. دغه سازمان همداشان د ۱۰ کلونو لپاره د روز تر نوم لاندې یوه مجله چاپوله، چې د هېواد په کچه لومړنۍ ښځینه خپرونه وه.

شکیبا هاشمي په اروپا او د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغانستان په اړه د لاندنیو ګڼو فعالیتونو د پر مخ وړلو په حال کې ده: رسنیز کمپاینونه، له شرکتونو، سیاسي څېرو او نهادونو (د ملګرو ملتونو د وخت له عمومي منشي کوفي عنان سره کاري ډلې، په ILO او UNHCR کې په جینیوا کې د ښځې په ورځ افتخاري میلمنه) سره لابي ګري کول.

د افغانستان په لنډمهاله حکومت کې لومړنۍ ښځینه افغانه ډيپلوماته، نوموړې د ۲۰۰۲ ز کال په جنوري کې په اروپايي ټولنه کې د افغانستان د لومړنۍ سفیرې په توګه وګومارل شوه. نوموړې د کابل حکومت له خوا د ۲۰۰۵ ز کال د جولای په میاشت کې د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال د ځانګړې سلاکارې او د ملي اولویت لرونکو پروژو د مسوولې په توګه وګومارل شوه. نوموړې د ۲۰۰۷ ز کال په مارچ کې د ولسمشر حامد کرزي له خوا په پاریس کې د سفیرسلاکارې په توګه وټاکل شوه. په ۲۰۰۹ز کال کې د افغانستان په حکومت کې د روان فساد له امله له خپلې دندې استعفا ورکړه.

نوموړې په ۲۰۰۹ ز کال کې له ماري فرانسواز کولومباني سره د ایپوک کونسل (Epoke Consel) په نوم مشورتي شرکت جوړ کړ، تر څو په فرانسه کې د ښځو او نارینه وو تر منځ برابري دود کړي. مېرمن شکیبا همداشان د CH په نوم مشورتي شرکت جوړ کړ چې په شرکتونو کې یې د ښځو د دریځ اړوند ټولنیزې پروژې په تخصصي بڼه سره طراحي او مطالعه کولې. نوموړې همداشان د ۲۰۱۹ ز کال د مارچ په میاشت کې د لوګزامبورګ د ستر دوشس (Grand Duchess of Luxembourg) سره د «ودریږئ، خبرې وکړئ او جګې شئ» تر نوم لاندې په یوه نړیوال کنفرانس کې د ستراتیژئ د سلاکارې په توګه دنده تر سره کړې، تر څو د لوګزامبورګ په ماتیدونکې چاپېریال کې جنسي زورزیاتي ته د پای ټکی کېږدي. دغه کنفرانس د موږ د جګړې وسله نه یو او د ډینیس مکویګي د بنسټ په همکارۍ تر سره شو. [۲][۳][۴][۵]

آثار

[سمول]

مېرمن شکیبا هاشمی د بېچاره کابل د خاطراتو (L'Insolente de Kaboul) د کتاب لیکواله ده چې په ۲۰۱۲ ز کال کې چاپ شو.  نوموړې له صدیقې مسعود سره په ګډه د احمدشاه مسعود؛ د صدیقه مسعود روایت (Pour l'Amour de Massoud) کتاب لیکواله ده چې په ۲۰۰۵ ز کال کې چاپ شو او د پریکس ویریټي (Prix Vérité) جایزه یې تر لاسه کړه. نوموړې همداشان له لطیفې سره د Visage volé, avoir 20 ans à Kaboul  کتاب په ګډه لیکلی دی. [۶][۷]

شکیبا هاشمي د خپل مسلک په ترڅ کې د ښځو او بشر د حقونو پر وړاندې د خپل کار له امله ګڼ شمېر جایزې تر لاسه کړې دي:

  • ۲۰۱۹: د La France s'engage بنسټ له خوا د «ښځو، ډیجیټل، کارموندنې» نړیواله جایزه
  • ۲۰۱۷:  د مثبتې سیارې بنسټ له خوا د د مثبت ځواکنمتیا جایزه
  • ۲۰۱۶: د تحصیلي او ټولنیزو فعالیتونو لپاره د راجا د ښځو جایزه
  • ۲۰۱۴: د بشر د حقونو په مجمع کې د سرو زرو مېډال «Crans Montana»
  • ۲۰۱۴: د فرانسې د وړتیا د ملي شوالیې نښان
  • ۲۰۱۲: د فرانسې د جمهوري بشر حقونو جایزه
  • ۲۰۱۲: د Trofémina رسنیزه جایزه
  • ۲۰۰۸: د ښځو د اقتصادي مجمع نه «د تحصیل لپاره د ښځو جایزه»
  • ۲۰۰۱: په سرو زرو کې د ښځې جایزه «Femme en or»

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb13762840z — خپرېدونېټه: ۳۱ ډېسمبر ۲۰۱۹ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Open License
  2. "STAND SPEAK RISE UP TO END SEXUAL VIOLENCE IN FRAGILE ENVIRONMENTS". /www.womens-forum.com. 27 March 2019. خوندي شوی له the original on 2019-04-05. بياځلي په 2018-12-20.
  3. "Réunion de travail "Stand Speak Rise Up" avec Dr Mukwege et Céline Bardet". Maria Teresa, Grande-Duchesse de Luxembourg (in انګليسي). بياځلي په 2018-12-20.
  4. "Accueil". www.notaweaponofwar.org.
  5. "Mukwege Foundation".
  6. Hachemi, Chékéba (2011). L'Insolente de Kaboul. Paris: Editions Anne Carrière. ISBN 978-2-8433-7570-5.
  7. Massoud, Sediqa (2005). Pour l'amour de Massoud. XO éditions. ISBN 2845632436.