شفیقه خپلواک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شفیقه خپلواک د محمد اکرم خپلواک لور چې په د پکتیا ولایت د احمد اباد په ولسوالۍ کې زیږیدلې او په ٢٠١۴کال کې یې د رابعې بلخي له لیسې څخه خپل د دولسم ټولګي سند تر لاسه کړی.

نوموړې د پښتو ژبې تکړه شاعره او لیکواله ده. څلور کاله کیږي چې د میرمن بهیر غړې ده. اوس مهال بي بي سي ته کالم لیکي او په خپلو لوړو زده کړو بوخته ده. دوې شعري ټولګې یې چاپ شوې چې یوه یې (چې لاس دې نه راکاوه) او دوهمه یې ( باډيوې څارمه) نومیږي. هغه د خپلې لیکوالۍ او شاعرۍ په اړه وایي:

دې وروستیو کې مې څو خاطرې هم ولیکلې او شاید نورې هم ولیکم. اوس چې مې نثر کې هم لاس روږدی شوی؛ شعر ‌‌‌‌‌‌ډېر شخصي او ځانګړې لیکنه راته ښکاري. فکر کوم چې باید په ځانګړو احساساتو او موضوعاتو ولیکل شي. عموما د ټولنیزو موضوعاتو د یادولو او خوندي کولو لپاره له نثره کار اخلم. تل مې هڅه کړې لیکنې مې د ژوند او هیلو پېغام ولري.

ناچاپ کتابونه[سمول]

  • دوې د شعرونو ټولګې
  • خاطرې
  • لنډې کیسې( چترۍ)

سرچینې[سمول]