بي بي سي پښتو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د بي بي سي پښتو نښان

د بي بي سي نړيوالې خپرونې او پښتو څانگه

بي بي سي نړيواله څانگه له بوش هاوس څخه خپرونې کوي چې د لندن په زړۀ کې موقعيت لري. د بي بي سي نړيوالې خپرونې د ريښتونې نړيوالې خپرندويې رسنۍ په توگه په ټوله نړۍ کې تر ١٥٠ ميليونو ډير اوريدونکي لري . هره مياشت تر ٧٥ ميليونو ډير وگړي ېې د اينټرنېټ پاڼې گوري . د بي بي سي خبرونو د انگرېزي پاڼه د انټرنټ په مټ په لومړی ځل په کال ۱۹۹۷م زېږدي کې خپرونې پیل کړې . د پښتو خبرونو انټرنټي پاڼه ېې په کال ۲۰۰۰م زېږدي د جنورۍ په ۲۴مه نېټه خپرونې پيل کړې ، چې تر اوسه روانه ده . په نړيوالو اوريدونکو کې د بي بي سي د گرانښت يو دليل د دې راډيو له لورې د مسايلو هر اړخيز ه څېړنه او ناپېيلې کتنه ده . په همدې دليل ېې گڼ شمېر نړيوال انعامونه گټلي دي . بي بي سي په ٣٢ ژبو خپرونې لري چې ټولې د اينټرنېټ له لارې د خپرونو جوگه دي . د بي بي سي خپرونې په ټوله نړۍ کې د لنډو څپو ، منځنۍ څپو او په ځينو هيوادونو کې د ايف ايم په څپو اوريدلى شۍ . دغه راز د سپوږمکۍ او ډيجيټل په مټ هم زموږ خپرونې موندلى شۍ او يا يې هم د اېنټرنېټ له لارې اوريداى شۍ . د بي بي سي په وېبپاڼو کې تاسو د خپرونو څپې او د خپرونو مهال وېش هم موندلى شۍ .

د بي بي سي پښتو څانگه

د بي بي سي پښتو راډيو څانگې د ١٩٨٢ زېږدي کال د اگست له مياشتې په خپرونو پيل کړى دى . له هغه پيل څخه پښتو څانگې په افغانستان ، پاکستان او خليج کې گڼ شمير اوريدونکي وموندل . په پيل کې پښتو څانگې تر ډيره خبرونو او د سياسي چارو شنننې ته پام کاوۀ . وروسته وروسته يې اوونيز پروگرامونه هم پيل کړل چې د ځوانانو ، ميرمنو ، لوبو ، ساينس ، ادبياتو او موسيقي لپاره بېل شوي و . له بي بي سي پښتو څانگې سره په ٢٠٠٣ زېږدي کال کې دري خپرونه هم گډه شوه او بي بي سي د افغانستان لپاره خپرونې پيل کړې .

د بي بي سي پښتو څانگې وېبپاڼه

د بي بي سي پښتو راډيو وېبپاڼه په بي بي سي انگرېزي پاڼه کې له ١٩٩٦ زېږدي کال څخه په گډه پاڼه کې په محدوده کچه پيل شوه ،چې يوازې به يې په غږ کې زموږ ځينې خپرونې ليدونکو ته وړاندې کولې ، او په ۲۰۰۰م زېږدي کال کې ېې خپله ځانگړې پاڼه په برخه شوه چې د غږيزو خپرونو سره سره ېې لیکني خبرونه ، شنننې لیکلې او نن سبا د انځوريزو غږيزو د ويډيو په بڼه هم خپرونې جوړوي او خپرووي ېې . داسې ښايي چې په راتلونکي کې به د نړېوال سيمه ييز کانالونو په څېر د پښتو بي بي سي لروينونيزه خپرونې به هم پیل شي . په ٢٠٠١ کال کې بي بي سي پښتو وېبپاڼه په نړۍ کې لومړنۍ پښتو وېبپاڼه شوه چې په متن کې يې د خبرونو لنډيز ورکاوۀ . په ٢٠٠٤ کال کې د بي بي سي وېبپاڼه لا وغوړيده چې پکې زموږ ځينې اوونيز پروگرامونه ، د موسيقي دوه جلا خپرونې او د خبرونو لا مفصله بڼه پکې کاروونکي لوستى شي . د ٢٠١٠ کال د مارچ له مياشتې راهيسته د بي بي سي پښتو ويبپاڼه لا پراخه شوه چې پکې له کور پاڼې سره جوخت د افغانستان ، نړۍ او لوبو لپاره ځانگړې برخې زياتې شوې .