شعري وزن (Metre)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شعري وزن په ادبیاتو کي د یو شعر یا کرښې بنسټیز تالیک جوړښت دی. په دې معنا چي په شعرکي دیوه لغات (ویی) پرکومه څپه باندي څنګه فشار منځ ته راځي .ډیری دودیز بیتونه د یو ځانګړي متر یا د مترونو یو ټاکلی سیټ په یو ځانګړي ترتیب بدلوي. دغه ډول مطالعه او د مترو ریښتیني کارول او د تصدیق ډولونه دواړه د پروسوډي په نوم پیژندل کیږي. (په ژبپوهنه کې، " پراسوډي " په ډیر عمومي مفهوم کې کارول کیږي چې نه یوازې د شاعرۍ اندازه، بلکې د نثر تالیف اړخونه هم پکښي شامل دي، هغه که رسمي یا غیر رسمي اړخونه وي، چې د یوې ژبې اوبلي ژبي ترمنځ توپیر لري، او ځینې وختونه د شاعرۍ د دودونو ترمنځ هم توپیر لیدل کیږي .