شروري
| په انګرېزي: Sharvari | |
|---|---|
| [[language|]]: शारवरी | |
شروري په ۲۰۲۴ کې
| |
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۴ جون ۱۹۹۶[۱] ممبۍ، مهاراشترا، هند |
| تابعیت | |
| قد | 1.68 متر |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | لوبغاړې |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB مخونو | |
| سمول |
|
شروري واګ (د ۱۹۹۷ د جون پر ۱۴مه زېږېدلې)، چې په لنډه توګه د شروري په نوم پېژندل کېږي، یوه هندۍ اداکاره يا فيلمي لوبغاړې ده چې په هندي فيلمونو کې کار کوي. [۲] هغې په ۲۰۱۵ کال کې د سنجي لیلا بنسالي لپاره د مرستيالې ډايرکټرې په توګه خپل لومړنی کار پیل کړ، وروسته يې په ۲۰۲۰ کې د «ازادي کې ليا» فيلم کې اداکاري پيل کړه.
شروري چې تر ډېره د باليووډ يوه نوې او ځوانه ستورې ده، په ۲۰۲۱ زېږديز کال کې د ايش راج فيلمونو سره څه ناڅه رابرسېره او مشهوره شوه، تر دې چې په ۲۰۲۴ کې يې د مونجيا په نوم يوه ډاروونکي فيلم کې خپل رول ولوباوه، ډېره مشهوره ښوه. د فيلمي نړۍ په اوږدو کې هغې ځينې جايزې هم ګټلي دي.
ژوند
[سمول]نوموړې د ۱۹۹۷ د جون میاشتې پر ۱۴مه په یوې مراټي کورنۍ کې زیږیدلې د هغې پلار شیلیش واګ يو ترکاڼ او مور يې نمرتا واګ یوه انجنيره ده. هغې د ممبۍ په دادر پرسي ځوانانو مجلس عالي ښوونځي او روپریل کالج کې زده کړې کړي دي. منوهر جوشي د مهاراشترا پخوانۍ وزیره د هغې نیکه دی. [۳]
