شاهد خاقان عباسي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
شاهد خاقان عباسي
(انګلیسي: Shahid Khaqan Abbasi د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
شاهد خاقان عباسي
شاهد خاقان عباسي

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۷ ډيسمبر ۱۹۵۸[۱]
کراچۍ   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت پاکستان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند پاکستان مسلم لیګ ن   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
تعلیم د کیلیفورنیا پوهنتون، لاس انجلس   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تخصص تعلیم برېښنايي انجنيري   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تعلیمی اسناد bachelor's degree   زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال
سوداگر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه اوردو ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) اوردو ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
شاهد خاقان عباسي
شاهد خاقان عباسي

شاهد خاقان عباسي (زوکړه: د ۱۹۵۸ زکال د ډسمبر ۲۷ مه) پاکستانی سیاستوال او سوداګر دی چې د ۲۰۱۷ زکال له اګست میاشتې څخه یې د ۲۰۱۸ زکال تر مۍ میاشتې پورې د پاکستان د ۲۱م لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. عباسي د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند ارشد مرستیال او همدارنګه په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو د ائتلاف یا د پاکستان د دیموکراتیک خوځښت عمومي منشي دی. نوموړی د ۲۰۱۸ زکال د اکټوبر میاشتې راهیسې د پاکستان د ملي شورا غړیتوب لري. له دې وړاندې هغه له ۱۹۸۸ زکال راهیسې د اتو غیر پرله پسې دورو لپاره د ملي شورا د غړي په توګه خدمت کړی. [۲]

عباسي په ۱۹۸۸ زکال کې د خپل پلار له مړینې وروسته سیاست ته مخه کړه او له دغه مهال راهیسې یې د این اې – ۵۷ ټاکنیزې حوزې (راولپنډۍ) څخه شپږ ځلې ملي شورا ته لار ومونده. د ۱۹۹۷ زکال په عمومي ټاکنو کې د مسلم لیګ نواز ګوند په بریا سره نوموړي د ۱۹۹۹ زکال د پوځي کودتا تر مهاله د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت یا (PIA) د مشر په توګه دنده ترسره کړه. د ۲۰۰۸ زکال له عمومي ټاکنو وروسته د لنډ مهالي ایتلافي حکومت پر مهال نوموړي د لنډ مهال لپاره د ګیلاني په کابینه کې د سوداګرۍ د وزیر په توګه دنده ترسره کړه. د ۲۰۱۳ زکال له عمومي ټاکنو وروسته د نواز شریف د دریم ځلي لومړي وزارت پر مهال هغه د نفتو او طبیعي زیرمو وزیر شو چې د ۲۰۱۷ زکال د جولای په میاشت کې یې د پاناما د اسنادو د قضیې په تړاو د نواز شریف د لومړي وزارت د له منځه تلو ترمهاله یې په دغه څوکۍ کار وکړ. نوموړی د ۲۰۱۷ زکال په اګست میاشت کې د پاکستان د ملي شورا له خوا د پاکستان د ۲۱م لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

عباسي د ۱۹۵۸ زکال د ډسمبر په ۲۷ مه په خپله اصلي سیمه یا د پنجاب ایالت د راولپنډۍ سیمې په موري کې وزېږېد. نوموړی په موري کې لاورنس کالج ته ولاړ. په ۱۹۷۸ زکال کې هغه په لاس انجلس کې د کالیفورنیا په پوهنتون کې نوم ثبت کړ او له دغه پوهنتون څخه یې د برېښنا د انجینرۍ په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. له دغه مهال وروسته هغه د برېښنا د انجینر په توګه په کار پیل وکړ. په ۱۹۸۵ زکال کې د جورج واشنګټن پوهنتون ته ولاړ او خپله ماسټري یې هم د برېښنا په انجینرۍ کې ترلاسه کړه. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

عباسي له جورج واشنګټن پوهنتون څخه په فارغېدو، د برېښنا په برخه کې مسلکي انجینر شو. نوموړي د ۱۹۸۰ مې لسیزې پر مهال په متحده ایالاتو کې کار وکړ او وروسته سعودي عربستان ته ولاړ او د دغه هېواد د نفتو او ګازو صنعت ته په اړوندو د برېښنا په پروژو کې یې کار وکړ. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

لومړی وزارت[سمول]

د دندې پیل کول[سمول]

نوازشریف د ۲۰۱۷ زکال د جولای په ۲۹ مه له لومړي وزارت څخه استعفا ورکړه او خپل ورور شهباز شریف یې خپل ځای ناستی اعلان کړ، خو له دې امله چې شهباز شریف د ملي شورا غړیتوب نه درلود نو نه یې شو کولای له ځنډ پرته د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي. له همدې امله عباسي د شریف له خوا د ۴۵ ورځو لپاره د لنډ مهالي لومړي وزیر په توګه انتخاب شو او په دې سره شهباز ته دوه میاشتې وخت ورکړل شو چې د نوازشریف د خالي څوکۍ لپاره د هغه له انتخابي حوزې یا لاهور څخه په ټاکنو کې برخه واخلي او ملي شورا ته په لار موندلو د لومړي وزارت په شرایطو برابر شي. بي بي سي نیوز څرګنده کړه چې عباسي د دوه لاملونو له امله لومړی وزیر شو. لومړی دا چې د مسلم لیګ نواز ګوند د مشرانو ترمنځ د هغه اړونډ ډېر لږ مخالفو بحثونو شتون درلود او دویم دا چې هغه د پاکستان له پوځ سره اړیکه لرله. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

عباسي د ۲۰۱۷ زکال د اګست په لومړۍ نېټه په ملي شورا کې د ۲۲۱ رایو په ګټلو سره؛ پیپلز ګوند ته د اړوند خپل سیال نوید قمر په ماتولو چې ۴۷ رایې یې خپلې کړې وې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. فضل الرحمن ته اړوند جمیعت علمای اسلام او متحد قوامي خوځښت هم د هغه له ټاکل کېدو ملاتړ وکړ. د لومړي وزیر په توګه شورا ته هغه په خپله لومړۍ وینا کې وویل: «کېدای شي زه په دې څوکۍ ۴۵ ورځې یا ۴۵ ساعته پاتې شم، خو زه د دغې څوکۍ د ګرم ساتلو لپاره دلته نه یم او هوډ لرم چې کار وکړم او ځینې مهمې چارې ترسره کړم». په همدغه ورځ نوموړي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه. وروسته له هغه چې عباسي د لومړي وزارت پر څوکۍ کښېناست نوازشریف پرېکړه وکړه چې شهباز شریف دې په پنجاب کې پاتې شي او عباسي دې هم د ۲۰۱۸ زکال د جون میاشتې تر عمومي ټاکنو پورې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړي. د رانا ثناالله په خبره د مسلم لیګ نواز ګوند مشران له دې ویریدل چې که چېرې شهباز شریف د پنجاب د وزارت څوکۍ پرېږدي په دغه ډېر نفوس لرونکي ایالت کې به د ګوند نفوذ را کم شي، هغه چې د ملي شورا له ۳۴۲ څوکیو څخه ۱۸۳ ورته اړوندې دي او په ټاکنو کې د بریا په برخه کې مهم رول لري. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

د کابینې جوړول[سمول]

عباسي د لومړي وزیر په توګه له دندې پیلولو وروسته له نواز شریف سره په مشورې ۴۳ کسیزه کابینه جوړه کړه. له هغو ۴۳ وزیرانو څخه چې د ۲۰۱۷ زکال د اګست په ۴مه یې لوړه وکړه ۲۷ یې فدرال وزیران او ۱۶ یې ایالتي وزیران و. یوازې له نثار علي خان پرته، عباسي د خپل مخکښ نوازشریف ټوله کابینه وساتله او دوی ټولو خپلې پخوانۍ طرحې وساتلې. نثار علي خان چې د نوازشریف په کابینه کې د کورنیو چارو وزیر و د عباسي په کابینه کې یې له ګډون څخه د مسلم لیګ نواز ګوند له مشرانو سره د ستونزو لرلو له امله ډډه وکړه. دغه کابینه د هغې د لویې کچې له امله د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له خوا له نیوکو سره مخ شوه، خو د ملت (The Nation) په نامه انګلیسي پاکستانۍ ورځپاڼې د هغو ستاینه وکړه. رویټرز وویل چې ښکاري دغه کابینه له عمومي ټاکنو وړاندې د ملاتړ د زیاتوالي په موخه ده. د نوموړي د کابینې دویمې برخې چې دوه فدرال وزیران او دوه ایالتي وزیران په کې شاملېدل د ۲۰۱۷ زکال د اګست په ۱۰ مه لوړه وکړه او په دې سره یې د کابینې د غړو شمېر ۴۷ تنو ته زیات شو. د ۲۰۱۷ زکال د اګست په ۱۳ مه د شپږو سلاکانو په ګمارنې د نوموړي کابینه لا هم پسې زیاته شوه. راتلونکې ورځ د لومړي وزیر پنځه ځانګړي مرستیالان هم وټاکل شول او په دې سره د عباسي د کابینې د غړو شمېر ۵۸ تنو ته لوړ شو. عباسي د خپلې کابینې د زیاتوالي لامل داسې وښود چې «دی په دولتي چارو کې لږ تجربه لري او له همدې امله زیاتو وزیرانو، سلاکارانو او مرستیالانو ته اړتیا لري». د ۲۰۱۷ زکال د اګست په ۲۳ مه نوموړي دوه نور سلاکاران هم په فدرال کابینه کې وګمارل. [۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰]

عباسي خواجه محمد آصف د بشپړ واک پر لرلو د بهرنیو چارو وزیر وټاکه. دا لومړی ځل و چې د ۲۰۱۳ زکال د عمومي ټاکنو راهیسې د بهرنیو چارو وزیر ټاکل کېده او دغه ټاکنه له هرکلي سره مخ شوه. له دې وړاندې نوازشریف خپله د بهرنیو چارو وزیر و او د بهرنیو چارو د وزیر د نه ټاکلو له امله له نیوکو سره مخ و. نوموړي همدارنګه د دارشان پانشي په نامه د پارلمان هندو غړی په فدرال کابینه کې وګماره چې له ۲۰ کلونو راهیسې د لومړي ځل لپاره یوه هندو فدرال کابینې ته لار ومونده. [۶۱][۶۲][۶۳][۶۴][۶۵][۶۶][۶۷]

عباسي د ۲۰۱۷ زکال په ډسمبر میاشت کې په ملي شورا کې د فیصل آباد استازی او د ملي شورا د مالیې، عوایدو او خصوصي سازۍ د کمیټې منشي رانا افضل خان یې د اسحاق دار څخه د پاتې شوې د مالیې او اقتصادي چارو د ایالتي وزارت د خالي څوکۍ د وزیر په توګه وټاکه.

پالیسۍ او نوښتونه[سمول]

عباسي د لومړي وزیر په توګه په خپله لومړنۍ وینا کې اعلان وکړ چې امنیت، مالیاتي اصلاحات، کرهڼه، زده کړې، روغتیايي خدمتونه، زیربنايي او ودانیزې پروژې او همدارنګه د هېواد د برېښنا کړکېچ د هغه په لومړیتوبونو کې ځای لري. نوموړي ژمنه وکړه چې د خپل مخکښ نوازشریف سیاستونو ته به دوام ورکوي او هغه یې د ملي شورا له منځه «د خلکو لومړی وزیر» وباله. عباسي په خپله دغه وینا کې ژمنه وکړه چې مالیاتي شبکه به پراخوي او څرګنده یې کړه «هغه کسان چې مالیات نه ورکوي او تجملي ژوند لري اوس باید مالیات ورکړي». نوموړي همدارنګه وویل چې غواړي په ټول هېواد کې د غیر مسئولو کسانو سره د اتوماتو وسلو شتون منع اعلان کړي او که چېرې د هغه کابینه دغه موضوع تصویب کړي، فدرال دولت به له ټولو څخه اتوماتې وسلې راغونډې کړي. [۶۸][۶۹][۷۰][۷۱]

سرچينې[سمول]

  1. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/shahid-khaqan-abbasi — subject named as: Shahid Khaqan Abbasi — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Dawn (2020-11-09). "PDM to work on fresh 'charter of democracy'". DAWN.COM (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 30 July 2017 باندې). Murree residents welcome Abbasi's nomination as PM. DAWN.
  4. (په 30 July 2017 باندې). Murree People welcome Shahid Khaqan Abbasi nomination as interim Premier. The Frontier Post.
  5. (په 31 July 2017 باندې). It's party time for Murree residents as PM nominated from their constituency. Pak Observer.
  6. (په 31 July 2017 باندې). PML-N, allies likely to take PM slot with huge support. Pakistan Today.
  7. (په 30 July 2017 باندې). Profile of PML-N nominee Shahid Khaqan Abbasi. Associated Press Of Pakistan.
  8. . Lawrence College's 150 years celebrated. The News.
  9. (په 29 July 2017 باندې). Who are Shehbaz Sharif and Khaqan Abbasi, PLM-N's replacements for Nawaz Sharif as Pakistan PM. Hindustan Times.
  10. (په 12 August 2017 باندې). Shahid Khaqan Abbasi … the 'Other Face' of Pakistan's Nawaz Sharif. ASHARQ AL-AWSAT English.
  11. (په 29 July 2017 باندې). All you need to know about the next interim PM–Shahid Khaqan Abbasi. Samaa TV
  12. (په 29 July 2017 باندې). Who are Shehbaz Sharif and Khaqan Abbasi, PLM-N's replacements for Nawaz Sharif as Pakistan PM. Hindustan Times.
  13. (په 31 July 2017 باندې). PML-N, allies likely to take PM slot with huge support. Pakistan Today.
  14. (په 30 July 2017 باندې). Profile of PML-N nominee Shahid Khaqan Abbasi. Associated Press Of Pakistan.
  15. (په 29 July 2017 باندې). Profiles: Shahbaz Sharif and Shahid Khaqan Abbasi. DAWN.
  16. (په 12 August 2017 باندې). Shahid Khaqan Abbasi … the 'Other Face' of Pakistan's Nawaz Sharif. ASHARQ AL-AWSAT English.
  17. (په 31 July 2017 باندې). PML-N, allies likely to take PM slot with huge support. Pakistan Today.
  18. (په 30 July 2017 باندې). Profile of PML-N nominee Shahid Khaqan Abbasi. Associated Press Of Pakistan.
  19. (په 29 July 2017 باندې). Who are Shehbaz Sharif and Khaqan Abbasi, PLM-N's replacements for Nawaz Sharif as Pakistan PM. Hindustan Times.
  20. (په 30 July 2017 باندې). Profile of Shahid Khaqan Abbasi: Pakistan's interim prime minister. The News.
  21. (په 29 July 2017 باندې). Shahid Khaqan Abbasi appointed as interim PM of Pakistan. Gulf News.
  22. (په 25 December 2007 باندې). Cold Murree seems warming up to PML-N. DAWN.
  23. (په 29 July 2017 باندې). Shahid Khaqan Abbasi appointed as interim PM of Pakistan. Gulf News.
  24. (په 29 July 2017 باندې). Shahid Khaqan Abbasi made interim PM of Pakistan. The Hindu.
  25. (په 29 July 2017 باندې). Shahid Khaqan Abbasi to be nominated as interim Pakistan PM, say reports. The Indian Express.
  26. (په 29 July 2017 باندې). Shahbaz tapped as successor to Nawaz Sharif, Shahid Khaqan Abbasi as interim PM. DAWN.
  27. (په 30 July 2017 باندې). Pakistan set to elect new prime minister Tuesday. Reuters
  28. (په 30 July 2017 باندې). The baton in Pakistan passes from Nawaz Sharif to Shahbaz. The Indian Express.
  29. (په 1 August 2017 باندې). Pakistan replaces ousted PM Sharif. BBC News.
  30. (په 1 August 2017 باندې). Shahid Khaqan Abbasi takes oath as 18th prime minister of Pakistan. The News.
  31. (په 1 August 2017 باندې). Shahid Khaqan Abbasi sworn in as prime minister of Pakistan. DAWN.
  32. (په 1 August 2017 باندې). Shahid Khaqan Abbasi elected as interim PM. Pakistan Today.
  33. (په 31 July 2017 باندې). JUI-F backs Shahid Khaqan Abbasi for PM seat. The Express Tribune.
  34. (په 1 August 2017 باندې). Pakistan lawmakers elect new prime minister — who's likely to step aside in 45 days. Los Angeles Times.
  35. (په 1 August 2017 باندې). Shahid Khaqan Abbasi sworn in as 18th prime minister. Geo News
  36. (په 7 August 2017 باندې). Shahbaz to remain in Punjab, Abbasi to serve as PM till 2018. The Nation.
  37. (په 4 August 2017 باندې). Demand for keeping Shehbaz in Punjab getting stronger. The Nation.
  38. (په 2 August 2017 باندې). Sana opposes Shahbaz's elevation to Centre. DAWN.
  39. . Shahbaz Sharif likely to stay in Punjab. The News.
  40. (په 4 August 2017 باندې). Pakistan's new PM forms cabinet with an eye to 2018 poll. Gulf News.
  41. (په 2 August 2017 باندې). The empire strikes back. The Hindu.
  42. (په 29 July 2017 باندې). Why Could Pakistan Punish Sharif But Not Musharraf?. HuffPost.
  43. (په 4 August 2017 باندې). PM Khaqan Abbasi's 43-member cabinet takes oath today. Pakistan Today.
  44. (په 4 August 2017 باندې). New cabinet takes oath: Khawaja Asif foreign minister, Ahsan Iqbal interior minister. DAWN.
  45. (په 5 August 2017 باندې). PM Abbasi's bloated cabinet sworn in. DAWN.
  46. (په 4 August 2017 باندې). Pakistan's new PM Shahid Khaqan Abbasi forms cabinet with an eye to 2018 poll. The Indian Express.
  47. (په 11 August 2017 باندې). The shape of the succession. The Nation.
  48. (په 28 August 2017 باندې). PM Abbasi shows his faith in institutional decision making. The News.
  49. (په 7 August 2017 باندې). Sharif must prepare party for next polls. Gulf News.
  50. (په 31 July 2017 باندې). Ch Nisar not to join Khaqan Cabinet, appointment of FM urged. Pakistan Observer.
  51. (په 5 August 2017 باندې). 43-strong cabinet exposes PML-N fissures: PTI. DAWN.
  52. (په 20 August 2017 باندې). Rifts within PML-N: Nisar goes public today. The News.
  53. (په 5 August 2017 باندې). A Confident New Cabinet. The Nation.
  54. (په 4 August 2017 باندې). Pakistan's new PM forms cabinet with an eye to 2018 poll. Reuters
  55. (په 10 August 2017 باندې). Four new ministers take oath at President House. DAWN.
  56. (په 11 August 2017 باندې). Four more inducted into federal cabinet. DAWN.
  57. (په 16 August 2017 باندې). Abbasi inducts five special assistants into cabinet. DAWN.
  58. (په 14 August 2017 باندې). Five advisers appointed. DAWN.
  59. (په 15 August 2017 باندې). PM Abbasi appoints five new special assistants. DAWN.
  60. (په 23 August 2017 باندې). Number of PM's advisers mounts to 7. Samaa TV
  61. (په 5 August 2017 باندې). A full-time foreign minister finally. The Express Tribune.
  62. (په 5 August 2017 باندې). Who is Khawaja Asif? Meet Pakistan's first foreign minister since 2013. The Financial Express.
  63. (په 1 January 2018 باندې). Foreign policy: Tumultuous and eventful 2017. The Express Tribune.
  64. (په 5 August 2017 باندې). Ministerial musical chairs. Pakistan Today.
  65. (په 5 August 2017 باندې). Pakistan's new cabinet. Daily Times.
  66. (په 5 August 2017 باندې). Duo to run foreign ministry again. The Nation.
  67. (په 5 August 2017 باندې). First Hindu appointed in Pakistan government in 20 years. The Independent.
  68. (په 2 August 2017 باندې). Abbasi spells out plans to fight poverty, widen tax net. DAWN.
  69. (په 7 August 2017 باندې). New PM's quest for wider tax base. DAWN.
  70. (په 1 August 2017 باندې). Pakistan elects Shahid Khaqan Abbasi as interim prime minister. Deutsche Welle.
  71. (په 1 August 2017 باندې). Shahid Khaqan Abbasi sworn in as prime minister of Pakistan. DAWN.