شارل دي ګول
| شارل دي ګول | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم |
|
| پيدايښت | ۲۲ نومبر ۱۸۹۰[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱][۱۷] |
| مړینه | 9 نومبر 1970 (80 کاله)[۲][۱۸][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱] |
| تابعیت | |
| واک | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | پوځي افسر [۱۵]، سياستوال |
| مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه |
| کاروونکې ژبه | فرانسوي ژبه [۱۸][۱۹] |
| د کړنې څانګه | سياست |
| مؤثر | شارل موراس |
| پوځي خدمت | |
| برخه | ازاده فرانسه |
| مقام | بريد جنرال |
| جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه ، د الجزاير جګړه ، دويمه نړېواله جګړه ، د پولنډ – شوروي جګړه ، د فرانسې جګړه |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
شارل اندري جوزف مري دي ګول (د ۱۸۹۰ کاب د نومبر له ۲۲ – د ۱۹۷۰ کال د نومبر تر ۹) د فرانسوي پوځ افسر او سیاستوال و چې د دوهمي نړیوالې جګړ په اوږدو کې یې د نازي جرمني پر وړاندې د فرانسې د آزادۍ رهبري کوله او د ۱۹۴۴ کال تر ۱۹۴۶ کال پورې یې د فرانسوي جمهوریت د موقت حکومت مشري وکړه ترڅو ولسواکي بېرته ورغوي. نوموړی په ۱۹۵۸ کال کې، د تقاعد له دورې بهر شو او د ولسمشر ریني کاټي له خوا رئیس الوزا (لومړی وزیر) وټاکل شو. هغه د فرانسې اساسي قانون له سره ترتیب کړ او د ټولپوښتنې له تصویب وروسته یې د پنځم جمهوریت بنسټ کېښود. له دې کال وروسته نوموړي د فرانسې ولسمشر وټاکل شو، چې د دې چوکۍ لپاره په ۱۹۶۵ کال کې بیا وټاکل شو او تر ۱۹۶۹ کال تر خپلې استعفا پورې پاتې شو. [۲۰]
نوموړي په لیل کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۹۱۲ کال کې له سینټ سیر نه فارغ شو. هغه د لومړۍ نړیوالې جګړې مډال درلودونکی افسر و چې څو ځله ټپي شوی و او په وروستیو کې په ویرډون کې زنداني شوی و. د دوو نړیوالو جګړو تر منځ په موده، هغه د ګرځنده زغره والو قطعاتو ملاتړ وکړ. نوموړي د ۱۹۴۰ کال د مې په میاشت کې د جرمني د یرغل په ترڅ کې د یوې زغره والې قطعې مشري کوله چې د یرغلګرو په وړاندې یې ځوابي بریدونه وکړل. ورسته د جګړې د وزارت مرستیال وټاکل شو. نوموړي د جرمني سره د خپل حکومت د جګړې د متارکې له منلو انکار وکړ او انګلستان ته وتښتید او د جون د ۱۸ نېټې په خپل غوښتنلیک کې يې په فرانسویانو ټینګار وکړ چې د نیواک په وړاندې مقاومت وکړي او جګړې ته دوام ورکړي. هغه د آزادو فرانسوي ځواکونو مشري وکړه او وروسته یې د محوري ځواکونو په وړاندې د فرانسې د آزادۍ د ملي کمیټې مشري وکړه. نوموړي له متحده ایالاتو سره د سړو اړیکو ترڅنګ، په ټولیز ډول د وینسټن چرچل ملاتړ درلود او د آزادې فرانسې د بې پوښتنې مشر په توګه راڅرګند شو. هغه د ۱۹۴۴ کال د جون په میاشت کې د فرانسې د جمهوریت د موقت حکومت مشر شو، چې د فرانسې له آزادۍ وروسته یو لنډمهاله حکومت و. دي ګول د ۱۹۴۴ کال په پیل کې، لارښوونکی اقتصادي سیاست معرفي کړ، چې په هغه کې پانګوالي اقتصادي نظام د دولت تر پراخ کنټرول لاندې راغئ، چې د ۳۰ کلونو بې سارې ودې لامل شو او د دېرشو پرتمینو کلونو په نوم یادېږي. نوموړی چې په نوي څلورم جمهوریت کې د کوچنیو ګوندونو د بېرته راتګ له امله نا هیلی و، د ۱۹۴۶ کال په پیل کې یې استعفا ورکړه خو د فرانسې د خلکو د خوځښت د بنسټ ایښودونکي په توګه له سیاسي اړخه فعال پاتې شو. هغه د ۱۹۵۰ کلونو په لومړیو کې تقاعد شو او دجګړې خپل خاطرات یې ولیکل، چې په چټکۍ سره د عصري فرانسوي ادبیاتو یوه برخه شول.
کله چې د الجزایر جګړې بې ثباته څلورم جمهوریت مات کړ، د ۱۹۵۸ کال د مې د میاشتې د ناورین په اوږدو کې ملي شورا هغه بیرته واک ته راوغوښت. نوموړي د یو ځاواکمن ولسمشر په توګه د پنځم جمهوریت بنسټ کېښود، او هغه د دې چوکۍ لپاره وټاکل شو. نوموړي د جګړې د پای په درشل کې فرانسه متحده وساته، چې د پیډس نویر غړو (په الجزایر کې زیږیدلی فرانسوی نسبه) او پوځ د قهر لامل شو؛ چې دواړو له دې وړاندې د استعماري واکمنۍ د ساتلو لپاره، واک ته د نوموړي د بېرته راتګ څخه ملاتړ کړی و. هغه الجزایر ته خپلواکي ورکړه او د نورو فرانسوي مستعمېرو پر وړاندې یې په کراره ګامونه پورته کړل. دي ګول د سړې جګړې په اوږدو کې خپل "د عظمت سیاست" تعقیب کړ او په دې اند و چې فرانسه د یو لوی ځواک په توګه باید د خپل ملي امنیت او سوکالۍ لپاره په نورو هېوادونو لکه متحده ایالاتو تکیه ونه کړي. نوموړي د دې موخې لپاره، د "ملي خپلواکۍ" سیاست تعقیب کړ چې د ناټو تړون د واحدې نظامي قوماندې څخه د وتلو او د اټومي وسلو د پراختیا د خپلواک پروګرام د پیل لامل شو چې فرانسه یې څلورم اټومي ځواک کړ. نوموړي د فرانسې – جرمن دوستانه اړیکې بېرته ورغولي ترڅو د انګلیس-امریکا او شوري بلاکونو تر منځ د ۱۹۶۳ کال د جنورۍ په ۲۲ د ایلیسی تړون د لاسلیک له لارې د اروپا متقابل انډول منځ ته راوړي.
خو هغه د د لوي اتحادیې په توګه د اروپا د پراختیا سره مخالفت درلود او غوره یې ګڼله چې اروپا د خپلواکو هېوادونو په توګه پاتې شي. دي ګول په څرګند ډول په ویتنام کې د متحده ایالاتو په لاسوهنه او د امریکایې ډال په "لوی امتیاز" نیوکه وکړه. په وروستیو کلونو کې د هغه "ژوندی د وي آزاد کوېبک" شعار او د اروپا په اقتصادي ټولنې کې د بریتانیا د ګډون دوه ځله ویتو په شمالي امریکا او اروپا کې د نوموړي په اړه پراخ بحثونه را منځ ته کړل. که څه هم په ۱۹۶۵ کال کې بیا ولسمشروټاکل شو، هغه د ۱۹۶۸ کال د مې په میاشت کې د زده کوونکو او کارګرانو له پراخو لاریونونو سره مخ شو، خو د پوځ ملاتړ یې له ځان سره درلود او په ملي شورا کې یې په لوی اکثریت ټاکنې وګټلې. په ۱۹۶۹ کال کې دي ګول د ټولپوښتنې له لاسه ورکولو وروسته چې په هغه کې یې د واک د ډېر غیرمرکزي کېدو وړاندیز وکړ، استعفا ورکړه. یو کال وروسته په کولمبی-لیس-ډوکس-ایګلیسیس کې په خپل استوګنځي کې نوموړي له نړۍ سترګې پټې کړې او د ولسمشرۍ د خاطراتو لیکل یې نیمګړي پاتې شول.
د فرانسې ډېری سیاسي ګوندونه او شخصیتونه د ګولیست میراث ادعا کوي؛ په فرانسه کې زیاتره کوڅې او یادګارونه د هغه له مړینې وروسته د هغه یاد ته وقف شول.
د ژوند لومړي کلونه
[سمول]ماشومتوب او نسب
[سمول]شارل انډری جوزف مړي دي ګول د ۱۸۹۰ کال نومبر په ۲۲ نېټه د لیل نورپه ناحیه کې نړۍ ته پښه کېښوده او د پنځو ماشومانو له ډلې دریم و. هغه په یوه مذهبي کاتولیک او دودیزه کورنۍ کې لوی شو. د هغه پلار، هینري دي ګول، په جیسوټ کالج کې د تاریخ او ادبیاتو استاد و او وروسته یې یې خپل ښوونځی بنسټ کېښود. [۲۱][۲۲]
هنري دي ګول د نورماندي او برګنډي څخه د پارلماني اشرافو د یوې اوږدې کرښې له کورنۍ څخه و. ویل کېږي چې نوم یې په اصل کې هالنډي دی، او ښایي شي د وان دیر وال ("د سنګر، دفاعي دیوال څخه") اخیستل شوی وي. مور یې، جین (د زيږون نوم یې مایلوت)، د لیل د شتمنو متشبثینو له کورنۍ څخه وه. نوموړې فرانسوي، آیرلنډي، سکاټلنډي او جرمني نسب درلود. [۲۳]
پلار یې د خپلو ماشومانو تر منځ د ډوډۍ خوړلو په وختونو کې تاریخي او فلسفي بحثونه هڅول او د هغه د هڅونو پر مټ، دي ګول د له کوچینوالي له فرانسوي تاریخ سره آشنا شو. د خپلې مور د کیسې په اورېدو یې چې نوموړې په ماشومتوب کې د ۱۸۷۰ کال د سیډان په ښار کې د فرانسوي تسلیمېدو پرمهال څه ډول ژړل، د نظامي ستراتیژۍ سره ژوره لېوالتیا ومونده. نوموړی د خپل تره له خوا هم اغیزمن شوی و، چې هغه هم شارل دي ګول نومېده او یو تاریخ پوه او د سلتیک کلتور لېوال و چې کتابونه او مقالې یې لیکلې او د یو ملت په بڼه د ویلزي، سکاټلندي، آیرلینډي او بریتون وګړو د یووالي ملاتړی و. نیکه یې جولین فیلیپ هم یو تاریخ پوه و او انا یې جوزفین-ماري شعرونه لیکل چې د دي ګول عیسوي عقیده یې تر اغېز لاندې راوستلې وه. [۲۴][۲۵]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ https://archives.lille.fr/ark:/74900/c9n2fjvqgxtp/1423e394-d12b-45ba-a1c9-40c6170ed566 — خپرېدونېټه: ۱۲ اپريل ۲۰۲۵
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118537849 — خپرېدونېټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11904345m — خپرېدونېټه: ۳۰ جون ۲۰۲۴ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ Léonore Web ID: https://www.leonore.archives-nationales.culture.gouv.fr/ui/notice/102853 — خپرېدونېټه: ۳۰ جون ۲۰۲۴ — سرليک: Charles André Joseph Marie De Gaulle — خپروونکی: Ministry of Culture of France
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6f76pnb — سکالو پېژند: Charles de Gaulle — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2831 — سکالو پېژند: Charles De Gaulle — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ سکالو پېژند: Charles de Gaulle — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/4e3e3f04b16c4334b9201d5e0dd559b8 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Great Norwegian Encyclopedia ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Charles_de_Gaulle — سکالو پېژند: Charles de Gaulle — سرليک: Store norske leksikon
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ TracesOfWar person ID: https://www.tracesofwar.com/persons/67078 — سکالو پېژند: Charles de Gaulle
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=degaulle — سکالو پېژند: Charles De Gaulle
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=charles;n=de+gaulle — سکالو پېژند: Charles de Gaulle
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Diamond Catalog ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/45815 — سکالو پېژند: Charles de Gaulle
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/22822 — سکالو پېژند: Charles André de Gaulle — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/141295 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000003 — سکالو پېژند: Charles de Gaulle — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Anne Frank House person ID: https://research.annefrank.org/en/personen/9932e618-00e7-4c8e-b650-2b3a781c07a4/ — خپرېدونېټه: ۱ اکتوبر ۲۰۲۵ — ليکوال: Anne Frank Stichting Knowledge Centre — سرليک: Charles de Gaulle — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11904345m — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/18410083
- ↑ Wells, John C. (2008), Longman Pronunciation Dictionary (3rd ed.), Longman, ISBN 978-1-4058-8118-0
- ↑ "1890: l'acte de naissance de Charles de Gaulle" [1890: Charles de Gaulle's birth certificate]. Lille Municipal Archives. 4 February 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 January 2021. ترلاسهکېدو نېټه 26 January 2021.
- ↑ Fenby, Jonathan (2010). The General: Charles De Gaulle and the France He Saved. New York: Simon & Schuster. ISBN 978-1-84737-392-2. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 August 2018. ترلاسهکېدو نېټه 19 November 2017.
- ↑ Crawley, Aidan (1969). De Gaulle: A Biography. Bobbs-Merrill Co. ISBN 978-0-00-211161-4. خوندي شوی له اصلي څخه په 21 September 2020. ترلاسهکېدو نېټه 24 August 2020.
- ↑ David Schoenbrun, The Three Lives of Charles de Gaulle (1966)
- ↑ Fenby, Jonathan (2010). The General: Charles De Gaulle and the France He Saved. New York: Simon & Schuster. ISBN 978-1-84737-392-2. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 August 2018. ترلاسهکېدو نېټه 19 November 2017.
- سکريپټ تېروتنې لرونکي مخونه
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- 1970ز مړينې
- 9 نومبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P737
- د عسكري معلومات د ويکيډاټا څخه
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په بوکمول

