د فرانسې جګړه
د فرانسې جګړه (د ۱۹۴۰ ز کال د مۍ له ۱۰مې د جون تر ۲۵مې) چې د لویدیځ کمپاین، فرانسوي کمپاین او د فرانسې د سقوط په نوم هم یادیږي، د دویمې نړیوالې جګړې په درشل کې پر فرانسې، بلجیم، لوکزامبورګ او هالنډ باندې د جرمني تیری و. د ۱۹۳۹ ز کال د سپټمبر په ۳مه، فرانسې وروسته له هغه له جرمني سره د جګړې اعلان وکړ چې جرمني پر پولنډ برید وکړ. د ۱۹۳۹ ز کال د سپټمبر په لومړیو کې، فرانسې خپل د سار محدود برید پیل وکړ او د اکټوبر تر نیمايي پورې یې بیرته خپلو لومړنیو کرښو ته په شاتګ وکړ. د جرمني پوځ د ۱۹۴۰ ز کال د مۍ په لسمه پر بلجیم، لوکزامبورګ او هالنډ باندې برید وکړ. ایټالیا د ۱۹۴۰ ز کال د جون په ۱۰مه جګړې ته ننوت او هڅه یې وکړه چې پر فرانسې برید وکړي. فرانسه او نور هېوادونه لکه هالنډ، بلجیم او لوکزامبورګ ونیول شول او په لویدیځه جبهه کې ځمکني عملیات د ۱۹۴۴ ز کال د جون تر ۶ مې نېټې پورې د نورماندي تر جګړې پورې پای ته ورسېدل.
جرمني زرهي واحدونو د ارډنز او وروسته بیا د سوم درې له لارې یې غافل کوونکی پرمختګ وکړ، چې په ترڅ کې یې د متحدینو هغه ځواکونه چې بلجیم ته د جرمني لښکرو سره د مقابلې لپاره تللي و، ټول یې محاصره کړل. د جرمنیانو له خوا د بریتانیا، بلجیم او فرانسې ځواکونه سمندر خوا ته په شما وتمبول شول؛ چې بیا وروسته د بریتانوي او فرانسوي سمندري کښتیو پر مټ د بریتانیا اعزامي ځواکونه (BEF) او د فرانسې او بلجیم لښکرې له ډنکرک نه د ډینامو د عملیاتو په ترڅ کې وایستل شول.
جرمني ځواکونو د ۱۹۴۰ ز کال د جون په ۵مه د (Fall Rot یا سرې قضیې) په نوم عملیات پیل کړل. دلته د ایسارو شپیتو فرانسوي لښکرو او دوو بریتانوي لښکرو د فرانسې په سوم او ایزن کې کلکې مورچې جوړې کړي، خو د جرمني د تکړه او غوره لښکر او هوايي ځواک په مټ دړې وړې شول. د جرمني لښکر د ماژینو له کرښې څخه تېر شول او د فرانسې په خاوره کې تر پاریس ورسېدل او پاریس یې پرته له کوم مقاومت نه د جون په ۱۴مه ونیو. د فرانسې د دولت له تېښتې او د فرانسې د لښکر له پاشل کېدو وروسته، جرمني قومندانانو د جون په ۱۸مه له فرانسوي چارواکو سره ولیدل تر څو د خصومتونو د پای ته رسېدو په اړه مذاکره وکړي.
د ۱۹۴۰ ز کال د جون په ۲۲مه، په کامپیني کې د فرانسې او جرمني تر منځ دویم اوربند لاسلیک شو. د مارشال فیلیپ پټن په مشرۍ د ویچي بې پلوه دولت د فرانسې د درېیم جمهوریت ځایناستی شو او د جرمني پوځي اشغال د فرانسې د شمالي بحر له څنډو پیل تر اطلس سمندر او شاوخوا سیمو پورې پیل شو. پر فرانسې باندې د الپ د غرونو په برخه کې د ایټالیا تېري وکولای شو چې ډېره کمه ځمکه یې اشغال کړي او له اوربند وروسته، ایټالیا په سویل ختیځ کې یوه وړه سیمه ونیوله. د ویچي رژیم بیا په سویل کې یوه ازاده سیمه وساتله. کله چې متحدینو د ۱۹۴۲ ز کال په نوامبر کې پر فرانسوي افریقا باندې برید وکړ، نو جرمني او ایټالوي ځواکونو دا ازاده سیمه هم ونیوله تر هغه چې په ۱۹۴۴ ز کال کې د متحدینو له خوا بېرته ازاده شوه.
شالید
[سمول]د ماژینو کرښه
[سمول]په ۱۹۳۰مه لسیزه کې، فرانسويانو د ماژینو کرښه، چې له جرمني سره په پوله یې کلک استحکامات درلودل، جوړه کړه. د دغې کرښې له جوړولو څخه موخه د بشري ځواک په برخه کې سپما او د فرانسې-جرمني پر پوله باندې بلجیم ته د جرمني د تېرې انحراف و، چې وروسته به د فرانسې له غوره لښکر سره مخامخ کېده. جګړه د فرانسې له خاورې نه بهر رامنځته کېږي او د لومړۍ نړیوالې جګړې له ورانیو نه مخنیوی کوي. د ماژینو د کرښې اصلي برخه د سویس له پولې پیل شوې وه او په لانګوي کې پای ته رسېدلې وه؛ داسې انګېرل کېدل چې د ارډنز د سیمې غونډیو او ځنګلونو دغه سیمه په شمال کې پوښله. د فرانسې لوی درستیز، موریس ګاملین باور درلود چې دا سیمه له برید څخه خوندي ده او زیاته یې کړه چې، «هېڅ وخت د سترو عملیاتو پلوی نه دی». په ۱۹۳۸ ز کال کې د فرانسې د جګړې په لوبو کې، که فرضاً چېرې د جرمني له خوا د اردنز په سیمه کې زرهي برید وشي، نو د پوځ لپاره یې داسې یو انځور وړاندې کړ چې ګواکې دا سیمه به بیا هم د هغوی لپاره د نفوذ وړ نه وي چې په دې برخه کې د دوی په اند یو بل خنډ د میز سیند دی، چې دا هم فرانسویانو ته دا فرصت په لاس ورکوي تر څو د ځوابي برید لپاره وکولای شي خپل پوځونه سیمې ته را ورسوي.[۱][۲][۳][۴][۵]
پر پولنډ باندې د جرمني برید
[سمول]په ۱۹۳۹ ز کال کې، بریتانیا او فرانسې وپتېیله چې که چېرې جرمني پر پولنډ برید وکړي، نو له پولنډ نه به پوځي ملاتړ وکړي. د ۱۹۳۹ ز کال د سپټمبر په لومړۍ سهار وختي پر پولنډ باندې د جرمني برید پیل شو. فرانسې او بریتانیا وروسته له هغه چې جرمني ځواکونو ته یې له پولنډ څخه د وتلو التیماتوم بې ځوابه پاتې شو، نو د سپټمبر په ۳مه یې د جګړې اعلان وکړ. استرالیا او نوي زیلانډ هم د سپټمبر په ۳ مه د جګړې اعلان وکړ، سویلي افریقا د سپټمبر په ۶ او کاناډا بیا د سپټمبر په ۱۰مه د جګړې اعلان وکړ. په داسې حال کې چې له پولڼد سره د بریتانیا او فرانسې ژمنو له سیاسي اړخه تحقق موندلی و، خو متحدین په دې کې پاتې ارغلل چې له پولنډ سره خپل پوځي مکلفیتونه تر سره کړي. له پولنډ سره د شوروي د مرستې احتمال په ۱۹۳۸ ز کال کې د مونیخ له هوکړې سره سم هغه مهال پای ته ورسېد، چې شوروي اتحاد او جرمني بالاخره د نازي-شوروي تړون په اړه مذاکرې وکړي، په دغو خبرو کې هوکړه پر دې وشوه چې پولنډ باید دوی په خپلو کې سره ووېشي. متحدینو د یوې اوږدې جګړې پر ستراتیژۍ باندې تصمیم ونیو چې په هغه کې یې د ۱۹۳۰ لسیزې د کلونو د بیا وسله وال کېدو پروګرامونه یې بشپړول، په داسې حال کې چې د جرمني پر وړاندې په ځمکنۍ دفاعي جګړه کې جنګیدل او د جرمني جګړه ییز اقتصاد یې په سوداګریزه محاصره سره کمزوری کاوه او پر جرمني د وروستي برید لپاره چمتو کېده.[۶][۷][۸]
تصنعي جګړه
[سمول]د سپټمبر په ۷مه، د فرانسې-پولنډ له اتحاد سره سم، فرانسې د سار پر خوا د ماژینو له کرښې نه په ۵ کیلومترۍ (۳ مایله) کې خپل برید پيل کړ. فرانسې ۹۸ فرقې او ۲۵۰۰ ټانکونه د جرمني د ۴۳ فرقو او بې له ټانک لښکر پر خوا ور روان کړل. فرانسویانو تر هغه ځایه پرمختګ وکړ تر څو د زیګفریډ له نري او بې انسانه کرښې سره مخامخ شو. د سپټمبر په ۱۷مه، ګاملین امر وکړ چې فرانسوي ځواکونه دې بېرته اصلي مورچو ته ور وګرځي. د دې لښکر وروستۍ ډله د اکټوبر په ۱۷مه له جرمني څخه راووتل. د سار له برید وروسته، د دواړو متخاصمو خواوو تر منځ یوه انفعاله دوره چې ورته تصنعي جګړه (یا د ټوکو جګړه) ویل کېده پیل شوه. اډولف هټلر هیله من و چې فرانسه او بریتانیا به د پولنډ له فتحې سره هوکړه وښیي او په بېړه به سوله وکړي. د اکټوبر په ۶مه هغه دغو دواړو لویدیځو ځواکونو ته د سولې وړاندیز وکړ.[۹]
د جرمني ستراتیژي
[سمول](زېړ پوښ)
[سمول]د ۱۹۳۹ ز کال د اکټوبر په ۹مه، هټلر خپل ۶ لمبر فرمان صادر کړ. هټلر د لویدیځې اروپا د ملتونو د ماتولو لپاره پوځي جګړه د دې لپاره اړینه وبلله تر څو په ختیځه اروپا کې بریا مقدمات ونیول شي، څو وکولای شي په دواړو جبهو کې له جګړې نه مخنیوی وکړي، خو دا اراده په ۶ لمبر فرمان کې نه و. دا پلان په ظاهره د یوې ډېرې ریښتینې فرضیې له مځې و چې ګواکې د جرمني پوځي ځواک باید په څو کلونو کې زیاتوالی ومومي. دلته یوازې څو محدودې موخې د پیش بیني وړ وي او د هغو موخه هم د جرمني د دې وړتیا ښه والی و تر څو په لویدیځ کې له یوې اوږدې جګړې نه ژوندی راووځي. هټلر امر وکړ چې بلجیم، هالنډ او لوګزامبورګ باید په ډېر کم وخت ونیول شي، تر څو د فرانسې مخه ونیول شي او د متحدینو له هوايي ځواکونو نه د روهر د صنعتي سیمې د ګواښلو مخه ونیول شي. دا کار به همداشان د بریتانیا پر وړاندې په اوږدمهال کې د هوا او سمندر له لارې د جګړې زمینه برابره کړي. په دغه فرمان کې د ټولې فرانسې د نیولو په اړه د پر له پسې بریدونو خبره نه وه یاده شې، که څه هم په فرمان کې ویل شوي و چې د فرانسې په شمال کې باید د امکان تر بریده پورې ټولې پولې ونیول شي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۱]
د ۱۹۳۹ ز کال د اکټوبر په ۱۰مه، بریتانیا او بیا د اکټوبر په ۱۲مه فرانسې د هټلر د سولې وړاندیز رد کړ. له جګړې وړاندې جرمني کې د بلجیم، هالنډ او لوکزامبورګ هېوادونو باندې د پوځي یرغل لپاره د جرمني شیفر Aufmarschanweisung N°1, Fall Gelb (۱ شمېرې استقرار لارښود. زېړ پوښ) و. ډګرجنرال فرانز هالډر (د OKH لوی درستیز) د Fall Gelb لپاره لومړی پلان د اکتوبر په ۱۹مه وړاندې کړ. د Fall Gelb عملیات مکلف و چې د بلجیم په منځ کې مخ پر وړاندې ولاړ شي، په دې مخامخ جګړه کې چې د نیم میلیون جرمني سرتېرو پر مټ تر سره شو یوازینی موخه یې بېرته د سوم سیند ته د متحدینو د ځواکونو په شما تمبول و. په ۱۹۴۰ ز کال کې د جرمني ځواک په کار ولګیده او بیا په ۱۹۴۲ ز کال کې یې د فرانسې په وړاندې برید پیل کړ. هټلر پر دې پلان باندې اعتراض وکړ او غوښتل یې چې زرهي ځواکونه باید دلته مخکې ولاړ شي، لکه څرنګه چې پر پولنډ باندې د برید په مهال داسې شوي و، خو هالډر او براوچچ هڅه وکړه تر څو هغه له دې پلان څخه را وګرځوي او د دوی استدلال دا وه چې د دې ډول چټک میکانیزه خوځښت تاکتیک د ختیځې اروپا د زاړه لښکر پر وړاندې اغېزمن و، خو د لومړۍ درجه لښکر لرونکي هېواد یعنې په فرانسې پر وړاندې بیا دا اغېزمن نه شي تمامیدای.[۱۵][۱۶][۱۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ Clayton Donnell, The Battle for the Maginot Line, 1940 (Pen and Sword, 2017).
- ↑ Jackson 2003، مم. 32–33.
- ↑ Roth 2010، م. 6.
- ↑ Jackson 2003، م. 33.
- ↑ Kaufmann او Kaufmann 2007، م. 23.
- ↑ "Chronology 1939". indiana.edu. Archived from the original on 2011-09-27. نه اخيستل شوی 2022-06-08.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Viscount Halifax to Sir N. Henderson (Berlin) Archived 2 October 2017 at the Wayback Machine. Cited in the British Blue book
- ↑ Baliszewski 2004.
- ↑ Shirer 1990, p. 715
- ↑ Shirer 1990, p. 715
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Frieser 2005، م. 61.
- ↑ "Directive No. 6 Full Text". نه اخيستل شوی 5 December 2015.
- ↑ Frieser 2005، م. 74.
- ↑ Frieser 2005، م. 32.
- ↑ Shirer 1990, p. 717.
- ↑ Megargee 2000، م. 76.
- ↑ Frieser 2005، م. 67.