سیریل رامافوسا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سیریل رامافوسا
(فیندیه: Matamela Cyril Ramaphosa د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سیریل رامافوسا
سیریل رامافوسا

د سویلي افریقا پنځم ولسمشر
د واکمنۍ دوران
۱۵ فبروري ۲۰۱۸[۱]
Acting: ۱۴ فبروري ۲۰۱۸–۱۵ فبروري ۲۰۱۸
جیکوب زوما
 
President of the د سویلي افریقا ولسي جرګه
د واکمنۍ دوران
۱۸ ډسمبر ۲۰۱۷
مرستیال داوید مابوزا
جیکوب زوما
 
مرستیال ولسمشر
د واکمنۍ دوران
۲۶ مې ۲۰۱۴ – ۱۵ فبروري ۲۰۱۸
ولسمشر جیکوب زوما
ګالیما موتلانته
TBD
مرستیال ولسمشر د سویلي افریقا ولسي جرګه
د واکمنۍ دوران
۱۸ ډسمبر ۲۰۱۲ – ۱۸ ډسمبر ۲۰۱۷
ولسمشر جیکوب زوما
ګالیما موتلانته
داوید مابوزا
د سویلي افریقا ولسي جرګهې د ګارډ مشر
د واکمنۍ دوران
۱ مارچ ۱۹۹۱ – ۱۸ ډسمبر ۱۹۹۷
ولسمشر نلسون مانډیلا
الفریډ باپتکسولو نزو
ګالیما موتلانته
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۷ نومبر ۱۹۵۲(1952-11-17) ‏(عمر: ۷۱ کاله)
سووتو
تابعیت سویلي افریقا
ګوند د سویلي افریقا ولسي جرګه
طبی کیفیت کویډ–19[۲]  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد ۴
عملي ژوند
تعلیم لیمپپو پوهنتون
د سویلي افریقا پوهنتون
کار/مسلک سياستوال
سوداگر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۳]
زولو
خوسایي ژبه
شمالي سوتویي ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست[۴]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

سیریل رامافوسا په انګلیسي Cyril Ramaphosa) زوکړه ۱۷ نوامبر ۱۹۵۲م کال) د سویلي افریقا هیواد ولسمشر دی.

ماتامیلا سیریل رامافوسا (د ۱۹۵۲ز کال د نومبر په ۱۷مه زېږېدلی) د سویلي افریقا یو سوداګر او سیاستوال دی، چې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د سویلي افریقا پینځم ډیموکراټیک ولسمشر دی او د ۲۰۱۷ز کال راهیسې د افریقا د ملي کانګرس (ANC) د رئیس په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده. رامافوسا مخکې د اپارټایډ ضد فعال او د سوداګرۍ د اتحادیې مشر او سوداګر و، چې وروسته د ANC د ولسمشر نیلسن منډیلا سکرټر، د افریقا د ملي کانګرس رئیس، د جیکوب زوما مرستیال ولسمشر او له ۲۰۱۴ز کال نه تر ۲۰۱۸ز کال پورې د ملي پلان جوړونې د کمیسیون رئیس هم پاتې شوی دی.[۵]

هغه ته یو تکړه مذاکره کوونکی او سټراټیژیست ویل کېږي، چې د سویلي افریقا د ډیموکراسۍ د لېږد پرمهال یې د ANC د ستر مذاکره کوونکي په توګه کار کاوه. رامافوسا په هېواد کې د کانونو د کارګرانو د اتحادیې (NUM) په نامه ډېره پیاوړې اتحادیه جوړه کړه. هغه د مذاکراتو په لړ کې د اپارټایډ د پای ته رسولو او په ۱۹۹۴ز کال کې د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د بشپړو ډیموکراټیکو ټاکنو د ترسره کولو په اړه یې له ملي ګوند نه له رولف مایر سره مهمه ونډه لرله. رامافوسا د راتلونکي ولسمشرۍ لپاره د نیلسن منډیلا انتخاب و. رامافوسا د یوه سوداګر په توګه پېژندل کېږي او خالصه شتمني یې په ۲۰۱۸ز کال کې تر ۶.۴ میلیارد (۴۵۰ میلیون ډالر) نه ډېره وه او ۳۱ ملکیتونه لري. مخکې یې د سویلي افریقا په مک ډونالدز شرکت کې کار کاوه او د MTN د بورډ رئیس او د لونمین بورډ غړي په توګه پاتې شوی دی.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

رامافوسا له ۲۰۱۴ز کال نه تر ۲۰۱۸ز کال پورې د سویلي افریقا مرستیال ولسمشر و. هغه وروسته د ۲۰۱۷ز کال په ډسمبر کې د ANC په ملي کنفرانس کې د افریقا د ملي کانګرس (ANC) مشر وټاکل شو. رامافوسا د ملي پلان جوړونې کمیسیون پخوانی غړی دی، چې د هېواد د راتلونکي لپاره د سټراټیژیک پلان جوړولو مسئولیت لري. رامافوسا په ۲۰۱۸ز کال کې د جیکوب زوما له استعفا وروسته پرته له ټولټاکنو د سویلي افریقا ولسمشر شو. رامافوسا د سویلي افریقا په ټولټاکنو کې د ANC له بریا وروسته د ۲۰۱۹ز کال په می کې د خپلې لومړۍ بشپړې دورې لپاره د ملي شورا له خوا یو ځل بیا ولسمشر وټاکل شو. رامافوسا له ۲۰۲۰ز کال نه تر ۲۰۲۱ز کال پورې د افریقا د اتحادیې رئیس و.[۱۴][۱۵]

سره له دې چې هغه هېواد ته د ډیموکراسۍ د راتګ پلوی و، خو د خپلو سوداګریزو ګټو له امله پرې نیوکه شوې ده، که څه هم په هېڅ ناقانونه فعالیت نه دی تورن شوی. له ګلینکور سره یې جنجالي سوداګریزې معاملې او د ډبرو سکرو له معاملې نه په ناقانونه ډول د ګټې اخیستنې له امله تورن شوی، چې هغه په کلکه دا تورونه رد کړل. ګلینکور په منځني ختیځ کې له توني بلیر شرکت سره د سوداګریزو فعالیتونو له امله د خلکو پام ځانته را واړاوه. زوی یې اندیل رامافوسا هم منلې، چې تر ۲ میلیونه ډېرې روپۍ یې له بوساسا امنیتي شرکت نه ترلاسه کړې، چې دغه شرکت په فساد کې ښکېل و. رامافوسا د ۲۰۱۲ز کال د اګسټ په ۱۵مه د ماریکانا کان کیندونکو د اعتصاب پر وړاندې د اقدام غوښتنه وکړه او هغه یې «وحشیانه او جنایتکاره» چلند وباله، چې «ګډ اقدام» ته اړتیا لري. هغه وروسته پر خپلې کړنې پښېمان و او ویې ویل، چې که د کارګرانو له اعتصاب نه مخکې بېړني پلانونه جوړ شوي وای، نو مخه یې نیولای شوای.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

رامافوسا د ۱۹۵۲ز کال د نومبر په ۱۷مه د جوهانسبورګ په سویتو کې له ونډایي مور و پلار نه زېږېدلی. هغه د ایرډموټ او متقاعد پولیس سمویل رامافوسا له دریوو اولادونو نه دویم دی. رامافوسا د سویتو Tshilidzi ابتدایي ښوونځي کې او بیا په Sekano Ntoane عالي ښوونځي کې شامل شو. هغه په ۱۹۷۱ز کال کې په وینډا کې د سیباسا له مفافولي عالي لیسې نه فارغ شو او هلته د زده کړیالانو د مسیحي خوځښت مشر وټاکل شو. هغه وروسته په ۱۹۷۲ز کال کې د لیمپوپو ولایت په شمال پوهنتون (Turfloop) کې د حقوقي زده کړو لپاره نوملیکنه وکړه.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

رامافوسا په پوهنتون کې په سیاست کې ښکېل شو او د سویلي افریقا د زده کوونکو له سازمان  (SASO) او د تورپوستو وګړو له کنوانسیون سره یوځای شو. دا د دې لامل شو، چې په ۱۹۷۴ز کال کې د ۱۹۶۷ز کال د ټروریزم قانون د ۶مې مادې پر بنسټ د یوولسو میاشتو لپاره پر انفرادي بند محکوم شي، دا محکومېدل یې د فریلیمو د لاریونونو د تنظیمولو له امله و. په ۱۹۷۶ز کال کې د سویتو له ګډوډیو وروسته یو ځل بیا ونیول شو، چې د ټروریزم د قانون له مخې په جان ورسټر سیمه کې د شپږو میاشتو لپاره بندي و. له ازادېدو وروسته په جوهانسبورګ کې د څارنوالانو د شرکت حقوقي منشي شو او د سویلي افریقا له پوهنتون (UNISA) سره یې د مکاتبې له لارې خپلو حقوقي زده کړو ته دوام ورکړ، چې په ۱۹۸۱ز کال کې یې خپل تحصيلي سند ترلاسه کړ.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

ولسمشري (۲۰۱۸ز کال  نه – تر اوسه)[سمول]

رامافوسا د ۲۰۱۸ز کال په فبرورۍ کې د جیکوب زوما له استعفا وروسته، د ۲۰۱۸ز کال د فبرورۍ په ۱۵مه له مخالفت پرته د سویلي افریقا د ملي شورا له خوا د ولسمشر په توګه وټاکل شو. رامافوسا د ولسمشرۍ په توینهیوس مېلمستون کې د لوی څارنوال موګوینګ موګوینګ له خوا لوړه وکړه. [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

کله چې رامافوسا ولسمشر شو؛ نو یوه ورځ وروسته په بازارونو کې سهام زیات شول، تر ۲۰۱۵ز کال پورې راند (د سویلي افریقا پولي واحد) لوړو پوړیو ته ورسېد او دولتي سهام هم ورسره لوړ شول.[۴۲][۴۳]

رامافوسا د ۲۰۱۸ز کال د فبرورۍ په ۱۶مه خپله لومړۍ وینا وکړه او دا لومړۍ ځل و، چې په ډیموکراټیکه سویلي افریقا کې یو ولسمشر پرته له مرستیاله د هېواد د حالت په اړه وینا کوي. رامافوسا د سویلي افریقا د اقتصادي ودې پر اړتیا، پر ګرځندویۍ، د ځوانانو پر کارموندنې او د کابینې پر راکمولو ټینګار وکړ. هغه د منډیلا د میراث د ژوندي ساتلو پر ارزښت هم تمرکز وکړ.[۴۴]

رامافوسا د ۲۰۲۰ز کال د AU په غونډه کې په افریقا کې له ازادې سوداګرۍ نه ملاتړ وکړ او دا یې د صنعتي کېدلو او په نړیوالو بازارونو کې د سویلي افریقا د ادغام لپاره لوی لامل وښود. رامافوسا د ۲۰۲۰ز کال د AU په غونډه کې دا هم وویل، چې جنیستي تشې باید له مینځه لاړې شي او جنسیتي نابرابرۍ ته دې د پای ټکی کېښودل شي.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

سیاسي بشردوستي[سمول]

رامافوسا د ۲۰۱۸ز کال د می په ۲۴مه په ښکاره اعلان وکړ، چې هغه به د خپل معاش نیمایي برخه (۳.۶ میلیون رانډ په کال کې) د سویلي افریقا د پخواني ولسمشر نیلسن منډیلا په درناوي خیراتوي. هغه وویل، چې هدف یې د شتمنو وګړو هڅول دي، چې د خپل معاش یوه برخه د ملت جوړونې لپاره ځانګړې کړي. دا مالي مرسته د نیلسن منډیلا د بنسټ (NMF) له خوا مدیریت کېده.[۴۹]

شخصي ژوند[سمول]

رامافوسا ډېر محرم شخص دی او د ژوند په اړه یې ډېر معلومات نشته. هغه مخکې له هوپ رامافوسا (۱۹۷۸ز- ۱۹۸۹ز) سره واده کړی و، چې یو زوی یې ترې درلود او بیا یې له سوداګرې نومازیزي متشوتشیسا سره واده وکړ (۱۹۹۱ز- ۱۹۹۳ز کلونه)، چې وروسته یې ترې طلاق واخیست. رامافوسا په ۱۹۹۶ز کال کې له ډاکټرې تشیپو موتسیپ سره واده وکړ، چې دا د سویلي افریقا د کان کیندنې د میلیاردر پاټریک موتسیپ خور وه. رامافوسا پینځه پېژندل شوي بچیان لري. [۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

رامافوسا په سویلي افریقا کې تر ټولو بډایه کس دی، چې خالصه شتمني یې له ۴۵۰ میلیونه ډالرو نه اوړي او د افریقا فوربس او بلومبرګ مالي مجلو کې راڅرګند شوی دی.[۵۴][۵۵]

رامافوسا د سیریل رامافوسا بنسټ، بنسټ اېښودونکی دی.[۵۶]

سیاست[سمول]

شخصیت[سمول]

سرچینې[سمول]

  1. (په ۱۵ فبروري ۲۰۱۸ باندې). Cyril Ramaphosa voted in as South Africa’s president.
  2. https://www.abc.net.au/news/2021-12-14/south-african-president-cyril-tests-positive-for-covid-19/100697586 — د نشر نېټه: ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۱
  3. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20211101285 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  4. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20211101285 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  5. (په 4 February 2015 باندې). NPC Commissioners. National Planning Commission.
  6. . Ramaphosa has what it takes to fix South Africa's ailing ANC. But .... The Conversation.
  7. "How Cyril Ramaphosa and Roelf Meyer joined forces to bring democracy to SA". 702. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. . Ramaphosa has what it takes to fix South Africa's ailing ANC. But .... TimesLIVE.
  9. S., Saul, John. South Africa – the present as history : from Mrs. Ples to Mandela & Marikana. Woodbridge, Suffolk. OCLC 872681428. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781847010926. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 30 June 2011 باندې). Negotiations and the transition. South African History Online.
  11. (په 20 December 2012 باندې). Cyril Ramaphosa: the return of Nelson Mandela's chosen one.
  12. "Here are the 20 richest people in South Africa". BusinessTech. مؤرشف من الأصل في ۱۷ فبروري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. . Ramaphosa declares ownership of 31 properties.
  14. "National Planning Commission". National Planning Commission. مؤرشف من الأصل في ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Simon (په February 10, 2020 باندې). South African President Cyril Ramaphosa elected African Union Chairperson as continent vows to "silence the guns," boost trade and close gender gap. Today News Africa
  16. "R2K protest for investigation into MTN and Ramaphosa corruption allegations". Right2Know Campaign. 12 October 2015. مؤرشف من الأصل في ۲۰ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. . Ramaphosa and MTN's offshore stash. Mail & Guardian.
  18. (په 26 May 2015 باندې). Ramaphosa sells business stakes, creates billion-dollar black-owned company. BizNews.com.
  19. . Ramaphosa steps down as MTN chairman. ITWeb Technology News.
  20. (په 14 January 2013 باندې). Cyril Ramaphosa's conflict of interest – Corruption Watch. Corruption Watch.
  21. (په 11 October 2011 باندې). Glencore, Ramaphosa eye 50/50 mining JVs in SA. Moneyweb.
  22. . Presidency, Glencore slam Ramaphosa Eskom claims. Fin24.
  23. . Did Ramaphosa benefit from Eskom coal deals?.
  24. "Bosasa paid me R2m, says Andile Ramaphosa | IOL News". www.iol.co.za. مؤرشف من الأصل في ۲۷ مارچ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "The Ramaphosas' Bosasa money: Same script, different cast". News24. 27 March 2019. مؤرشف من الأصل في ۲۷ مارچ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 24 October 2012 باندې). Lonmin emails paint ANC elder as a born-again robber baron. The Guardian.
  27. "Cyril Ramaphosa: The true betrayal | Daily Maverick". Daily Maverick. 26 October 2012. مؤرشف من الأصل في ۰۴ نومبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Butler, Anthony (2011). Cyril Ramaphosa. Johannesburg: Jacana. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781431401840. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. . Ramaphosa 'not born in Limpopo'. The Citizen.
  30. Village, Youth (25 October 2013). "25 Things you don't know about Cyril Ramaphosa". Youth Village. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 17 February 2011 باندې). Cyril Matamela Ramaphosa. South African History Online.
  32. "Who is Cyril Ramaphosa?". 21 December 2017. مؤرشف من الأصل في ۲۷ جون ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. www.lesideesnet.com, Les Idées Net -. "African Success : Biography of Cyril RAMAPHOSA". africansuccess.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ نومبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "South Africa: Overcoming Apartheid". overcomingapartheid.msu.edu. مؤرشف من الأصل في ۲۵ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Deputy President Cyril Ramaphosa | GEC 2017". gec.co. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ مارچ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په 2 August 2017 باندې). Cyril Ramaphosa – the man who wants to make South Africa great. BBC News.
  37. . The curious case of Comrade Cyril – Windhoek Observer.
  38. . Cyril Ramaphosa has been elected president of South Africa.
  39. "WATCH: President Ramaphosa takes oath of office". www.enca.com. مؤرشف من الأصل في ۱۸ فبروري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. . The oath is sealed: Ramaphosa is officially President.
  41. (په 15 February 2018 باندې). South Africa's Cyril Ramaphosa takes oath of office. GulfNews.
  42. (په 18 December 2017 باندې). Rand rallies over 4% as Ramaphosa takes ANC top job in close contest. Fin24.
  43. (په 19 December 2017 باندې). Stocks rally as Ramaphosa seen as watershed. Moneyweb.
  44. Burke, Jason (16 February 2018). "South Africa: Ramaphosa invokes Mandela in first major speech". The Guardian. مؤرشف من الأصل في ۲۰ فبروري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. (په 17 February 2017 باندې). SONA 2018: President Ramaphosa promises to turn the tide of corruption. Daily Maverick.
  46. (په 16 February 2018 باندې). Ramaphosa promises corruption crackdown at maiden SONA. News24.
  47. (په 18 February 2018 باندې). Armed Forces Day commemoration will have special meaning this year: Ramaphosa.
  48. Simon (په February 10, 2020 باندې). South African President Cyril Ramaphosa elected African Union Chairperson as continent vows to "silence the guns," boost trade and close gender gap. Today News Africa
  49. (په 24 May 2018 باندې). SA leader gives half his pay to charity. BBC News.
  50. (په 16 February 2018 باندې). Six things you didn't know about Tshepo Motsepe: SA's new First Lady. The South African.
  51. . Women go wild for Ramaphosa son. IOL.
  52. . I support and love him, says Ramaphosa's wife following cheating scandal. The Citizen.
  53. . Cyril Ramaphosa rejects state house. The Citizen.
  54. (په 12 July 2015 باندې). Cyril Ramaphosa's R30m posh plot.
  55. (په 3 July 2019 باندې). Here are 24 of the richest people in South Africa.
  56. (په 24 September 2019 باندې). 'There is no language that is superior to another' - Ramaphosa celebrates Heritage Day with a focus on African languages.