سپوږمۍ اکسير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډاکټره سپوږمۍ اکسير

ډاکټره سپوږمۍ اکسير (په انگرېزي ژبه: Spogmai Akseer) يوه افغانه ده چې په ننگرهار ولایت کې زېږېدلې .هغې په دې وروستيو کې په کاناډا کېد سولې خوځښت پیل کړی او په افغانستان باندې د يرغل په خلاف ېې خپل غږ د يوې ټولنې له لارې اوچت کړی. آغلې ډاکټره سپوږمۍ اکسير ټولنيزه کارکوونکې او لیکواله ده برسېره پر دې د («Afghans for Peace» افغانان د سولې لپاره) د خوځښت بنسټگره هم ده .

مخينه[سمول]

ډاکټره سپوږمۍ اکسير د څلورو کلو وه چې لکه نورو افغانانو پشان خپلې کورنۍ سره کډوالۍ ته اړ شوې او په کال ۱۹۸۹ زېږدي کې له پېښور څخه بيا د کاناډا هېواد په لور ټولې کورنۍ سره لکه د نورو پشان کډوال شوي .

زده کړې[سمول]

ډاکټرې سپوږمۍ اکسير خپلې لومړنۍ او لوړې زده کړې ټولې په کاناډا هېواد کې ترسره کړي . خپله ډاکټري ېې د تعلیم او نړېوال پرمختيايي بهير په برخه کې د ټورنټو له پوهنتون څخه ترلاسه کړې .

چاپ شوی اثار[سمول]

  1. له لرې واټنه (د افغانو کليوالو ښځو غږونه ) په انگرېزي ژبه . (So Far Away - Voices of Rural Afghan Women (Jun 17, 2008

باندنۍ تړنې[سمول]

د سنډي راډيو سره د ډاکټرې سپوږمۍ اکسير مرکه Archived 2012-01-17 at the Wayback Machine.

  1. http://www.amazon.com/s/ref=ntt_athr_dp_sr_1/182-0697163-2864938/182-0697163-2864938?_encoding=UTF8&sort=relevancerank&search-alias=books&ie=UTF8&field-author=Spogmai%20Akseer
  2. http://www.weltbild.de/3/15631331-1/buch/so-far-away.html#produktbeschreibung