سيد جلال کريم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سيد جلال کريم (۱۳۴۸ ل. - ) د افغانستان د ۲۰۰۹ کال د ولسمشريزو ټاکنو يو خپلواک کانديد دی. نوموړی د لوړو زده کړو څېښتن دی او د هېواد نه دباندې يې په گڼو پوهنتونونو کې خپلې زده کړې سر ته رسولي. هغه خپلې زده کړې د انجنيري په څانگه کې بشپړې کړي. خو بيا يې سوداگرۍ ته مخه کړې او په دې څانگه کې هم بريالی پاتې شوی. سيد جلال د يو شمېر سياسي فعاليتونو په بنسټ په ځينو سياسي کړيو کې د يوه منځگړي په توگه هم پاتې شوی.

مخينه[سمول]

سيدجلال کريم چې په سيدجلال نابغه مشهور دي په (١٣٤٨) کال کي په کابل کي په يوه متد ينه او متوسطه کورنۍ کي وزيږيد. پلار يي ښوونکي وه او د ښووني مقدسه دنده يي د کابل د عالي ليسو څخه په يوه ليسه کي ترسره کوله.

زده کړې[سمول]

سيدجلال په شپږ کلنۍ( ٦) کي د استقلال په عالي ليسه کي شامل شو او دوه کاله وروسته يعني په( ٨) کلنۍ کي يي د بي ساري استعداد او زکاوت په سبب د ذکر شوي ليسي څخه د دولسم صنف د فراعت سند ترلاسه کړ. او د نابغه په صفت د هيواد په دننه او همدارنگه د هيواد څخه بهر وپيژندل شو. سيدجلال نابغه په( ١٣٥٧) کال د(٩) کلنۍ په عمر د کابل پوهنتون دانجنري په پوهنځي کي شامل شو او وروسته امريکا ته ولاړ او د کولمبيا په پوهنتون کي چه د نيويارک په ښار کي واقع دي شامل شو نوموړي د کولمبيا په پوهنتون کي د شموليت څخه وروسته د افغانستان د هغه وخت د دولت په امر د امريکا څخه کابل ته راوستل شو. او وروسته د روسي ژبي،رياضياتو او فزيک د زده کړي په منظور د يو خاص پروگرام لاندي مسکو ته وليږل شو. سيدجلال په ١٣٥٩) کال کي د خپلى کورنۍ د ليدلو لپاره کابل ته راستون شو او د خلکو او د چاپيريال د خرابي او ناارامي وضعي د ليدلو څخه يو څه موده وروسته د زرگونو هيوادوالو سره لومړي د پاکستان په لور وخوځيد او وروسته د (٦) مياشتو تيرولو نوموړي د خپلي کورنۍ سره يو ځاي د سعودي عربستان په لور وخوځيد. چه په سعودي عربستان کي نوموړي دشاه فهد د منرالو او پتروليم په پوهنتون کي شامل شو. چه نوموړي هلته د انجنري فعاليتو نو او همدارنگه د فزيک او عربي ژبي زده کړه وکړه چه وروسته ددري کالو څخه د کمي مودي د تيرولو نوموړي نابغه(١٤)کلن افغان په اقتصادي فعاليتونو بوخت شو.

دندې[سمول]

سيدجلال نظر په هغه زيار، تلاش او سالمو نوښتونو چه د خپل ځان څخه يي وښوده پدي وتوانيد چه د بشر د حقوقودمهمو فعالينو او همکارانو څخه واوسي . د اقتصاد په برخه کي نوموړي د خپلو سالمو او مثبتو نوښتونو په سبب پدي بريالي شو چه په دي ساحه کي چټک پرمختگ او انکشاف وکړي . چه پدې ارتباط دعربستان او همدارنگه د متحده عرب اماراتو د څو کمپنيو په راکړه ورکړه بريالي شو. د نوموړي مرستيالان او د سوداگريزو شرکتونو شريکان د لويو شخصي شرکتونو څو مليتزو شرکتونو او د خليج د اقتصادي همکاري د شورا د مختلفو هيوادونو د شاهي کورنيو څخه عبارت دي . د سوداگريزو بوختياؤ څخه پر ته محترم سيدجلال د خپل علمي او فرهنگي شهرت او اقتصادي موقف څخه په استفادي پدي وتوانيد چه دنړيوالو ارتباطاتو له لاري په افغانستان کي امنيت او صلحي ټينگولو په برخه کي مهم خدمتونه تر سره کړي. چه پدي ترڅ کي نوموړي په( ١٣٦٩) کال کي خپل ډير زيار وکيښ تر څو په افغانستان د داخلي جنگونو د ختمولو لپاره افغانستان، پاکستان او په جگړه کي د بوختو خواؤ تر منځ يوه سوليزه لار ولټوي چه پدي لړ کي د هغه مذاکراتو په نتيجه کي چه د مربوطو خواؤ سره يي درلودل نوموړي په ١٣٧٦) کال کي د طالبانو د بند څخه د ١٠) ايراني بنديانو په خلاصولو بريالي شو. همدارنگه يي په ١٣٧٧) کال کي دنوموړي دهغه مذاکراتو او منځگړ توب له لاري چه د شمالي اتحاد او د طالبانو تر منخ د يوه مياشتي اور بند سبب وگرځيد ١٢٠٠) بنديان د شمال اتحاد او طالبانو تر منځ په ازادانه توگه تبادله شول. محترم سيد جلال نابعه د خلکود ذهنونو د روښانه کولو د خبر رسولو د امورو او دموکراسي د تامين لپاره هم ښه فرهنگي خدمتونه تر سره کړي چه د هغي مشخصه او ښه نمونه د يوي باارزښته راديوي شبکي (افغانستان غږ) تاسيس او پکار اچول دي . سيدجلال د هغه ژور احساس په اساس چه د افغانستان د درديدلو خلکو په اړه کي لري . دمذاکراتو او تفاهم له لاري وکولي شو تر څود مختلفو اروپايي هيوادونو، نړيوالو سازمانونو په شمول د ملل متحد د سازمان توجه د افغانستان د مسلي د حل په اړه جلب کړي. سيدجلال وکولي شو تر څو خپلي څيړني د اقتصاد، نړيوال قانون او اسلامي قانون په برخه کي تقويه کړي. او همدارنگه يي د يوه شخصيت په حيث د افغانانو د مسلو د حل په برخه کي مختلفي هلي ځلي کړي دي . نوموړي د ملي ازادۍ دفکر او ملي عالي احساساتو په درلودلو سره د يو وتلي واقعي ملي شخصيت په حيث په داخل د هيواد کي د ټولو افغانانو او همدارنگه په بهر د هيواد کي د نړيوالو د اعتماد او اخترام وړوگرځيد . د نوموړي هغه زيار او تلاش چه په هيواد کي يي رسولي اوثبات راوستلو په لور کي تر سره کړي وه پدي وتوانيد ترڅو د نړي د اکثرو هيوادو په شمول د پاکستان، ايران، هندوستان، سعودي عربستان، متحده عرب امارات او ترکيي سره قوي روابط رامنځ ته کړي او پدي اړه دټولو اعتماد ترلاسه کړي . سيدجلال پدي نظر دي چه هغه مشکلات چه افغانستان د هغه سره لاس او گريوان دي د تروريزم په شمول چه يونړيوال مشکل دي افغانان په يوازيتوب سره نشي کولاي د هغو په حل کولو بريالي شي يوازي هغه وخت چه د افغانستان د گاونډيانو تر منځ دوه طرفه او پوره همکاري د متقابل احترام په اساس چه د يو بل د سياسي ازادۍ او ځمکنۍ بشپړتيا په پيژندلو ولاړ وي کولاي شي ديو بل مشکلات او مسلي يو په بل پسي حل شي .

سرچينې[سمول]

باندنۍ تړنې[سمول]