سيال کاکړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

پوهاند سيال کاکړ (په انگرېي: Syal Kakar) د کوټې سيمې يو له لومړنيو ليکوالانو دى چې د پښتو شفاهي ادبياتو پټه خزانه يې رابرسېره کړې ده. پوهاند ولي محمد خان چې د سيال کاکړ په نامه پېژنگلوي لري په ۱۹۳۵ م کال د پښين په سرانانو کې زېږېدلى دى.

زده کړې

لومړنۍ زدکړې يې په خپل کلي او پښين کې ترسره کړې او وروسته د لوړو زدکړو لپاره د کوټې پېښور او د لاهور پنجاب پوهنتون ته تللى دى. پوهاند سيال كاكړ په پارسي، پښتو او اردو ژبو كې د ماسټرۍ ډگرۍ تر لاسه كړې دي، همدارنگه يې د (بي اې) بريليک هم د پنجاب له لايلپور (فيصل اباد) ښاره تر لاسه كړی دی. نوموړى د پښتو تر څنگ په پارسي، اردو، براهوي، انگرېزي او پنجابي ژبو هم ښه پوهېږي او روانې خبرې په كولاى شي.

دندې

په۰ ۱۹۶۴ م کال يې د استاد په توگه پر خپل کار پېل وکړ.نوموړي ولسي پښتو ادبياتو ته بې سارى خدمت کړى.

پښتو ادب کې ونډه

ښاغلي کاکړ د پښتو پر فولکلوري ادب او دغه ډول نورو ادبي برخو کې تر ۳۶ ډېر کتابونه ليکلي دي.دى د کوټې سيمې يو له لومړنيو ليکوالانو دى چې د پښتو شفاهي ادبياتو پټه خزانه يې رابرسېره کړېده .هغه له ژوبه تر بورى او دغه ډول له سيوۍ تر کندهار په لر او بر کې د ولسي ادبياتو ورکه شاعري په خپلو ليکونو کې د تل لپاره ژوندۍ وساتله. هغه تر خپله وسه د پښتنو په لر اوبر کې خوله په خوله ويل شوې لنډۍ، کاکړى غاړې ، ،انگۍ ،متلونه، ساندې ، برغازۍ ،چيغيان راټول کړي او د تاريخ پاڼو کې يې ژوندۍ ساتلي دي.

استاد نوراحمد قرآنمل دسیال کاکړ په اړه

دکندهار ولایت مشهوره ادبي څېره استاد نوراحمد قرآنمل دسیال کاکړ په اړه پخپله یوه مقاله کي چي د (په ډیالیکټیک (سیمیز) فرهنګ کي بې سیاله سیال) په نامه ده داسي وايي :

دانساني نسل استمرار له یوه پړاوه وبل پړاو د اووښتو په منظور یو یوه داسي ککره راوړي، چي بویه ساری يې تقریباً په نړۍ واله ، سیمیزه او ټبریزه برخه ډیر لږ پیدا کیږي. د قرآن کریم د نصوصو تر دیدګا را لاندي  داروا پوهانو تحقیقي پایلي هم پر دې منتج دي، چي  په ټول بشریت کي له  ماضي تر حال او استقباله پوري دوه انسانان په یوه ډول او جوله نه دي سره سوي. او نه هم په فزیکي او رواني ډول کټ مټ مساوي سره کېدای سي.

دې خبري ته په کتو  اړکیږو د عالم ناسوت په حجراتو کي  پروفیسور سیال کاکړ همداسي یو انساني وجود وبولو، چي له نورو انسانانوسره به دعقیدې له تشریکه هر اړخیزتوپیر  ولري.

دهغه علمي بیس ته په کتو سره، چي دخپل وخت دپوهانو، لیکوالانو، محقیقینو او شعراؤ تر منځ يې ساتلئ دی، باید عتراف وکړو ، چي پخپلو هم عصرو کي بې سیاله سیال دی. له نوموړي سره مي لیدنه هغه سوې ده چي کله د په ۲۰۰۴ کال کي  په کوئټه کي د(پښتو عالمي کنفرانس) په نوم داسي اجندا را غوښتل سوې وه، چي د پښتو ژبي په سرنوشت کي رغنده رول درلودلئ وای.هغه شپو کي  له کندهاره تر (۲۰) زیات ګڼ شمیر فرهنګیانو  په پښتو ژبه کي دځانګړي سبک څښټن ارواښاد عبدالمجید بابي په مشري سفردرلود.

دنري قد، نرم دخبرو انداز او په پخپل ژبنۍ مستقله کاړي لهجه کي دکندارۍ پښتو د ځینو اصطلاحاتو درج يې په نښه کوله لکه په دې عالمي کنرانس کي ، دیوه بل ګډونوال عزیزالله ایډوکیټ چي په عزیز ماما مشهور دي ږغیږي.

پروفیسور سیال کاکړ چي د پښتونخوا په میشتو سیمو کي دلیکوالۍ په ‌‌کر یوه نه هیریدونکې مشهوره څیره ده د سیمیز فرهنګ په زیرمه کي يې چي ځای او موقف معلوم دی موږ يې د بې سیاله سیال په شکون پیژندلای سو.

دسیال کاکړ «فولکلوریک جواهر» [1]يې څرک په لاس راکوي چي په پښټو ادب کي د ښځینه ونډه په لنډیو ، کاکړیو او ضرب المثلونو کي څومره ده ، سیال په دې هکله وايي(( دلته باید داخبرو څرګنده کو، چي پښین او کندهار په کلتوري لحاظ دومره نژدې موارد لري، چي فولکلوري مواریث يې کله نسي سره بیلدلای))[2] په پورته لنډه جمله کي په اړخ  دمحدودي جغرافيې یووالی او په بل اړخ دفولکلوري میراث ګډون یو له نه بیلیدونکي موارد دی چي هم دسیمي او هم ده کلتور تشریک ښيئي. سیال صاحب دفولکلور یوه نمونه داسي وړاندي کوی:

دلیورو مسري(مشري) ورېنداري[3]

دپایزیب دي شرنګهار سو

اسپی وتوریدې ولاړې[4]


  په پورته منظومو لیکو کي، د (مسري) کلمه کارول سوې، چي د مقر کټواز، بادیني، کلاسیف الله، مسلم باغ، ږوب، لورالائي، کاڼ متر زی، میختر او ... په سیمو کي د ویونکې پښتو لهجې کارویدونکئ اسم دی چي د نارینه يې (مسر) دی، چي په ټبري ډول د کاکړو، ناصرو، سلیمانخیلو، ترکو تر څنګ يې کوچیان هم کاروي. پورته کلمه چي یوې سیمیزي لهجې ته منسوبیږي،په عامه پښتو کي  د (مشري) چي نارینه يې (مشر) کیږي استعمالیږي، چي په منطقوي فرهنګ د داسي کلماتو چاڼ او بیا دهغه په تحقیقي لیکنه کي دهغو کارَوَنه د هرچا کار نسي کېدلای.

پروفیسور سیال کاکړ د خپلي علمي زیرمي د څیړني او تحقیق په برخه تر دې  څوګامه نور مخته هم په په پښتني فرهنګ فرهنګ کی «فولکلوریکي سندري»[5] نه دي پریښي. دهغو ی د پیژندني ترتیب، تنظیم، تر چاڼ وروسته يې د کتني په موخه دافغانستان دعلومو اکاډیمۍ دروازه ورټکولې او دهغی له لاري يې په تن کوچنۍ ، خو په پانګه لویه رساله چي دیوه سیمي د فولکلوریک فرهنګ استازيتوب او سرغنه والی ښوولئ وايي:

(د کاکړستان تاریخي سنګر دپښتني فولکلور لپاره دسرچینې حیثیت لري. موږ د تاریخي اسنادو او دخپلو مشاهداتو له ویلای سو، چي کاکړو ته یوازي د پښټو په لیکني ادب کي ستر رجال پیدا کړي دي، بلکي په ګړني ادب (Folk Literature )   هم د ځان ساری نه لري)[6]

دیادي رسالې اساسي منځپانګه چي د (سلسلې، ادبي ښیګڼي، برغازۍ، سولی او ویلو پر ترتیب راګرځي ) په عنوانونو د یوه معتبر اثر په ډول پيژندلای سو.


[1] وګ:کاکړ: ولي محمد سیال ، فولکلوري جواهر، پښتو اکېډمي کوټه چاپ

[2] همدا پورته اثر ۱۰سم مخ

[3] هماغه پورته اثر ۸۲ مخ

[4]

[5] پروفیسور سیال کاکړ، فولکلوریکي سندري، دافغانستان دعلومو اکاډیمي، دژبو او ادبیاتو انیسټیټیوټ ۱۳۵۷ل کال

[6] پروفیسور سیال کاکړ، فولکلوریکي سندري، دافغانستان دعلومو اکاډیمي، دژبو او ادبیاتو انیسټیټیوټ ۱۳۵۷ل کال (۱،۲)مخونه

چاپ شوي آثار

  1. (غاړې) كاكړۍ غاړې او څېړنه
  2. پښتني افكار (پښتو كيسۍ)
  3. سپېڅلي گايونه (متلونه)
  4. چيغيان (د پښتني فولكلور يو ډول)
  5. گراني ملغلري (شعري ټولگه)
  6. پښتني جام (شعري ټولگه)
  7. پښتني فولكلور
  8. ملي دردونه (شعري ټولگه)
  9. غورځنگ (شعري ټولگه)
  10. كاكړۍ (كاكړۍ غاړې)
  11. ترينو (د وڼېڅي لهجې په اړه څېړنه)
  12. ملي ادب (متلونه)
  13. مزارات (د سهېلي پښتونخوا د بېلابېلو سيمو مزارات)
  14. د كسې د لمني پښتو ژورناليزم
  15. پښتني نومونه
  16. پښتو مترادفات
  17. فولكلوري طب
  18. ادبي څېرې (انځوريزه تذكره)
  19. د کسې د لمنې پښتانه ليکوال (ادبي تذكره، دوه ټوكه)
  20. پښتو او پښتانه په سهېلي پښتونخوا كې (دوه ټوكه)
  21. فولكلوري سوغات (د اتڼ نارې)
  22. فولكلوري سندرې
  23. پښتو نكلونه
  24. فولكلوري جواهر (د ښادۍ بدلې)
  25. د كوشنيانو ادب
  26. د كوشنيانو ژبه
  27. انگۍ (د پښتني فولكلور يو لرغونى او په زړه پورې منظوم ډول)
  28. منظومه تذكره
  29. ادبي انځور (مقالې)
  30. سنگر (شعري ټولگه)
  31. كاكړي (د كاكړۍ لهجې په اړه څېړنه)
  32. نثري انځور (مقالې)
  33. پخوانۍ غاړې (ازادې غاړې)
  34. غوره انځور (شعري ټولگه)
  35. گنجينه ادب فارسى (فارسي مقالې)
  36. خزينه دانش (فارسي مقالې)
  37. زرين انځور (مقالې)