سوکالي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Distributing alms to the poor, abbey of Port-Royal des Champs c. 1710.

سوکالي انګلیسي: Welfare په اقتصاد کې ټولنیزه سوکالي د تولیدوونکو او مستهلکینو لپاره د بازار څخه د ترلاسه کیدونکې سوکالي مجموعه ده، چې په ډیری کتابونو کې ټولنیزې سوکالۍ(social welfare) په نوم نومول شوې او ټولنیزه سوکالي هغه مهال خپل اعظمي حد ته رسیږي، چې بازار په پوره ډول سیالیگر وي.

هوساینه (یا په عموم ډول، ټولنیزه هوساینه) د دولت یو ډول ملاتړ دی چې موخه یې له هغه څه ډاډ ترلاسه کول دي چې د ټولنې غړي وتوانېږي لومړنۍ بشري اړتیاوې لکه خواړه او سرپناه پوره کړي. ټولنیز خوندیتوب کېدای شي د هوساینې سره مترادف وي، یا په ځانګړې توګه د ټولنیزې بیمې په هغو پروګرامونو دلالت وکړي چې یوازې هغو کسانو ته ملاتړ چمتو کوي چې مخکې یې ونډه اخیستې وي (د بېلګې په توګه د تقاعد سیستم)، او د ټولنیزو مرستو د پروګرامونو برعکس دی چې یوازې د اړتیا پر بنسټ (د بیلګې په توګه د معلولیت مرستې) ملاتړ چمتو کوي. د کار نړیوال سازمان ټولنیز خوندیتوب د زاړه عمر لرونکو خلکو لپاره د ملاتړ، د ماشومانو د ساتنې ملاتړ، طبي درملنه، د مور/پلار کېدو او ناروغۍ رخصتۍ، د وزګاري او معیوبیت مرستې، او د کار د ټپیانو لپاره د ملاتړ په توګه تعریفوي. [۱][۲][۳][۴][۵]

په پراخه بڼه، هوساینه کېدای شي د وړیا یا سبسایډي ټولنیزو چوپړتیاوو لکه روغتیا پاملرنې، تعلیم، حرفوي زده کړې او عامه کورونو پر مټ د هوساینې د بنسټيزې کچې د چمتو کولو هڅې تر پوښښ لاندې راولي. په یوه هوسا دولت کې، دولت د ټولنې د روغتیا، پوهنې او هوساینې مسولیت پر غاړه اخلي چې یو لړ ټولنیزې چوپړتیاوې لکه څنګه چې پورته بیان شوې، وړاندې کوي. [۶][۷]

لومړۍ عمومي قانوني حکومتي هوساینه په اوومه پېړۍ (۶۳۴ ز کال) کې د راشدین خلیفه عمر رضی الله عنه په وخت کې را منځ ته شوه. لومړی هوسا دولت د آلمان شاهي نظام (۱۸۷۱-۱۹۱۸) و، چې په کې د بسمارک حکومت په ۱۸۸۹ کال کې ټولنیز خوندیتوب وړاندې کړ. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې، انګلستان د ۱۹۱۳ کال په شاوخوا کې ټولنیز خوندیتوب وړاندې کړ، او د اتلي د حکومت (۱۹۴۵ – ۱۹۵۱) په وخت کې، د ۱۹۴۶ کال د ملي بیمې په قانون سره یې هوساینه تصویب کړه. د لوېدیځې اروپا، آسټرالیا او نیوزیلنډ په هېوادونو کې، ټولنیزه هوساینه په عمده توګه د حکومت له لوري د ملي مالیاتو له عوایدو څخه ورکول کېږي، او په لږه کچه د غیر دولتي موسسو (NGOs) او خیریه موسسو (ټولنیز او دیني) له لوري چمتو کېږي. د ټولنیز خوندیتوب حق او د ژوند مناسب معیار د بشري حقونو د عمومي اعلامیې په ۲۲ او ۲۵ مادو کې تر ټینګار لاندې نیول شوی. [۸][۹][۱۰] 

تاریخچه[سمول]

سترواک اګوسټس د روم په سترواکۍ کې، لومړی د Cura Annonae یا د غلې مرسته د هغو اتباعو لپاره چمتو کړه چې نه یې شوای کولای هره میاشت خواړه واخلي. ټولنیزه هوساینه د سترواک ټراجان له لوري پراخه شوه. د تراجان پروګرام د ډېرو له لوري، د ځوان پلیني په ګډون، وستایل شو. د سونګ د کورنۍ حکومت (۹۶۰ ز کال کې) ډېری پروګرامونو چمتو کړل چې کېدای شي د ټولنیزې هوساینې په توګه وګڼل شي، لکه د تقاعد کورونو ودانول، عامه کلینیکونه او د غریبانو لپاره هدیره جوړول. د اقتصاد پوه رابرټ هینري نیلسن په وینا، "د منځنۍ پېړۍ رومي کاتولیک کلیسا د بې وزلو لپاره خورا پراخ او هراړخیز هوسا سیستم پر مخ وړه ..." له ۱۴ پېړۍ څخه وروسته د ایټالیا د ښاري حکومتونو له کلیسا سره ګډ کار پیل کړ، ترڅو ټیټو طبقو ته سوکالي او تعلیم چمتو کړي. په وروسته پروتستانت اروپایي هېوادونو لکه د هالنډ په جمهوریت کې، د  ۱۹ پېړۍ په لومړیو کې سوکالي د ټولنو د نظام د سیمه ایزو ډلو له لوري تر هغه اداره کېده، چې دا نظام له منځه لاړ. د مقدس روم سترواکۍ په آزادو شاهي ښارونو، لکه د نورمبرګ په څېر ښارونو کې ښاري حکومتونه کولای شو د عامه هوساینې د راټولولو او وېش کنټرول په لاس کې واخلي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د اوومې پېړۍ خلیفه عمر (رض) د زکات یوه بڼه، چې د اسلام له پنځو بناوو له ډلې ده، د عمومي ټولنیز خوندیتوب د مالیې په توګه نافذ کړ. په دودیز ډول د یو کس د شتمنیو ۲.۵ اټکل شوی یا د د دولت د زکات پیسې د مسلمانانو په بېلابېلو ډلو، لکه بې وزلو خلکو او سختو پروړو، وېشل کېدې. د اموي او عباسي خلافتونو په وخت کې، که څه هم د زکات نظام په مکرر ډول غير موثر او فاسد و، د زکات راټولول زيات شول. اسلامي فقهاوو زیاتره وختونه مسلمانانو ته لارښوونه وکړه چې پيسې په مستقيم ډول پر اړمنو کسانو ووېشي تر څو يې اغېز لوړ شي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

په همدې ډول په یهودي دود کې، صدقه (چې د زیداکاه په بڼه وړاندې کېده) د سخاوت پرځای دیني مسؤلیت ګڼل کېږي. معاصره صدقه د انجیلي عشر، یا د بې وزلو لپاره لسمه برخې په توګه او همدارنګه د انجیلي ګړنو په بڼه دوام لري، لکه د شیمیتا (سباتیک کال، د رخصتۍ اوم کال) په جریان کې بې وزلو ته اجازه ورکول چې د کروندې کنجونه او حاصلات راټول کړي.

د میانه منځنیو پېړیو څخه وړاندې د مرستندویه تادیاتو (انتقالي تادیاتو) په اړه نسبتا لږ احصایوي معلومات موجود دي. په منځنیو پېړیو کې او تر صنعتي انقلاب پورې، په اروپا کې د هوساینې د تادیاتو فعالیتونه د شخصي ورکړې یا صدقي له لارې، د بېلابېلو ډلو او کړنو له لوري د دیني احکامو پر بنسټ پر مخ وړل کېدل. په اروپا کې د هوساینې په لومړیو پروګرامونو کې د ۱۶۰۱ کال د انګلیسي بې وزلو قانون دی، چې سیمه ایزو کشیشانو ته یې د بې وزلو لپاره د هوساینې تادیاتو چمتو کولو مسؤلیت ورکړ. دې سیستم د ۱۹ پېړۍ د بې وزلو د قانون د تعدیل له لوري ، چې د درالمساکین سیستم یې معرفي کړ، پراخ بدلون وموند. [۲۴]

په عمده توګه د ۱۹ پېړۍ په وروستیو او د ۲۰ پېړۍ په لومړیو کې وو چې په زیاتره هېوادونو کې د دولت د هوساینې منظم سیستم وړاندې شو. د آلمان صدراعظم، اوټو فون بسمارک د کارګرانو لپاره  هوساینې له لومړیو سیستمونو څخه معرفي کړ. په انګلستان کې د هنري کمبل بنرمن او ډېوېډ لویډ جورج لیبرال حکومت په ۱۹۱۱ کال کې د ملي بیمې سیستم معرفي کړ، چې وروسته دا سیستم د کلمېنټ اتلي له لوري پراخ شو. [۲۵][۲۶]

د هوساینې په عصري دولتونو کې آلمان، فرانسه، هالنډ او همدارنګه نورډیک هېوادونه لکه آیسلنډ، سویډن، ناروې، ډنمارک او فنلنډ ګډون لري چې د نورډیک ماډل په نوم یو سیستم کاروي. ایسپینګ-انډرسن د هوساینې تر ټولو پرمختللي دولتي سیستمونه په دریو برخو وېشلي دي: سوسیال دیموکرات، محافظه کاره او لیبرال. [۲۷][۲۸][۲۹]

په ۲۰۱۴ کال کې د ایلو (ILO) له لوري په خپور شوی راپور اټکل شوی چې د نړۍ یوازې ۲۷٪ نفوس بشپړ ټولنیز خوندیتوب ته لاسرسی لري. د نړیوال بانک د ۲۰۱۹ کال د نړیوال پرمختیایي راپور استدلال کوي چې د ټولنیزې بیمې زیاتره ډولونو دودیز معاش ماډل "د معیاري استخدام د قراردادونو څخه بهر د کاري مقرراتو له لوري په پراخه کچه له خنډ سره مخ کېږي".[۳۰][۳۱]

ډولونه[سمول]

هوساینه بېلابېل ډولونه لري، لکه د پیسو تادیات، سبسایډي او ارزښت لرونکي اسناد، یا د کور مرسته. د هوساینې سیستمونه دهېوادونو په پرتله توپیر لري، خو هوساینه عموماً وزګارو، ناروغه یا معیوبو، بوډاګانو، ماشوم لرونکو، او پخوانیو تجربه کارو سرتېرو ته ورکول کېږي. دا پروګرامونه کېدای شي د یو کس لپاره د هوساینې د ترلاسه کولو لپاره مختلف شرایط ولري:

  • ټولنیزه بیمه، د دولت له لوري تمویل شوي پروګرامونه دي چې تر یوې اندازې پورې د مرستو په برخه کې د انفرادي ونډې پر بنسټ ولاړ دي لکه روغتیا پاملرنه، د وزګارۍ تادیات او د بوډا عمر تقاعد.
  • د وړتیا د ازمایښت مرستې، هغه مالي مرستې دي چې د هغو کسانو لپاره چمتو کېږي چې د بې وزلۍ یا د بیکارۍ، ناروغۍ، معلولیت، یا د ماشومانو د پاملرنې په پایله کې د عاید د نشتون له امله نشي کولی لومړني اړتیاوې، لکه خواړه، جامې او کور، پوره کړي. لکه څنګه چې مرستې زیاتره د مالي تادیاتو په بڼه وي، هغه کسان چې د ټولنیز هوساینې لپاره وړ دي معمولا روغتیایي او تعلیمي خدماتو ته وړیا لاسرسی موندلای شي. د مرستې اندازه د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه کوي او د هغه لپاره د وړتیا شرایط زیاتره د غوښتونکي ټولنیز او مالي وضعیت تر بشپړې او پیچلې ارزونې لاندې راځي. د ټيټ عاید مرستې ته هم مراجعه وکړئ.
  • بې ونډې مرستې. زیاتره هېوادونه ځانګړي پروګرامونه لري چې د ونډې یا د وړتیا د آزماییښت له شرایطو پرته د ځانګړو ډلو خلکو لپاره، د بیلګې په توګه، د وسله والو ځواکونو پخواني سرتېري، معلولیت لرونکي او بوډا خلک، مرستې ورکول کېږي.
  • اختیاري مرستې. ځینې پروګرامونه د یو چارواکي د پرېکړې پر بنسټ دي، لکه د ټولنیز کارکونکي.
  • عمومي یا د یوې کټګورۍ مرستې: دا مرستې د ډیموګرانت (د ډیموګرفیکي شرایطو مرستې) په نوم هم یادېږي. دا بې ونډې مرستې دي چې د نفوس ټولې برخې ته د وړتیا د آزمایښت پرته ورکول کېږي، لکه په نیوزیلینډ کې د کورنۍ خرڅ یا عامه تقاعد (د نیوزیلنډ د تقاعد په نوم یادېږي). د الاسکا دایمي پیسو ونډې ته هم مراجعه وکړئ.

ټولنیز ملاتړ[سمول]

د پرمختګ په حال کې هېوادونو کې، د ټولنیز خوندیتوب فعالیتونه زیاتره د ډېر کاري نفوس لپاره، همدارنګه په غیر رسمي اقتصاد د اتکا له امله نشته. د دې ترڅنګ، خلکو ته د رسېدنې لپاره د دولت ظرفیت ممکن د محدودو زیربناوو او سرچینو له امله محدود وي. په دې ډول شرایطو کې، ټولنیز ملاتړ زیاتره د ټولنیز خوندیتوب پرځای کارول کېږي، چې له ځانه سره پراخه تګلارې لري، لکه د کار په بازار کې مداخله او د سیمه ایزو ټولنو پر بنسټ پروګرامونه، ترڅو د بې وزلۍ کمولو او د بیکارۍ په څېر د حالاتو په وړاندې خوندیتوب چمتو کړي. [۳۲][۳۳][۳۴]

تاریخچه[سمول]

نور ولولئ[سمول]

سرچینې[سمول]

  • انگریزی ویکی

اقتصادی اصطلاحات/ ع.ع.، ا. و.

  1. "Social welfare program". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. David S. Weissbrodt; Connie de la Vega (2007). International Human Rights Law: An Introduction. University of Pennsylvania Press. د کتاب پاڼې 130. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8122-4032-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Walker, Robert (1 November 2004). Social Security And Welfare: Concepts And Comparisons: Concepts and Comparisons. McGraw-Hill Education (UK). د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-335-20934-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "International Labour Standards on Social security". www.ilo.org (په انګلیسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Frans Pennings (1 January 2006). Between Soft and Hard Law: The Impact of International Social Security Standards on National Social Security Law. Kluwer Law International B.V. د کتاب پاڼي 32–41. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-411-2491-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. J. C. Vrooman (2009). Rules of Relief: Institutions of Social Security, and Their Impact (PDF). Netherlands Institute for Social Research, SCP. د کتاب پاڼي 111–126. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. The New Fontana Dictionary of Modern Thought Third Edition (1999), Allan Bullock and Stephen Trombley Eds., p. 919.
  8. "Benthall, Jonathan & Bellion-Jourdan, J. The Charitable Crescent: Politics of Aid in the Muslim World, 2nd ed. (London: I.B. Tauris, 2009), p. 17". د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Social Security History". Social Security. 28 September 2019. مؤرشف من الأصل في ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. The New Fontana Dictionary of Modern Thought Third Edition (1999), Allan Bullock and Stephen Trombley Eds., p. 919.
  11. "Trajan". Britannica.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "The Roman Empire: in the First Century. The Roman Empire. Emperors. Nerva & Trajan – PBS". Pbs.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Chapter1: Charity and Welfare", the American Academy of Research Historians of Medieval Spain.
  14. Robert Henry Nelson (2001). "Economics as religión: from Samuelson to Chicago and beyond". Penn State Press. p. 103. کينډۍ:ISBN
  15. Philip Jones (22 May 1997). The Italian City-State: From Commune to Signoria. Clarendon Press. د کتاب پاڼې 447. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-159030-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Marco H. D. Van Leeuwen (31 August 2016). Mutual Insurance 1550-2015: From Guild Welfare and Friendly Societies to Contemporary Micro-Insurers. Palgrave Macmillan UK. د کتاب پاڼي 70–71. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-137-53110-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Bernard Harris; Paul Bridgen (6 April 2012). Charity and Mutual Aid in Europe and North America Since 1800. Routledge. د کتاب پاڼې 90. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-21508-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Hajo Holborn (21 December 1982). A History of Modern Germany: The Reformation. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 26. OCLC 1035603175. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-00795-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. James B. Collins; Karen L. Taylor (15 April 2008). Early Modern Europe: Issues and Interpretations. John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 224. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-5207-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Benthall, Jonathan & Bellion-Jourdan, J. The Charitable Crescent: Politics of Aid in the Muslim World, 2nd ed. (London: I.B. Tauris, 2009), p. 17". د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Benthal, Jonathan. "The Qur'an's Call to Alms Zakat, the Muslim Tradition of Alms-giving". ISIM Newsletter 98 (1): 13. https://openaccess.leidenuniv.nl/bitstream/handle/1887/16762/ISIM_1_The_Qur-an-s_Call_to_Alms_Zakat_the_Muslim_Tradition_of_Alms-giving.pdf?sequence=1. 
  22. M.A. Mohamed Salih (2004). Alexander De Waal (المحرر). Islamism and its enemies in the Horn of Africa. Indiana University Press. د کتاب پاڼي 148–149. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-253-34403-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Fauzia, Amelia (2013). Faith and the State: A History of Islamic Philanthropy in Indonesia. Brill. د کتاب پاڼي 45–55. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789004233973. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. The Poor Laws of England Archived 5 January 2010 at the Wayback Machine. at EH.Net
  25. World Bank World Development Report 2019: The Changing Nature of Work. Chapter 6
  26. Liberal Reforms at BBC Bitesize
  27. Shorto, Russell (29 April 2009). Going Dutch. The New York Times (magazine). Retrieved: 11 June 2016.
  28. Paul K. Edwards and Tony Elger, The global economy, national states and the regulation of labour (1999) p. 111
  29. Ferragina, Emanuele; Seeleib-Kaiser, Martin (30 October 2011). "Thematic Review: Welfare regime debate: past, present, futures?". Policy & Politics 39 (4): 583–611. doi:10.1332/030557311X603592. https://halshs.archives-ouvertes.fr/halshs-01347336/file/Welfare_regime_debate.pdf. 
  30. World Bank World Development Report 2019: The Changing Nature of Work. Chapter 6
  31. "More than 70 per cent of the world population lacks proper social protection". ilo.org. 3 June 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Types of social protection". GSDRC. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جولای ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Track 2: Social Security and Social Protection: Developing Discourses". www.ilera2015.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ اگسټ ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Mendoza, Roger Lee (1990). The political economy of population control and retirement security in China, India and the Philippines. Philippine Economic Review, 31(2): 174–191.